مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-05-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

زیری : د کشتمند د تهمتونو ضد کتاب له چاپه ووت ( 5 برخه )

پوهنمل حاجي محمد نوزادي


( پنځمه او وروستۍ برخه )


                                             
کارغه ځان لکه طاؤس ماښام کي و ښود
خو سهار یې راز څـــرګند شو له رفتاره
   ( د س. کلیوال لخوا د یوه دری شعر له پښتو ژباړي نه )

 ( په تیرو شوو برخو کي د کشتمند د څیرې د لا ښه پیژندلو په موخه ، دا هم یاده سوه ، شورویانو چي کله یې د افغانستان په هکله د خپل شپاړسم جمهوریت خوبونه په اوبو کي لاهو ولیدل ، نو یې ددې هیواد د تجزیې پلان تر لاس لاندي و نیو او سلطانعلي کشتمند ته یې ددې کار د عملي کولو چاري و سپارلي . پدې اړه دا هم یاده سوه چي کشتمند څنګه دسیسه جوړه کړی وه څو د اساسي قانون د لاري د هیواد د تجزیی د پاره حقوقي بنسټونه جوړ کړي . په ننګرهار کي د روسانو پلاس د یوې غریبي کورني د ټول وژني په ناورین کي د انترناسیونالیست کشتمند شرمونکی دریز هم په تیرو برخو کي په ګوته سو . همدارنګه د عینک د مسو د کان پر سر د کشتمند خاینانه معامله یاده سوه ) .

      لوړي یادوني خو ټول هغه څه وه چي زما (ددغو کرښو لیکوال ) د مالوماتو پر بنسټ یې د سلطانعلي کشتمند د اصلی څیرې ځیني برجسته اړخونه څرګند کړل . ددې د پاره چي په اصطلاح کاچوغه له آش نه زیاته ګرمه نشي ، ښه به خپلي خبري را لنډی کړم او اصلي موخي ته را ګرځم .
       اصلي خبره خو د اکاډیمیسن ګلداد خان هغه کتاب دي چي د « ګنځ » پنامه یې د کشتمند د تورونو پر ضد لیکلي او تازه یې د لوستونکو لاس ته لاره موندلي ده . په تیرو برخو کي لوستونکو ته ددې کتاب د چاپ زیری ورکړل سو . اوس غواړم لوستونکو ته د نوموړی کتاب د پیژندني په ترڅ کي د هغه پر منځپانګه باندي هم لږ تم سم :
     د « ګنځ » د لیکلو لامل هغه تورونه او ناحقه تهمتونه وه چي سلطانعلي کشتمند د « یادداشتهای سیاسي و رویداد های تاریخي » پنامه پخپل کتاب کي لیکلي او د چا خبره د خپل بام واوره یې د نورو خلګو پر بامونو ور غورځولې ده . کله چي د کشتمند دغه کتاب له چاپه را ووت ، هغه مي ولوست او حیران پاته سوم چي د دومره اوږدو کلونو سیاستوال څنګه په داسی بیځایه خبرو باندي خجالت نه باسي . کشتمند خو تل د یوه پاخه انترناسیونالیست په جامو کي پر سویتیزم باندي د یوه سر ښندونکي مین په توګه د تلویزیون پر مخ څرګندیدی او د چاپي رسنیو مخونو  به دده د وفاداریو سوګندونه ورځ تر بلي تازه کول . یوه ورځ  مي استاد ګلدادخان ته چي د تورپیکي انډیوال مي دي ، تلیفون وکړ او د خبرو په ترڅ کي مي د کشتمند ددغه چاپ سوي کتاب په اړه یادوونه ورته وکړه . دا چي اکاډیمیسن ګلداد خان څو کاله د کشتمند سره په یوه اداره کي کار کړي او دده کړه وړه ښه ورته مالوم دي ، ما ورڅخه غوښتنه وکړه څو د تورونو په هکله یې یو څه ولیکي . دي زړه نا زړه پاته سو اود خپل عادت سره سم یې په ارامو اعصابو او نرمه لهجه راته وویل چی و به ګورو .
      له دې خبرو  څه ډیره موده وروسته یې یوه ورځ په تلیفون کي راته وویل چي ګوره هغه ستا خبره خو مي ومنل او غواړم څه نا څه یو کرښي پرې ولیکم ، مګر په دې شرط چي ته به یې په تخنیکي برخه کي د مرستي ژمنه راکوي . ما ورته وویل چي از یار یک اشاره و از ما به سر دویدن .
     سر به مو څه پرله ګرځوم ، استاد ګلداد د نوموړي کتاب په لیکلو لګیا سو . کله نا کله به مو په تلیفون کي د لیکلو پر بهیر بحث او کیسي کولې . یوه ورځ یې راته وویل چي ډیره بده پیښه وسوه ، ما ترې وپوښتل چی خدای دي خیر کړي ، څه سوی دي ؟ ده راته وویل څه چی مي ددغه یوه کال نه په زیاته موده کي لیکلي او په کمپیوټر کي خوندي کړي وه ، د یوې تخنیکي ستونزي لامله ټول پاک او داسی له منځه ولاړه چي یې بیرته یې را ګرځولای نسم . ما وویل چي یاره یا د کشتمند مړي زورور دي او یا خدای ترټلي برژنیف په صداقت سره د زړه د اخلاصه پر شا ټکولی دی . ما پوښتنه ترې نه وکړه چي اوس به څه کوو . ده بیا د خپل عادت سره سم په هم هغه ډول نرمه لهجه راته وویل چي و به ګورو .
     له دې وروسته مو بیا پدې اړه بحث ندي کړی ، ځکه هغه څوک چي د لیکلو سره سروکار لري ، پدې ښه پوهیږي چي دا ډول پیښه سړي څومره د لیکني څخه خواتوری کوي . هغه وو چي تیر کال ( ۲۰۱۶ ) د استاد ګلداد خان یوه کلیوال چي زما سره په ډنمارک کي په یوه ښار کي اوسیږي ، په تلیفون کي راته وویل چي یو چا یو ښکلی سوغات درته رالیږلی دی ، غواړم چي کور ته یې در وړم . دا سوغات رښتیا هم ښکلي او دغه کتاب دي چي اوس یې په اړه په لیکلو لګیا یم .
     داسی ښکاري چي استاد ګلداد د کتاب لویه برخه دوه ځلي لیکلي ده . لکه څنګّه چي مي یاده کړه ، هغه کسان چي یو وخت یې هم څه لیکلي وي ، د دویم ځل لیکلو مشقت ورته مالوم دي . دا دومره سخت کار دي لکه فرهاد چي د شیریني پخاطر د غره سوري کولو ته ملا وتړل . استاد ګلداد دا مشقت و ګالی او د شیریني تودې غیږې ( خپلي موخي ) ته یې ځان ورساوه . پر عزم او زغم دی برکت وي .
      کتاب لکه په تصویر کي چي یې وینئ ، په ډیر ښکلي صحافت چاپ سوی چي خامخا به یې ډیري پیسې پری لګولی وي . داځکه وایم چي پدې وروستیو کي زما څو کتابونه چاپ سول او په لګښتونو او ستونزو یې ښه خبر یم . زه پدې هم خبر یم چي استاد هلته په فنلینډ کي یو متقاعد کډوال دي او ددې ډول کسانو میاشتني حقوق یوازي دده د نوموړي میاشتي ورځنی لګښتونه پوره کولای سی او بس . زه په پوره باور ویلای سم چي ددې کتاب د لګښت پیسې به یې خامخا پور کړي وي . د بل پلو نه د کتاب خرڅول او د لګښت پوره کول یې یوه داسی ستونزه ده چي ټول لیکوالان ور سره لاس او ګریوان دي ، ځکه چي افغانان په ټولیز ډول او له بده مرغه پښتانه په ځانګړي توګه د کتاب د لوستلو سره جوړ ندي ، پر کتاب باندي پیسې ورکول ورته د قیامت نښانې ښکاري .
د کتاب پر لومړۍ پاڼه تر بسم الله الرحمن الرحیم وروسته د کتاب پیژندګلوي داسی سویده :
دکتاب نوم : ګنځ
لیکوال : اکاډیمیسین ګلداد خان
د چاپ نیټه : ۱۳۹۳ ل.هـ ( ۲۰۱۴ ز )
د چاپ ځاي : د ساپي پښتو څیړنو او پراختیا مرکز ــ پیښور
د چاپ شمیر : ( ۱۰۰۰ ټوکه )
      کتاب په اتو څپرکو ( فصلونو ) کي څه کم یو زر مخونه ( دقیق ۹۸۱ مخونه ) لری چي په ښکلي پښتو فونټ سره لیکل سوي او په لوړ کیفیت چاپ سو دی . د تورو کچه یې ماته  ۱۲ یا ۱۴ ښکاري . د کتاب وروستۍ دوې پاڼي یې د اخستځایونو ښایسته اوږد نوملړ دي چي د خپلو یادوونو په کره کولو کي یې ورنه ګټه اخیستې ده  .
     داچي ما خپلي دغی لیکني ته (د کشتمند د تهمتونو ضد . . . ) سرلیک ور کړي ، لامل یې دادی چي کشتمند پخپل ټول کتاب کي د ځانه ( کور خود ، بینای مردم ) جوړ کړی او اصلي موخه یې د ځان صفت او د بل خفت ګرځولی ، تل یې د خپل کور کثافت د بل پر مخ پاشلی دی . د بیلګي په توګه دی د خپل کتاب په اقتصادی  برخه کی د هیواد د اقتصادي وروسته پاتي والی په اړه چي استاد ګلداد هم ګوته ورته نیولي ده ، داسی لیکي : « . . . در سال ۱۹۸۰ برای حکومت از رژیم حفیظ الله امین یک اقتصاد ویران ، وضع مالي و اسعاري نا بسامان ، نظام مالیاتي ناجور ، تورم بي کنترول پول بې پشتوانه ، سطح بلند قیمتها و قحطي بې لګام ، فساد مالی و اداري مزمن و در مجموع یک وضع ناهنجار اقتصادي و مالی به ارث مانده بود . من در مدت یک سال و چند ماه برغم اینکه عنوان معاون صدراعظم را داشتم ، دست به اقدامات جدی زدم تا اینکه اقتصاد کشور را از پرتګا و ورشکستګي حتمي نجات یافت . . . » . لافي هم حد او ښکرور درواغ هم خپله اندازه لری . پدې کي هیڅ شک نسته چي د شوروي تر یرغل د مخه د غوړیدلي اقتصاد لافي به د کشتمند شکرورو درواغو ته ورته وي ، مګر ۱۳۵۷ کال د ډیرو کلونو وروسته یوازني کال وو چي بودجه په بشپړ ډول د پلان سره سم مصرف سوه او د تولیداتو کچه تر پلان جګه وه ، سره لدې چي د هیواد په کچه د اجیرانو او مامورینو ، وړو ضابطانو او جنرالانو کوپونونه او مآکولات برابرسوه مګر تورم پولی په هغه ډول چی کشتمند یې یادوی ، اصلا شتون نه درلود . تر هغه ځایه چي په زما یاد دي ، د « وضع ناهنجار اقتصادي » پر مهال د یوه ډالر قیمت څه باندي دیرش افغانی وو چي د کشتمند د « نجات یافته اقتصاد » په وخت چي غوړیدلي اقتصاد یې بللی ،  تر څلویښتو افغانیو واوښت . د بل پلو نه تر شوروي یرغل وروسته چي کشتمند یې د صدارت پر چوکۍ کښیناوه ، ټول کارونه مشاورینو کول او د اړتیا وړ هرڅه د رود پشان د هوا او ځمکی د لاري د شوروي څخه په وړیا توګه را رسیدل . پدې وخت کي که کشتمند هر څومره نابغه هم وای ( چی یو عادي مامور وو ) ، رول یې په اقتصادي او اداري چارو کي صفر وو . بیا نو « دست به اقدامات جدی زدم . . » اصلا مفهوم نلري او د ځان مسخره کول دي .
      ده پخپل ټول کتاب کي هڅه کړي چي تر ځان د مخه نیمګړتیاوو پړه پر خلقیانو په ځانګړي توګه پر حفیظ الله امین چي دي یې « رژیم امین » یادوي ، واچوي او د خپل وخت د نیګړتیاوو پړه بیا د کارمل یا نجیب پر اوږو باروي . دده په وخت کي که دده په نظر کوم مثبت ټکی شتون ولري ( چي نه یې لري ) ، د هغه ابتکار بیا د ځان بولي او په هغه ډله کي چي د « دست به اقدامات جدي زدم . . . » پایله یې ګڼي .
     دا لوړه خبره مشت نمونه خروار یوه وړه بیلګه ده چي را نقل مي کړه . استاد ګلداد چي دده ګنج الاکاذب کتاب یې پاڼه پر پاڼه په بشپړ دقت سره لوستی ، دده د هر درواغ په وړاندي یې د معتبرو لاسوندونو پر بنسټ غاښ ماتونکي ځواب ویلي دي . هیله ده لوستونکي نوموړي کتاب تر لاسه او و یې لولي ، تر څو د کشتمند د ښکرورو درواغو په رښتیني ځوابونو باندي پوه سي . د کتاب د لوستلو مینه وال کولای سي دغه کتاب په ډنمارک کي د جان محمد داوړ څخه تر لاسه کړي . د ښاغلي داوړ صاحب  د اړیکو شمیره داده :
     دا خبره هم د یادولو وړ بولم چي د محترم اکاډیمیسین ګلداد خان په ( ګنځ ) کي ځیني اړخونه سته چي کیدلای سي د وړو نیمګړتیاوو په توګه ګوته ورته و نیول سي . د بیلګي په ډول : په کتاب کي اړوندي موضوعګاني ګډوډی راغلي اود خپلي منځپانګي له مخي سره تړل سوي او اوډل سوي ندي چي دا کار لوستونکی په متمرکز کیدو کي د ستونزو سره مخامخ کوي . د بل پلو  نه د کتاب ژبه هم لکه څنګه د نامه ( ګنځ ) نه یې مالومیږي ، تر لویه بریده سیمه ایزه ده او د ستندرد لیکنو سره لږ غوندي واټن لري . زه چي د لوستلو سره ډیر سروکار لرم ، سره له دې هم د ( ګنځ ) په مانا پوه نسوم او د ډیرو نورو نه مي پوښتنه وکړه ، هغوی هم نه پوهیدل . په پای یوه پکتیاوال راته وویل چي زموږ د سیمي خلګ ګنځ د « ډیران » یا د کثافاتو د زیرمتون په مانا کاروی . که استاد زما سره د کتاب د نامه په اړه سلامشوره کړی وای ، ما به مشوره ورکړې وای چي د خپل کتاب نوم « د کشتمند د تهمتونو خورجین » کښیږدي . په هر حال دا ډول وړي نیمګړتیاوی په هیڅ ډول د کتاب رښتینی لوړ ارزښت کمولای نسي . زه ټولو هغو کسانو ته چي د وروستیو لسیزو د تاریخي پیښو سره سروکار لري ، ددغه کتاب لوستل ګټور بولم . د استاد ګلداد پر قلم او زغم دی برکت وي .
پای
ډنمارک ــ ۱۰ / ۵ / ۲۰۱۷
  

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery