مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-06-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په ننګرهار کې د تېر کالونو په پرتله د شاتو تولیدات زیات شوي دي .

راحیله جواد
ننګرهار ولایت کې د شاتو د مچيو روزونکي وايي، سږ کال په ننګرهار کې د تیر کالونو په پرتله د شاتو تولیدات زیات شوي،خو که د عصري وسایلو مرسته او نوره پاملرنه ورته وشي،نو د هېواد سربېره نورې نړۍ ته به هم خپل وطني شات صادر کړي.
په دې ولایت کې د شاتو د تولید اتحادیې مشر ریاض محمد رودوال وایي،په ننګرهار ولایت کې د موسم ښه والی،د فارمونو زیاتوالی،د ونو او ګلانو ډیر والی او د شاتو د پروسس فابریکې شتون د دې لامل شوي،چې د تېر کال په پرتله په دې ولایت کې د شاتو تولید زیات شي .
نوموړي زیاته کړې،که حکومت او مرستندویه ادارې ورسره د عصري وسایلو په ورکړه او نورو برخو کې مرسته وکړي،دوی به د هېواد ترڅنګ د شاتو حاصلات نورو هېوادونو ته هم صادر کړي .
د هغه په وینا د ګلانو،بوټو، ځآنګړي مصنوعي فارمونو او نورو سهولتونو د برابرولو په ترڅ کې به د شاتو ګڼ شمیر کاروباریان له نورو سیمو څخه ننګرهار ته را ستانه شي،چې له امله به یې د دوی په تولید کې لا زیاتوالی راشي .
د رودوال په وینا اوس مهال په هېواد کې د کورنیو تولید شوو شاتو بازار تر ټولو ښه دی او دوی هم په ښه کیفیت او معیار سره هېوادوالو ته شات ورکوي.
د یادونې وړده،په ننګرهار ولایت کې د شاتو څوارلس سوه فارمونه دي،چې د دې ولایت سربېره ټول هېواد ته شات تولیدوي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery