مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-01-24   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

يوعادی افغان پر بشارالاسدنه ورکوم .

حبيب الله غمخور
دډله ايزو رسنيو دمعلوماتو له مخې ايرانی اخوندان دخپلوناروامخو لپاره افغانان جگړوته لېږي . داهم له افغانانوسره دايرانی اخوندانو داسلامی اخوت اوزموږ ددولتی نوکرصفتو چارواکودچوپتيا يوه بله روښانه بېلگه ! دايرانی اخوندانودا ډول برنمډو لاسوهنو اوافغان وژنې پروړاندی چې ايرانی چارواکي دخپلو موخولپاره افغانان په سوريه کي جنگوي ،دافغان دوملتی مشرتابه اوچارواکو ،تنظيم سالارو،دايران سره دهذهبی اړېکو په نوم ددوي پېژندل سوو نوکرانو چوپتيا ددوي دبهرنيو چارودوزير هغه خبره راپيادوی چې په ۲۰۰۳ کښي یې وويل :((موږ په افغانستان کي ترهرچابرلاسی يو،لازم نفوذ اواعتبارلرو)) . دافغان دولتی چارواکی ملی مکلفيت لری ،خو که چېري دوي ملت ته ځان ژمن بولی چې دايرانی اخوندانونه ددوي دکرغېړنو موخوسرته رسولولپاره دافغان شعيه کډوالونه دټولونړيوالو اصولوخلاف ددې ډول غيرانساني،غيراسلامی اوافغان دښمنه دريزپه هکله په نړيواله کچه اومحکمه کښي دخپلوشهيدو هيوادوالودانساني حقو قواوايرانی اخوندانو ددې وحشيانه کړنودمحاکمې غوښتنه وکړی . که افغانان غواړي چې پاکستان دنړيوال ترورزيم دهڅوونکو اوترهگر هيوادپه نوم وپېژندل سی او په تورليست کي یې نوم ثبت شي ،نو ايران هم دافغانانوپه شهادت رسولو،کورنۍ ، ژبنۍ،مذهبی اوتوکمی تعصب ته په لمن وهلوسره په افغانستان کي دلويوبدبختيولامل دی ،ايران هم بايد دترهگرهيواددنړيوال تروريزم په تور ليست کي شامل سي . افغانان څومره چې له پاکستانی ملکی اونظامی چارواکو نه نفرت لری په همدې کچه له ايرانی اخوندانو اوددې هيواد له ملکی اوپوځی چارواکوته هم دنفرت په سترگه گوري . نن ۲۰۱۷ ز کال دجنوري ۲۴ تاند ويب پاڼې داخبر خپورکړ چې :ایران افغان شیعه جنګیالو ته نوي امتیازت منلي . رپوټونه وايي چې د ایران دولت په سوريي کې د جګړې لپاره د افغان اوپاکستاني شیعه ګانو د ګومارلو لړۍ چټکه کړي او هغوی ته یې نوي خو بي ساري امتیازات په پام کې نیولي دي. د ایراني رژيم له لوري دځان اود بل دګټولپاره له افغانانو څخه کاراخیستنه د پخواني شوروي له یرغل راهیسي روانه ده . ویل کیږي چې اوس د ایران انقلابي ګارد پلان لري افغان او پاکستاني هغو شیعه کډوالو ته د هغوی په ګټه د جنګیدو په بدل کې پخواني امتیازات څوځله لوړ کړي. زه ديوه افغان په توگه اوپدې ډاډه يم اکثريت افغانان نه يوعادی افغان پر بشارالاسد ورنکړي . زه دبشرالاسد له رژيم سره هيڅ ډول مخالف نه يم مبلکي تائيدوم یې اودسوريې ناورين اساسي لامل دسوريې په کورنيو چاروکي دخپلو اقتصادي اوسياسي موخولپاره داسلامی بنسټپالو اوبيا وروسته داعش را زېږول بولم .دادبهرنيووسله واله سياسی مداخله وه چې په سوريې کي کورنۍ جگړه دمذهبی سوداگری نه په استفادې پيل ،چې په نتېجه کښي په زرگونه انسانان قرباني اوپه ميليونو عام وگړي تراروپاپوري کډوالی ته اړسول . خو دسوريې دهمدې قانوني رژيم نه ددفاع په خاطر ديوه افغان له شهادت اوجنگېدوسره مخالف يم اودايرانی چارواکو داډول کارونه زموږ دولس سره ددوستۍ او اسلامی اخوت ترنامه لاندي بربنډه دښمني بولم. د یو شمیر رسنیود رپوټونو پر بنسټ ایران تر دې دمخه افغان او پاکستاني هغوشیعه کورنیو ته ځانګړي امتیازات ورکول چې د کورنیو ځوان غړي به یي داسلامي جمهوریت د ګټود خوندي کولو لپاره په سوریه کې جنګیدل خو دا دی اوس تهران پلان لري د نوی ۱۳۹۶ هجري لمریز کال له پيلېدو سره سم د دغوجنګیالو د کورنیوامتیازات په بې ساري توګه لوړ کړي. تر دې دمخه به هغو افغان او پاکستاني وګړو ته چې د ایران لپاره په سوریه کې جنګیدل ۵۰۰ امریکايي ډالره تنخوا ورکوله او په دې سربیره به یي د هغوی د کورنیو هغوغړو ته چې په ایران کې اوسیدل د ایران افتخاري تابیعت او هغه یو شمیرحقوق ورکول چې عادی ایراني اتباعو درلودل خو د نوي پلان له مخي به هغه افغان ځوانان چې په دغه جګړه کې وژل کیږي د کورنۍ ټول غړي به یي د ژوند تر پایه په ایران کې میاشتني حقوق د کور د کرايي پیسې د خوړو، پوښاک او سفر مجاني امتیازات ولري. د ایران په فارسي نیوز ټلویزیون کې تیره میاشت داسي یوه ویدیوه خپره شوه چې دمګړۍ نږدې ۱۸۰۰۰ افغانان په سوریه کې د ایران له لوري د بشار الاسد په ملاتړ جنګیږي. دغه اکثریت شیعه ګان د پاکستان د پاړه چنار پښتانه اوسیدونکي دي چې اکثریت یي له خپلو کورنیو سره ایران ته یا پخوا کډه شوي او یا اوس ورغلي دي او د ایران د دولت امتیازاتو له نوي بستې څخه به دوي هم برخمن وي. د ایران دولت په خپله ګټه د پاکستاني او افغان وګړو په جنګولو په وار وار انکار کړی او ویلي یې دي چې دا د عربي او یو شمیر نړیوالو مطبوعاتو پروپاګندا ده. د منځني ختیځ د څیړوندوی انستیتیوت وروستۍ پلټني ښيي چې ایران په دوامداره توګه پلان لري چې افغان شیعه ګان په ایران کې دننه او حتی د افغانستان له یو شمیر ولایتونو ایران ته ور وبولي او هلته ورته د امتیازاتو په بدل کې د سوريي جګړې ته وسله ور په لاس کړي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery