مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-06-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

احدي د واک سخت وږی دی، هېڅ ډول تقوی نه لري

سيد حسين پاچا

احدي : د کابل پروسې کنفرانس بې اغېزې وو

يو وخت يې ډاکټر عبدالله ته د آمر صاحب په باره کې سخته چاپلوسي کوله. داسې پوهه او دکتورا دې د اور پسې شي چې انسان يې هغه علمي واکاډميک پرستيژ نه شي ساتلی او له ټوپکمارانو د خپلې تقررۍ د لوريېنې تمه لري

حديث :
کله چې له انسانه حيا ((شرم)) ولاړ شي، بيا يې چې څه خوښه وي هغه دې کوي. علمي تقوی، ايماني تقوی، سياسي تقوی او اخلاقي تقوی دا ټول په دې کې رانغاړل کيږي


د قرآني ارزښتونو په رڼا کې چې سړی ورته فکر وکړي حکمت يا علم ((پوهه)) د الله تعالی يوه لويه لوريېنه ((پيرزويېنه)) ده چې څښتن تعالی يې پر چا وکړي، خو له دغې پوهې سره عمل يا کړه او ريښتينولي مهمه ده. که علم ((پوهه)) وي، خو تقوی چې ورسره ونه لرې بې ارزښته ده.

په ننني وخت کې چې هېواد له هر لورې له فزيکي ځانمرګو ګوزارونو سره مخ دی. ښاغلي غني د خپلې وسې او توان سره کوښښ کوي چې د افغانانو مظلوميت او د ظالمانو ظالميت نړۍ ته ورلوڅ کړي، خو ډاکټر احدي خپل د واک لالچ او حرص په سر اخېستی. له يو اکاډميک او علمي شخص نه داسې تمه په داسې حساسو او نازکو شېبو کې نه شي کېدای چې د هېواد مشر پښې له سياسي پلوه ووهي.

د هېواد شته وضعې ته په کتو سره ښاغلي احدي ځينې داسې حرکتونه شروع کړي چې هغه د هېواد ملي ګټې يې نه ايجابوي. داسې برېښي چې نوموړي ته بيا کومې مافيايي او ټوپکسالارې ډلې سترګک وهلی او په هوا کړی يې دی. زه نه پوهېږم چې د نوموړي علمي او اکاډميک حيثيت به ده ته څنګه اجازه ورکوي چې د يو مترقي و روښانفکر او بيا د يو افغان ملتي په توګه له سرسختو متعصبو کړيو او ټوپکسالارانو سره د يارانې سر خوځوي.

آمر صاحب در اين ديده چې دومره امتياز لري.
حتی تر دې چې آمر صاحب شهيد عقيده درلودله چې،
آمر صاحب شهيد هڅه درلودله،
او آمر صاحب شهيد کفايت د رهبرۍ درلوده.
http://www.youtube.com/user/zarmalwal#p/f/25/66TLptp_nco

دا خو همدا غني دی چې د شمال ټلوالې ته سپر دی. د نوموړي په شان ښويه کسان دوه ورځې تاب هم د هغوی نه شي راوړلای او پر هوا کړی به يې وي.

ښاغلي سيد احمد شاه سادات داسې وايی :
٬٬ پوښتنه مو وکړه چې ډاکتر صاحب اشرف غني چيرې دی، يو تن وويل چې هغه اوس هم د جلسې په خونه کې دی. ورته ورغلو ګورو چې څه ورقې يې د مېز پر مخ پرتې دي او هغه لولي، نو مونږ ورته د روغبړ نه وروسته فورمه او موباېل سيټ ور وړاندې کړ.
ډاکتر صاحب اشرف غني وويل چې دا څه دي؟ د افغان بيسيم د دولتی ارتباطاتو رئيس ورته وويل چې صيب دا ستا موبايل او فورمه د ثبت ده.
په تعجب يې وويل چې رشوت راکوۍ، د افغان بيسيم د دولتی ارتباطاتو رئيس ورته وويل چې نورو وزيرانو هم اخېستې دي، ويې وېل د هر چا خپل کار دی خو زه يې نه اخلم. ځکه چې که زه په دې موقف کې نه وای نو آيا تاسې به ماته دا سيټ راکړی وای؟ . بس چې هر څومره ورته ووېل شول چې رشوت نه دی وايې خله خو يې نه منله او وايي نه خېست. دا مفتی د وزيرانونمرې د ۰۷۰۰۲۷ څخه شروع کېدل او ډاکتر اشرف غنی دا نمره نه لري.
چې کله راغلو د افغان بېسيم دفتر ته نو د افغان بيسيم مالک الحاج احسان الله بيات ته مو کيسه وکړه چه ډاکتر صاحب اشرف غنی د مبايل سيټ وانه خېست. هغه سمدستی چه په خوا کی يې يوه ټاپه اېشودی وه په ډاکتر صاحب اشرف غني يې ور خطا کړه او ويې ويل چې ما ميفهمم که چرا نه ګرفت اين افغان ملتی است و از دانش بوی افغان ملتی مياييد ….
بيا څو ورځی وروسته د ډاکتر صاحب انورالحق احدی دفتر ته چې په هغه وخت کی د افغانستان بانک رئيس وو د هغه د ليدو لپاره ولاړم، ډاکتر صاحب انورالحق د موبايلو څخه خبر شوی وو او ماته يې وويل چې ټولو ته مو موبايلونه ورکړل او زما مو څه کړ. ما ورته وويل چې هغه صرف د وزيرانو لپاره وو، ډاکتر صاحب په ځواب کی راته وويل چې زما پست خو هم د وزير څخه کم نه دی، بيا هماغه وو چې بيا د افغان بيسيم رئيس ورته د موبايل سيټ ورولېږه.
نو ماته داسی معلومه شوه چې ډاکتر صاحب اشرف غني واقعآ چې پاک نفسه سړی دی. په هغه وخت کې دا دومره جدي وو او د وزير په حيث يې يو موبايل سيټ چې يې ورته اړتيا هم وه وايې نه خېست. او اوس خو نننی وزيران هغه د مرحوم مولوی صاحب خالص خبره چه اوښان وهي په بډه. ٬٬  والسلام   .
انجنير سيد احمد شاه سادات د مخابراتي علومو ماسټر او متخصص

مشوره :
زما مشوره ښاغلي احدي ته دا ده چې که علمي تقوی، ايماني تقوی او يا سياسي تقوی نه لرئ، نو لږ تر لږه خو هغه اخلاقي تقوی په ځان کې پيدا کړئ. يو سالک په صرفمير کې داسې وايی :
کند همجنس با همجنس پرواز
کبوتر با کبوتر باز با باز

د يو علمي واکاډميک يا تکنوکرات او افغان ملتي په توګه له ټوپکمارانو سره ستا يارانه خوند نه کوي. دا داسې مانا لري، لکه چې وايی :
په نارنج کې مې لا انار ليدلی نه دی

د غني پښې وهل به ستا عملي واکاډميک او هم سياسي حيثيت له خاورو سره خاورې کړي. د يو عالم پښې وهل د ځان پښې وهل دي او له ملت سره په شته ناورين وضعيت او حساسو شېبو کې ستره جفا او نابښونکې ګناه ده.

په درنښت

احدي: د کابل پروسې کنفرانس بې اغيزې وه
https://khabarial.com/archives/17554

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery