مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-06-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

هېواد مشر غني ته :تاسې، غمځپلو او ټولو هېوادوالو ته د تسليت او ډاډينې په پار

سيد حسين پاچا

 

د ورور، دوست و دښمن، مجاهد، قاتل او د انصار تعريف بايد روښانه شي. د خپل هېواد ورانوونکيو او د بېګناه خلکو وژونکيو ته طالب، مجاهد او ورور نه ويل کيږي

اخوا يوې بلې امنيتي سرچينې خبريال ته وويل، چې دا بريد د حقاني شبکې د پاکستان د لشکر طيبه په همکاری ترسره کړی او دواړو ډلو پنځه ځلې غونډې کړې وې چې وروستۍ يوه يې د شمالي وزيرستان په ميرانشاه کې وه.

هېواد مشره :
تر هر څه مخکې تاسې ته، غمځپلو او ټولو هېوادوالو ته د دغې دردناکې پېښې چې يو له بل پسې ځنځيري پېښې شوې او دغو د اسلام ضد دښمنانو او د پرديو تالېڅټو او روزل شويو پر مټ ترسره شوې او زموږ بېګناه هېوادوال پکې شهيدان او ټپيان شول او خلکو ته پکې فزيکي ومالي تاوان ورسېده. څښتن تعالی دې زموږ شهيدان وبښي او الله تعالی دې ورته جنت الفردوس ور په برخه کړي او ټپيان دې الله تعالی ژر تر ژره ښه کړي او ورثه وو ته دې يې الله تعالی صبر جميل او نعم البدل ورکړي.

مشوره او وړانديز :
دا چې تاسې ځينو ټکو ((د بشر ضد ډلو خلاف د ملي خوځښت او جدي اقداماتو وخت رارسېدلی)) ته اشاره کړې ده، ستاسې پاملرنه دغو ټکو ته رااړوم :
• د امريکا له فشارونو تېر شه، خو که د دې پر ځای حکومت خپله د حقاني شبکې پر خلاف په وزيرستانونو او نورو هغه مرکزونو چې ښاغلي زاخېلوال يې سرتاج عزيز ليست ورکړی او ترې غوښتنه يې کړې وه چې په دې ليست کې ټول هغه ترهګر او د دوی د فعاليت او روزنې د مخنيوۍ چاره وشي. نه يې هغه روزنځايونه وتړل او نه يې تراوسه هغه ترهګر افغانستان ته وسپارل. تهران يې په دې وروستيو کې ځينې مرکزونه په نښه کړل او خبره يې ورسره پټه پر پټه خلاصه کړه، خو له موږ سره چې د اسلام او د جهاد پر نوم مو خپله غښتلې اردو له مينځه يووړه، نن يې له موږه سترګه نه سوځي او لا د طالب څڼورو او حقاني خونخوارانو پر مټ خپله تپل شوې جګړه مخته وړي. درست ده چې دا او دېته ورته نورې ټولې ناوړه او دردوونکې پېښې وې او دي، خو د اعدام په ځينو مسايلو او مواردو او جدي اقداماتو کې له پوره پوهې، سوچ او له سړې سينې ((زغم)) څخه کار واخېستل شي او احتياط پکې غوره شي.

قرآني لارښوونې مصلحتًا ځينې وختونه زموږ د ملي واسلامي ګټو لپاره دا ايجابوي چې له بښنې او زغمه کار واخېستل شي نه له انتقام او غچه. حضرت يوسف عليه السلام خپل وروڼه له ورسره ترسره شوي ظلم او تيري پر وړاندې وبښل او د غچ ((انتقام)) لاره يې خپله نه کړه. که مبادا هغه خپل غچ له خپلو وروڼو اخېستی وای، نو له بنيامين پرته ټول وروڼه او ټوله کورنۍ به يې ختمه وای، له مېرمنو او له ماشومانو پرته به بل څوک پاته نه وای او هغوی هم د کورنۍ برخه وه، خو هغه وبښل.

د افغانستا موجود ناامنه شرايط دا نه ايجابوي چې عاجله پرېکړه وشي. افغان حکومت اوس هم له ځينو قومي مخورو او نړيوالو متحدينو په مرسته کولی شي چې له ځينو خواو سره نيغ پر نېغه اړيکه ټينګه کړي او د پنجاب له نفوذ پرته يې د خبرو او مذاکرو مېز ته يې راوبولي. له پنجاب سره بايد پرېکنده او جدي برخورد وشي او له شف شف نه کار وانه خېستل شي. پنجاب اوس د انزوا پر زۍ ((غاړه)) ولاړ دی او دا ډول خونړۍ پېښې هلته او دلته د ځان د سياسي بقا او تضمين لپاره کوي. پاکستان بايد منحل شي چې سيمه ييز او نړيوال امنيت ته خطر کم او يا له مينځه ولاړ شي. د اروپا د پارلمان مرستيال همدې ټکي ته اشاره کړې چې ارويا وامريکا بايد د افغانستان د تاريخي حق په تړاو له سره کتنه وکړي او افغانستان ته بايد خپل وروسپارل شي چې دې ستونزو ته د پای ټکی کېښوول شي.

دا اوس هم خپله د نظام په دننه کې ځينې داسې کړۍ شته چې پر لوی لاس دا کوښښ کوي چې له حزب اسلامي سره د حکومت سوله له ماتې او خنډ سره مخ کړي او ځينې بهرنۍ څارګرې ادارې پر لوی لاس کوښښ کوي چې حالات پر خپله ګټه وڅرخوي. خلک له نورو سره خپلې دهليزي اقتصادي پروژې مخته وړي، خو زموږ لپاره ستونزې راولاړوي. غواړي چې سيمه ييز لوبغاړی اوسي. د همدې موخې لپاره کوښښ کوي چې دلته ګډوډي او ناامني خپره کړي او نړيوالو ته په زباد ورسوي چې د افغانستان د سولې کيلي له موږ سر ده او هره معامله چې کيږي بايد له موږ سره وشي. موږ بايد کوښښ وکړو چې دغه مخيل مکار په سيمه ييزه او نړيواله کچه رسوا او له انزوا سره مخ کړو.

سير اعلام النبلاء :
الواقدي : حدثنا محمد بن صالح عن الزبير بن المنذر بن أبي أسيد الساعدي أن الصديق بعث إلى سعد بن عبادة :  أقبل فبايع ; فقد بايع الناس . فقال : لا والله ، لا أبايعكم حتى أقاتلكم بمن معي . فقال بشير بن سعد : يا خليفة رسول الله ، إنه قد أبى ولج ، فليس يبايعكم حتى يقتل ، ولن [ص: 277 ] يقتل حتى يقتل معه ولده وعشيرته ، فلا تحركوه ما استقام لكم الأمر ، وإنما هو رجل وحده ما ترك . فتركه أبو بكر.

فلما ولي عمر ، لقيه فقال : إيه يا سعد ! فقال : إيه يا عمر !  فقال عمر :  أنت صاحب ما أنت صاحبه ؟ قال : نعم . وقد أفضى إليك هذا الأمر ، وكان صاحبك - والله - أحب إلينا منك ، وقد أصبحت كارها لجوارك . قال : من كره ذلك تحول عنه . فلم يلبث إلا قليلا حتى انتقل إلى الشام ، فمات بحوران .
http://library.islamweb.net/newlibrary/display_book.php?ID=67&bk_no=60&flag=1

استنباط المسألة :
د امام ذهبي په سير اعلام النبلاء کې د الواقدي پر استناد بشير بن سعد د اسلام لومړي ستر راشده خليفه ابوبکر الصديق رضی الله عنه ته د نوموړي د بيعت يا د لوړې او وفادارۍ کې مشوره ورکړه چې هغه يو نامنونکي او سرسخته ((سرتنبه)) يا ((لجوج)) انسان دی.
نوموړی له تاسې سره بيعت ((لوړه)) نه کوي. که تاسې ورسره زور وکړئ، له ده سره نور هېڅوک پخپل قوم کې ملاتړ نه کوي، خو دی او کورنۍ به يې مقاومت وکړي. تر دې چې له نوموړي سره د ده کورنۍ وقبيله ووژل شي. مه يې هڅوئ او ستاسې پر وړاندې ودرېدای نه شي يعنې د مخالفت توان نه لري. دی يوازې دی او نور څوک يې ملاتړ نه کوي، هماغه وو چې ابوبکر رضی الله تعالی عنه د بشير بن سعد پر مشوره په هغه صورت کې پرېښووه چې د چارو او د خلافت پر وړاندې يې خنډ نه شو کېدای.
له دې سره سره چې سعد بن عبادة له خليفه ابوبکر الصديق رضی الله عنه سره بيعت ((لوړه)) ونه کړه او نه يې له عمر رضی الله تعالی عنه سره وکړه چې بيا هغه ورته وويل :
څوک چې زموږ ګاونډيتوب نه خوښوي، نو بيا دې موږ پرېږدي. هماغه وو چې سوريه ته ولاړ او هلته په بحوران کې وفات شو.

زما مشوره طالبي مشرتابه او پيروانو ته يې، حقانيانو او داعشيانو ته دا ده، لکه څنګه چې سعد بن عبادة ته له دواړو راشده خليفه ګانو سره ناوړه سلوک ((بد چلند)) او سرزورۍ له ښې مخينې سره سره بده يا ناوړه پايله ولرله ((It was rumoured that he had been assassinated for his attitude to the Caliphs))، نو دوی ته به د الله تعالی د صريح حکم ((والصلح خير)) په حق کې ناغېړي او ورته نه پاملرنه او پر جنګ تداوم هم ناوړه پايلې ولري. نور يې خوښه خپله سوچ دې پرې وکړي.

ولج (فعل) : دخل enter (into) or penetrate (into)
ولّج (فعل) : ولّج أو إليه الأمر to ask someone to do something or order (to be done)
لج علی : to insist on, to press
لجوج (ملحاح) : importunate, insistent, insisting

دا چې دلته د افغانستان حکومت ته د پرديو پر لمسون او هڅونه د طالبانو، حقانيانو اوداعشيانو پر پلمه ناعلان شوې جګړه ورتر غاړې ده، بلکې دا د پرديو د ګټو جګړه چې هغوی خپلې سياسي، اقتصادي، نظامي وستراتيژيکې موخې لري، نو بناءً دا د افغانستان د حکومت مشروع حق دی چې دغه ترهګرې ډلې ټپلې د پرديو له لورې روزل شوي تر څو د افغانستان د حکومت پر وړاندې او د افغان ولس د وژنې او ويرې خپرولو لپاره ترې کار واخلي، نو بناءً دا د افغانستان د حکومت يو جامع هراړخيز مشروع حق دی چې د اسلامي، ګاونډيتوب، سيمه ييز او نړيوالو اصولو په رڼا کې د خپلو هغو مخالفينو او باغيانو پسې لټون وکړي او له هر هغه چا يې وغواړي چې له ځان سره يې ساتلي، روزنه، وسلې او پيسې ورکوي او روزنځايونه يې ورته جوړ کړي وي.

زما مشوره تاسې ښاغلي هېواد مشر ته دا ده چې هغه مطلوب ترهګر او روزنځايونه چې ښاغلي زاخېلوال يې سرتاج عزيز نه ليست ورکړی له پاکستانه په جدي ډول وغوښتل شي. او پر وزيرستانونو او له سرحد سره نژدې په ټولو هغو سيمو کې چې د دې ترهګرو روزنځايونه دي عمليات ترسره شي او هم د کوټې شوری، حقانيان او نور بُغات د نړيوالو متحدينو په مرسته وغوښتل شي.
پاکستان ته بايد په زغرده وويل شي :
• ترهګر دا بُغات وفساق وفجور بايد افغانستان ته وسپارل شي
• نړيوالې انزوا، د ترهګرو ملاتړی او د افغانانو د ملي مقاومت او ستر مشروع او برحقه جهاد پر وړاندې اماده شي. موږ که فسلطين له يهودو غواړو، نو پښتونستان ولې له منافقه او دوه مخي مسلمانه ونه غواړو؟

سر له ننه بايد لرو اسلامپالو ډلو مشرانو مولانا فضل الرحمن، مولانا سميع الحق او مولانا سراج الحق ته په زغرده وويل شي چې سر له ننه له دې ترهګرو ډلو سره له هر ډول اړيکو او له افغانوژنې ځانونه وساتي. ښه به دا وي چې د لرې پښتونخوا ملتپالو ګوندونو نه يو څوک ورواستول شي او خبر ورکړل شي چې نور له دې وروسته يو باغې دې په مدرسه کې ونه ليدل شي او نه د لېدو اجازه ورکړئ.

نړيوال قوانين دا هم اجازه ورکوي چې موږ د خپلو د هغو ورانکاريو مخالفينو او بُغاتو، فجّارو او فسوقو پسې لټه وکړو چې څوک د خپلو سياسي موخو لپاره د افغانانو پر وړاندې ساتي، روزي او کاروي يې. زموږ ګاونډي ايران په دې وروستيو کې دا حق ځانته ورکړ او د خپلو مخالفينو پسې ورواوښتل او په خاوره کې يې ورباندې توغنديز بريدونه وکړل، ولې موږ يې نه شو کولی؟
دا بهرنيان دلته د څه لپاره پراته دي؟
ايا زموږ ساتنه کوي او که موږ يې نورو ته له پښو و لاسونو تړلي يو؟

فلهذا د پورته مسالې نه دا استنباط کيږي چې يو څوک د چا د سياسي نظر مخالف کېدای شي. يا نن د حکومتونو لپاره اپوزيسينونه جوړېدای شي او د خپلو حکومتونو هغه پلانونه او پرېکړې چې د هېواد له ملي ګټو سره په ټکر کې واقع کيږي حکومت ته نېکه مشوره ورکړي او ترې منعه کړي، خو د بغاوت حق څوک نه لري.

همدا ډول يو څوک له هېواده تبعيد کيدای شي، خو تبعيدې د خپل او نه يې مسکونه دويمګونی هېواد د ګاونډي هېواد او يا نورو هېوادونو پر خلاف هڅولی او لمسولی نه شي، خو نن موږ ټولو له هر چا مخکې اسلامي هېوادونو خپل هغه اسلامي، اخلاقي، ګاونډيتوب، سيمه ييز او نړيوال حقوق تر پښو لاندې کړي. له بده مرغه چې زموږ اسلامي ګاونډي لئيم هېواد زموږ په کورنيو چارو کې د اسلام پر نوم ډېره بربنډه او بېشرمانه لاسوهنه وکړه او له لسيزو راهيسې کله د مجاهد، کله د طالب او کله د حقانيانو او کله د داعشيانو او نورو ډلو ټپلو په نوم زموږ او د نورو ګاونډيو پر خلاف ورانکاريو ته خلک هڅولي او د اسلام وجهاد او د ترورېزم په نوم يې له موږ، عربو او غيراسلامي نړۍ څخه لنګه غوا جوړه کړې او مفتې شېدي خوري. اوس چې پرې کمې شوي او يا نه وررسيږي، نو بيا يې ډتو او لغتو ته شروع کړې ده چې وخت ناوخت د هېواد په ګوټ ګوټ کې له ترهګريزو او خونړيو پېښو شاهدان اوسو.

په درنښت


د کابل چاودنه کې ۸۰ کسان وژل شوي او ۳۵۰ ټپيان دي
http://www.bbc.com/pashto/live/afghanistan-40103233
امنيت شورا:د کابل بريد حقاني شبکې د ISI په همکاري پلان کړی و
https://khabarial.com/archives/16922
غني: د بشر ضد ډلو خلاف د ملي خوځښت او جدي اقداماتو وخت رارسیدلی
https://www.pashtovoa.com/a/Ghani-says-afghan-nation-should-make-decision-about-terrorists-and-their-supporters/3882226.html


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery