مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-06-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د نبیل ماشومانه استخباراتي منطق او پر ځان ملنډې!

سعد وردګ

 ددې وطن ستره بدبختي داده چې هر سړی کوښښ کوي ځان مطرح کړي او د مطرح کيدو لپاره نه ارزښتونه پيژني او نه هم مجبوريتونه،بله بدي داده چې دلته د هر چا پرون هير دي او نن ورته پرون ښکاري خو کاش داسې وی بلکه پرون چې څه شوي دي نن نه کيږي، داخبره په هيواد کې تر هر خونړي بريد وروسته د ملي امنيت د پخواني رئيس ښاغلي رحمت الله نبیل تر بي باکانه فيسبوکي پوسټونو پورې را ياده شوه.
رحمت الله نبیل ځان په استخباراتو کې ځان ډير مسلکي بولي منم يي تر يوه حده به مسلکي وي، تعهد به لري، وطن به پرې ګران وي او ددې هیواد د يو کدر په توګه يي ټول باید عزت وکړو خو راځئ دا هم راسره ومنۍ چې ښاغلی نبیل ځينې ماشومانه کارونه هم کوي چې په دې سره نه يوازې ځان شرموي بلکه د افغانستان استخبارات هم شرموي او د سيمې او نړۍ ډير هیوادونه به دده ددې ډول ماشومانه خبرو تر اوریدلو وروسته حتما دا فکر کوي چې په افغانستان کې استخبارات يو وخت د داسې ماشومانو په لاس کې وو.
ښاغلي نبیل ته زه څو خبرې کوم او دا لږ څه سپينې ځکه کوم چې دی شونې ده زما په خبرو پوی شي او هغه چې په کورکورانه ډول ددې سړي ډول ته ناڅي يو څه سرخلاص کړي شي دنيا څو سوړې ده:
۱ـ نبیل د انس حقاني اعدام غواړي؟ که نبیل صیب رښتيا ددې سړي د اعدام پلوي وي لکه څنګه چې فساد، کاواکه نظام، خپل سري، زور واکي او.... لسګونو نورې ستونزې د پخواني رژيم څخه دې شته نظام ته پاتې دي نو انس حقاني پر ملي امنیت رياست باندې د ښاغلي نبيل لورینه ده. نو ښاغلی نبیل که ددې سړي اعدام ستونزه حل کوي تا ولې درې کاله ساتلی وو؟ ته خو هغه وخت يو باصلاحيته رئيس وې او د وخت ولسمشر دې هم هره خبره منله نو تا باید دا کار کړۍ وی خو زه ډاډه يم چې ستا ځواب به ماته همدا وي چې تاته يي هغه وخت ترمرګه ژوند مهم وو.... نو کله چې ته دا ځواب وايي نو شته حکومت ته خو ځکه د انس حقاني ژوند مهم دی چې تر تاسو په څو مواردو کې ډيرې مهمې لاسته راوړنې لري يو دا چې تر تاسو يي د پاکستان پر ضد جديت ډير دی، دوهم دا چې د سولې په برخه کې د حزب اسلامي د مشر راتګ ستاسو ۱۳ کلن مزل چلنج کړ او دریم داچې دلته لاهم ځينې خبرې شته دي چې د انس حقاني پ ژوند پورې تړلي دي او بله تر ټولو مهمه خبره داده چې انس باید ژوندی وي ځکه کله چې دحقاني کورنۍ په هر وير يا ښادي کې کينې نو انس يي باید سترګو ته ودریږي څو د نورو درد هم احساس کړي.
۲ـ آيا استخبارات باید هر سړی په دار کړي؟ عجیب منطق شو دلته چې هره پيښه وشي وايي حکومت باید درجن درجن طالبان په دار وځړوي او هر ځلې د نبيل صيب خبره پورته پورته کوي وآيي انس حقاني ولې ژوندی دی، نو وروڼو! په یوه خبره باید سر خلاص کړئ په هر نظام کې درې ډوله بنديان وي يو هغه باید يوازې بنديان وي، بل هغه چې باید په دارشي يا د عمري بند سزا ورکول شي او دريم هغه چې په هر حالت باید ژوندي پاتې شي او له ده سره اړوندې استخباراتي افسانې پرې بشبړې شي نو انس حقاني نه جوالي دی او نه هم کوم کدو د يوې مهمې خونخوارې او تباه کارې ډلې د مشر د کورنۍ غړی دی،اسرار ورسره دي او په ځينو مواردو کې ترې ګټه اخيستل کیدای شي.
نو له حکومت سره بندي طالب مشران ځينې چې باید اعدام شي اعدام شوي،د ځينو دوسيي بشپړې شوي دی او د ځينو نورو پر دوسيوهم کار روان دی ولې هغه چې ژوندي دي دوی باید ژوندي پاتې شي اوله دوی سره ځينې شته استخباراتي افسانې يي په ژوند بشپړې شي.
استخبارات نه د اعدام اداره ده او نه يي مرګونه خوښيږي بلکه استخباراتو ته هر دښمن ژوندی په کار وي دا چې تر لنډ استخباراتي پړاو وروسته دوی ملکي برخې خصوصا څارنوالۍ او محکمې ته سپارل کیږي دلته نور استخبارتي مسولیت رفع شو خو چې کله يي استخبارات ساتل غواړي نو ولس باید پوی شي چې په دې کس کې ګوته شته.
نو ددې لپاره چې خبره رانه اوږده نشي د ملي امنيت پخوانی رئيس دې د شهرت او يا ددې لپاره چې دی مهم شي کوښښ وکړي ځينې نورې لارې چارې غوره کړي چې ځينې يي غوره کړې وې چې يوه يي هم د جنبش روشنايي په نوم يو عقده مندانه خوځښت ته د حکومت پر ضد د پراخو لاریونونو د کولو په خاطر د دوه ميليوه ډالرو ورکول وو.
ملت په ډيرو خبرو نه پوهيږي طالب ورته خيالي جنت جوړ کړي په ځان پورې بمونه تړي، کرزی او نبیل صیب ورته عقده مندانه خبرې وکړي دوی ته حقیقت ښکاري او د نظام مجبوریتونه بیا ورته هسې ټوکې ښکاري نو هيله مې داده که نبیل صیب حتی د شته نظام ضد هم وي تر بدیل مخکې دې له دې ماشومانه نظره تیر شی او کوښښ دې وکړي چې داسې مطنق وړاندې کړي چې استخباراتي وزن پکې وي بل دا چې نوموړی اوس هم استخباراتي معاش، موټر، امتیاز، ساتونکي او حقوق لري او ان د برښنا بیل او د تشناب کاغذ پيسې هم له استخباراتو ورځي که يي په وطن زړه بديږي او انس حقاني ته يي زړه ډک وي را دې شي او په نره دې خپل منطق او دلیل وړاندې کړي که يي خبره ونه منل شوه بیا دې نو خپل فيسبوکي ماشومانه ټیم ته امر وکړي چې د حکومت پر ضد پوسټونو، تلويزيوني اوراډيويي مرکو ته کش ورکړي.
بله مهمه خبره داده چې هرسړی مجبوريتونه لري زه که د نبیل صیب مجبوريتونه ليست کړم، شخصي ژوند، دولس زرهي موټرو، د برښنا بیل، معاشونه،په امریکااو دوبۍ کې شخصي ملکيتونواو تجارت ته ورتير شم اوهر څه په سم ډول را وسپړم او بیا ملت پرې خبر کړم شونې ده دې ښاغلي ته يي زغمل ډير سخت وي خو که نبیل صیب د يو هیواد ارزښتونو ته په دومره بې باکۍ ور تیريږي او ماشومانه تحلیل وړاندې کوي نو دا هم هيڅ افغان ته د زغملو وړ نه دي.
هیله ده چې نبیل صيب له ماشومانه نظریاتو تیر شي او هرڅه چې وړاندې کوي داسې وي چې ټول منلي استخباراتي او د پياوړي تحليل لرونکي وي، دا د انس حقاني او طالب د اعدام خبره د ملت له خولو سره ښه ښکاري ځکه هغوی له درد او پاک احساسه وايي اوهيڅ ډول عقده پکې نه وي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery