مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-04-24   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

لوی بم که لوی شرم؟ - زرغون شاه شینواری

زرغون شاه شینواری

 

په مامند کي یو شینواري ماشوم خپلي مور ته وویل: ابی شکر دی چي دبمونو مور مړه شوه، مور یی ورته کړه زویه: دبمونو پلار ژوندی دی ځان ته به بل واده وکړي.


په افغانستان کې د پرتو امریکايي لښکرو د هوايي ځواک یوې جنګې الوتکې د ۱۳۹۶ کال د حمل د ۲۴ نیټې د ورځې په ماښام د ننګرهار ولایت د شینوارو د اچین ولسوالۍ د مامند تنګي په هغه ځای یوولس ټنه غیراتومي بم چې توان يې د اتومي قوت سره برابر وو، وغورځاوه چې دوی ورته د داعش جګړه مارو ځاله وايله. د ۱۹۴۵ کال د آګسټ په ۶ او ۹ چې د جاپان په ناکاساکي او هیروشیما ښارونو اټومي بمونه و کارول شول، نو له هغه وروسته په تیرو ۷۴ کالو کې دا لومړی ځل دی چې د مظلوم او محکوم افغانستان په خاوره داسې یو ستر بم را لړه کیږي. تاریخ به هرو مرو په خپله سینه کې دا هم لیکي چې په دغه موده کې یعنې د ۲۰۰۱ کال د بن د غونډې په بهیر کې دجوړ شوي او راوړل شوي دولت واګې اشرف غني او عبد الله ته سپارل شوي وي، چا چې د بم د استعمالولو پر وړاندې وویل چې له مونږ سره مشوره شوې وه. مګر دواشنګټن پوسټ ورځپانې د وینا له مخې له دغو دوو څیرو یا د ملي یووالي د حکومت په نوم ادارې د کوم بل مامور سره د بم غورځولو مسئله نه ده شریکه شوې.
څرنګه چې دا بم د بمونو د مور په نوم نومول شوی د دې بم اغیزه به کټ کټ د افغانستان په دې پيچلې لانجه کې نوو ګواښوونو، سیمه ییزو او نړیوالو دریځونو په مور بدلیږي. بشري او ملي احساس له یوې خوا او دا چې زمونږ د خاپوړو ځای ته زمونږ سترګې ټيټې دي، دا دې پر خپل ځای وي، مګر دا بم به په پوره یقین سره د داعش جنګیالیو رښتینې مور او افغاني اجیرو کړیو پرته به په ټول افغانستان یا ټوله سیمه کې پر شتو تضادونو او برخوردونو ژوري اغیزي واچوي.له همدې امله دا پیښه یوې پراخي ارزونې ته اړتیا لري.
د شینوارو دا سیمه څنګه داعش ته وسپارل شوه؟
 د لوستونکو به یاد وي چې ۶ کاله وړاندې د غني خیلو او مارکو تر منځ په پراته راغه کې د دوو قومونو سیپایو او علي شیر خیلو ترمنځ د دې لپاره لانجه و زیږول شوه چې د شینوارو خلکو په جلال آباد کې د ځمکې سرکاري مافیا ته اجازه نه ورکوله چې د تور راغه او روداتو د ولسوالۍ په لمن کې پرته دښته د حصارشاهي کیمپ شاو خوا قبضه کړي. د دغې دسیسې په ترڅ کې دوه کاره وشول:
لومړی) د روداتو لمن کې پرته ځمکه مافیا و نیوله او هغه يې نمره نمره په ډالرو و پلورله،
دویم) اجنبي اړخ ته په دې ترځ کې موقع په لاس ورغله چې داربک او اربکیانو په نامه اجیر جنګیالي استخدام کړي. د اربکیانو پر وړاندې طالبانو غبرګون وښود. په دغه افغاني طالبانو پسې، پاکستاني طالبان د پاکستاني استخباراتو او د منګل باغ هغه ډله راوستل شوه چې په اورکزیو ایجنسۍ او باړه کې يې ښکاره مرکزونه درلودل. په وزیرستان کې پرتو پاکستاني طالبانو اورکزي طالبان د شینوارو د سیمې څخه بیرته خپلو مرکزونو ته ور ټول کړل. مګر د لښکر اسلام یا منګل باغ ډله د دولت تر سیورې لاندې په مارکو، بټي کوټ، لعلپوره، اچین او کوټ کې د افغاني طالبانو پر وړاندې کارول کیدل. په همدې موده کې د شینوارو د اچین او سپین غر او د مومندو د بټي کوټ او روداتو د ولسوالۍ په ځانګړې توګه سپین ږیرو ته دا معلومات پر لاس ورغلل چې دا ستراتیژیکه برخه په کابل او جلال آباد کې فعاله مافیا د معاملې ډګر ته وړاندې کوي.
ځینو خلکو د افغاني طالبانو، ځني د ارواښاد مولوي خالص زوي او ځینو د افغان دولت سره تماسونه و نیول. کله چې پاکستان خبر شو په مختلفو وسلو، مخابرو، پیسو بار موټرې موټرې اکمالات يې د شینوارو سیمې ته وکړل. د داعشیانو لومړی کار دا وه چې افغاني طالبان و وژني. دوهم کار يې د کورونو او کلیو څخه د شینوارو د خلکو شړل او د دغه شان شخړو ورشو جوړول وو. 
یو متل دی چې وايی: باران په تیرا وورید او څاروي يې د نوښار یوړول.
د مامند سره نژدې د شینوارود هسکې مینې د ولسوالۍ د یو اوسیدونکي په توګه او د شوروي ضد مقاومت کې د یو خبریال په توګه د ماند د بر تنګي او لرتنګي، اسد خیلو، اچین، شډل او شاو خوا سیمو جغرافیه مې همدا اوس سترګو ته همداسې ولاړه ده لکه د کاغذ همدا پاڼه. 
د ۱۳۵۷ کال د کودتايي رژيم څخه چې کله کډوال کیدو نو وروستۍ شپه مو همدلته تیره کړې وه. کله چې د روسانو پرضد جګړه روانه وه، نو د مامند په تنګې کې به مجاهدینو خپلې وسلې ساتلې. او د غره په بل اړخ کې دکمالي اوسپیني بوړي جهادي مرکزونه وو. دشینوارو د اچین په ولسوالۍ کې د داعش روزنیز مرکزونه په غره کې نه وو، بلکې په هوارو ځمکو او د سړک پر څنډو يې ښکاره ځالې جوړې کړې وې. که د کابل د ادارې په یاد وي نو د بره لاسونو څخه دا ځالې پټې نه وې. د پیښې خوړ د تختو او د مارکو باغونو ته ورشئ. حیرانونکې دا وه چې د حصارشاهي کیمپ څخه نیولې د مامند د تنګې تر خولې پورې په سلګونو کیلو متره سیمه کې داعشیان د شینوارو کورونه را سپړي او تیران او لاړي يې پلوري. په دې تیرو دوه نیمو کلونو کې په مامند، پیښې خوړ، باندر، اچین، غني خیلو، مارکو، بټي کوټ، لعلپورې، کوټ، روداتو اوهسکې مینې کې په سلګونو ښځې، نارینه او ماشومان، د څارویو په څیر په چاړو حلال شول.
د بم تر شا پرته غمیزه:
دا به ومنو چې مامند کې کارول شوي اتومي بم سره برابر بم د اوږد مهال قربانیان به د هغې سیمي اوسیدونکي وي، مګر دمګړۍ يې په کابل کې د ناټو په جیب چلیدونکي دولت او هغو ټولو جهادي او غیر جهادي را ټاله شوو څخه د خپل ملت سره د مخامخ کیدو سترګې اخستي چې ناټو نیمه پیړۍ په خپله غیږه کې را سترکړي او روزلې وو او د ۲۰۰۱ کال د بن د غونډې وروسته يې په مظلوم ملت د ظالم دولت په څیر را پریښودل. د دې پيښې بشري، حقوقي، سیاسي، محیطي اغیزي دومره ژورې دي چې حتی د امریکا ولس مشر ټرامپ يې دوهم ځل د منلو څخه ځان ها خوا دې خوا کړ. څو شیبې لا نه وې تیرې شوې چې په سپینه ماڼۍ کې د ټرامپ څخه پوښتنه وشوه چې آیا تاسې د دې بم د غورځولو اجازه ورکړې، نو نوموړي په ځواب کې وویل چې زمونږ پوځي قوماندانان د واک خاوندان دي. مګر دغني اوعبد الله رسمي استازو وویل چې مونږ په جریان کې اچول شوي وو. د افغانستان پخواني ولس مشر په دې اړه و ویل چې که تاسو دا کار کړی وي، نو ملي خیانت مو تر سره کړی دی او د هیواد د استازیتوب جوګه نه یاست. د امریکا د متحده ایالاتو په څیر یونړیوال ځواک ته چې د ډموکراسۍ او بشري حقوقو بیرغ يې په اوږه ایښی دی، د خپل ځواک او حیثیت څخه يې ډیر کمزوری کار کړی دی، چې په داسې یو کمزوري ملت دومره دروند بم راغورځوي چې دولت يې د دوی د خیرات په پیسو چلیږي، دریمه برخه خلک يې مهاجر دي، له نیمايي څخه زیات نفوس يې د فقر د کچې څخه په ټيټه سطحه ژوند کوي او په سلو کې شپیته وګړي يې د ډول ډول ناروغیو څخه کړیږي او رنځیږي. دا د ځانونو تیر ایستل او یا په خپله، خپل زړونه ډاډه کول دي چې دا بم د روسيې، چین، شمالي کوریا او طالبانو ته پونده وهل دي. د روسيې، چین، شمالي کوریا او امریکا سیالې د دې کچې څخه لوړه ده او هغوی په خپلو منځو کې یو بل ډیر ښه پیژني. طالبان لا څه چې د نني افغانستان شپانه هم په دې پوهیږي چې ګوریلايي جګړه په دې نه ختمیږي چې بم دروند وو او که سپک، خودلته د یو ملت د حیثیت مسئله مطرح ده. مونږ باور لرو چې د امریکا دولت او ملت دا درد نه دی لیدلی او خدای پاک دې يې پرې نه ویني. څوک چې بل ملت ابدي بې برخې او له ځان څخه کم ګڼي، نو دا سپک نظر انسان په ژوندینې وژنې. دا سمه ده چې د افغانستان خلک ډیر رټل شوي او ځپل شوي دي، مګر په کابل او څو ښارونو کې د اچول شوو څو کسانو پرته همدا خوار، در په در او خاورې پر سر افغانان لا تر اوسه پورې د خپل ځان خاوند، خپل خدای او خپل ځان ګني او دې ته يې غاړه نه ده ایښې چې مونږ خپل ملت او خپله راتلونکې بایللې ده.
افراطیت که په دین، دنیا، مذهب، مفکوره حتی په مینه کې هم وي نه یوازې دا چې بې لارې کسان يې لارې ته نه دي سم کړي، بلکې لارې او نرخونه يې وران کړي دي. زمونږ ملت ژوبل او بې وزله دی، مګر بې شعوره او لیونی نه دی. مونږ په دې په بشپړه توګه پوه شوي یو چې زمونږ خاوره او خلک د خونړۍ پردی جګړې دوزخ ته ورغورځول شوي دي او دا دوزخ څو قراردادیانو ته په اجاره ورکول شوی دی. په دې مو هم سر خلاص شوی دی چې د ټول افغانستان د پوهې، سیاسي بیدارۍ، ملي ورورولۍ ګډه جونګړه او په ننګرهار کې د شینوارو سیمي ته ولې مات شوی شر اوفساد راوړل شوی دی. د ننګرهار په څیر په سیاسي او قومي جوړښت ولاړه سیمه کې د داعش تخم نه را زرغونیږي. مګر له بله ځایه چې راوړل کیږي او پر هغه باندې ننګرهار ورانیږي نو د انسان سترګو ته هغه شرمیدلې او خونړۍ لوبه و دریږي چې د عربو تاریخي تمدن يې د خاورو لاندې کړ او اسراییل يې د منځني ختیځ ټولواک ژاندارم و ګرځاوه. هغه خاوره چې افغان سید جمال الدین، نجم الدین اخوندزاده (هډې صاحب)، ایمل خان، دریاخان، موسی شفیق، الفت، پژواک، شهید مجروح او استاد خادم غوندې د فلسفو او غورځنګونو بچي يې په غیږه کې را روزلي، بم ور ته یو مرګ دی او د داعش په نوم ور ته بل مرګ.
د خراسان د خلافت لانجه منه کشاله، د تور بیرغ رپول او په اصیل افغاني جرګه مار کلتور یرغل، د ننګرهار د استوګنو قومونو لکه د شینوارو ، مومندو، خوګیاڼيو، پشه یانواو عربانو او نورو دفرهنګ او هدفونو سره څنګه پیوند اخلي، کوم چا چې بل چا ته د خراسان د خلافت جنډه په ملا کې ټومبلي. غواړي چې د هندوستان، د همالیا د غرونو، کشمیر، پاکستان، چین، ایران څخه را نیولې بیا تر مرکزي آسیا او روسيې پورې د قومونو د تضادونو او دطبیعي شتمنیو د سترو مرکزونو څخه د دې ملتونو هغه خلک بې برخې کړي چې پیړۍ پيړۍ يې ورته د هیلو او ارمانونو سره ژوند تیر کړی دی. همدا علت دی چې د یوې مصنوعي ډرامې پر وړاندې د پراخه منطقوي اتحاد تیوري ګام په ګام شریک پراتیک ته داخلیږي.
پایله:
د افغانستان خلک چې د هر خیل، ژبې او مذهب سره تړاو لري، په دې باید خپل غوږونه خلا ص کړي چې زمونږ په هیواد کې را روانه بدمرغي د مصنوعي دولت بازۍ، هزاره، ازبک، جهادي، الحادي، شیعه او سني له کچې ډیره لوړه  ده. علمي او منطقي سیاست دخپلې زمانې د واکمنو تضادونو د ژور تحلیل پر بنسټ کیږي. هر څه چې وي مونږ باید لږ تر لږه په پرونیو دښمنیو او د پروني بل شوي اور لانجو او شخړو ته تر هغه وخته د روغي تیږه "کاڼی" منځ کې کیږدو تر څو د یوې پراخې سوله ییزې آزادی بخښوونکې جبهې له لارې د خپل ځان په اړه د هوکړې او تصمیم څښتنان وګرځو.    
 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery