مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-06-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د نظر محمد مطمئن، مولوي هبت الله او د مولانا فضل الرحمن د پام وړ :

سيد حسين پاچا


طالبانو او داعشيانو ((اسلامي دولت و اسلامي امارت)) خپله خپل ځانونه د خپلو کړووړو او رسنيو له ليارې اصولاً، شرعًا واخلاقًا مردود کړل، نو دولت وامارت يې هم مردود دی

تروريستان ((داعشيان))؛ منافقين، د کفارو مزدوران او واجب القتل ((طالبان)) نور د اسلامي دولت او نه د اسلامي امارت اهل دي. دولت وامارت يې نه مخکې کومه اسلامي وشرعي صبغه لرله او نه يې له دې وروسته لري. يو د بل پر ضد جهاد اعلانولو تاسې ته څه پرې ښوول؟

روهي : د داعش اعلاميه :
طالبان منافقين او د کفارو اجيران دي، نو له دې امله يې وژل واجب او په مال کې تصرف حلال دی
روسيه امريکا له داعش څخه پر ملاتړ او امريکا روسيه له طالبانو څخه پر ملاتړ تورنوي.
تاند :
داعش يا اسلامي دولت وسله والې تروريستي ډلې، افغان طالبان دوه مخې (منافقين) او د کفارو ګوډاګيان وبلل، ويې ويل چې طالبان بايد په هرځای کې چې وي، ووژل شي.
د ايران د اهل بيت نيوز خبري اژانس د راپور له مخې، داعش په يوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې طالبان له اسلام سره خيانت کوي.
د داعش قوماندان وويل، د طالبانو غړي او پلويان يې بايد په هر ځای کې چې وي ووژل شي او د دوی شتمني او جايداد ضبط شي.
د اهل بيت نيوز خبري اژانس پر اساس، داعش دا اعلان وروسته له دې وکړ چې د طالبانو ويندوی ذبيح الله مجاهد په وروستيو کې وويل چې دوی د داعشي تروريستانو د ځپلو کلکه اراده کړې ده.

درېواړو ښاغليو نهف،
زموږه وتلې سندرغاړې آغلې نغمې به په خپلو سندرو کې ويل :
اول چرسي وې اوس بنګي شوې
الله دې خير کړي چې شرابي نه شې مينه

له جهاد وطالبۍ خو اخر د کفارو اجيران ((مزدوران))، وژل مو واجب او په مال کې مو تصرف حلال شو. الله تعالی دې درته خير کړي چې وروستۍ خبره مو پر بل څه ختمه نه شي چې ((هندو ستړی خدای ناراضه)) او وروستۍ خاتمه مو بې ايمانه تېره نه شي.

اګر چې د قرآن ارزښتونو پر وړاندې خو تاسې لا پخوا بايللې ده چې :
ومن يقتل مؤمنًا متعمداً فجزآءه جهنم خالدًا فيها (۱) وغضب الله عليه (۲) ولعنه (۳) واعد له عذابًا عظيمًا (۴).

تاسې خو د دولت مامورين او د ملي اردو پرسونل د کفارو مزدوران ګڼل، خو اوس پخپله مزدوران شوئ. تاسې خو د هغوی وژنه ځانته روا ګڼله، خو اوس مو خپله وژنه داعش ته روا شوه. تاسې خو خلکو مال ځانته غنيمت ((ولجه)) ګڼله، خو اوس مو خپل مال او جايداد هغوی ځانته روا ګڼي، نو تاسې ته څه پاتې شول؟

پوښتنه دا ده چې تاسې د داعش ډله تروريستان ګڼئ او هغوی تاسې د کفارو مزدوران، واجب القتل او مال مو روا ګڼي، نو ستاسې اسلامي دولت او اسلامي امارت ته څه پاتې شول؟ اوس خو تاسې خپله بُغات شوئ او مرګ مو هم خراب شو، نو اوس به څه کوئ؟ پر کوم اساس تاسې دا د اسلامي دولت او د اسلامي امارت دعوه کوئ؟ يو چې تروريست وي، بل بيا د کفارو مزدور وي، واجب القتل وي او مال وشتمني يې ورته روا وي، نو تاسې ته خو هډو د مشروعيت هېڅ پاتې نه شول.

تاسې خو يو پر بل داسې فتواوې ورکړې چې د کفارو مزدوران، وژل مو واجب او په مال کې مو صرف روا دی او يو بل مو تروريستان ونومول. اګر چې ستاسې شرعي واسلامي صبغه لا له مخکې نه له پوښتنې سره مخ وه، خو له دې وروسته خو ستاسې مشروعيت او هغه اسلامي صبغه هر څه له مينځه لاړل. دا چې تاسې دواړو ډلو بېګناه او مظلوم خلک وژلي، اوس خو دوی حق لري چې ستاسې پر ضد حقوقي دعوه وکړي او محاکمې ته مو راکش کړي.

همدا تېره درې نۍ ((سه شنبې)) پر ورځ مې له يو تکسي ډرېور ((رشع)) سره چې د خور څښتن يې هلته په پنجاب کې په څارګره اداره کې کرنيل دی، هسې خبره د چين و پاکستان د اقتصادي دهليز او د زرداري و نوازشريف د فساد او د عمرانخان د وړتيا پورې راغله. ويې ويل چې آی آيس آی اوس کوښښ کوي چې په افغانستان کې امن راشي، ځکه هلته چې په افغانستان کې امن راشي، نو دلته په پاکستان کې هم ورسره امن راځي او د چين وپاکستان دغه اقتصادي پروژه هم ښه مخې ته ځي چې له دې سره به آخوا ته ماليزيا واندونيزيا او دلته به پاکستان له افغانستان و مرکزي اسيا او آخوا ته له عربو او افريقا سره ونښلي.

ما ورته وويل که پاکستان په افغانستان کې امن او سوله غواړي، نو بيا ولې د طالبانو وداعشيانو ملاتړ کوي؟ دوی ته روزنه، پيسې او وسلې ورکوي او پټنځايونه يې ورکړي او ټول د ژوند او په افغانستان کې د ورانکارۍ سهولتونه وررته برابر کړي دي. ما ترې د لرو اسلامپالو مولانا فضل الرحمن او د نورو په تړاو وپوښتل چې دوی د پوځ او د څارګرې ادارې په ملاتړ له طالبانو ښکاره ملاتړ کوي، هغه وويل :
آی ايس آی دوی د خپلو ګټو لپاره ساتلي دي. هغه د خپل اوخي له خولې چې هلته په آی ايس آی کې کار کوي او د کرنيل دنده لري، وويل چې آی ايس آی داسې وايی :
دوی زموږ سپيان دي، هرکله چې مو زړه وغواړي بس ځانته يې را غواړو، دوی موږ ته راځي او موږ يې يوازې د خپلو ګټو لپاره کاروو.
They are our dogs. Whenever if we want we just to call them, they come to us and we just use them for our own interests.

زه ورته غلی وم او د ده خبرو ته مې غوږ نيولی وو چې په دې کې يې د زرداري و نوازشريف د فساد خبرې يې راواخېستې. د ايستبليشمينټ خبره يې راواخېسته، نو زه ورته ښه غلی وم او ورته غوږ وم. د نوموړي خبرې چې خلاصې شوې، نو ومې پوښته چې تاسې د فساد خبره وکړه. که هسې له تا وپوښتل شي چې سمه ده چې زرداري و نوازشريف به فساد کړی وي، خو پوځ و آی ايس آی هم پکې ښکېله ده. ايا دا فساد نه دی چې د ملک شپېته برخې ٪۶۰ بوديجه دوی اخلي چې ټول يو ميليون پوځ دی او پاتې دې شاوخوا نژدې ۱۸۰ يا ۱۸۵ ميليونه نفوس ته څلويښت برخې ٪۴۰ ورکول کيږي، نو دا خو انصاف نه دی.

زرداري و نوازشريف خو يې پر فساد تورن کړل، خو د عمرانخان يې وويل چې هغه شپه و ورځ نشه وي. آی ايس آی مجبوره ده چې د ملک حالات قابو کړي او هر څه پخپل لاس ((واک)) کې واخلي. ما ورته وويل چې زموږ او د نړۍ ستونزه له پاکستان سره همدا ده چې دلته اصلي واک له ملکي يا مرکزي حکومت سره نشته او اصلي واکمنان بل څوک دي. دلته په حکومت کې بل واکمن حکومت دی. پنتاګون هم يوه ځواکمنه اداره ده، خو بوديجه له کانګرسه غواړي. همداسې دلته درواخله، خو هلته يې پوځ سيده اخلي، نو دې ستر فساد ته خپله پوځ و آی آيس آی زمينه جوړه کړې ده او بيا پکې مرکزي حکومتونه راپرځوي. ضياء هم کودتا کړې وه، مشرف هم کودتا کړې وه او له دوی مخکې هم ايوب خان کودتا کړې وه، نو ولې يې د تل لپاره ونه شوه ساتلی؟ د پاکستان نيمايي زيات ژوند په کودتا کې تېر شوی او دا پاتې ژوند يې هم محکوم.

کله هم څوک له پوځ و څارګرې ادارې نه پوښتلی نه شي چې دا بوديجه تاسې څنګه، چېرې او د کومو موخو لپاره لګوئ؟ پنجاب ته څليريشت ساعته برېښنا او غاز وي، خو نورو ته بيا لوډ شيډينک کيږي. پښتانه او بلوڅ پخپله برېښنا او غاز کې بېواکه، خو ستاسې اوړه هغه هم په فارمټ راپرېښوول کيږي. ايا دا انصاف دی؟ ولې همدا د اقتصادي دهليز پروژه له پښتونخوا پنجاب ته واړول شوه؟ ولې پوځ واک له مرکزي حکومته پوځ په واک کې واخېست؟ او دېته ورته نورې ډېرې پوښتنې.

ډرېور ته مې وويل چې ستاسې پخوانی پوځي ديکتاتور مکار ومخيّل دروغژن واکمن دلته له ګارډين ورځپاڼې سره منلې وه چې طالبان ما بيرته د افغانستان د حکومت د کمزوري کولو او د هند د نفوذ د مخنيوۍ لپاره رامينځته کړل او پوځ واستخبارات او ملکي حکومت منکر دي، نو تاسې کې اوس ريښتينی څوک دی؟ هغه دلته غربي رسنيو ته پر خپله خوله منلې او درېواړه مرجع مو ترې منکرې دي. تاسې خو العياذ بالله څښتن تعالی ته منکرېدای شئ، خو دې خلکو ته نه.

دا چې طالبان وحقانيان د امريکا د اشغال خبره کوي، نو په دې اشغال کې ورسره چا برخه اخېستې وه؟ د طالبانو د راپرځونې او د همدې اشغال لپاره يې ورته خپل هوايي، زمکنی او بحري حريم په واک کې نه وو ورکړی؟ د همدې اشغال لپاره او يا د همدې اشغال پر سر يې ورته هره مياشت يو ميليارد ډالر نه اخېستل. دا اوس يې هم ورته نژدې اته سوه ميليونه ډالره مالي مرسته په مشروط ډول په نظر کې نيولې ده.

د اشغال خبره خو د طالبانو او حقانيانو لا څه ان چې د پاکستان له واکه لوړه ده. دا ځکه چې د ښاغلي بوش د مرستيال ښاغلي ديکچيني پر يو تېلېفون له مشرفه متيازې تللې وې. هلته خو يې طالب د خپلو ګټو لپاره له امريکا سره د متحد په توګه بلهاري کړل. مشرف خو هلته ښکاره منلې ده. دوی خواران خو د خپل برمته ((بونګه)) شوي ملا عبدالغني د روغ رنځور پوښتنه هم نه شي کولی هغه د ورسره شوي ظلم خو څه کوې؟ بې ايماني وبېغيرتي نوره څنګه وي؟

د نظر محمد مطمئن به يا پر ياد وي او يا نه، خو ضياءالحق يو وخت د ښاغلي اسفنديار ولي پلار عبدالولي خان ته ويلي وو :
ډاکټر نجيب الله خو ستا دوست دی، که ته ورته ووايی چې له ما سره دې د تپل شوې کرښې((ډيورنډ لاين)) مساله حل کړي او زه به يې د ژوند ضمانت وکړم. هغه ورته ويلي وو. کيدای شي چې هغه ما ته ووايی چې ضياءالحق خو ستا هم دوست دی. که هند له تا وغواړي چې له موږ سره دې د کشمير د کنترول لاين ستونزه حل کړي، نو هغه به يې ومني؟ نه.
هماغه وو چې ضياءالحق غلی شوی وو او ورته يې ويلي وو چې نه دا کار خو نه کوم، نو ولي خان ورته ويلي وو چې څنګه هغه ((نجيب)) ته ورشم. ته چې له کشميره چې ستا حق هم نه دی نه تېرېږي، نو هغه به له خپلې خاورې څنګه تېر شي؟ زه دېته چورلټ حيران يم چې دا باچا خان لمسی ولې ملا محمد عمر ته د خپل حکومت، پوځ وڅارګرې ادارې په غوښتنه راغلی وو او د ډيورند لاين د منلو غوښتنه يې ترې کړې وه او هغه ورته د ښاغلي استاذ ځلا د وروستيو څرګندونو پر استناد ويلي وو چې ((ځه ورک شه چې مخ دې ونه ګورم!)). که دا رښتيا وي، نو بيا خو ځکه ملا عمر د پاکستان په کومه پوځي قشله کې د يو بونګه يا برمته شوی حيثيت درلود او ملا منصور هم تېر ايستل شوی وو.

دا چې نظرمحمد مطمئن غني پر دې پړ بولي چې خپلې ترسره شوې وعدې نه شي پوره کولی او د پروژو درک يې لا نه ترسترګو کيږي، خو بل اړخ پروژې خو لا څه ان د ځان او د خپلو متعهدو ملګرو لکه ملا عبدالغني برادر، ملا عبيدالله اخوند، ملا اختر محمد عثماني، مولوي عبدالسلام ضعيف، ملا معتصم اغا، عبدالرحيم ثاقب او د داسې نورو پوښتنه هومره نه شي کولی، نو بيا ولې نورو ته د پړې ګوته نيسي؟

دا چې اوس روسيه امريکا د داعش ((تروريستانو)) او امريکا بيا روسيه د طالبانو ((منافقينو، د کفارو مزدورانو، د واجب القتلو چې مال وشتمني يې هم ځانته روا بولي)) څنګه خپلو ځانونو ته مسلمانان او خپلو کړووړو ته جهاد وايی؟  دوی خو بُغات او د اجرتي قاتلانو حکم رانغاړي.

نو چې د طالبانو استاذ او ملاتړي ته يو پنجابی ټکسي ډرېور داسې خبره کوي، نو نور هغه څوک چې هلته په څارګره اداره کې کار کوي څه وايی؟
که د غني تړون تا ته داسې ننګين ښکاري، نو د کرنيل د اوښي ټکسي ډرېور دې خبرې ته څه پرتوګ وراغوندې؟ د کرنيل او د نورو لوړپوړو چارواکو به څه حال وي؟

د امارت د وخت د عدلې وزير ترابي دې د کراچي په زندان کي له خپلو بادارانو په ډېره عاجزۍ دا غوښتنه نه وه کړې چي يا مو بنديان کړئ يا مو خپل کار ته ايله کړئ؟. دا نو خوند نه کوي چي هم مو جنګوئ او بيا مو بېرته زندان ته هم اچوئ! ځواب يې تاسو ټولو ته ښه در مالوم وو چي پاکستاني بادار دي ورته ويلي ول چې ((هر څه کوو زموږ کار دی تاسو هيڅ واک نه لرئ)).

مشوره :
مولوي هبة الله وحقانيانو ته، استاذ ته مو چې داسې نسبت کيږي ستاسې به څه حال وي؟ نظر محمد مطمئن دې هم پوه شي چې پنجاب ته خپله بقا او ګټې مهمې دي، سندی او پنجاب يې مفسدين او پښتون يې نااهله وباله. د نوروو ملتپالو به څه حال وي؟

تېر ته په کتو په جهادي پير او د بوجۍ دينو ((مجاهدينو)) په حکومت کې يې موږ پر يو او بل نوم سره وجنګولو. يوه ډله يې له بلې سره ښکر پر ښکر کړه. بيا يې د ګېلمجم، نظار شوری، شمال ټلوالې، حزب وجمعيت، وحدت واتحاد پر يو او بل نوم يې سره وجنګولو. د ژبې، سمت او د قومپالنې زهر يې وپاشل. بيا يې طالب راپيدا او بوجۍ دين يې پرې سُنت کړل او اوس يې دا دی چې طالب و داعش يې يو بل اور و چاړه کړل. پر طالب يې داعش تروريست کړ او داعش ته يې طالب منافق، واجب القتل او سرومال وشتمني يې ورته جايز کړه. دوی دې کچې افراطيت ته چا ورسول؟

په شرعي لحاظ هم لومړی د ځان پېژندنه بيا د څښتن تعالی پېژندنه ده. مرحوم باچا خان هم همدا خبره کوله چې پښتانه لومړی بايد ځانونه وپېژني. يا به يو کيږو او يا به ورکيږو. موږ افغانان او بوجۍ دين ((مجاهدين)) هم په لومړيو کې مهاجرين او د ازادۍ ننګيالي بللو، خو وروسته يې بيا مهاجر او هندوان بللو او له موټرو نه به يې په تالاشۍ غږ راباندې وکړ چې ((هندو راکښته شه!)). اوس مو بيا له نړيوالې ټولنه سره په جنګ کې ستايی، خو له بل پلوه په کور کې دننه راته هغسې نظر نه کوي. دا چې د طالبانو خواخوږي او ملاتړي مولانا فضل الرحمن ته هغسې نسبت کوي، نو طالبه تا ته به يې نن او يا وروسته همدغسې کوي.

زما مشوره خو دواړو غولول شويو لوريو ته دا ده چې قرآني سپارښتنه ((والصلح خير)) باندې سوچ وکړي او نور د نورو په لمسون او هڅونه له افغانوژنې او د هېواد له ورانولو نه لاس واخلي او د بين الافغاني تفاهم لاره غوره کړي او له جګړې لاس واخلي چې ايمان او اخره خاتمه يې نوره خرابه نه شي. د پنجاب وتهران فتواوې زموږ پر ګټه نه دي. دوی بايد د سولې دغه وروستی چاڼس له لاسه ورنه کړي.

په درنښت

ولسمشره زما اتل يې، زما ورک غازي امان الله خان يې!
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=57038
د ملا هبت الله، د کوم اختر مبارکی!! / محمد هلال سمسور
http://www.taand.com/archives/92191
د نيکمرغه کوچنی اختر په مناسبت دافغانستان اسلامي امارت عالي شوری د مبارکئ پيغام
http://rohi.af/fullstory.php?id=57105
اسلامي دولت د اسلامي امارت پر ضد جهاد اعلان کړ
http://www.taand.com/archives/92247
داعش خوارجي ډلې د طالبانو وژل واجب بللي
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=57133


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery