مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-04-23   مخپرونکئ : 054 - دبېنوا خبریال - روزګان

ولسوال:دارزګان ګیزاب کي واکسین ۶ماشومان وژلي او ۹ نور يي ناروغه کړي

احسان الله ولس يار اروزګان
دارزګان ولایت دګیزاب ولسوالۍ ولسوال خوشحال وايي چې ددغه ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کي تیره ورځ واکسناتورانو واکسین کاوه چي په یوه کلي کي يي ۶ماشومان وژلي او ۹ نور يي سخت ناروغه کړي چې اوس مهال په دایکنډي ولایت کي تر درملني لاندي دي. نموړی وايي چې دپیښي دڅيړني لپاره يي پلاوی ټاکلی څو معلومه کړي چې پیښه څنګه رامنځته سوي خو وايي چې کیدای سي دناروغانو شمیر له دي هم پورته سي. دارزګان ولایت دعامي روغتیا ریاست مسؤلېن په دي اړه ناخبري ښيي. واکسین دپلج خطرناکي ناروغۍ او یوشمیر نورو وژونکو ناروغیو دمخنیوي لپاره ګټور دی خو دا په خپل ډول کي لمړنی پیښه ده چې دواکسین له امله ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery