مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د سنګين برید رښتيا او دروغ!:

اکرام الله اتل

 

 په سنګين کې د ملکي وګړو د وژل کيدو خبره يو وار بیا خولو په خولو شوی که څه هم په دې اړه باید لږ په تمه شو او په ګرم ميدان کې د طالب لپاره د رواني جګړې مبلغين نشو ولې په ځينو خبرو چې موږ پوهيږو ولس ته يي کول هم يو ملی او انساني رسالت دی.
د سنګين او کندز د بزکندهاري کيسه يو شانې ده خو يو ستر توپير پکې شته او هغه دا چې په بز کندهاري کې د شوې سهوې پر مهال طالبانو له یو کلي برید کړی وو او په ځوابي بريد کې د لسګونو طالبانو تر څنګ څو تنو ملکي وګړو ته هم پکې زيان واوښت او په سنګين کې بیا طالبانو د ملکي وګړو په کورونو کې سنګرونه جوړ کړي وو چې په شوي بريد کې د ۴۸ کسانو په منځ کې اته ويشت د اتو قومندانانو په ګډون مطلق طالبان دي، خو څو خبرې دې چې باید لږ مکث پرې وشي:
۱ـ ولې بريد وشو؟ دا پوښتنه باید طالبان ځواب کړي ځکه په هيڅ داسې سیمه کې ملکي وګړی نه مري چې هلته پکې طالب نه وي نو که طالب د شوي بريد په اړه د عامه اذهانو پر مغشولو او خپلو وحشتونو ته د مشروعيت په هڅه کې وي ملت باید لږ فکر وکړي چې هر کار تر شاه يو لامل لري، بل دا چې د حکومت او يا د بهرنیانو له لوري هر شوی برید غندنې،بښنې او ان ديت یا غرامت له ځان سره لري، حکومت د ملکي وګړو دومره عزت کوي چې ان د ټپي شوي طالب وژونکي سرتيری ته هم پرون محکمې سزا واوروله خو طالب چې زرګونو افغانان وژلي، دا هغه بله ورځ په کابل کې يي چې ان په لارو کې روان خلک شهيدان کړل او لا يي هم د پرديو په ننګه د وحشتونو لړۍ روانه ده نو دوی هم باید د يوې پيښې د بښنې، څيړنې يا دیت او غرامت بیلګه ولس ته وړاندې کړي ځکه دلته خبره د امريکايي،افغاني او طالب نه بلکه د افغانستان ده کله چې طالب ځان افغان بولي ولس ته باید د خپلو وحشتونو په اړه صفايي ورکړي يوازې په وژلو او وحشت خورولو سره نه طالب ځان په افغان ولس منلی شي او نه يي شوي وحشتونه د هيريدولو دي.
۲ـ بل مهم ټکی پکې دادی چې په دې پيښه کې وژل شوي څو تنه ملکي وګړي دي او څو تنه طالبان دي: په سنګين کې په شوي بريد کې ټول ټال ۴۸ تنه وژل شوي چې شل پکې ملکي وګړي او اته ويشت نور پکې د اتو مهمو قومندانانو په ګډون د طالبانو هغه وسله وال دي چې د پردۍ نيابتي جګړې په خاطر يي ټول افغانستان او خصوصا سنګين خپل سنګر ګرځولی دی، نو کله چې په يوه پيښه کې اته ويشت طالبان وژل کيږي ولس باید له دې نه دا خبره ځان ته ثابته کړي چې هلته د ملکي وګړو کورونه،پټي، بڼونه او نور عامه تاسيسات په هر حالت کې طالب د خپلو وحشتونو لپاره سنګر ګرځولی وو. د طالبانو ټولې اړوندې رسنۍ چې ما کتلي دي دوی يوازې د شل تنو ملکي وګړو خبره را پورته کړې خو د خپلو اته ويشت تنه وژل شویو کسانو په اړه بیا هيڅ نه وايي ددې ستر لامل دادی چې طالب زما په وينه کې د خپلو غلامانو وينه پټوي خو زما او د طالب د وينې توپير دادی چې زه مظلوم یم او طالب ظالم،زه افغان يم او طالب د افغان په نوم د پردیو د تپل شوې جګړې قرباني.
راځو جنګي منطق ته! کله چې په يو بريد کې په دوو کلیو کې تر ديرشو ډير طالب وسله وال وژل کيږي آيا دوی کلیوال نه دي برمته کړي؟ آيا هلته عام ولس د سپر په توګه نه دی کارول شوی؟ آيا هلته د خلکو له کورونو سنګرونه نه دي جوړ شوي؟
 ۳ـ په سنګين کې رښتيا برید شوی؟ په سنګين کې د پريکنده ماموريت نړۍ وال سرتیري د افغان ځواکونو هيڅ ملاتړ نه کوي او نه يي تر اوسه منلې چې د دوی کومې الوتکې دې په تیرو دریو ورځو کې په سنګين کې کوم برید يا بل وحشت کړی وي نو دلته څو خبرې بیا ډيرې مهمې دي خو تر دې مخکې باید ځينې تیر شوي واقعيتونه هم باید يادشي:
الف: د کابل د شاه شهيد پيښه: د کابل په شاه شهيد کې طالبانو د يو مبهم نیمه کيمياوي برید په کولو سلګونو کورونه وران کړل خو کله چې پوی شول چې هلته د ملي ځواکونو يوې برخې ته پکې زیان نه دی اوښتی نو پټه خولو شول ورته زرګونو بيلګې شته دي چې برید طالب کړی وي،بم په لار کې طالبانو خښ کړی وي، ملکي وګړي دوی بې کورۍ او کډوالو کیدو ته اړ کړي وي او....خو وروسته یوازې د رواني جګړې د تبلیغاتي شرارت په خاطر خولو پټوي او کابل ميشتي مستعار نومي ليکوالان يي بیلابیل پرتوګونه ورته ګنډي خو زه چې څومره فکر کوم نور د طالب د افغانيت، انسانیت، اسلاميت او شريعت استخباراتي پرتوګ داسې شليدلی چې د ګڼدولو هيڅ ځای پکې نه دی پاتې.
ب: له روسانو، ایران او آی اس آی سره د طالبانو اړيکې او د سوريي د تجربو تکرار: په هلمند کې شوی برید چې ملکي وګړي يي قرباني دي يا دوه کلي پکې په نښه شوي دي بهرنیان پرې منکر دي ورته وحشتونه روسانو، ایرانيانو او نورو متخاصمو ډلو په سوريه کې ډير کړي دي چې پړه يي پر داعشيانو يا نورو وحشي ډلو ور اچول شوې ولې د ورته پيچلو بریدونو تر شاه خامخا د يو زبرځواک لاس وي نو راځئ څيړنو ته په تمه شو.
دلته څو بیلګې باید راوړوم:
۱ـ په سوريه کې د کيماوي وسلو کارونه: روسانو په ډير مهارت په سوريه کې په لسګونو کليو کې کيمياوي وسلې کارولي او قتل عام يي کړی دی څو خپل وحشت ته مشروعيت ورکړي او داعشي ضد انګيزه ډيره کړي خو په اصل کې هر برید داعش يا بلې ترهګرې ډلې نه بلکه د داعش پر وړاندې ولاړې متخاصمې ډلې کړی دی نو د دې بريدونو د مشروعيت په خاطر داعش او داعشي وحشتونه يوازې د رسنيز او رواني مشروعيت يوه لاره وه او بس.
۲ـ د اوکراين ويشتل شوې الوتکه: د کريمي د ټاپو تر ستونزې وروسته کله چې روسانو د يو هیواد مشروع برخه د خپلې خاورې يوه برخه وګرځوله پر يوې اوکراينۍ الوتکې باندې چې ملکي وګړي پکې له يو هیواد څخه بل هیواد ته تلل برید وشو خو تر نن پورې حتی امریکې په دې اړه د پلټنو پايله له رسنیو سره شريکه نکړه له دې هم ښکاري چې د سنګين په ګډون په ډيرو نورو هیوادونو کې هم د طالب پلوو هیوادونو متخصامې موخې بل پيغام له ځان سره لري.
۳ـ د مصر پر الوتکې بريد: په مصر کې د داعش له ظهور سره سم روسانو بیا هم په سينا نومي ولایت کې د څو اويا تنو د سورولۍ الوتکه په نښه کړه او لسګونو مسافر پکې و وژل شول بیا هم پړه د داعش په نوم د همدې وحشتونو لپاره بازار موندونکې ډلې واخيسته خو موږ ته اوس د داعش ټول زور معلوم دی او ټول افغان ولس په دې پوهيږي چې داعش د طالباني وحشتونو د سيکې بل مخ دی چې بريد کوي او نور تښتي نو د الوتکې ويشتل او يا په نښه کول ډيرو غټو تاسيساتو او توغنديو ته اړتيا لري ځکه الوتکه په لارکې روان انسانان نه دي چې يو دوزخي ځانګړزی به يي په نښه کړي او وطن به په وينو ولړل شي بلکه الوتکه زرګونو مايله لوړه پرواز کوي.
۴ـ په عراق کې ورته وحشتونه: په عراق کې که يو لوري ته ایران طرف وو بل لوري ته به يي له هرې شونې لارې کوښښ کاوو چې سنيان وځپي، کله به چې داعشيان راغلل سنيان به د اقليت تر نامو لاندې په دې پلمه چې امریکا پلوي دي وځپل شول او بیا به چې داعشيان ولاړل د عراقي ځواکونو په منځ کې د سپاه پاسداران وحشیانو به بیا پر عراقي ولس خصوصا سنيانو ډک زړه تش کړ.
برنۍ څو تجربې افغان ولس ته ځکه ډيرې مهمې دي چې باید پرې پوی شي چې روسيه د طالب پر مټ که يو لوري ته د اهل سنت په منځ کې د حنفي او سلفي د اور بلولو په لټه کې ده بل لوري ته ایران هم د شيعه ایزم د لیوني راج په لړ کې کوښښ کوي کله سنيان په نښه کړي او شيعه ګان ګرم کړي او کله بیا شیعه ګان په نښه کړي او سنیان ګرم کړي خو دواړه هیوادونه يو هدف لري او هغه دا چې دوی د طالب په نوم د يو ملت تر منځ عقدوې ډيروي او بیا ددې عقدو په لړ کې له امریکې خپل غچ اخلي.
اوس به نو موږ هم له احساساتو کار نه اخلو اصلي کيسه روښانه ده که طالب دوه زره خبرپاڼې هم ورکړي او ځان سپين چرګ وښيي ولس باید دا خبره درک کړي چې دلته د هر وحشت لامل طالب دی، که امریکا موږ وژني راوستو ته يي طالب موکه برابره کړې، که مو داعش کورونه را سوځوي بیا هم د طالب مذهبي او ايډيولوژيک حماقت دی او که زموږ هیواد ته پنجابي او ایراني فتواوې راځي بیا هم طالب پکې ښکيل دی ځکه په پاکستان کې يي د کوټې شورا، پيښور شورا، کراچۍ شورا، د راولپنډۍ نظامي او استخباراتي کميسیون فعال دی او په زاهدان او اصفهان کې يي هغه ده ملا نيک محمد له سپاه پاسداران او دې نورو ډلو سره په خبرو لګيا دي او د روسيي خبره خو نوره ځکه شننې ته اړتيا نلري چې د روسيي استازي ضمير کابلوف او په کابل کې يي سفير الکساندر مانتتسکي په ډاګه وويل چې طالبانو ته وسلې ورکوي او ملت ددې خبرې شاهد هم وو چې ددې ننګينې هوکړې د سرخوځونې چار په حقانيه مدرسه کې وشو او د وسلو لومړني کانټینرونه هم د تاجکستان کولاب او بیا کندز ته راوړل شول چې په ويش او خرڅلاو کې يي طالب والي ملا سلام ان د دوی د خپل منځي ځانمرګي برید ښکار شو.
۳ـ ولس باید لږ تفکيک وکړي: که غندنې د افغان وژنې پر ضد وي نو طالب هره ورځ افغان وژنه کوي خو زموږ غبرګون ولې جدي نه وي؟ امریکايان قرآن وسوځوي افغانان لارو ته را و وزي ان يو بل سره وخوري، عامه شتمنیو ته اور واچوي خو طالب سلګونو قرآنونه وسوځوي ولس غلی وي. نو موږ باید اسلام يوازې له کفارو نه بلکه د کفارو له اجيرې مليشې طالب نه هم وګټو، افغانستان به یوازې له کفارو نه بلکه د کفارو له لاسپوڅي طالب نه هم ساتو.
نو ولسه!
۱ـ که په سنګين کې ولس امریکايانو وژلی وي په دې کابل او نور افغانستان کې زرګونو افغانان چا و وژل؟
 ۲ـ که په سنګين کې برید امریکې وکړ دا په ۴۸ وژل شویو کې دا ديرش تنه نو بیا څوک دي؟
 ۳ـ که ولس د افغانستان له غمه مړه وي نو د افغانستان کومه برخه طالب رغولې؟
 ۴ـ که ولس په قرآن باور لري نو دا طالبان چې په ښونځي او جومات بريدونه کوي، په قرآن کریم کې باروت ږدي او ان جمعې او خطابې په نښه کوي بیا ولې چوپ يو؟
 ۵ـ که ولس د ځان له غمه مړ وي نو کله چې ددې طالب په بمونو باندې په همدې هلمند کې لسګونو د سورلۍ موټران وختل او زرګونو هلمنديان پکې مړه او معلول شول ولې چوپ وو؟
 راځئ د طالب لپاره د تبلیغاتي جګړې وسيله نشو طالب په خدای که د عام ولس لپاره نارې وهي طالب د هغو څو ديرش وژل شویو لپاره سور اور بل کړی دی چې د دوی، روسانو، ایرانيانو، پنجابیانو او...... په خاطر يي په همدې په وينو لت پت سنګين کې سور اور بل کړی دی ، طالب ته د هلمند ولس ارزښت نلري بلکه په هلمند کې ترياک، پوډر، هيرويين، پروسس، سوداګري او عايدات ورته ارزښت لري.
دا چې کابل ميشتي، پاکستان ميشتي،ایرانپالي او روس پلوي طالب شنونکي، لیکوالان،ډنډوره چيان او فيسبوکیان به دې خبرې ته کوم رنګ ورکوي ماته د يو افغان په توګه ددوی خبرې داسې دي لکه هيڅ ، نه يي نن راته ارزښت درلود او نه پرون خو نن هم وایم چې طالب په افغانستان او افغان پسې را اخيستې او سبا به هم وایم.
شونې ده ډيرو ته مې لیکنه ترخه يا دولتي معلومه شي خو نه دولتي معاش لرم او نه مې هم دولت يا طالب ته کوم کار بند ده ولې په هر حالت تر طالبه دولت سل او زر وارې راته ځکه ښه ښکاري چې په واورو کې بند پاتې هیوادوال مې سرتيري ژغوري، ښونکي ته مې معاش دولت ورکوي، پاسپورت راته دولت راکړی او په جيب کې راسره شته پيسې هم د دولت هغه چاپ شوي رسمي بانک نوټونه دي چې ملي او نړۍ وال اعتبار لري او بله تر ټولو لويه خبره خو دا چې که مې دولت مړ کړي په هر ولايت کې ادرس لري، زندان ‎،والي، مامور، مدير، ولسمشر، وزیر او وکيل راته معلوم دی خو که مې طالب مړ کړي وايي ځه جنت ته مې وليږلې، که مې ونيسي د خوشې کیدو په خاطر به په پاکستاني مدرسو کې ګرځم او يا به مې د قتل او مرګ فتوا له کومې پاکستانۍ مدرسې راځي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery