مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-05-30   مخپرونکئ : 054 - دبېنوا خبریال - روزګان

چارواکي:ارزګان دري تنه هغه پولیس نیول سوي چي پرطالبانو يي لس زره مرمۍ پلورلي

احسان الله ولس يار اروزګان
دارزګان ولایت دامنیه قوماندانۍ چارواکي وايي چي دامنیتي ځواکونو له لوري دري تنه هغه پولیس نیول سوي چي غوښتل يي پروسله والو طالبانو لس زره مرمۍ وپلوري. دارزګان ولایت امنیه قوماندانۍ مسؤلېن وايي هغه پولیس به پری نږدي چي په فساد کي ښکیل وي. دارزګان ولایت دامنیه قوماندانۍ سر پرست مل پاسوال رحمت الله صدیقي وايي چې دارزګان ولایت د دریو ولسوالیو معتمدینو دامنیه قوماندانۍ دمهماتو له ډیپو څخه ۳۰ زره مرمۍ ایستلي وي چي ۲۰ زره يي ولسوالیو ته لیږلي وي او ۱۰ زره چي د کلاشینکوف،دهشکي او پیکا مرمۍ پکښي شاملي غوښتل يي چې پر وسله والو طالبانو يي وپلوري چي له یو رینجر موټر سره لاس په لاس دپولیسو له لوري نیول سوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي. دقوماندان په خبره چي نیول سوي دري تنه دپولیسو ټیټ رتبه افسران دي. دنموړي په وینا چي یو شمیر نور هغه پولیس يي هم نیولي چي دهغوی دناغیړۍ له کبله يي وسلي او تجهیزات تخریب یا وسله والو طالبانو ته په لاس ورغلي وي. د یادوني وړ ده چي له دي وړاندي هم ځیني خلګو ادعا کوله چي په ارزګان ولایت کي ددولت وسلي او تجهیزات پر وسله والو طالبانو پلورل کیږي او بیرته ددولت په ضد کاریږي خو چارواکو دا خبره رد کړي وه. له دي وړاندي بیا دارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري ویلي وه چي دمخکنیو امنیه قوماندانو پرمهال تر زر میله ډیري سپکي او درني وسلي ورکي سوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery