مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-05-16   مخپرونکئ : 054 - دبېنوا خبریال - روزګان

باوري:ارزګان ته د ماین پاکانو په نوم داعش ندی راغلی

حضرت محمد روحاني
دارزګان ولایت په ګرام آب قریه کي نیازمحمد باوري وايي چي دارزګان ولایت ګرام آب قريي ته یوازي ماین پاکان راغلي او له داعش ډلي سره هیڅ تړاو نه لري. تیره ورځ دچنارتو ولسوالۍ ولسوال فیض محمد رسنيو ته وویل چې دغه ولایت دنیاز محمد باوري په مشری دچنارتو په ولسوالۍ کي دماین پاکانو په نوم داعش راغلي دي. ارزګان کي دداعش په اړه تازه له ځينو سیمو دشتون راپورونه خپاره سوي. دارزګان په یوشمیر ولسوالیو کي تیره ورځ مسؤلېنو وویل چې په سیمه کي يي دداعش ډلي حضور ښکاره سوی دی. دچنارتو ولسوالۍ سپیني چیني او کلتک سیمي ته لسګونه کورنۍ راغلي او ځای پرځای سوي چې په وینا يي داعش ډله ده. دنموړي په وینا چې دګرم آب سیمي ته هم دنیاز محمد باوري په مشری یوشمیر ماین پاکان راغلي چي دهغه په وینا له داعش ډلي سره به تړاو ولري. خو دنیاز محمد باوري د ولسوال دغه ادعا ردوي چي یاد ماین پاکان دي له داعش ډلي سره تړاو لري. دنموړي په وینا چې یاد ماین پاکان دولایتي چارواکو په اجازه سره راغلي نه طالب او نه هم داعش ډلي سره تړاو لري بلکي ټول دوطن کسان پکښي کار کوي او له شاوخوا سیمو ناچاوده توکي ټولوي. هغه وايي چې دغه ناچاوده توکي په سیمه کي خطرناکه وه او پر ډیری کسانو يي چاودنه کړي او دهغوی ژوند يي اخیستی. ږغ. دچنارتو ولسوالۍ ولسوال فیض محمد بیا وايي چې دوی په دي اړه له ولایتي اداري او امنیتي مسؤلېنو غوښتي چې په دي اړه دوی ته رسمي مکتوب ولیږي چې دغه کسان ماین پاکان دي او که کومه بله ډله پوري تړاوو لري خو تراوسه دوی ته په دي اړه کوم وضاحت ندی ورکړی. ږغ. دا په داسي حال کي ده چې له دي وړاندي په ارزګان چوره ولسووالۍ کي دطالبانو له لوري دداعش ډلي دوو غړو دنیولوخبر ورکړل سوی وو. باید وویل سي چې داعش ډلي ته سره له دي چي دولت هم اجازه نه ورکوي طالبان هم ادعا کوي چې ددوی دښمني اصلي له داعش ډلي سره ده او دوی په خپله سیمي ورته دفعالیت اجازه نه ورکوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery