مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

روسان اوطالبان

محمدامین بسمل

 


 له هرڅه لمړی مې د تعظیم سر هغه افغان مجاهد اولس ته ټیټوم ، چې د تاریخ په اوږدو کې یې سراومال له ګران افغانستان څخه قربان کړی دی.
د نړۍ په دا ټول تاریخ کې د افغان مجاهد اولس ځانګړتیاوې په نورو اولسونو کې نه لیدلې کیږي البته پام مو وي، چې دا هفت ګانه، سې ګانه او دا نورو دانه دانوو ته زه مجاهدین نه وایم خو د دوی په مینځ کې هغه د حساب خلګ چې په رښتیا هم د رښتیني جهاد په لار روان وو له بده مرغه سرونه وخوړل یوازې کونډې او یتیمان یې را پاته شول.
دنږدې څلورو لسیزو په جریان کې مو جهادیان؟! او ملحدان ښه ولیدل دغو دواړو اړخونو په یوه نامالومه جګړه کې ځکه بریاوې نه لرلې چې د خپل واک نه وو دوی د نورو په اشارو جنګېدل.
مشرانو به یې چا په پیک او چا په بنګو ځانونه مست، په پچه سپاره او پېښور به یې ترسترګو شو خو بیا ورسته به یې هر یو په پېښور کې نه بلکې ګړنګ ته غورځېدلی و.
دغو ټولو قاتلو، مغرورو او په پردیو پورې تړلو سیاسي ګوندونو اوځوځښتونو نه یوازې خپل ځانونه رسوا او تباه کړل، بلکې نړیوال ثابت نظم یې له داسې ناخوالو سره مخ کړ، چې دا دی پخپلو سترګو یې وینو چې څه روان دي بس قهر د الله ج دی بل څه نه دي.
کیڼ اړخو، ښي اړخو اواسلامپالو ځکه وبایلله، چې دوی دخپلو اتلو نیکونو له لار اواتلولۍ څخه مخ واړاو، دوی هغه چاته سترګې مړې ونیوې او لا نیولې یې دي کوم، چې زموږ نیکونو ځغلولي وو.
زموږ نیکونه خړ پټانان وو ښوی ښوی مخونه یې نه بلکې سرلوړي، بې الایشه او صادق وګړي وو.
کومې ځانګړتیاوې چې زموږ په نیکونو کې وې په نننیو رښتینو طالبانو کې له ورایه ښکاري او که نه نه به یې امارت چا لیدلی وای او نه به له ۴۸ داړه ورو سره جنګېدلي وای.
کیدای شي د طالبانو په مینځ کې یوشمېر مغرض او د پردیو استخباراتو کسان وي خو رښتیني طالبان یې پخپل وخت چاره ورکوي.
نن چې ځغلول شوي روسان الله ج طالبانو ته محتاج کړل دا کومې مسخرې نه بلکې د طالبانو د ټینګ یووالي او ټینګ عظم برکت دی که نه نو د لږه کیو په پلورلشویو خو کوڅې ډکې دي روسان ولې هغو ته مخ نه وراړوي؟
 روسانو ته ثابته شوې، چې دا پلورل شوي لږه کي د رستورانت د ډمې په ډول ترسهاره سلو ته نڅیږي هغه مسعود یې لا نه دی هېرشوی چې د څو هیوادونومعاش خور و.
لنډه دا چې سبا په مسکو کې دافغانستان په اړوند یو کنفرانس جوړیږي هیله من یم، چې دا یوشمېر ډالر ګنګس کړي افغانان په هوش راشي او د ملي او منطقوي منافعو په پار راغلیو نابللیو ته شا او دملي یووالي په رڼا کې د طالبانومخکښي ومني ترڅو دا د وینو سیلابونه بند او برګیان خپلو سوړو ته ولاړ شي.
له طالبانو څخه مې دا هیله ده، چې موقع له لاسه ورنه کړي بیدار او استوار دې اوسي که دوه نیمې لسیزې مخکې دا له چلند څخه لوېدلي تش په نامه مجاهدین د امریکا، انګرېز او نورو په ملګرتیا او نن ورځ دهغوي په غلامي نه شرمیږي تاسې خو مسلم حق لرئ، چې د نړۍ په هرګوټ کې چې وغواړئ د پارتنر اومتقابل شریک په ډول خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره له نورو هیوادونو سره رسمي تعالقات ولرئ ځکه چې تاسو خو یو بې مثاله نظام درلود او هغه نظام امریکا په خورا مکارۍ، ترهګرۍ، تکبر اوبې شرمۍ له تاسو څخه واخیست اوس نو تاسې څه ته ګورئ؟
 دیوخپلواک، سوکاله او سرلوړي افغانستان په هیله

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery