مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-05-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د کلونو پټ ارتباتي وپېژنۍ

محمد انور ولید

 

 
ګرانو هېواد والو !
 
 زما دغه څوکرښې مقاله په غوراو ځیرسره ولولۍ او بیا خدای (ج) او رسول (ص) ته مخ او ماته شا کړۍ ، قضاوت تاسو ښاغلو او آغلو ته پرېږدم . ما یوازې خپله غاړه خلاصه کړه ، تصمیم نیول نورستاسې خپل کاردئ . 
 
درنولوستونکو ! لومړی زه خپلې خبرې دیوه ګاونډي په بېلګه باندې پیلوم اوهغه دا چې :
 
ما له پرد یوکلیوراغلي د ګاونډیانوډېرداسې ماشومان لیدلي چې د خپلوهمزولوترمنځ به یې په خپلو ماشومانه لوبوکې خپله بېوسي او یوازیتوب محسوسا وه ، ځکه داسې ماشومانوبه د لوبوکولووس اوجرئت په ځان کې نه لاره . خوددې له پاره چې د ماشومانو په منځ کې له دغو ماشومانه لوبو څخه بې برخې پاتې نه وي ، هڅه به یې داوه چې ترټولوځواکمن ، زړوراو پیاوړي ماشوم په پلوۍ به یې بېځایه د هغه مدحې اواتلولۍ ستایلې ، ترڅوله دې لارې د کلي په ماشومانوکې د خپل ځان پلویان پیدا کړي او د اړتیا پر وخت د هغه ځواکمن ماشوم له ننګې بې برخې پاتې نه وي .
 
خو دا یوازې د پردي کلي د ماشوم خصلت او کرېکټرنه ؤ، بلکې دا خصلت به دده د موراو پلارهم ؤ، ځکه چې هغوی به هرو مرو په دغه پردي کلي کې د کلي د خان تردروازې پورې ځان رساوه ، ترڅود خان له کوره هم خپل ځان اوخپله کورنۍ تمویل او تغذیه کړي اوهم د خان د صله رحمۍ تر وزرو لاندې د نورو خلکو په وړاندې د بېوسۍ او یوازیتوب احسا س ونه کړي .
 
همداوجه وه چې له پردي کلي راغلي ګاونډي به د خان په غوږوکې پټ پسپسک ورپیل کړاود هغوکلیوالوڅخه به یې ورته د حقې او نا حقې شیطانتونه وروړل کوم چې د خان په وړاندې به ورته سیالان اوخنډ برېښېدل . دغه لړۍ به ترهغو پورې روانه وه ، ترڅوبه چې د بېرحمه مېلمانه ګاونډي د تېغ برښ چلېده . ځکه دواړه خواوې به یې یو بل ته د مرګ او ژوبلې په پوله سره ودرولې ، هغوی به یې د خپلمنځي اختلافاتو په اورکې سره اخته کړل اوشیطان ګاوندي به ددوی له اختلافاتو څخه ناوړه ګټه پورته کوله ، ځکه چې د کلیوالو ذات البیني اختلافات خو به د شیطان ګاونډي له پاره نیم اخترؤ.
 
د کلي خلک به د کم ذاته اوکم اصله ګاونډي د بېځایه سترګکواوژبې د غلطوحرکاتوښکارشول . اوآن تردې بریده چې د کلي خلک به پریوبل باندې د پردیو په لمسون د ظلمونوله کبله له خپل پلرني ټاټوبي هم فرارشول ، څوک به یې په مرګ او څوک به یې په ژوند سره تیت پرک اوورک کړل ، کلی به همغه پردي له بل کلي راغلي شیطان ګاونډي ته په میراث ور پاتې ؤ . ځکه خوبه د کلي ټول ملي عائدات پردي له بل ځایه راغلي همسایه په کلونو کلونوپه خپله بډه ووهل ، د کلي معروف درانه دودونه ، ژبه ، مذهب اوترمینالوژي به یې ورمسخ کړه او ځان یې د کلي اصلي وارث اعلان کړ.
 
هو ! دا ترلمرروښانه یوتریخ حقیقت دئ ، خولمرپه دووګوتونه پټېږي .
 
افغانستان لومړی خپلوهغوسیاستوالوخراب کړچې د سیاست په نا مشروع او بېځایه سترګواو ژبه باندې یې له لومړي سره دپردیواستخباراتي سفینوپېریان ورناست وواود خپلوهېوادوالوملي تاراوپریکوانسي به یې د ځمکې اوهواله لارې د افغانستان له کینه کښوګاونډیانو سره یوازې د خپلو شخصي مفاداتو اود افغانستان د دښمنانو د ګټو له پاره شریکه ساتلې وه ، ترڅود خپلې سیاسي اړتیا له مخې د یوې وسیلې په توګه د خپل ملت اوخپل نظام په وړاندې ناوړه ګټه ترې واخلې .
 
هو؛ اصلي خبره همدغه ده . سیاسي شعبده بازي او مداریتوب خوهمدې ته وایي ، چې د خپلوهېوادوالو په وړاندې په عام محضرکې خاندي ، د افغانستان اصلي دښمنانو ته په درواغو مصنوعي ګوت څنډنې کوي، خپلوشخصي دوستانو ته سترګې وهي ، په نړیوالوغونډو کې د پردو په وړاندې د اناثو په څېر د مردانه خصلت خلاف اوښکې تویوي ، پرته له تشوهوایي خبرو له ځان سره هېڅ کومه ملي برنامه اوعملي پلان نه لري ، د مثبت عام المنفعه کارپیلېدو پرځای کورنیواو بهرنیوملي عائداتو ته د حیف او میل داسې دامونه ږدي چې نغده یې پرته له شخصي جیبونو څخه ترملي بانک او جنس یې ترملی ګدام پورې نه رسېږي . په ملي نظام کې یې د ګوړې د اچار په څېرد افغانستان ملي او بین المللي دوستان او دښمنان دواړه داسې سره را ټول کړي وي چې څوک د ملت وزې خوري او څوک یې روژې خورې . ځکه د ګوړې په دغه ډول سیاسي اچارکې خوټول کورني ، سیمه ئیز او نړیوال مافیایي بانډونه په خوندي توګه فعال سره ساتل شوي وي .
 
همدغه وجهه وه چې پوره (۱۳) کاله ټولې کورنۍ او بهرنۍ مرستې په افغانستان کې د همدغه ډول ضعیف ، مافیا پلوه ، غله اوبې پلانه سیاسي اوغیرمسلکي مدیریت له کبله د پردیو خوراک شوې اومرګ ژوبلې او پردي نیابتي جګړې د مظلوم خاموش اکثریت په برخه شوې .
 
هو! زه د پخواني ؤلسمشر ښاغلي حامد کرزي مخالف نه یم ، خو دده د ضعیف سیاسي مدیریت له امله پرافغانستان باندې دغه روانه پردۍ جګړه وروتپل شوه ، پردۍ مرستې یې ده خپله اودده ټیم په خپلوجیبونوکې واچولې ، د افغانستان ګاونډیان یې ورباندې وپنځول ، ځکه د افغانستان جګړه دوی او ددوی د کورنیو، سیمه ئیزو او نړیوالو دوستانو یوه په لاس ورغلې ګډه عائداتي پروژه وه چې په لوی لاس همدوی ته ورکړشوې وه او پخواني ؤلسمشر ښاغلي حامد کرزي د همدغه ډول ضعیف کرېکټرپه رول کې خپل نقش په کې ولوباوه چې بین الافغاني سوله یې هم په کې قرباني کړه .
 
له حزب اسلامي سره د سولې د خبرو په تړاوحکمتیارد همدغه حامد کرزي او دده د پینځم ستون دغړوله خوا د ملګرو ملتونو په تورلېست کې ورشامل کړی شو . ځکه د حکمتیار حضور په افغانستان کې دوی او ددوی شخصي ګټوته سترخنډ پرېښېده ، چې موږ یې ښکاره بېلګه په ننګرهارغونډه کې د ښاغلي کرزي اوارواښاد کشمیرخان ( فضل الرحمن ) حضورپه ګوته کولی شو چې د کشمیرخان ترتګ څودقیقې وروسته پرنوموړي باندې بهرنیو ځواکونو حمله وکړه او حزب اسلامي یې د سولې له بهیره پرې لیرې کړ ، ځکه جګړه یې ور باندې تحمیل کړه .
 
زموږغالب ګومان دئ چې دا کارخپله د ښاغلي حامد کرزي اود هغه د ګوندي مشرتابه ملګروله خوا ترسره شوی ؤچې په لوی لاس یې حزب اسلامي د سولې له بهیره پرې څنډې ته کړ. کرزي صیب له رنګین دادفرسپنتا سره د حبیبیې لېسې ددورې خپله حزبي ملګرتیا تازه کړه او له سیما سمرسره یې  په کوېټه کې د راوا دفترله لارې خپله چپي رابطه  بیا له سره وموند له . خو دلته په کابل کې تش په نامه دوهم لمبرهغو مصنوعي حزبیانو بیا په نظام کې د حزب اسلامي د غړیتوب سترې ادعاوې کولې چې سربه یې له ښاغلي کرزي سره د واک پربالښت اېښی ؤ اوپښې به یې له مائؤ ئېستانو سره وې . اوکوم تروریستي عملیات به چې د افغانستان دښمنانو ترسره کړل ، هغه به یې هم پرحزب اسلامي باندې ور واړول . د حزب اسلامي ډېری سیاسي غړي هم د ښاغلي کرزي په زمانه کې نیول شوي .
 
همداسې د طالبانو مشران هم د سولې په نامه د پاکستان د استخباراتو په لاس په مرموزډول وروسته له هغه ووژل شول چې کله د ښاغلي کرزي په وخت کې د افغانستان استخباراتي او پوځي مالومات له پاکستاني استخباراتواو پوځ سره شریک شول .
 
خو کله چې پرښاغلي کرزي باندې د امریکې له خوا دده دواک د مودې غځېد و شرط ونه منل شواولویې جرګې ده ته په قانون کې له ریاستي نظام څخه صدارتي نظام ته د واک د لېږد اجازه ورنه کړه اوله ده څخه ثانی پوتین اوله زلمي رسول څخه ثاني مېدودوف جوړنه شو، نوبیا یې امریکې ته اخطارونه ورکړل چې : که پرپاکستان باندې څوک حمله وکړي ، موږ به د پاکستان ترڅنګ ودرېږو.پردې سربېره یې طالبانوته وروڼه وویل . ځکه چې طالبانود بل په اشارو په خپلو کړنو سره امریکا افغانستان ته راوستله ، لراوبرپښتون یې ورباندې و ځاپه ، ترورېستي اوځانمرګې بریدونه یې په کې وکړل .
 
 په جوماتونو، تکایاوواونورومذهبي ځایونوکې یې عامه خلک اود افغانستان مسلمان پوځيان شهیدان کړل . پښتانه یې ورباندې بې وسلې ، بې واکه او له تعلیمه لیرې کړل . له مکتبونو، کلینیکونو او جوماتونو څخه یې پوځي اډې ، د پردیو له پاره د جنګي پلانونوعملي کولواستخباراتي مرکزونه ، د عشرګدامونه ، د جلب اوجذب مرکزونه اود سپږو پلتنې اوفرقې جوړې کړې .
 
کرزي صیب جمهوري ریاست ته د (۲۸) تنو په کاندیتاتورۍ کې هم خپله مغرضانه مهندسي وکړه ، خو خپله په کې ناکام شو. چې موږ یې ترټولو ښې بېلګې د جمهوري ریاست کاندیداتورۍ ته په ټاکنوکې د فضل احمد معنوي او نورستاني بې کفایته مدیریتونه او دوه سره حکومت ته د زمینې برابرول په ګوته کولی شوچې په ټوله نړۍ کې یې څرک او بېلګه نه ترسترګو کېږي .
 
پردې سربېره کرزي صیب په خپله کابینه کې د ښې حکومتولۍ په نوم وخت ناوخت داسې نوښتونه راوړل چې اداري فساد، د مخدرو توکو اوانسانانو قاچاق ، مرموزې ځنځیري وژنې ، د ښځو په نوم د وژنو، تېښتو، سوځونو، ترسن لاندې ودونو ، جنسي تېریواو په بدو کې د نجونود ورکولوغمیزې لاورسره زیاتې شوې خو په وړاندې یې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پروژې په لوی لاس ورباندې تمدید او وپنځولې .
 
د خپلواکوکمېسیونونواومشاورینوشمېرخویې دومره زیات ؤچې د وخت د وارسا اوناټونړیوالوټلوالوهم دومره مغزن تشکیلات چېرې نه وو جوړکړی . په داسې حال کې چې د افغانستان نظام په سیمه اونړۍ کې یو کچکول په غاړه په پردیو چندوولاړ نظام ؤ چې ټول د ډالري مرستو په سا باندې چلېده .
 
کله چې امریکایي جیولوجستانود افغانستان خاوره ټوله ګز او پل کړه اوترځمکه لاندې (1500) پخې زېرمې یې په کې وموندلې او اعلان یې وکړ چې ؛ په افغانستان کې د ( دري ) ترېلیونه ډالرو په ارزښت زېرمې موجودې دي ، نوکرزي صیب  سمدلاسه یوخپلوان د (۳۰۰ ) سپېشل فورس په ملاتړد شمال د پطرولیم حوزې د رئیس په توګه ورواستاوه او د افغانستان د کانو وزارت ته یې د کانو او پطرولینم وزارت نوم ورکړ. له بهرنیو کمپنیو سره یې د استخراج په اړه کوټېشنونه اخیستل او رشوتونه هم په کې روان وو.
 
کله چې وخت د کرزي صیب له واک سره یاري و نه کړه او خپل فرصت یې له لاسه وؤت ، نو اوس وایي چې :
 
                          (( په صبرصبر پوره نه شوه + اوس مې نیت دئ بې صبرۍ ته ملا تړمه ))
 
همدا لامل دئ چې د پاچاهۍ خوند یې له خولې نه دئ وتلی اواوس څه په لاس نه ورځي . ځکه خوهرې خواته لاس او پښې وهي کله د افغانستان اوافغانانوله زاړه اوتاریخي دښمن سره اړیکې پالي ، اوکله د افغانستان اوافغانانوله سترا تیژیک دښمن سره په پټو فتنو جوړولو باندې لګیا وي . آخر دا ولې ؟؟؟
 
تېره اوونۍ مې له رسنیو واورېدل چې ښاغلی کرزی صیب مسکو ته ولاړ، اواوس د پاکستان له خوا بلنه ورکړشوه . سړي ته سوال پیدا شي چې ؛ څنګه پرله پسې د افغانستان ددښمنانو له خوا یوازې ده او یا هم د افغان نظام نورو مخالفو عناصرو ته بلنه ورکول کېږي ، په داسې حال کې چې پاکستان ، ایران او فدرالي روسیه خو له پېله افغانستان ته په توطئیو جوړولوباندې لګیا وو او دي .
 
که چېرته د کرزي صیب له دې اړیکو څخه موخه داوي چې ګني پردې سره به دا نظام را وپرزوي ، نو دا خوب دې د عینو مېنې په کوم چوک کې چاته ووایي ، ځکه چې ورځ تر بلې ملت د یو والي خواته روان دئ . ملت نورتفرق او ملوک الطوائفي نه غواړي ، او نه هم جنګ جګړې او مرګ ژوبلې . نه بې پلانه غیر مسلکي مدیریت او اداري فساد غواړي ، او نه هم مافیایي ډلې تپلې او حرفوي غدۍ . بلکې افغانان بین الافغاني خپلواکه افغان شموله سوله ، امن ، سوکالي ، هوسا ینه او بسیاینه غواړي ، افغانان په خپل هېواد کې تولید ، صنعت ، زراعت خود کفاء کېدل ، مارکېټېنګ او خپل صادرات غواړي ، نه ګدایي او په خپله خاوره کې پردی مارکېټ . افغانان یوخپلواک او پرخپلو پښو ولاړنظام غواړي .
 
د ښاغلي کرزي صیب له دې منډو ترړو او دید و وادید څخه داسې ښکاري چې نوموړي له کلونو را هیسې له یادو هېوادو او نورو استخباراتي اېجنسیو سره پټې اړیکې لرلې او ساتلې دي . ځکه پریوبل باندې د باوراواعتماد په صورت کې دغه ډول غږونه کېدای او بلل کېدای شي ، نه په مرموزاو مجهول حالت کې .
 
له دې نه موږ دا نتیجه ترلاسه کړه چې : کرزی صیب ، روسیه ، پاکستان ، ایران او نورې استخباراتي شبکې ټول یوله بل سره د افغانستان په مسئله کې ندیم اوندم اوغاړه غړۍ دي . دوی ټول یو بل ته اړتیا سره لري او په افغانستان کې په ګډه سره یوازې خپلې نا مشروع ګټې لټوي . کنه نو روسیه ولې د افغانستان په خاوره کې د یو نیم مېلیون افغان شهیدانو،  (۶) مېلیونه مهاجرو او ټول افغانستان ړنګولو څخه پند او النتباه نه اخلي ؟ ولې له خپلې امپراتورۍ ړنګېدوڅخه درسونه نه اخلي؟
 
پاکستان ولې په افغان خاوره کې د پردیوجګړود پروژو مدیریت ته اوږه ورکړې اود افغان نظام د بې ثباته کولو، د افغان اوبوخپلولود ډېورنډ کرښې د په رسمیت پيژندلو، منځنۍ آسیا ته د مفتې ترانزیتي لارې پیدا کولواو افغانستان د خپلو بې کیفیته توکود پلورلو په مارکېټ بدلولوخوبونه ویني ؟
 
ایران ولې په افغانستان کې فرقه یي ، مذهبي ، قومي ، ژبني ، سمتي او ترمینالوجیکي جګړې ته دوام ورکوي ، خو په خپل هېواد ایران کې حتی د سنیانو یو مذهبي ، کلتوري اوسیاسي حرکت نه مني او نه یې زغملی شي ؟
 
له دې نه داسې معلومېږي چې دغه دری واړوهېوادونو له همدغه ډول افغاني کرېکټرونو څخه په سوء استفادې سره د خپلو اغراضو پیازافغانستان ، افغانانواوافغان نظام ته لا وختي په بډه وهلی ؤ . خوافغانان اوس هوښیاراوتربل هروخت په ټولو سیاسي حرکتونوپوهېدلي .افغانان نه د چا د پیسو وږي دي او نه هم د سیاسي او پوځي ملاتړ. ځکه آزموده را آزمودن خطاست . افغانستان او افغانانو ته د یادو هېوادو له خیر څخه توبه ، شر دې نه را رسوي . افغانان دې پرېږدي چې خپل برخلیک په خپله وټاکي او نږدې او لیرې ګاونډیان دې نور پر افغانستان ، افغانانو او افغان نظام باندې خپل ساړه تجارتونه نه کوي اوافغان خاوره دې د پردیو تسلیحاتي آزموینو ډګرنه جوړوي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery