مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-03-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

زه څنګه د امریکا تر کانګریسه لاړم ؟

benawa afghanistan
ډاکټر هیواد همت

 


 د امریکا دوه سیاسي مخکښ ګوندونه چې یو يې جمهوري پاله او بل يې دیموکرات پاله دي . د امریکا سیاست ۹۹،۹۹ فیصده کنترولوي . دغو دوه ګوندونو تر منځ نظریاتي تفاوتونه هم شتون لري . جمهوري پاله يې پدې نظر دي چې اول باید امریکا دننه هره ستونزه هواره اوسي او کور دننه کوم مشکل باید شتون ونلري له هغې وروسته بیا پر نوره نړی فکر وشي . خو دیموکراته پاله بیا وايي چې کور دننه او بدیا باید یو ډول سیاست وشي . کانګریس ته د امریکا جمهور ریس ډانلډ ټرمپ ګډې وینا مراسمو ته زه د کنکتیکت ایالت سناتور ریچارډ بلومنتل په رسمي بلنه غوښتل شوی ومه . ریچارډ بلومنتل څوک دی ؟
 ((ریچارډ بلومنتل دا مهال د امریکا سنا مجلس یو له مهمو او پیاوړو سناتورانو له ډلې څخه دی . ریچار د ۲۰۱۱ کال راهیسې سناتور دی . مخکې له دې شل کاله د کنکتیکت ایالات لوی څارنوال هم پاتې شوی . ریچارد د امریکا بحري قواوو کې هم د سرتیري په صفت دنده ترسره کړي او دا مهال يې هم یو زوی د امریکا پوځ برحال سرتیری دی او زوی يې څو ځلې افغانستان ته په وظیفه هم تللی. ریچارد د حقوقو برخه کې د امریکا مشهورو پوهنتونونو څخه لکه هارورډ ، یل او په انګلیستان کې د کامبریج څخه سندونه تر لاسه کړي . ریچارډ په یل پوهنتون کې د امریکا پخواني جمهور ریس بیل کلنټن همصنفي هم تیر شوی . ))


ریچارډ د افغانستان مهاجرینو او سیاسي اوضاع سره خاصه علاقه لري . دای په ۲۰۱۲۲ کال فیبروری میاشت کې هم یو ځل کابل ته په سفر تللی وه . او د وخت سیاسي ، نظامي او ملکي چارواکو سره يې لیدنې کتنې کړي وې . نو لنډ ویلی شم چې ریچارډ له هغه وخته راهیسې د افغانستان سیاسي او امنیتي مسایلو کې علاقمندي درلوده .د۲۰۱۷ کال فیبروری میاشتې پنځه ویشتمه نیټه وه چې د ریچارډ دفتر څخه زنګ راغلو او سکرتر يې راته وویل چې سناتور ریچارډ غواړي تاسو سره وویني . په ۲۷ دې فیبروری دفتر ته تشریف راوړی . زه هم په ۲۷ فیبروری دفتر ته ورغلم . زما په لیدو خوښ شولو او ويې پوښتلم چې افغانستان کې څه کیسې دي ؟ ما هم د موقعې په ګټې اخیستلو د افغانستان د زخمونو او دردونه ټوله کیسه ورته وکړله . ډير خواشینی شولو . او افسوس يې وکړ . ما ته يې مخ رواړولو او ويې ویل . زه غواړم چې کانګریس ته د امریکا جمهور ریس ګډې وینا مراسمو کې تا د خپل میلمه په ډول رسمې دعوت کړم . ما هم ورسره ومنله . له هغې وروسته ریچارډ په یوه خبري کنفرانس کې چې زه يې هم تر څنګ ولاړ وم رسنیو ته وویل چې هېواد همت به کانګریس ته د جمهور ریس ګدې وینا کې زما میلمه اوسي . ما هم هغه خبري کنفرانس کې د افغانستان ناسور زخم څخه خبریالانو ته معلومات ورکړل.
  د یادولو يې بولم چې د امریکا کانګریس ته د جمهور ریس ګډې وینا مراسمو کې یواځينې افغان زه ومه چې د رسمي میلمه په صفت ورته دعوت شوی وم .


د تقسیم اوقات مطابق په اته ویشتمه ۲۸۸ د فیبروري واشینګټن ډي سي ته راورسیدم . تقسیم اوقات داسې وه چې له دوه بجو څخه تر شپږنیمو بجو پورې به زه او ریچارډ رسینو سره مرکې وکړو . په شپږ نیمو بجو به سنا کې دننه جوړي شوي ماښامنۍ میلمستیا کې ګډون کوه او له هغې وروسته په نهو بجو به کانګریس ته دننه ځو او هلته به د نهو بجو څخه تر لس نیمو بجو پورې د امریکا ریس جمهور وینا واورو . او سبا سهار ته به د امریکا غږ پښتو ، دري او انګلیسي څانګې سره هم مرکې ولرو .
  کله چې په اته ویشتم د فیبروری واشینګټن ډي سي ته راورسیدم نو لومړۍ مرکه مې د امریکا غږ ډيوې راډيو سره وکړله . د امریکا غږ ډيوې راډيو کارکوونکو خورا تود هرکلۍ او مینه به مې کله هم هیره نشي . ښاغلي افتخار صیب راته زنګ وکړلو . کله چې دفتر ته ورغلم . د دروند مشر نفیس ټکرصیب په شمول د راډيو ټول کارکونکي راغونډ شول . ستړي مشی يې راکړو. چای يې راکړو . هلته مې لږه دمه هم واخیستله . او ټولو ډيره مینه راکړله . کله مې چې د افغانستان زخمونو او دردونو کیسه ورته کوله نو په ډيره توجو يې غوږ راته نیولی وه . او ما ته يې وویل بس منزه شهید به درسره مرکه وکړي . د افغانستان درد اواز پکې اوچت کړه . د ډيوې راډيو ټولو کارکونکو باره کې يوه خبره کوم . چې دوی د اصیلو پښتنو له ډلې څخه دي . په افغانستان يې خورا زړه بدیږي . دا هر څه ما ددوی په مینه او اخلاص کې ولیدل . د ډيوې راډيو سره مې چې کله مرکه وکړله نو بیا مې د سناتور ریچارډ سره د لیدلو په موخه له دوی رخصت واخیست او زه په درو بجو د سناتور ریچار دفتر ته ورسیدلم .


  د سناتور ریچارډ دفتر کارکوونکو هم په ډير ورین تندي راته هرکلی وویلو او د ریچارډ تر دفتر يې بوتلم . ریچارډ چې و لیدلم نو زیاته يې کړله ، تیاری دې نیولی دی ؟ ما ورته وویل چې هو . نو بیا يې وویل چې زه او ته اوس باید د سنا رسنیو دفتر ته لاړ شو هلته لس دانې ګډې مرکې لرو چې هغه باید تر سره کړو . همداسې مو وکړل . له درو بجو څخه تر شپږنیمو بجو پورې مو لسو امریکا يي تلویزونونو سره مرکې وکړلې او بیا په شپږ نیمو بجو د سنا مجلس کې میلمستیا ته ورغلو . هلته نو ټول سناتوران او وکیلان راغلي وه . تر څنګ يې لوړ پوړي نظامي جنرالان ، لوړ رتبه دیپلوماتان او یو شمیر نور سیاسي چارواکي هم حضور درلود . سناتور ریچارد اول د سنا مجلس ودانۍ ته بوتلم . دننه ورغلو او خپله چوکۍ يې هم راته وښودله . او ددې تر څنګ يې هغه د رای ګیری پاڼې هم راته وښودلې چې دوی يې د رای ګیریو په وخت کې کاروي . بیا طعام خانې ته لاړلو . نو طعام خانه کې مو ډيرو سناتورانو او وکیلانو سره ولیدل . ډيرو سره مې د افغانستان دردونو او ټکورونو خبرې وکړلې . د هغې جملې څخه یو جمهوري پاله سناتور جان مکین هم وه . جان مکین په سنا کې د وسلوالو خدمتونو کمیټې مشر هم دی . په ډيرو لنډو او مشخصو ټکو کې مې ورته وویل . چې د افغانستان جنګ اوږدیدو لامل د تروریستانو څخه زمونږ د ګاونډیو ملکونو لکه پاکستان او ایران پراخ ملاتړ دی . پاکستان د تروریستانو څخه په پراخه پیمانه ملاتړ کوي . تروریستانو ته پناه ځایونه ، روزنې ، وسلې ، د ټپیانو درملنه ، او نورې اسانتیاوې برابروي . نو همدا تروریستان بیا په افغانستان کې بې ګناه افغان وګړو تر څنګ افغان ځواکونه او امریکا يي ځواکونه هم وژني . او بله خبره دا لرم ، هغه افغانان چې افغانستان کې يې ستاسو ځواکونو سره کار کړیدی او دا مهال يې ژوند په خطر کې دی. دې باره کې هم باید تاسو یو څه مرسته وکړی . ده وویل ، اول دا چې کلکه وعده درکوم چې د امریکايي ځواکونو سره د افغان کارکوونکو لپاره د خاصو ویزو پرګرام کې به زیاتوالی راولو . هم به يې موده غځوه او هم به د ویزو شمیر زیاتوه . دوهم د افغانستان سیاسي او امنیتي اوضاع باره کې دومره درته ویلی شم چې نیږدې راتلونکې کې به ښه خبرونه واوری . ما ورته وویل چې بس همدا دوه خبرې مې په کار وې . ډیرو نورو سناتورانو او وکیلانو ته مې هم غوږونو کې همدا خبرې ورپیچکاري کړلې . میلمستیا په اتنیمو بجو پای ته ورسیده بیا په نهو بجو زه او سناتور ریچارډ کانګریس ته لاړلو . لومړۍ د امریکا جمهور ریس لومړۍ معاون مایک پینس راغلو چې د ناستې ټولو ګډونوالو په پراخو چک چکو بدرګه کړلو . بیا د سترې محکمې غړي ، نظامي جنرالان ، دیپلوماتان او بیا د جمهور ریس میرمن راغلله چې د ګډونوالو د سخت تود هرکلي سره مخ شوله . او غونډې ته تر ټولو اخیر جمهور ریس ډانلډ ټرمپ راغللو چې د ګډونوالو له خوا د سخت تود هرکلي سره بدرګه شولو .
  د جمهور ریس وینا تر ډیره د امریکا کورنۍ مسایلو باندې متمرکزه وه چې جمهوري پاله سناتورانو او نماینده ګانو له خوا يې سخت هر کلی وشولو خو له بلې خوا بیا دیموکرات پاله سناتورانو او نماینده ګانو د جمهور ریس اکثره وینا سره خپل مخالفت اظهار وکړلو . د مخالفت اظهار يې داسې نه وه لکه زمونږ وطن کې ټوپکې سره راخیستي او خیټو ته يې سره نیولي . ناسته کې جمهوري پاله یو خواته ناست وه او دیموکرات پاله بلې خوا ته ناست وه . جمهور ریس د وینا هرې خبرې ته به جمهوري پاله سناتوران او نماینده ګان پاڅيدل او چک چکې به يې کولې خو دیموکرات پاله بیا غلي ناست وه هیڅ حرکت به يې هم نکولو . لدغه چوپتیا معلومیدله چې دیموکرات پاله يې مخالف وه . يوازې د وینا په ځينو څو ځآیونو کې چې هغه د دیموکرات پالو په خوښه هم وه نو پاڅيدل او د جمهوري پالو سره يې یو ځای چک چکې وکولې . زما لپاره دې وینا کې یو ټکی په زړه پورې وه . هغه دا وه چې جمهور ریس وویل . زه به د سختدریځه اسلام پالو پر ضد سخت ګامونه اوچت کړم . امریکا جګړې پیل کړي . اوږدې شوي باید رالنډې يې کړو او ويې ګټو . نو د وینا دغه برخه زما خوښه شوله . په لس نیمو بجو چې وینا پای ته ورسیدله .. بیا نو د فیبروری میاشتې په نهویشتمه نیټه یعنې په سبا ته د امریکا غږ پښتو او دري څانګو ته ورغلم . ټولو همکارانو ډيره مینه راکړله . ډير عزت يې راکړو . زما لپاره د ویاړ ځآی دا وه چې د امریکا غږ اکثر کارکوونکي مې له نېږدې ولیدل . بلخصوص قدرمن سید سلیمان اشنا صیب راسره غبرګې مرکې وکړلې . یوه يې په اشنا تلویزون او بله يې د امریکا غږ پښتو فیسبوک پآڼه باندې راسره وکړله . په یقین سره ویلی شم چې د وطن سره د مینې کوم احساس چې د امریکا غږ کارکوونکو کې ما ولیدلو راته بې ساری ښکاره شولو . بیا د امریکا غږ انګلیسی برخې خبریال پاول الکذاندر په انګلیسي ژبه اوږده مرکه راسره وکړله چې هغه مرکه نوی ډهلې ټایمز په نوم هندوستان کې مشهورې انټرنیټ پاڼې هم نشر کړي ده .

نتیجه ،
 اول خو به زه دا خبره وکړم چې ما ته د دغه مهم سفر په ترڅ کې معلومه شوله چې امریکایانو ته د افغانستان خونړۍ جګړې په هکله ویل شوي چې دا یوه کورنۍ جګړه ده . حال دا چې دا هیڅ حقیقت نلري . د افغانستان جګړه یوه استخباراتي جګړه ده . ګاونډي ملکونه لکه پاکستان او ایران ددغه جګړې اصلي پالونکي دي . روسیې هم تازه ورته بډې راوهلي . دا خبره ما په هره لیدنه کتنه کې وکړله . زه نه غواړم چې ددغه خبرې کریډيت ځانته ورکړم . خو زما د ملاقات او خبرو یوه ورځ وروسته جان مکین تیره ورځ د افغانستان حالاتو باره کې تازه بیان ورکړی ده او ویلي يې دي .
  (( تېروتنه باید ونه شي افغانستان په شدت زموږ د شریک دښمن څخه د خپلو هېواد د دفاع لپاره مبارزه کوي. خو موږ هم باید دا درک کړو چې امریکا اوس هم په افغانستان کې د هغو ترهګرو دښمنانو پرضد جګړه کې ښکیل ده چې زموږ پر هېواد یې د سېپټمبر د ۱۱مې نېټې بریدونه کړي وو. نو اوس اړتیا ده چې افغانستان زمونږ د لومړیتوبونو په سر کې اوسي))
  اخیر کې به زه دا خبره وکړم . اصلا دا خو د افغانستان حکومت خارجه وزارت دنده ده چې د امریکا متحده ایالاتو نوي ادارې سره قوي لابي ګیري وکړي . خو زمونږ خارجه وزیر په کلیو او بانډو کې ګرځي . او حکومت کې نور چارواکي هم یوازې خپلو برخو اخیستلو باندې مصروف دي . بس یوازې ریس جمهور او د ګوتو په شمیر یو څو نور چارواکي وطن ته مخلص دي . کنه پکار وه چې دغه تماسونه او لیدنې کتنې دوی کړي وای . خیر زما چې څومره وس وي هغه به
  کومه نوره الله دې مل شي د وطن او ملګرو !

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery