مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پښتو دیني متونو ژبه

پوهنیار اسدالله وحیدي

 

سریزه:
د دیني متونو ژبه له دوو اړخونو د اهمیت وړ ده. لومړی: د دیني متونو ژبه پر دین د خلکو د پوهېدو لپاره لیکل کیږي. څومره چې دا ژبه ساده، روانه، خوږه او عام فهمه وي، په همغه کچه پر دین د خلکو د پوهېد، کچه لوړوي او لیکوال هغه هدف ته رسیږي، چې د هغه لپاره ليکل کوي. دویم: د دیني متن ژبه د ژبې له اړخه پر خلکو مخامخ اغېز کوي. که د دیني متن ژبه سمه، خوږه، روانه او ښکلې وي، د خلکو پر لیکنۍ او ګړنۍ ژبه مثبت اغېز کوي او که دا ژبه ګونګه، له ګرامري تېروتنو ډکه او د پردیو کلمو لرونکې وي؛ نو د خلکو پر ګړنۍ او لیکنۍ ژبه یې اغېز هم منفي دی. له همدې امله د دیني متونو ژبه د بحث وړ ده او په کار ده چې په دې تړاو لیکنې او بحثونه وشي. له شک پرته چې په پښتو کې د دیني متونو ژبه پراخې ستونزې لري، نو پر دغو ستونزو، د ستونزو پر لاملونو او حل لاره بحث کول په کار دي. دا چاره به د دیني متونو د ژبې له سموالي سره مرسته وکړي؛ له یوه اړخه به خلکو ته پر دین او دیني اصولو د ښه پوهېدا زمینه برابره کړي او له بله اړخه به د پښتنو د ګړنۍ او لیکنۍ ژبې له ښه والي سره مرسته وکړي. په دې لیکنه کې زه په پښتو کې د دیني متونو د ژبې پر ستونزو، د ستونزو پر لاملونو او حل لارو خبرې کوم.

په پښتو کې د دیني متونو د ژبې ستونزې

په پښتو کې د دیني متونو د ژبې تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې ډېره برخه متون ژباړل شوي دي. ژباړې په طبیعي ډول له ستونزو خالي نه وي، خو چې ژباړه بیا ناسمه وشي او د ژباړې اصول پکې مراعات نه شي، نو ستونزه یې لا زیاته شي. په پښتو کې د دیني متونو لویه برخه له عربي او یوه برخه یې له فارسي او اردو ژباړل شوي دي. دغه ژباړه تر ډېره پورې ټکی پر ټکي ژباړه ده، چې پکې کلمه پر کلمه ژباړل کیږي. په دې ژباړه کې د جملې جوړښت ته پام نه کیږي، بلکې هرې کلمې ته په خپله ژبه کې معادله کلمه پیدا کیږي. جملې د فاعل، فعل او مفعول د ځای له اړخه په بېلو ژبو کې مختلفې دي، چې په ټکی پر ټکي ژباړه کې ورته پام نه کیږي. په پښتو کې د دیني متونو ژبه تر ډېره همداسې ده چې ټکی پر ټکي ژباړل شوې ده. د قرانکریم او احادیثو ډیری ترجمې همداسې ټکی پر ټکي ژباړې دي او ښايي ژباړونکي په ژباړه کې د ډېر پام او له تېروتنې د ویرې له امله دا کار کوي. استاد اجمل ښکلی په دې اړه لیکي: " د دين په چاره کې مسلمانان، په تېره پښتانه ډېر حساس دي او د خداى(ج) د کلام او د پېغمبر(ص) په احاديثو کې خطا هم- چې د انسان خاصه ده- نه شي زغملاى، ځکه خو علماوو آيتونه او احاديث کلمه په کلمه ژباړلي، چې د خداى له قهره او د خلکو له شره بچ وي..." ( ۵ -   ؟؟؟   )
سره له دې چې ټکی پر ټکي ژباړه د تېروتنې د مخنیوي په پار کیږي او هدف هم دا وي چې له دین سره کوم خیانت ونه شي، خو خپله د ژباړې دغه ډول، تېروتنه او د مفهوم له لېږد سره زیاتی دی. د ژباړې په دې ډول کې له یوه اړخه د مفهوم لېږد له ستونزې سره مخ کیږي او هغه هدف نه تر لاسه کیږي چې له امله یې ژباړه کیږي. له بله اړخه د دویمې ژبې جوړښت ته زیان اوښتی وي. هره ژبه خپل ځانګړی جوړښت لري، چې د بلې ژبې له جوړښت سره توپیرونه لري. له همدې امله کله چې د یوې ژبې جوړښت پر بلې ژبې وتپل شي، په طبیعي ډول هم مفهوم سم نه لېږدول کیږي او هغه دویمه ژبه هم خرابیږي. زموږ په پښتو دیني متونو کې همدا کار شوی دی. دلته ځینې بېلګې راوړو:
 موږ ټول مسلمانان کلمه وایو او په ماشومتوب کې د کلمې له یادولو سره سم، یې معنی هم زده کوو. ( لا اله الا الله محمد الرسوالله) ژباړه یې داسې یادوو: ( نشته د عبادت لایق، مګر یوازې الله او محمد د الله رسول دی.) په عربې ژبه کې پر یو شي د ټینګار لپاره لومړی عمومي نفی راځي او بیا هغه شی چې هدف دی خاص کیږي. لکه دلته یو ځل ویل کیږي چې د عبادت لایق نشته، بیا ویل کیږي، مګر یوازې الله دی. دا د عربي جوړښت دی، موږ په پښتو کې داسې جوړښت نه لرو؛ نو په پښتو کې یې سمه او اسانه ترجمه داسې ده: ( د عبادت لایق یوازې الله دی). که خبره د ټینګار او مهم والي وي، نو بیا پښتو ته د عربي جملې د جوړښت د را لېږدولو له لارې هغه ټینګار او اهمیت نه پاتې کیږي، ځکه په پښتو کې یو ځل عمومي نفی او بیا د یو څه ځانګړي کول هغه هدف نه بیانوي چې په عربي کې دی. که خبره د ټینګار او اهمیت وي، نو بیا دې د پښتو ژبې په جوړښت کې ورته همدا اهمیت پیدا شي. له دې امله کېدای شي د ( لا اله الا الله) سمه او هغه ژباړه چې اهمیت او ټینګار هم پکې راشي داسې وي : ( یوازې الله د عبادت وړ دی) یا ( همدا یو الله د عبادت وړ دی). د ټینګار لپاره ښايي، نور وییکي او وییونه هم وکارولی شو، چې خپله د پښتو په جوړښت کې پیدا کېدای شي.
یا همداسې د قرانکریم د دې ایت شریف ژباړه چې موږ یې هر ځل د قرانکریم د لوستو په پیل کې وایو (بسم الرحمن الرحيم) د دغه ایت شریف ژباړه داسې شوې: ( شروع کوم په نامه د الله چې ډېر زیات مهربان او پوره رحم کوونکی دی.) ( ۱- ۷ ) دلته بیا هم ستونزه د عربي ژبې د جملې د جوړښت ده. زه دلته د کره پښتو کلمو او لغاتو د کارونې خبره نه کوم، خو تر دې  ساده او اسانه ژباړه یې داسې ده: ( د الله تعالی په نامه شروع کوم چې ډېر مهربان او پوره رحم کوونکی دی). کیدای شي تر دې یې هم کره او ښه ژباړه وشي.
بله بېلګه: د قرانکریم څو ایتونه راوړو او ګورو چې ژباړه یې په پښتو کې څنګه شوې ده:

ألم تر كيف فعل ربك بعاد ( ۵ ) إرم ذات العماد ( ۶ )
ژباړه: ایا نه ویني، نه یې خبر ته ( اې محمده۱) چې څه کړي دي رب ستا ( له قبیلې د اول) د عادیانو سره چې ارم وو، خاوندان د قوت د قامتونو لویو وو ( یا خاوندان د لویو ستونو وو) (۲- سوره الفجر – ۱۸۸۵)     
دلته بیا هم همغه ستونزه ده چې د جملې د مفهوم د لېږد پر ځای هڅه شوې چې ټکی پر ټکي ژباړه وشي. په دې سره نه یوازې دا چې مفهوم ګونګ شوی دی او په اساني پرې پوهېدل ګران شوي، بلکې د پښتو ژبې جوړښت هم پکې مات شوی دی. په دې ژباړه کې به هم له شک پرته له ژباړونکي سره دا وېره وه چې خیانت ونه شي او ستونزه رامنځ ته نه شي، خو ستونزه رامنځ ته شوې او مفهوم سم نه دی لېږدول شوی. دا ژباړه اسانه هم کېدای شي او د تشریحاتو لپاره کېدای شي قوسونه او یا هم تفسیر وکارول شي. د پورتنيو مبارکو ایتونو ساده او اسانه ژباړه داسې کیدای شي: ( تا ونه لېدل ( اې محمده!) چې ستا رب له عادیانو (عاد قوم) سره څه وکړل، چې ارم وو او د دنګو ونو یا ستنو څښتن وو.)) له دې امله چې زه د قرانکریم د تفسیر او ترجمې عالم نه یم، د قرانکریم د تفسیر او ترجمې عالمان کولی شي دا ایتونه لا زیات ښه، خواږه، عام فهمه او روان وژباړي.
بله بېلګه د سیرت په تړاو د یو پښتو متن ورکوو: (( هرکله چې اسلام مدینې ته را ورسېد نو یهودانو ته دا خبره ثابته شوه چې تر دې وروسته نور د دوی د  زور زیاتي او خود غرضۍ اقتدار په ځای نه شي پاتې کېدلی. هر څومره چې انصار شتمن کېدل په هغه اندازه به ورځ په ورځ د یهودانو د مودو مودو قدرت هم کمېده او د مدینې په مشرکانو کې د یهودیت د خپرېدو لړۍ ځای پر ځای ودرېده، د نویو سوبو او فتحو په وجه چې انصار څومره شمتن کېدل، په همغه اندازه ور باندې د یهودانو د سودونو او پورنو درانه بارونه سپکېدل...)) ( ۷- ۳۴۷)
پورتنی متن هم د مفهوم د لېږد له اړخه کومه لویه ستونزه نه لري، خو بیا هم پیچلی، ستړی کوونکی، له اضافي کلمو ډک او د ژبې له اړخه بې خونده دی. همدا متن تر دې لنډ، ساده او اسانه لیکل کیدای شي، چې نه به اضافي کلمې ولري، نه به یې جملې، بې خونده او اوږدې وي او نه به ستړی کوونکی وي، خو ددې کار لپاره پر سیرت د پوهېدو ترڅنګ پر ژبه د پوهېدو او ښه نثر لیکلو هنر ته اړتیا ده.
په پښتو دیني متونو کې د اوږدو جملو، اضافي او سختو کلمو د راوړلو ستونزه بیخي ډېره ده، موږ دلته یوه بله بېلګه راوړو:
(( هرڅوک دا مني چې د ممتازو افرادو د ژوند په سوانحو کې د هغو د ژوند له شروع څخه ځیني دا ډول اثار او نښې لیدل کیږي، هغه نښې د هغه د ژوند د روښانه او ځلانده مستقبل پیشګويي کوي، هر کله چې د هغو عامو انساني افرادو دا حال دی چې هغوی یواځې د کورنیو، قامونو او د هیواد خلکو ته د تش ظاهري لارښوونه کوي، نو د هغو ډېرو جګو  شخصیتونو په نسبت چې د قامونو حقیقي مشران او د انسانیت حقیقي لارښوونکي وي، څه شک او شبهه کیدای شي، لکه چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ابتدايي ژوند په سوانحو دا ډول واقعیات ډېر موندل کیږي...)) ( ۸ – ۴۷۸)
پورتنی متن ټول یوه جمله ده، ان یوه جمله تکمیل شوې هم نه ده او دوام لري، نو کله چې یو جمله نیمه پاڼه او یا یوه پاڼه وي، نو مبتدا او خبر به یې چېرته وي او څنګه به مبتدا او خبر سره اړیکه  پیدا کوي!؟ دا ډول جملې نه یوازې دا چې ستړې کوونکې وي، بلکې مفهوم ګونګوي او ستونزمنیږي چې لوستونکی دې مفهوم ترې واخلي. د پورتني متن مفهوم پېچلی نه دی، ساده دی او په اسانۍ هم ویل کیدای شي. په پورتني متن کې هدف دا دی چې د هر مهم شخص د ژوند په لومړیو کې داسې پېښې کیږي، د هغه د مهمې راتلونکې وړاندوینه کوي. دا پېښې او نښې د وړو مهمو شخصیتونو په ژوند کې هم وي، خو د ډېرو مهمو شخصیتونو په ژوند کې بیا ښکاره وي. د رسوالله صلی الله په ژوند کې داسې پېښې او نښې ډېرې دي. پورتنی یوازې د جملې د اوږدوالي له اړخه ستونزه نه لري، بلکې اضافي او پردۍ کلمې هم پکې خورا زیاتې دي، چې متن یې پېچلی کړی دی.
د پښتو دیني متونو بله ستونزه دا ده چې ډېر کله یوازې مفهوم ته پام کیږي او لفظي ښکلا یو مخ هېریږي. دا ستونزې په پښتو دیني متونو کې بیخي عامه ده او کم متون به داسې وي چې څه ناڅه لفظي ښکلا یې هم ساتلې وي. د قرانکریم یوازې د مفهوم خبره نه ده، بلکې لفظي ښکلا یې هم لري او معجز کلام دی. د قرانکریم ایتونه ځانګړې ښکلا لري او کله یې چې څوک لولي یا یې اوري، ځانګړی اغېز ورباندې کوي، ان که په معنی یې هم پوه نه شي، خو چې په معنی یې پوه شي، بیا یې اغېز نور هم زیاتیږي. موږ دلته د قرانکریم څو ایتونه راوړو، چې یو حیرانوونکی تصویر جوړوي او د انسان ذهن ته یو محسوس تصویر دروي. دغه ښکلا له ادبي اړخه بې سارې ده او انسان یې نه شي تصویر کولی.

إِذَا الشَّمْسُ كُوِّرَتْ ﴿۱﴾ وَإِذَا النُّجُومُ انْكَدَرَتْ ﴿۲﴾ وَإِذَا الْجِبَالُ سُيِّرَتْ ﴿۳﴾.
((کله چې لمر بې نوره کړل شي، کله چې ستوري خړ پړ وګرځول شي او کله چې غرونه ( له خپلو ځایونو روان کړل شي.)) ( ۶ – ۴۷)
په دغه ژباړه کې مفهوم پوره لېږدول شوی، خو لفظي ښکلا ته پام نه دی شوی. که څه هم دا شونې نه ده چې د قرانکریم لفظي ښکلا دې په بله ژبه کې راوړل شي، خو هڅه باید وشي چې په بله ژبه کې لفظي ښکلا ته هم پام وشي. که څوک د پورتنیو ایتونو په معنی پوه شي او د کلمو ځانګړې معناوې هم درک کړي، نو پر دې پوهېدلی شي چې دغه ایتونه له لفظي اړخه څومره حیرانوونکي دي. دا ایتونه یو حیرانوونکی تصویر جوړوي، یو محسوس تصویر او یو داسې تصویر چې په ذهن کې پاتې کیږي. له همدې امله په کار ده چې په ژباړه کې لفظي ښکلا ته هم ځانګړی پام وشي.

بله ستونزه دا ده چې ډېری وخت له عربي کلمو سره افراطي او تفریطي چلند کیږي. کله زموږ پښتو دیني متون له عربي کلمو ډک وي او داسې سخت عربي کلمات پکې کارول شوي وي چې عام لوستونکي خو لا پریږده، هغوی چې پر عربي هم څه نا څه پوهیږي، له ستونزې سره مخ وي. دا ډول بېلګې خورا زیاتې دي. ځیني عربې کلمې تشریح او توضیح ته اړتیا لري او ان ترجمه کېدلی نه شي، نو ځکه یې کارول او له تشریح پرته راوړل ستونزه نه یوازې حل کوي نه، بلکې زیاتوي یې. خو کله کله له عربي کلمو سره له تعصبه ډک چلند کیږي او هڅه کیږي چې هر څه پښتو شي. لومړی خو دا چاره ناشونې ده، ځکه ټولې ژبې د نورو ژبو کلمات لري، بیا پښتو خو د نورو ژبو، په ځانګړي ډول له عربي کلمو ډکه ده. په نورو متونو کې له عربي کلمو تېښته ښايي تر یوه بریده بریالۍ وي، خو په دیني متونو کې له عربي کلمو تېښته ناشونې ده. له همدې امله په کار ده چې زموږ دیني متون له عربي کلمو سره د چلند له اړخه له افراط او تفریط څخه خالي وي. باید د پښتو ژبې جوړښت او د خلکو پوهاوي ته پکې پام وشي. دا هم د هېرولو نه ده چې ځیني عربي کلمې د ژباړې وړ نه دي، نو بیا د هرې کلمې د ژباړې هڅه هم ونه شي.
د دې خبرو معنی دا نه ده چې زموږ ټول پښتو دیني متون داسې ستونزې لري، موږ ډیری وخت په پښتو کې خوږ، روان، عامه فهمه او ساده دیني متن هم لرو، چې هم پکې مفهوم په ښه ډول انتقال شوی دی او هم د پښتو ژبې جوړښت، خوږلۍ او روانۍ ته پام شوی دی. همداسې یو کتاب ( د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند لس ورځې) د محمد زبیر شفیقي ژباړه ده چې متن یې خوږ، روان او په زړه پورې دی. کله چې لوستونکی دا متن لولي، نه یوازې په اسانۍ مفهوم ترې اخلي، بلکې لوستل یې له خونده ډک دي. زه یې د ځینو ژباړو بېلګه راوړم:

وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا ﴿بنی اسرائیل -۸۱﴾

ژباړه: (حق راغی او باطل له منځه ولاړ، په رښتیا چې باطل له منځه تلونکی دی.)
(۴ -۱۷۷)

بله بېلګه:
أَيُّهَا النَّاسُ لَا تَتَمَنَّوْا لِقَاءَ الْعَدُوِّ وَسَلُوا اللَّهَ الْعَافِيَةَ فَإِذَا لَقِيتُمُوهُمْ فَاصْبِرُوا وَاعْلَمُوا أَنَّ الْجَنَّةَ تَحْتَ ظِلَالِ السُّيُوفِ

(له دښمنانوسره د ټکر هیله مه کوئ، بلکې له هغوی څخه عافیت وغواړئ، خو که له هغوی سره مخامخ شی، نو بیا ټینګ ودریږئ او په یاد ولری چې جنت د تورو تر سیوري لاندې دی.)
(۴– ۱۴۰)

پورته دواړه ژباړې، خوږې، روانې او ساده دي. په دغو ژباړو کې نه یوازې دا چې مفهوم سم لېږدول شوی، بلکې متن یې هم د پښتو له جوړښت سره سم خوږ او روان دی.

د یو بل دیني متن ژبه هم راوړو:

وعن أبي سَعِيدٍ ، وَابْنِ عَبَّاسٍ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : " مَنْ وُلِدَ لَهُ وَلَدٌ فَلْيُحْسِنِ اسْمَهُ وَأَدَبَهُ ، فَإِذَا بَلَغَ فَلْيُزَوِّجْهُ فَإِنْ بَلَغَ وَلَمْ يُزَوِّجْهُ فَأَصَابَ إِثْمًا ، فَإِنَّمَا إِثْمُهُ عَلَى أَبِيهِ "

له ابو سعید او ابو عباس رضی الله تعالی عنهم څخه روایت دی چې وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د چا چې بچی پیدا شي، ښه نوم دې پرې کیږدي، روزنه او پالنه دې یې وکړي، چې بالغ شو نکاح دې یې وکړي. که چیرې بالغ شو او نکاح یې نه وه کړل شوې، نو که له هغه څخه کومه ګناه کیږي، نو پلار یې هم ورسره شریک دی.
( ۳ -۳۶۱)

دا ژباړه هم که څه ډېره خوږه نه ده، خو روانه ده، مفهوم یې لېږدولی او په دیني ژباړو کې کله کله دا هم بسنه کوي چې ژبه یې ساده وي او یوازې مفهوم ولېږدول شي. ډیری وخت یې د ژبې د خوږوالي او یا ښکلا لپاره د هڅې شونتیا نه وي.

پایله
زموږ پښتو دیني متون ګڼې ستونزې لري، له همدې امله یې هم دین ته زیان اوښتی او هم ژبې ته. ددې لپاره چې خلک پر دین پوه شي، باید په دیني متونو پوه شي او پر دیني متونو د پوهېدو لپاره اړینه ده چې ژبه یې ساده، روانه او عام فهمه وي. له همدې امله زموږ د دیني متونو ژبې ته له سره د کتنې اړتیا ده. د دې لپاره چې زموږ د دیني متونو ژبه سمه شي، په کار ده چې هغوی چې دیني متون لیکي په ژبه هم پوه شي. که یو څوک یوازې په دین پوه شي، خو په خپله ژبه پوه نه شي، نو له شک پرته چې د هغه له خوا لیکل کېدونکی متن به له ستونزو ډک وي. دغه راز که یو څوک یوازې پر ژبه پوه شي، خو په دین پوه نه شي، نو دا چاره هم له مفهومي اړخه ستونزې پیدا کوي. پر دې اساس هغوی چې دیني متن لیکي پر دین او ژبه دواړه پوهېدل ورته لازم دي او دا چاره دین او ژبې دواړو ته ګټه رسوي. له بده مرغه زموږ د دیني متونو ژبه تر اوسه پورې له دواړو اړخونو له ستونزو ډکه وه. ډیری کسان چې دیني متون یې لیکلي او یا یې ژباړلي دي، په دین پوهېدل، خو په پښتو ژبه هسې نه پوهېدل چې لیکل پرې وکړي، که څه هم مورنۍ ژبه یې وه. له همدې امله ستونزې وې. داسې ژباړې به کمې وي چې یو څوک پر ژبه پوه وي، خو پر دین پوه نه وي، خو یو مخ انکار ترې نه شي کېدلی. په پښتو متونو کې خو تر دې دواړو جدي ستونزه دا وه چې داسې کسانو هم پښتو دیني متون لیکلي یا یې ژباړلي چې نه پر دین پوهیږي او نه په ژبه، نو ځکه یې نه دین ته خدمت کړی او نه هم ژبې ته، بلکې دواړو ته یې زیان رسولی دی. که د مسئلې دیني اړخ ته وکتل شي، ژبه یوازې د مفهوم د لېږد وسیله ده، نو په کار ده چې دا وسیله خلکو ته مفهوم اسانه کړي. له همدې امله د دیني متونو ژبه باید خوږه، روانه او عام فهمه وي، په دې سره به خلک په دین پوه شي، د دیني متونو له مطالعې سره به مینه پیدا شي او لیکل به بې ځایه نه وي. دغه راز دا چاره د ژبې له ودې او پرمختګ سره هم مرسته کوي، ځکه چې د ژبې په پرمختګ کې یو اساسي لامل دیني اړخ دی. کله چې یوه ژبه د دین او دیني متونو ژبه وي، نو په طبیعي ډول پرمختګ کوي.


اخځلیکونه
۱- قرانکریم، معانیو پښتو ترجمه او تفسیر، ( لومړی ټوک). سعودی عربستان: د قرانکریم د چاپ لپاره د پاچا فهد چاپخونه
۲- قرانکریم، معانیو پښتو ترجمه او تفسیر، (دویم ټوک). سعودی عربستان: د قرانکریم د چاپ لپاره د پاچا فهد چاپخونه
۳- اویس احمد، حماد افغان، ابو عائشه، ابو عبدالله. (۱۳۹۲). نورا الهدی. کابل: د نورالهدی اداره
۴- خالد، محمد خالد. (۱۳۹۳). د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند لس ورځې ( د محمد زبیر شفیقي ژباړه). کابل: سپوږمۍ راډیو
۵- ښکلی، اجمل. (۱۳۹۵). د ژباړې اصول. ننګرهار: مومند خپرندویه ټولنه
۶- عزیز، سلطان عزیز. (۱۳۸۹) د قرانکریم پښتو ترجمه او تفسیر (دریالسم ټوک)، (دویم چاپ): پېښور: النور خپروندیه ټولنه
۷- نعمانی، علامه شبلي. ندوي، علامه سلیمان. (۱۳۸۸). سیرت النبی ( لومړی او دویم ټوک)،( درېیم چاپ). ( د مولوي نورالله وفا ژباړه). لاهور: د النور علمي خپرندویه ټولنه
۸- نعمانی، علامه شبلي. ندوي، علامه سلیمان. (۱۳۸۸). سیرت النبی ( درېیم ټوک)،( درېیم چاپ). ( د مولوي نورالله وفا ژباړه). لاهور: د النور علمي خپرندویه ټولنه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery