مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-06-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

رسنۍ مو ولي پردي پالي دي؟

حافظ احمد نصرت


په ډیموکراتو یا ولسواکو نظامونو کي رسنۍ دنظام داساسي او بنسټیزو ارکانو څخه ګڼل کيږي ځکه رسنۍ همدي نظامونو ته بقا بښي اود له مينخه تللو باعث يې هم ګرځي.
رسنۍ دولس اودولت ترمينځ د پله حيثيت لري،خبريالان شپه او ورځ لګيا وي سختي او زحمت ګالي ترڅو دخپلي ټولني اواز راوخلي او د مسولو چارواکو ترغوږونويې ورسوي اوپه واقعي ډول دا ددوي مسوليت او رسالت هم دی.
خو له بده مرغه  په افغانستان کي يوشميررسنۍ خپل رسنيز مسوليت په واقعي او رښتيني ډول نه ترسره کوي که ووايو چي يو شمير رسنۍ مو پردي پالي دي هم بده خبره نه ده ځکه چي دوي زموږ دهيواد دنافده قوانينواو دودونو خلاف کړنې کوي.
زموږ دهيواد داساسي قانون د۳۴ مي مادي له مخي موږ حق لرو چي څه ووايو ويې ليکو او رسنۍ هم کولاي سي چي خپل فعاليت خپروني او پروګرامونه دهمدي قانون دحکمونومطابق پرمخ يوسي
خو اوس خبر داده چي زموږ دهيواد ځيني رسني نه داساسي قانون او نه هم دټوليزو رسنيو قانون ته ژمني دي،دوي داسي خپروني او پروګرامونه نشر ته سپاري چي زموږ د کلتور،دين او عنعناتو خلاف وي دوي پردی فرهنګ دسريالونو،فلمونواو غربي برنامو په مټ زموږ په ټولنه کي مروج وي شپه او ورځ لګيا وي دبهرنيو هيوادونو او سفارتونو څخه پروژي اخلي او اکثره خپروني يې پروژوي اړخ لري نه اصلاحي اوملي.
 يوشمير رسنۍ مو دقومونوترمينځ نفاق او اور ته لمن وهي ځيني بيا حزبي او ګوندي جنبه لري که واقيعت ته راسو دکوټوپه شمير رسنۍ به مو خپلواکي او بي پري وي.
رسنۍ ديوي ټولني ژبه بلل کيږي کله چي دټولني ژبه له فساد شر اوشرارت څخه ډکه وي نو دټولني به څه حال وي
اوس په کار داده چي رسنۍ مو خپل رسنيز مسوليت او فعاليت وپيژني داسي خپروني چي زموږ دټولني او نافذه قوانينو سره په ټکر کي وي پر خپريدا يې غور وکړئ، دروژي په مبارکه مياشت کي همدا اوس يوشمير رسنۍ سندري خپروي چي دا کار يې هيڅ د زغملو نه دی داسي رسنۍ چي زموږ مقدساتو ته درناوي نه کوي بايد مجازات سي
زه دیوه افغان په حيث دافغانستان دولسمشر،داطلاعاتو اوکلتور دوزارت او اړوندو مسولو چارواکو څخه غوښتنه کوم چي پررسنيو سانسورته جدي پاملرنه وکړي او هغه رسني چي پردي پالي دي بهرني فرهنک،نفاق او تيابتي جګړي ته لمن وهي مجازات اود کار کولو جوازونه تري واخيستل سي اوهغه رسني چي په واقعي ډول دولس،دين،کلتوراوملي ارزښتونو ته کارکوي مکافات کړي.

په درنښت

لښکرګاه
۱۳۹۶/۳/۷/  وخت دغرمي  ۱۲:۰۰بجي

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery