مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-05-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مالیې وزارت د سترو مالیه ورکوونکو له ډلې، غوره مالیه ورکوونکي وستایل

راحیله جواد

 

مالیې وزارت نن د یوې غونډې په ترڅ کې د کابل په انټر کانټیننټال هوټل کې د سترو مالیه ورکوونکو له ډلې، غوره مالیه ورکوونکې وستایل.
د دې غونډې موخه د مالیه ورکوونکو د اطاعت پذیرۍ کچې لوړول، د مالیه ورکونې کلتور دودول، د عوایدو ټاکل شوي موخې ته رسېدل، پانګونې ته هڅونه او په هېواد کې اقتصادي فعالیتونو ته پراختیا ورکول دي.

د اقتصاد وزیر ښاغلي عبدالستار مراد، د غونډې په پرانیسته وینا کې د دا ډول غونډو جوړولو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې د مالیو ټولول د ملي عوایدو په زیاتوالي او د هېواد اقتصادي پراختیایې پروژو په ملاتړ کې رغنده رول لري، په دې اساس د اطاعت پذیرو مالیه ورکوونکو ستاینه کولی شي چې د مالیاتي عوایدو کچه لوړه کړي. نوموړي زیاته کړه اوس مهال په هېواد کې د ملي پروژو ملاتړ تر ډېره د مرسته کوونکو هېوادونو لخوا کېږي، د دا ډول غونډو په جوړولو سره کولی شو چې دولتي او خصوصي سکټورنه د پانګونې او مالیو منلو ته وهڅوو او په پایله کې خپلې ملي پروژې د هېواد له ملي عوایدو څخه تمویل کړو.
د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال ښاغلي خان جان الکوزي د مالیې وزارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه چې مالیه ورکوونکي ستایې. نوموړي منځنیو او کوچنیو مالیه ورکوونکو ته هم د ورته غونډو جوړولو غوښتنه وکړه.

د غونډې په پای کې د بېلابېلو سکټورونو اتو شرکتونو ( د افغان بي سیم مخابراتي شرکت، کام ایر هوایې شرکت، د افغانستان نړیوال بانک، د سلادین امنیتي شرکت، د الکوزي انټرنیشنل سوداګریز شرکت، د الکوزي غیر الکولي مشروباتو شرکت، د اتومتیف سرویس شرکت او د وینکو امتیاز ساختماني شرکت ) ته ستاینلیکونه او ایوارډونه ورکړل شول.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery