مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-06-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

آیا پوهېږۍ چې افغانستان د انرژیو لرونکی یو شتمن هېواد دئ ؟

محمد انور ولید


 

 
داوبواوانرژۍ وزارت دکره معلوماتوله مخې افغانستان د(۱۱۸۱۰۰۰)مېګاواټه تولیدي انرژۍ ظرفیت او وړتیالري ،خوآیا پوهېږۍ چې ددې انرژۍ دسرچینوظرفیت او وړتیا د افغانستان په کومو برخوکې شتون لري ؟
 
آیا دغه انرژۍ په افغان جغرافیه کې د ځمکې پرسر دي ، ترځمکه لاندې دي ، په هوا کې دي ، د سرد پاسه په لمریزه رڼا اویا دغو ټولوکې ؟
 
ښکاره خبره ده چې افغانستان په یادو ټولو برخوکې د برښنایي انرژیو ډېرسترظرفیتونه اولویې وړتیاوې لري ، خو د افسوس خبره داده چې ددغولرغونو انرژیوڅخه ولې تر اوسه پورې ګټه نه ده اخیستل شوي ، که خبره د امکاناتو او مالي وړتیا ؤ وي ، نو په تېره یوه وروستۍ لسیزه کې خو له افغانستان سره په بېلیونومرستې وشوې ، خو سره له دې د انرژۍ د بیا رغونې اوپرمختګ له پاره د پام وړکومه پاملرنه نه ده شوې .
 
علت یې هم داکېدای شي چې له یوې خوا دمرستوسالم مدیریت او تخنیکي او مسلکي کدرونوپه وظیفوي برخوکې شتون نه درلود او د واک ګدۍ په ائتلافي ډول پرته له وړتیا او اړتیا څخه په خپلوکې سره وېشل شوې وې ، او له بله اړخه نا امنیو اودګاونډیوهېوادو مغرضانه اوله تعصبه ډکولاسوهنود هغه وخت د حکومت پر واکمنه کوپړۍ باندې په واک کې د پاتې کېدو پېریان ورکښېنولي ووچې پرته له خپل ځان اوخپلوځاني ، ژبني ، سمتي اوګوندي ګټو نور هېڅ هم ورته مطرح نه وو .
 
ځکه خو دا مهال په افغانستان کې په هرو درېیوتنوکې یوازې یوتن یې داسې برښنا ته لاس رسی لري چې په ژمي او ؤړي کې د برښنا د نا سم وېش اوپه ښارونوکې د زورواکو د نا مناسبو لګښتونوله امله د پارچویو بهیر هم د هغوی پر اوږو ور بار دئ .
 
خودغه شتمنۍ موږ په څوکته ګوریوکې در پېژنو :
 
لومړی : ـــ  د انرژۍ هغه سرچینې چې په افغانستان کې شته اوخلک کارترې اخلي دوه ډوله دي :
 
د برښنایي انرژۍ سرچینې :
 
الف : د تصفیه یا له کثافاتوڅخه دپاکې انرژۍسرچینې د افغانستان په پرېمانه اوبو، بادونواو لمرکې شتون لري چې په دغه ډول انرژۍکې هېڅ ډول کفافت ځای نه لري . ځکه په هغوکې د سون عضوي مواد نه کارول کېږي . او یوازې د فازونو په فعالولو سره د برښنایي مزو په واسطه له یوې سیمې څخه بلې ته د انتقالېدواو استعمال قابلیت لري . خوڅه وخت چې له دغه ډول انرژۍ څخه په تودوخه کې کار اخلي ، نو برښنايي رڼا یې محراق ته برابرېږي او د تودوخې او پخلي له پاره په برقي بخاریو ، برقي منقلونو ، برقي داشونو ، اوتوګانو اونورو سامان آلاتو کې کار ترې اخیستل کېږې .
 
دغه ډول انرژي د هستوګنې پر سیمو باندې هم کوم منفي اغېزنه لري ، خو بیه یې ګرانه اود یادې انرژۍ ظرفیت  په اوسنیو شرائیوکې د افغانستان تیت پرک نفوس ته د رسېدو له پاره له امکانه وتلې خبره ده ځکه خو په افغانستان کې (۲۰٪) خلک له دغه ډول انرژۍڅخه ګټه اخلي .
 
د افغانستان دولت ته په کار ده چې ددغه ډول کورني تولید انرژۍ ظرفیت زیات او د خود کفایۍ ترکچې پورې ورسوي . په دې ترڅ کې به  د ګران بیې وارداتي انرژۍ مخه پرې ډپ ، بیه به یې ټیټه او خلک به یې د امکګان تر حده کارولو ته را مات کړي . ترڅوپه دې کار سره له یوې خوا زموږ د کورني تولید کچه د کمیت او کیفیت له مخې معیاري شي ، او له بل پلوه د افغانستان کورنۍ پانګه پردیو بانکونو او جیبونو ته ونه لوېږي .    
 
د انرژۍ یو ډول بله د یو رانیمو سرچینه هم په افغانستان کې شتون لري چې د ریاکتورونو اساس یې د سر دار محمد داؤد خان په زمانه کې په پنځه کلن پلان کې کېښودل شو . ځکه افغانستان په هلمند ، پنجشېر او نورو سیمو کې دیورانیمو ډېرې مړې زېرمې لري . د انرژۍ له دې سرچینوڅخه افغانستان پرخود کفا کېدو سر بېره د انرژۍ د صادرېدو خواته هم ور اوړولی شي ، ځکه چې هستوي بېطرۍ (۲۴ ) ساعته برښنا تولیدولای شي خو د ریاکتورونو د نصب اوکنټرول خطرات یې هم ډېر دي چې افغانستان اوس مهال د هستوي ریاکتورونو د کنټرول جوګه نه دئ .
 
خو د ځمکې له تودوخې اوګبرګیسونوڅخه چې په هغوکې دلویوکثافت دانیواوحیواني فُضله موادوڅخه د تودوخې یا روښنایۍ له پاره کار اخیستل کېږي ، هغه هم په ګبرګېسونوکې لومړی په غاز باندې بدلېږي او بیا په پایپ لینونونوکې په برښنا او تودوخه کې ترې کار اخیستل کېږي .
 
ب: د انرژۍ دغه ډول هغه سر چینې دي چې په عضوي موادو ( نفتو ، غازو ، ډبرو سکرو او لرګیو) کې موندل کېږي .
 
څرنګه چې افغانستان ټول ټأل (۲۳۰۰۰ ) مېګاواټه د اوبو د انرژۍ تولیدولو ظرفیت او وړتیا لري خو له بده مرغه زموږ د تېرو دورو ناسمو او غیر مسلکي مدیریتونو او د سیمې او نړۍ لاسوهنو او پردیو را باندې تپل شوو جګړو له امله افغانستان د خپل یاد پوتنشیل له فعالولو څخه وروسته پاتې شوی او له ( ۲۳۰۰۰) مېګاواټه اوبني انر ژیکي ظرفیت څخه دا وخت یوازې (۴۴۰ ) مېګاواټه تولیدي او (۵۰۰) مېګاواټه وارداتي انرژي لري ، په داسې حال کې چې افغانستان په کور د ننه (۵۰۰۰) مېګاواټه تولیدي انرژۍ ته اړتیا لري ، ترڅو د خود کفایۍ کچې ته پرې ور سېږي .
 
 زموږ هېواد (۳۰۰) ورځې لمر لري چې که سولرونه ور ته ولګول شي . په ټول هېواد کې اوس مهال ( ۱۰۰۰) مېګاواټه تولیدي او وارداتي برښنایي انرژي شتون لري چې که د لمریزې انرژۍ محراق یوې نقطې ته متمرکز شي ، په پخلي او تودوخه کې هم کار ترې اخیستل کېږي . له نېکه مرغه چې د سولرونو دغه ډول سیستمونه اوس مهال د هېواد په ډېرو ولایتونوکې فعال شوی دي ، ددې سیستم فعالېدل اوعام کول هېواد والوته خوراارزانه تمامېږي .
 
دی یادولو ده چې افغانستان ټول ټال د (۱۰۰۰۰۰۰) مېګاواټه لمریزې انرژۍ تولیدولو ظرفیت او پو تنشیل په ځان کې لري .که چېرته ددغه لمریز پو تنشیل د په کار اچولو له پاره د جاپان په څېرله کوم هېواد سره سم د رغولو قراردادونه لاس لیک اوپرځای مدیریت یې وشي او نړیوال پر افغانسنتان باندې خپلې مرستې بندې نه کړي ، نوکېدای شي چې زموږ هېواد له خپل دغه شته پو تنشیل څخه د سیمې هېوادو ته خپله انرژي صادره کړي او دا بیا د افغانستان بله کورنۍ اقتصادي دروازه افغانانو او افغان حکومت ته پرانیزي چې د پردیو مشروطو مرستو اوکلنګونوڅخه پرې خلاصېدایشي .
 (۱۵۸۰۰۰) مېګاواټه یې بل پوتنشیل دئ چې د بادي انرژۍ د تولید له لارې ترلاسه کېدای شي ، چې متأسفانه د سامان آلاتو د زیاتې بیې او د افغانستان د کمزوري اقتصاد له امله له دې ظرفیت څخه په بشپړه توګه کارنه دئ اخیستل شوی . ځکه دغه ډول انرژیو تولیدوونکې دستګاه وې چې لږ تر لږه یو مېګاواټ انرژي تولیدولای شي د (۱۵۰۰۰۰۰۰) ډالرو په ارزښت جوړېدای شي چې مو ږ په دې بیه په افغانستان کې د اوبو (۱۵ ) داډول انرژي تولیدوونکې دستګاه وې جوړولای او فعالولای شو .
 
د سون ککړمواد د انرژۍ بله سرچینه ده چې افغانستان به تر (۲۰۲۰ ) زیږدیز کال پورې وکولی شي پر مټ یې (۳۰۰۰) مېګا واټه برښنا تولید کړي .
 
همدا اوس افغانستان له تاجکستان ، ازبکستان ، ترکمنستان او ایران څخه ټول ټال (۱۰۶۴) مېګاواټه د خپل وس سره سم برښنایي انرژي واردوي . چې د تاجکستان ، ازبکستان او ترکمنستان څخه واردوونکې (۹۰۰) مېګاواټه  برښنایي انرژي د افغانستان په شمالي ولایتونواوکابل کې ، اوله اېران څخه پاته (۱۶۴) مېګاواټه برښنا بیا په هرات ، فراه او نیمروز ولایتونوکې مصرفېږي .
 
خومتأسفانه چې له تېروکالو په میراث را پاتې د بنسټیزو پروژو د پرمختیایي پلانونو ، روغ مدیریت ، علمي او تخنیکي کدرونو ، د بودجې د پرځای لګولو، د بنسټیزو پروژو په اړه د مرسته کوونکو هېوادو د علاقه مندویو د نشتوالي ، د ګاونډیانو د ورانکاریو ، د افغانستان د سیندونو له اوبوڅخه دګاونډیانو د غیر عادلانه ګټو پورته کولو ، کورنیو جګړو ، او اقتصادي ستونزو له امله افغانستان تر اوس پورې د خپلو سیندونو په شتون کې همداسې اړ او محتاج پاتې شوی . او زموږ له اوبنۍ انرژۍ څخه نور خلک په ناقانونه توګه ګټه اخلي .
 
که موږ ددغه دری واړو ظرفیتي انرژیو ( د اوبو ، لمر او باد ) ارقام سره یوځای کړو ، د په لاس راتلونکو دری واړو انرژیو شمېره (۱۱۸۱۰۰۰) مېګا واټه تولید دېدونکې انرژۍ ته رسېږي .
 
افغانستان د اوبو د انرژۍ د وړتیا له امله په سیمه کې ځکه خورا بډای هېواد دئ او د غرونو ، سردرو او وادیو تسلسل یې دې هېواد ته د بهاندو همېشنیو سیندونو د اوبو ظرفیت ور بښلی دئ چې له امله یې خورا ډېره انرژي پرې ترلاسه کېدای شي .  د بېلګې په توګه : 
 
آومو سیند چې د ټو ل هېواد په کچه د (۵۰٪ ) انرژۍ ظرفیت په کې شته ، خو په تأسف سره باید ووایو چې تر اوسه پورې له دغه ظرفیت څخه افغانستان کار نه دئ اخیستی .
 
د آمو سیند پوتنشیل او ظریت ټول ټال په یوه ساعت کې (۳۷،۵) میلیارده کیلو واټه دئ . چې له دې جملې څخه په یوه ساعت کې  (۳۳ ) میلیارده کیلو واټه په پنج سیند پورې اړه لري . ځکه پنج سیند د ذرقول سیمې څخه د بحر له سطحې (۴۱۲۵ )متره په جګه ارتفاع کې سرچینه اخلي او په یوه دقیقه کې (۲۰۵۰) متر مکعبه اوبه جوړوي .
 
د حیرتانو په سیمه کې بیا ددې سیند ارتفاع د بحر له سطحې څخه (۳۰۰) متره جګوالی لري . په همدې ډول ددې سیند جګوالی وروسته له هریوکیلو مترڅخه تر (۳،۸ ) متروډېر دئ او موږ کولاس شو په دغه سیند باندې ډېر داسې بندونه جوړ کړو چې هم زموږ ځمکې پرې خړوبې شي او هم برښنایي انرژي ور باندې تو لید کړو .
 
خو اوس د آمو د سیند ګټه زموږ شمالي ګاونډیانو ته ډېره ده او موږ د آموسیند له اوبو څخه د ګټې پرځای دوه تاوانونه ګالو :
 
لومړی : تاوان زموږ د اوبو مفت بهېدل دي چې نه زموږ ځمکې ور باندې خړوبې شوې او نه هم موږ له خپلو دغو اوبو څخه برښنایي انرژي پرې ترلاسه کړه او د آمود سیند د تولیدي انرژۍ پو تنشیل زموږ په لاس کې نه شته خو د اوبو ظرفیت یې موږ ته د ګټې پرځای فزیکي مشهود تاوانونه را اړوي .
 
دوهم : هرکال زموږخاوره ، کلي او ناحیې د خپل طغیان پر مهال وړي ، استینادي دېوالونه نه لرو اوآومو سیند د تېر په څېر د افغانستان په خاوره کې د ننه د یوه طبیعي سرحد په نوم بهېږي .
 
همدا سې د مرغاب سیند چې په یوازې ځان په فی ساعت کې (۰،۶) میلیارده کیلو واټه او د خپل مرستیال ( ارغنداب) سره یوځای (۲۱،۵) میلیارده کیلوواټه برښنایي انرژي تولیدولی شي . ددې بند د برښنایي انرژۍ ظرفیت (۷۰۰) میګا واټه په پام کې نیول شوی ، خو (۳۰ ) کاله مخکې یې (۴۵۴) کیلوواټه برښنا تو لیدوله .
 
دسروبي (۲ ) توبینونو مخکې د برښنایي تولید (۱۵۰۰) کیلو واټه ظرفیت درلود .
 
انجنیر احسانیارد ظاهر شاه په وروستۍ لسیزه او د داؤد خان په لومړیودووکالوکې کې فنی مشاور ؤ او ما خپله مصاحبه ور سره وکړه او په سرکې مې ترې وپوښتل چې :
 
تاسو (احسانیار صاحب) پوره ( اته کاله )  د ظاهرشاه او داؤدخان فني مشاور پاتې شوي یاست ، کله چې په پارلمان کې د ظاهر شاه په زمانه کې د اپوښتنه را پورته شوه چې : آیا افغانستان صنعتي شي ، که زراعتي اویا دواړه ؟ او په پارلمان کې پرېکړه وشوه چې : افغانستان خپله د زرګونو مېګاواټه تولیدي انرژۍوړتیا لري ، او باید بندونه ورته جوړ شي، ترڅوله یوې خوا د افغانستان اوبه مهار او شاړې ځمکې یې خوب شي اوله بل پلوه د تولیدي انرژۍ له لارې صنعتي وده وکړي . تاسو د وخت ټول واکمن ته په دې اړه څه مشوره ورکړه ؟
 
نوموړي زما ددې پوښمنې په ځواب کې داسې وویل : موږ شاهرشاه ته مشوره ورکړه چې : په افغانستان کې (۳۰۰ ) مېلیون هکتاره ځمکه خپله خلکو او د وخت خکومتونو آباده کړې ده ، که چېرته آبګردان او د اوبو د انرژۍ بندونه ور ته جوړ شي ، (۳۰۰) مېلیون هکتاره نوره ځمکه ور باندې آبادېدلی شي چې د ټولې خړوبې ځمکې شمېره به (۶۰۰۰۰۰۰۰۰) ته ورسېږي  . هغه دښتي او شاړې ځمکې چې داوبو له نشتوالي څخه وچې او بې حاصله پرتې دي ، هغه به ټولې خړوبې ، افغانستان به د غنمو او نورو غلو دانو په ګُدام بدل اوپه کوردننه به خودکفأ اود صادراتوترکچې ورسېږي . افغانستان به هم یوصنعتي اوهم یو زراعتي هېواد شي . او د سوال کچکول به بیا دروازه په دروازه په سیمه او نړۍ باندې نه ګرځوي .
 
خو د وخت پخواني شوروي اتحاد په دې اړه مخکې پرېکړه کړې وه چې : په افغانستان کې به د اوبو د انرژۍ تولیدولو بندونه نه جوړېږي ، ځکه په خبره یې چې زیات لګښټ غواړي اودا د افغانستان په زیان ده . روسانو افغان ټولواکمنوته وویل چې : افغانستان به له تاجکستان ، ازبکستان اوترکمنستان څخه برښنایي انرژي واردوي ، عمومي سټېشن به یې په منځنۍ آسیا هېوادونو( تاجکستان )کې وي اوپه افغانستان کې به (۲۰۰۰۰) سب سټېشنونه روسان ورته جوړکړي . ولې افغان چارواکي به په افغانستان کې له خپلو بندونوجوړولوډډه کوي .
 
همدا لامل شوچې آن د غویي ترکودتا پورې دا مسئله په لوی لاس وځنډول شوه او د نغلو ، درونټې له بندونو، فارم هډې ، دکابل د مېکروریانونو، د بغلان د شکرې ، دکود برق له فابریکې ، د کابل او کندهار له سیلوګانو  پولیتخنیک ، دکابل او مزار د تخنیکمونو او د شینډنډ د پوځي هوايي اډې له رغولو پرته د زېربنایي پروژو ټول کارونه د جګړې پرمهال په ټپه ودرېدل .
 
د افغانستان دپراختیایي اوزېربنایي پروژوپرځای یې خپلې پوځي پروژې اوخپل پوخي حضورپه افغانستان کې پیاوړی او پراخ کړ . له ملت سره په جګړه کښېؤت او پوره لس کاله یې د افغانستان د ملت پر وړاندې خپله ناکامه جګړه پرمخ یووړه .هغه پیسې چې باید روسانو د افغانستان په پراختیایي پروژو باندې لګولې او بشري مرستې یې ور سره کړې وای ، هغه یې دافغانستان په داخل کې خپله پرافغانانوباندې دپرله پسې ځمکنیواوهوایي پوځي عملیاتواو بمباریو له لارې د افغانانو پر وژلو او د افغانستان په ړنګولوباندې ولګولې .
 
خو متأسفانه که چېرته د پخواني شوروي اتحاد همغه پوځي لګښتونه د افغانستان په بیا رغونه او پراختیایي پروژو باندې لګېدلي وای ، په افغانستان کې به یوه لوېشت ناروغ ځای نه ؤپاتې شوی ، افغانستان به خودکفأ اوله روسانو سره به دکرکې او نفرت پرځای  د افغانانوتلپاتې دوستي او ښه ګاونډیتوب ور باندې پیاوړی شوی وای .
 
اوس هم متأ سفانه چې د افغان دولت او ملت په وړاندې د نړیوالو پالېسې همغه د پخواني شوروي اتحاد پالېسۍ ته ورته ده ، خویوازینی توپیرچې ددوی دپالېسیانوپه برخه کې ترسترګوکېږي ، هغه دادئ چې روسانو د افغانستان د مسلمان ملت عامه وژلو ته ملا تړلې وه ، اونړیوال ایتلاف بیا د افغانستان د ملت عامه وژنې نه کوي ، بلکې پر ضد یې ترهګرې ډلې په نښه کوي .ولې متأسفانه چې هغوی هم بېخوپوره له منځه نه وړي . ځکه دترهګروځالې چې په کومو هېوادوکې وجود لري ، هغوی خپل کلک سترا تیژیک ملګري ګڼي چې په باور یې له افغانستان څخه (۶۷ ٪ ) زیات ارزښت ورته لري . په داسې حال کې چې د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونوله خوا افغانستان ته (۱۰۰٪) ، سیمې او نړیوالو اهدافوته (۸۵٪ ) زیان اوښتی .
 
ځکه دګاونډیانو د مداخلو له امله د افغانستان ښه حکومتولي د اداري فساد ، متضادو اړخونواومافیایي سیستمونو له لاسه داسې ترسوال لاندې راغلې چې یوازې په برښنایي سکتورکې په یوکال کې په سلوکې ایله له (۱،۸) سلنه برښنایي انرژۍ څخه په هېواد کې ګټه اخیستل کېږي ، او (۲۶ ) مېګاواټه برښنا په یوکال کې همداسې په خپل سر په مصرف رسېږي ، دا ځکه چې فساد لا پرځای شتون لري .او ؤلسمشر یو ورځ خپله وویل چې د افغانستان د شته ستونزو او خرابیو د له منځه وړو له پاره پنځه کاله وخت ته اړتیا ده ، ترڅوددې خرابیو د مخنیوي له پاره پلان ور ته جوړکړو .    
 
موږ په افغانستان کې (۱،۵۶۹ ) میلیارده بشکې دنفتو کشف شوې ذخیرې ، (۱۵،۶۸۷) میلیارده فټ مکعب ګاز ، (۵۶۲۰) میلیارده بشکې د مایع ګاز او له (۱۰۰) تر (۴۰۰) میلیون ټنو پورې د اوبلن غاز ذخیرې لرو ، چې هغه د همدغو پردیو وارداتي جګړو ، تروریستي پېښواو مافیایي کړیوله لاسه همداسې عاطلې او باطلې پاتې دي او د افغانستان خلک په سلوکې (۸۰٪ ) له لرګیو څخه ګټه اخلي . ځکه موږ دا مهال په افغانستان کې (۱۴۰۰) مېګاواټه تولیدي او وارداتي برښنا لرو چې هغه د افغانستان له پاره بسنه نه کوي او افغانستان ټول ټال (۵۰۰۰) مېګاواټه برښنا ته اړتیا لري چې تر اوسهموږ لاسرسی نه ور ته لرو .
 
افغانستان د انرژیو لرونکی یوشتمن هېواد دئ خو په دې شرط چې منظم پلان او د پلان د عملي کېدو له پاره یو ځواکمن اوهوډ من ملي مدیریت موجود وي ، ترڅو د افغانانو ملي هیلې په کور د ننه  ور سره پوره او سیمې او نړۍ ته د ځواب ویلوجوګه شي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery