مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-06-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د لویې پکتیا ولسي استازو لوی (!) فکرونه او کارونه

برهان پکتین


په افغانستان کې د پخواني ولسمشر کرزي فاسد نظام د هغه چا لپاره تر هر څه با ارزښته ؤ کومو خلکو چې یا یې د حق غوښتنې جرأت درلود او یا یې پوه ، لوستي او با همته مشران او استازي. خو هغوي چې وغولول شول او رایې یې هسې په اوبو لاهو شوې اوس د هغې دورې ارمان کوي او په ټاکلو استازو لعنت وايي.ځکه د بهرنیو مرستو له چانس څخه د خپلو ولسونو په ګټه کار اخیستنې د تباهۍ او جهالت کندو کې پراته ولسونه راپاڅول او د پوهې په ګډون یې له ګڼو خدماتو برخمن کړل.
په دې لړ کې د هیواد ورور قوم هزاره ، تاجک ، ازبک مشرانو خپلو ولسونو ته په درنه وکتل او خپلو سیمو ته یې تر ټولو مخکې د پوهنې مشالونه ورسول. دوي په لرې پرتو غرنیو ځنګلي سیمو کې د خپلو خلکو لپاره ښوونځي جوړ کړل او په خپلو خلکو کې یې له پوهنې سره د مینې روحیه را ژوندۍ کړه او نارینه او ښځینه دواړه یې د علم لپاره چمتو کړل، چې په تیره یوه نیمه لسیزه کې یې له برکته د پام وړ بدلون راغلو او له دې پرمختګ سره دومره یاد خلک لیواله شول چې خپلو ولسوالیو ته به یې له ښاره لیسانس او ماسټر استادان د ښوونځیو لپاره وربلل او د ولس جیب له ځانګړې پانګې به یې اضافي معاشونه ورکول، چې ددې هڅو پایله یې اوس موږ د سر په سترګو وینو او هر کال د کانکور په آزموینه کې د زرګونه دوولسم ټولګیو فارغان او فارغانې یې یوه کوچنۍ بیلګه ده. په دوي پسې که هر څوک څه وايي بې معنا دي ؛ ځکه دوي سر نه پسې ګرځوي او خپل حق یې که په سپین سترګۍ اخیستی او که په درنه مهمه نه ده، خو مهمه دا ده چې خپل حق تر لاسه کړې او څوک چې سولییز لاریونونه ، غونډې ، خبري کانفرانسونه ، له چارواکو په مطبوعاتو کې سرټکونه او ... سپین سترګي بولي هغوي له خپل حق او د حق غوښتلو له طریقې ناخبره دي او دوي ته ډیره بده راتلونکې په مخ کې ده.
یادو لږه کیو قومونو خو خپل حقونه تر لاسه کړل او اوس چې یې سترګې خلاصې شوي نو لږ او ډیر د نورو حقونه هم د خپل ځان په ګټه راجذبوي، خو ملامت هم نه دي ځکه که چیرې یې په څرګنده ووایو ، چې یو ولایت ته ورکړل شوې پروژې هزاره او تاجک میشتو امنو سیمو کې پلي کیدای شي او د پښتون میشتو نا امنه سیمو کې یې پلي کیدل نا شوني وي، نو اصلي ډونر بیرته خپله مرسته ستنوي، نو ځکه دوي په چالاکۍ سره یادې مرستې خپلو سیمو ته راجلبوي تر دې چې بیرته د افغانانو له ښمرې ووزي.
په پښتنو کې خادم خلک او بیا داسې مشران چې د خپل ولس پر حالت یې زړه وسوزي ډیر کم دي په تیره یوه نیمه لسیزه کې د لوی قندهار له نامي مشر حامدکرزي را نیولې بیا تر اوسنیو ټولو د خپلو خلکو لپاره هیڅ هم نه دي کړي او د ټولو حقونه یې یا د زورورو تر سرونو قربان کړي او یا دا چې په خپل جیب یې وهلي څو په بهر کې خپل ځانته پرې کورونه جوړ کړي او پانګونې پرې وکړي. خو بیا هم یو شمیر داسې خادم مشران د کمو سیمو وو چې خپلو خلکو لپاره یې کارونه وکړل لکه مرکزي ولایت میدان وردګ او ټول مشرقي؛
میدان وردګ چې د فاروق وردګ ، رحیم وردګ ، رحمت نبیل ، کریم خرم او ... اصلي ټاټوبی دی، نو دوي ټولو د خپل ولایت خلکو ته د پام وړ کارونه په کابل کې وکړل او له نیکه مرغه په سلګونو زره د خپل ولایت اوسیدوونکي یې په لویو دندو وګمارل، چې په بل هیچا د خپلو سیمو خلکو او حتا نږدې خپلوانو لپاره هومره څه ونه کړل؛ لکه د فاسد نظام ډالي کوونکي کرزي چې نه یې د خپل قندهار او نه یې په ټوله کې د لوی قندهار خلکو ته د هغوي د خپل حق خدمت هم ونه کړ.
خو د وردګو ولایت یادو مشرانو تر دې حده په دندو د د خپل ولایت اوسیدوونکو ګمارنه کې حساس وو چې کله یې هم دا احساس کړې ده چې موقف یې په ګواښ کې دی او د وزارت او ریاست دنده یې له لاسه وځي او د ادارې راتلونکی مشر به دده کسان له دندو ګوښه کړي، نو د خپلې دندې له پای مخکې یې ټول کسان نورو ادارو چې پرې باور یې ؤ لیږلي دي. خو زه نه یوازې دا چې ددوي په دې نوښت مې حسد نه راځي بلکې یو هوښیارانه او د خپلو خلکو د حق غوښتلو او حق خوندي کولو مهم ګام یې بولم او په لوی قندهار ، لویې پکتیا ، غزني کې هم همداسې د حق غوښتوونکو زړورو مسؤلینو پر واک کیدو غوښتوونکی یم.خو یادو مشرانو یوازې په کابل کې د خپل ولایت (میدان وردګ) لپاره کار وکړ او د وردګو ولایت کې یې د امنیت ټینګښت ، روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی ، د بیا رغونې چارو کې د پروژو پلي کول او په ټوله کې د پوهنې لپاره یې کوم د پام وړ کار ونه کړ؛ په داسې حال کې چې د میدان وردګو ولایت استعدادونه د کابل ، هرات ، بلخ ، قندهار او ننګرهار لویو پوهنتونونو کې څرګند دي. او دا چې یادو مشرانو د خپل ولایت جغرافیايي ساحه کې میشتو پښتنو ته پاملرنه ونه کړه نو پر ګڼو ستونزو سربیره اوس اوس د طالبانو امارت د پښتنو د پوهې استعداد وژنې یوې نوې پروژې په ترڅ کې ددې ولایت ټول ښوونځي بند کړي او خبرداری یې ورکړی دی چې که چیرې ددې ولایت د ښوونکو معاشونه دوي ته ورنه کړل شي او دوي خپل د عشر په نوم کلنګ ترینه وانخلي نه به چا ته ښوونځي ته د تلو اجازه ورکړي او نه به هم د ښوونځیو دروازو خلاصولو ته څوک پریږدي.
دا بیلګې مې ځکه په پیل کې راوړې چې د لویې پکتیا او لوی قندهار مشرانو ته زما لیکنه مستنده شي. په پکتیا کې په تیره یوه نیمه لسیزه کې د میلیونونو ډالرو مرستې په بیلابیلو نومونو غیبې شوې، خو کوم د پام وړ څرک یې نه تر سترګو کیږي او د پکتیا ولس پخواني استازي عبدالرحمن څمکني له وژل کیدو وروسته چې کومې مرستې د پکتیا لپاره کرزي ځانګړې کړې هغه هم د عبدالرحمن څمکني زوي مجیب څمګني له نامشروع میرمنې فوزیې سادات څمکنۍ سره چور او تالان کړې او لا هم په دې چاره لګیا دي.
د پکتیا ولسي استازي نواب منګل او ابراهیم چې ګڼ ساختماني شرکتونه په لویې پکتیا کې یې د هرې پروژې په دواطلبۍ کې خپل ځان په ګټه کار کوي تر څو یې د هلمند نشه يي توکو په قاچاق کې ماهر شوي ورور ګلاب منګل چاره هم ورسره وشي او د هغه په مرسته په داوطلبۍ کې پروژې خپلوي. خو تر اوسه پورې په دوي کې هیڅ یو هومره لوی فکر ونه کړ چې په خپلو نامشروع پانګو په پکتیا کې شخصي پوهنتونونه ، روغتونونه ، ښوونځي او ... جوړ کړي بلکې خپلې ټولې پانګې یې دوبۍ او انګلستان ته ولیږدولې او په یو څه پانګو یې د کابل ، هلمند ، ګردیز ، قندهار او جلال آباد په مهمو ځایونو کې دنګې ماڼۍ آبادې کړې.
دا چې د پکتیا مرکز ګردیز ښار د خواجه حسنیانو په نوم د یو غله لږکیو په منګولو کې دی، نو په دې ولایت کې د جمعه خان همدرد د واکمنۍ پر مهال هم څه ونه شول او یوازې د مافیا ګروپونو او سړي تښتوونکو ډلو ټپلو پکې پراخه وده وکړه، چې کیدای شي د جمعیت ستونزې جوړوونکي عناصرو دا کار کاوه او جمعه خان همدرد هم په پوره بې غورۍ دا هر څه څارل خو کوم اقدام یې پر وړاندې نه کاوه.
د پکتیا ، پکتیکا او خوست ولسونو استازو له خپلو شخصي ګټو پرته ددې ولایتونو لپاره داسې هیڅ نه دي کړي، چې ولس یې پرمختګ ته نږدې کړی وي. په ولسي جرګه کې د پکتیا پخواني استازي داود ځاځي ، عبدالقادر ځاځي او ګلباچامجیدي ځاځي هم له خپلو خلکو سره تر ټولو سترې جفاوې وکړې؛ د همدوي په وخت کې د کابل ځاځیو د سړک کریړکولو پروژې پیسې اخیستل شوي ،تښتول شوي او سړک پر خپل ځای پاتې دی. دغه راز د ګڼو کلیو د بیا رغونې او ښوونځیو لپاره د ودانیو پروژو پیسې تښتول شوي او اوس یې د تورنو ولسوالانو ، د ولایتي شورا د استازو او ولایت د چارواکو نومونه هم افشا شوي ، خو دوي کوم غبرګونه نه دی ښودلی.
د پکتیکا ولس استازو او دې ولایت ته د تللو ناغیړه چارواکو له برکته په تیره یوه نیمه لسیزه کې د پوهنې ، روغتیا او کلیو پراختیا او ښار جوړونې برخه کې کارونه په خپل پخواني زاړه حالت پاتې دي. په دې ولایت کې د روغتیايي خدماتو نه شتون خلک دې ته اړ کړي چې خپل ناروغان یا غزني ته ورسوي او یا یې پکتیا او خوست ته. او د پوهنې برخه کې هم همداسې یو شاته پاتې ولایت دی، چې څرګنده بیلګه یې د ۱۳۹۶ لمریزکال د کانکور په آزموینه کې د نجونو او هلکانو ټیټې کچې ګډون ده او دا ټولې ستونزې د دې ولایت ناغیړه استازو او دې ولایت ته د کابل لخوا رالیږل شویو فاسدو او ټمبلو ولایانو ، ریسانو او نورو مسؤلینو له امله دي.
د شرم وړ یې لا دا چې د پکتیا د ولس استازو په ډله کې داود ځاځي چې د استاد سیاف جهادي قوماندان دی د پخواني فاسد نظام سالار کرزي لخوا په ارزان قیمت سیمه کې د یوې محدودې ورکړل شوې ځمکې شاوخوا سلګونه جریبه نوره مځکه یې غضب کړې او په خپل لوی (!) فکر سره یې پکې خپل ځانته باغ حرم او یو لوی تفریحي پارک پکې جوړ کړی څو یې دده نسلونه نسلونه په نیستۍ کې پاتې نه شي او له پیسو یې تل تر تله مالامال وي، خو د پکتیا د ځاځیو خوار ولس چې په خپل کلي کې نه ښوونځی لري او نه روغتون هماغسې خوار پاتې شي.
په پای کې د لویې پکتیا په تیره د پکتیکا او پکتیا پر ولسونو غږ کوم چې نور دې لاس تر زنې نه کښیني او پر فاسد او لنډه فکره کسانو دې باور نه کوي او دغه راز په خپلو ولایتونو کې د فاسدو او ناکاره ، ناغیړه لوړ پوړو او ټیټ پوړو دولتي چارواکو ته وخت نه ورکوي او پر وړاندې دې یې راپاڅيږي، ګنې د یوې بدې راتلونکې غیږ ته به ورټیل وهل شي، چې ترینه راوتل به بیا یا نیمه او یا یوه پیړۍ وخت وغواړي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery