مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-06-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ځینو رسنیو په اړه نوي تریخ حقیقتونه!

حبیب پکتین

په افغانستان کې د انځوریزو ، غږیزو او چاپي رسنیو د بې مهاره او بې معیاره کارونو پیل یوه نیمه لسیزه وړاندې وشو او د بهرنیانو د ناسنجول شویو مرستو یو جانبي عوارض هم د هر بل څیز د نا معیارتوب په څیر پر رسنیو هم تر ټولو زیات اغیز وکړ او دا دی اوس یې زیان ټول افغانستان اغیزمن کړی دی.
یوه نیمه لسیزه وړاندې د انځوریزو رسنیو په لړ کې د طلوع په ګډون داسې رسنۍ وې چې هندي سریالونو خپرولو په لړ کې یې د سوداګریزو اعلانونو څخه ددوي په اصطلاح ګولډین ټایم کې له پنځه ویشتو بیا تر څلویښت او پنځوس زرو ډالرو عاید یوازې په څلورویشت ساعتونو کې درلود. هغه مهال د کابل بانک ، عزیزي بانک ، روشن ، افغان بیسیم ، میلمستونونو او ساختماني شرکتونو سوداګریز اعلانونه تر ټولو ډیر او په لوړه بیه ټلویزیونونو د ماښام او ماخوستن مینځ څلور یا پنځه ساعته نشراتي بهیر کې خپرول، چې دا وخت ځکه رسنیو ګولډین ټایم باله چې لیدوونکي ډیر وو او په ټول هیواد کې بهرني په تیره هندي او ترکي سریالونه خلکو په خوند لیدل او فرهنګي تقلید یې هم ترینه کاوه، چې دا موضوع به په بیله لیکنه کې یاده کړم، خو د وخت په تیریدو سره چې کله د بهرنیانو مرستې را کمې شوې او کابل بانک دیوالي شو ، د وخت په دولتي نظام کې لویو او وړو لوستو او نالوستو زورواکو د ملت لویه پانګه او د بیت المال پیسې په خپلو جیبونو ومنډلې او بیا یې بهرنیو هیوادونو ته ولیږدولې او په افغانستان کې دننه پانګونه را کمه شوه ، وزګارتیا زیاته او له هیواده بهر ته د وګړو تیښه ډیره شوه، نو د رسنیو مادي لاسته راوړنې هم د پام وړ کمښت سره مخ او څه یې چې په صفر کې ضرب شوې نو کارونه یې له سقوط سره مخ شول.
اوس چې یادې رسنۍ نه د پخوا په څیر بهرني ملاتړي نه او نه هم سوداګریز اعلانونه لري، نو د خپلو چارو د چلښت لپاره یې ورته بهرني سفارتونه او په هیواد کې دننه په دولتي نظام کې سیال ګوندونه، اپوزیسیون ، او د نظام ضد هغه کړۍ چې د افغانستان دښمنان یې بشپړ مالي ملاتړ کوي پاتې دي، چې دلته به یې په لږ څه تفصیل سره د یادو اړخونو یادونه او تشریح راوړم.
بهرني سفارتونه : په افغانستان کې د ګاونډي او سیمې هیوادونه له یو بل سره د سیالۍ په ډول د خپل هر اړخیزه نفوذ د پراخولو هڅې پنځه لسیزې وړاندې پیل او اوس هم دا لوبه دوام لري: چین په افغانستان کې د امریکا له پوځي شتون څخه په ویره کې ؤ او دی؛ نو ځکه خو یې پر پخواني ولسمشر کرزي او د هغه په ملاتړي ټیم یې اغیز وکړ او ددې ټیم څو ورځپاڼې ، راډیو او ټلویزیون یې بشپړ را خپل کړ تر څو د ددوي په خوښه خپرونې وکړي ، د چینايي ژبې زده کړې پروګرامونه د چین راډیو لینک له لارې خپاره کړي ، په افغانستان کې د امریکا په ضد خپرونې جوړې کړي او په دې لړ کې د نظام ضد دریځ کې هم تر ټولو ناغیړه اووسي.
ایران او پاکستان : ایران د مذهبي او فرهنګي نفوذ لپاره له څلورو لسیزو راهیسې په افغانستان کې پراخې ریښې غځولي دي او په تیره یوه نیمه لسیزه کې یې د خپلو ګټو ته ژمنې په افغانستان کې انځوریزې ، غږیزې او چاپي رسنۍ په خپله ګټه راڅرخولي. ایران د فرهنګي یرغل په لړ کې په دري ژبه ډیر اغیز کړی او دا اغیز یې د همدې رسنیو له لارې بریالی شوی او دا رسنۍ بیا نیغ په نیغه د ایران سفارت بشپړ ملاتړ څخه برخمنې دي ، چې له امله یې د افغانستان ملي ټرمینالوژۍ ته ستر ګواښ رامنځته کړی او د دري او پښتو ژبو تر منځ سخت اختلافات رامنځته کړی دي او دغه راز د نظام ضد لاریونونه هم همدوي تنظیموي. پاکستان بیا پر نورو پښه ور اړولې ده او پر سفارت سربیره یې په قبایلي دیني مدرسو کې د افغانستان ضد عناصر چې په خپله افغانان دي روزلي او تر ټولو ګواښمن هغه یې د جمعیت اصلاح او ... په ګډون سخت دریځ پالې ټولنې دي چې د هیواد په لویو پوهنتونونو او ښوونځیو کې یې پراخ نفوذ کړی او روزل شوي کسان یې داسې روزلي چې د افغانستان د حکومت لوړ معاشونه خوري او بیا د همدې نظام پر ضد دي او د همدې نظام پر ضد محصلین روزي، چې له امله یې رامنځته شویو کړاونو څخه له تیرو څلورو لسیزو افغانستان په کړاومن حالت کې دی او پاکستان بیا تر بل هر هیواد ډیر په افغاني رسنیو مستقیم او نامستقیم اغیز لري. روسیه ، ترکیه ، هند او د عربي نړۍ هیوادونه هم په افغانستان کې د خپلو ګټو خوندیتوب لپاره د خپلو سفارتونو په مرسته رسنۍ خپلوي او له دې لارې خپلو شومو موخو ته د رسیدو هڅه کوي.
د افغانستان په نظام کې دننه د ګوتو په شمار داسې ګوندونه وو، چې ټول نظام یې تر خپلې ولکې لاندې راوستی ؤ او تر اوسه پورې په لوړو او ټیټو بستونو کې ګمارنې ددوي په خوښه شوي او کیږي. دا کړۍ چې لوستي پکې د ګوتو په شمار دي د خپل لاس آلې په توګه یې له پخواني ولسمشر کرزي څخه تل ګټه واخیسته او د خپل لوري نالوستي یې د مارشالیو ، جنرالیو ، ستر جنرالیو ، سفیرانو ، د کلیدي وزارتونو وزیرانو او د ساختماني شرکتونو د پروژو ګټوونکي کړل، چې له برکته یې لوی او واړه میلیونران او میلیاردران شول؛ له همدې امله دوي پر پخواني ناکاره ولسمشر تل دا فشار رواړ، چې له مخالفینو سره د سولې له پروسې څخه د بسوګۍ واده جوړ کړي؛ ځکه د مخالفینو وسلې ایښودو او د افغانستان د جګړې په پای ته رسیدو کې ددوي زیان دی، چې څرګنده بیلګه یې له حزب اسلامي سره د دولت سوله ده.
له کله چې ولسمشر غني د اسلامي حزب سره د سولې پروسې چارې بریالۍ کړې، نو د نظام را حصاروونکي ناغیړه دوو ګوندونو خپلې ګټې په ګواښ کې ولیدې او د یادې پروسې د ناکمولو هڅې یې پیل کړې او تر نن ورځې پورې خپلې دا هڅې دوامدارې ساتي. دې ګوندونو مفلسه شوې نامي رسنۍ د پیسو په زور خپلې کړي دي او په خبرونو ، رپوټونو او سیاسي خپرونو کې تل د نظام ضد او ددې ګوندونو شخصي اغراضو او ګټو ته د پیښو ستونزو په اړه د ځانګړو ګمارل شویو عناصرو څرګندونې خپروي. دوي د ولسمشر غني د اصلاحاتو پر هغو پروګرامونو چې په نړیواله کچه منل شوي پرده اچوي او د وړو وړو ستونزو په بیانولو سره د عامه ذهنیتونو د مغشوشولو هڅه کوي، خو له دې نه دي خبر چې خلک اوس هوښیار شوي دي او هیڅوک داسې نه دي چې هر چا تر لاس ونیوه له هغه سره دې چوپه خوله پرته سوچ او فکره روان شي.
دا وتلې رسنۍ د خپلو مالي امکاناتو د برابرونې لپاره که له یوې خوا له بهرنیو سفارتونو او سیمې هیوادونو ته د ایجنټۍ ځانګړې دندې تر سره کوي له بل لوري یې دوهمه ګټه عاید په دولت کې د ستونزه اچوونکو یادو عناصرو چې دا هم په خپل وار سره په نورو بهرنیو خرڅ شوي ګټه تر لاسه کوي او په اصطلاح په یوه غیشي دوه نښې ولي. نو ځکه یادې رسنۍ د بهرنیو چارو وزارت په ګډون په ګڼو کلیدي وزارتونو او لویو ادارو کې د پخواني وراسته نظام کې د نالوسته او بې کفایته عناصرو د تلپاتې ځای پر ځای والي لپاره کمپاینونه کوي او په افغانستان کې د بل هر قوم د عالي کادرونو په دندو ګمارنې مخینیوي لپاره هڅې کوي او بیا د بشپړ علمیت او د ژورنالیزم په بشپړ اصولو ځان سمبال ، د ډیموکراسۍ اصلي ملاتړي او د ډیموکراسۍ ټولو اصولو ته ژمن او ځانونه د ولس خیر غوښتوونکي بولي په داسې حال کې چې پر یادو نارواوو سربیره دوي د خپلو خپرونو تګلارې له دوي ټولو سره په خپلو ادارو کې د ګمارل شویو بهرنیو مشاورینو په خوښه او مشوره جوړوي او پر مخ یې بیايي، چې دا بیا نو تر ټولو ستر شرموونکی ټکی دی.
په پای کې له سرکار څخه غواړم چې په جدي ډول دې د هیواد ټولې رسنۍ تر جدي څار لاندې ونیسي او ددوي هر ډول حرکات دې تعقیب کړي او دغه راز له ټولو افغانانو غواړم چې ددې ټولو رسنیو خپرونې دې د انتقاد په ډول تر نظر تیرې او وارزوي او هیڅکله دې د هیڅ کومې رسنۍ ، مدني ټولنې ، سیاسي لوري او ... تر داسې نفوذ لاندې نه راځي چې په ذهن کې یې د نظام او هیواد ضد ټکي پیدا او نفوذ وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery