مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-07-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د سولې چانس ورځ تر بلې له لاسه ورکوو

نظرمحمد مطمئن

 

د جون  میاشتې په ۲۱مه ۲۰۱۷، د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې ښاغلي یاماماتو، په کابل کې دملګرو ملتونو استازي د سولې او افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه داځل سپينې څرګندونې درلودلي، هغه وویل: (( افغان سوله قوي اراده غواړي، حکومت باید په دي برخه کې ډیر څه وکړي، د سولې لپاره د ګاونډیو هیوادو مرسته اړینه ده، په افغانستان کې امنیتي او اقتصادي حالت نور هم مخ په خرابیدو لورته روان دي، او اداري فساد لا هم لویه ننګونه ده))

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې اغلې میشل سیسون وویل: (( مریکا د افغانستان د حالاتو سیاسي او پوځي ارزونه کوي)

په  همدې غونډه کې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې اغلې ملیحې وویل : (( سیاسي او پوځي هڅې يو وخت کې کار نه ورکوي، په کار ده چې یا خو د سولې او یا هم د جګړې تګلاره مخکې یوړل شي)).

اغلې ملیحې د  پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف  هغه خبره  تکرار کړه چې کال وړاندي  یې کړي وه: (( سوله او یا جګړه، یوه لاره غوره کول افغان حکومت ته په کار ده)).

په ورته وخت کې (۲۱ جون ۲۰۱۷)  د امریکا د ګانګرس ۴ غړو  ( روبین ګالیګو، ټیډ لیو، جان کونیر او جیمې پانیتا) مطبوعاتي ناسته وکړه او دفاع وزیر  مټیس جیمز ته یې لیک استولی، هغوی افغانستان ته د امریکایې پوځیانو له استولو سره مخالفت ښودلی، او د جګړې د ختمولو لاره یې سیاسي حل او خبرې  وبللي، دوی د امریکا – افغان نوي تګلاري  ۶ میاشتني ځنډ په اړه هم د ټرمپ له ادارې څخه سپیناوی غوښتی دی، ویلي یې دي چې موږ ( امریکایان)  په افغانستان کې ګټونکي نه یو.

“Secretary Mattis is right – we definitely aren’t winning in Afghanistan.  And it’s completely unacceptable that 6 months into the new administration, President Trump and his advisors still can’t agree on a strategy,” said Rep. Ruben Gallego, a member of the House Armed Services Committee and a Marine Corps combat veteran

په تیره فیبروري میاشت کې په افغانستان کې د امریکایې قواوو مشر نیکولسن ویلي وو چې د افغانستان جګړه بن بست حالت کي ده، او کوم پرمختګ نه لیدل کیږي.

بل لور بیا د امریکا استخباراتي ادارې راپور ورکوي چې ددوی اټکل کوي چې په ۲۰۱۸ کې به د افغانستان حالت ډیر خراب شي.

ناتاید شوې راپورونه دادي چې امریکا غواړي داځل د داعش سره د جګړې په پلمه افغانستان ته نور پوځیان راولیږي، تر څو په سېمه کې جګړه دوام پیداکړي.

لومړی ځل دی چې چین هیواد په ښکاره ډول افغانستان ته د امریکایې عسکرو په  لیږلو خپله انديښنه د رسنیو د لاري ښکاره کړه، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي  ( ۱۴ جون ۲۰۱۷) چې افغانستان ته د نورو امریکایې عسکرو لیږل به د افغانستان  ستونزه حل نه؛ بلکې ستونزه به لا زیاته او د سولې لپاره به خنډ وي، او د نورو عسکرو لیږل د سيمې د انديښنې وړ ګرځي.

د ناټو وروستنۍ غونډه ( ۲۹ جون ۲۰۱۷) په بروکسل کې وشوه،  افغان حکومت او امریکا تمه درلودله چې په یاده غونډه کې به د ناټو غړي هیوادونه افغانستان ته د خپلو اضافي پوځیانو شمیر معلوم کړي.

په یاده غونډه کې نه خو امریکا افغانستان ته د اضافي پوځیانو د تګ اعلان وکړ، او نه هم د ناټو نورو هیوادونو د امریکا او افغان حکومت دا غوښتنه  چې افغانستان ته د خپلو پوځیانو شمیر اعلان کړي، ومنله، یواځي بریتانیې اعلان وکړ چې د افغان  پوځیانو د روزنې لپاره به د ۱۰۰ شاوخوا کې بریتانوي پوځیان افغانستان لیږي.

په غونډه کې د ناټو مشر او غړو امریکا ته په ښکاره وویل، دوی غواړي چې د افغان جګړې اړوند د امریکا تګلاره او موخې ورته روښانه کړي. غونډه کې د امریکا او افغان حکومت د تمې وړ لاسته راوړنې نه وي، او غونډه کې د پینټاګون او ناټو د مشر  نظریاتو یو له بل سره توپير درلود.

په افغانستان کې د امریکا او سیميېزو هیوادونو موخې

که څه هم ویل کیږي چې د امریکا اړیکې له پاکستان سره ترینګلي دي، ولي تر څو چې  امریکا یې عسکر په افغانستان کې وي، او یا خو نور عسکر دلته رالیږي، امریکا به مجبوره وي چې له پاکستان سره اړیکې ورغوي، ځکه د خپلو پوځیانو اکمالات او تجهیز به د پاکستان د لاري څخه کوي، ځکه د منځنۍ اسیا د لارې څخه روسانو ورته ستونزې جوړې کړي.

دا ډول که امریکا غواړي په ایران باندي اقتصادي بندیزونه دوام پيدکړي، بیا هم اړ دي چې له پاکستان سره اړيکې ښې کړي، ځکه پاکستان له ایران سره اوږده پوله لري.

که د پاکستان  سره د امریکا اړیکې ترینګلې پاتې شي، نو بیا به پاکستان په سېمه کې د روسیې او ایران ګټې خوندي او له چین سره خو وار له مخه ټینګې اړیکې لري، او خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره به یاد هیوادونه په ګډه هڅه وکړي چې په امریکا د فشار لپاره  په افغانستان کې امنیتي حالت خپلو موخو ته د رسیدو په منظور وکاروي.

امریکا چې له چین سره اقتصادي راکړه ورکړه لري، او په لویه پېمانه سوداګري ورسره لري، که د هند سره امریکا ډیر مخکې ځي، نو چین او پاکستان دواړه هیوادونه به د امریکا  ددغه ډول تګلارې مخالفت کوي، او د مخالفت لپاره یادو هیوادونو لپاره بیا هم ښه ځای افغانستان دی، چې همدلته له امریکا او هند سره خپلې دښمنۍ وپالي.

سعودي عربستان چې په منځنۍ ختیځ او افغانستان کې د ایران له نفوذ څخه انديښنه لري، غواړي چې د ایران د مذهبي،  کلتوري او اقتصادي ودې د پرمختګ مخه ونیسي، اوس چې د سعودي عربستان اړیکې له قطر هیواد سره هم خراب لورته ولاړي، قطر هیواد به له ایران سره ښې اړیکې مجبوراً جوړوي،  سعودي  ته  په ایران باندی د فشار لپاره په سېمه کې یواځیني پاتې دوه هیوادونه پاکستان او افغانستان کيدای شي.

داچې پاکستان پوخ سیاست لري، د سعودي د ګټو لپاره د خپل هیواد ګټې په خطر کې نه غورځوي، ددې پر خلاف افغان سیاستوال لږ سیاسې پوهاوی لري،  او ډیر ژر احساساتي پریکړي کوي، سعودي عربستان به وغواړي چې په افغانستان کې  ایران ضد ډلې تقویه او په ایران باندي د فشار لپاره ځینې ډلې وکاروي، بل خوا ځینې ډلې ټپلې له ډیر پخوا له ایران سره د مذهبي شراکت له مخې دلته د ایران د ګټو لپاره کار کوي، له همدې امله ده چې په افغانستان کې به د ایران او سعودي عربستان د ګټو لپاره جګړې پېل او تاوتریخوالي ته به لا زیاته زمینه برابره شي.

د روژې په میاشت کې د کابل ښار د اهل تشیع په مساجدو بریدونه او چاودنې  ښیې چې پټ لاسونه وجود لري، تر څو د سعودي عربستان او ایران د غوښتنو، مخو او ګټو لپاره دلته کار وکړي.

روسیه، چین، ایران او هند انديښنه لري چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډله (داعش) مخ په قوي کیدو ده، دوی شک لري چې د اسلامي دولت ډلې جنګیالي له پاکستان څخه افغانستان او بیا د افغانستان شمال ته لیږل کیږي، دا ډول روسیه او ایران په ښکاره وایې چې د اسلامي دولت ډلې ننګه امریکا کوي، چین په دي اړه څرګندونو کې محتاط دی، هند چې د پاکستان له خوا انديښنه لري، د داعش اړوند ډیرې څرګندونې نه کوي، او که د هند او امریکا په اړیکو کې پرمختګ وشي، هند کیدای شی د داعش په وړاندي د روسیې، چین او ایران له بلاک سره یو ځای نه شي.

د سوداګرۍ برخه  کې د هیواد ستونزې

افغانستان  په وچه کې پروت هیواد دی، ددې لپاره چې د پاکستان د لاري د افغان تجارانو انحصار مات شي، د حامد کرزي په وخت کې د چابهار بندر  د کراچې د بندر یوه عوضي لاره او په دي برخه کې امریکا هم ورسره موافقه درلوده، د ډاکټر غني په وخت کې د چابهار بندر پرانسته وشوه، هند هم د چین او پاکستان د ګټو خلاف همدې بندر ته خوشاله وو، خو داچې یاد بندر د ایران د اوبو په سېمه کې شتون لري، او ایران چې له امریکا سره یې اړیکې په خرابیدو دي، د یاد بندر د فعاله کیدو په برخه کې  لیوالتیا نه لري.

افغانستان ته  بله لاره د منځنۍ اسیا له هیوادو سره سوداګریزه راکړه ورکړه  ده، په دي برخه کې ستونزه داده چې د امریکا او روسانو اړیکې ترینګلي دي، او د منځنۍ اسیا هیوادونه د روسیې د سیاسي او نظامي نفوذ په ساحه کې دي، له همدې کبله ده چې  پرته له ترکمنستان څخه د منځنۍ اسیا له نورو هیوادو سره راکړه ورکړه او د هغوی ځمکې کارول ستوزمن ښکاري.

هند چې له افغانستان سره پوله نه لري، د سوداګري په برخه کې د هوایې دهلیز پرانستنه وشوه (۱۹ جون ۲۰۱۷)،  او هند ته د ۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت  د سوداګریزو توکو لومړنۍ الوتنه (۱۹ جون ۲۰۱۷)   له کابل څخه وشوه، ولي داچې د هواء دلاري د توکو انتقال  هند او له هند څخه افغانستان ته ګرانبیه پریوځي، او بیا هم د افغانستان الوتکې د توکو د لیږد او رالیږد لپاره کارول کیږي، یوه لنډمهاله ګران بیه اقتصادي عوضي پروژه ده، ولي دوامداره او پایداره نه ده.

خپله له طالبانو پرته؛ له سیاسي اړیکو یې نورو ګټه پورته کړه

د سیاسی، امنیتي او اقتصادي ستونزو د حل په موخه افغانستان اړ کیږي چې امریکا قانع کړي، چې په افغانستان کې د جګړیزې تګلارې پر ځای سیاسي او سولییزه تګلاره ومني، که چیرته امریکا قناعت ونه کړي، جګړه دوام پیداکړي، په هر حالت کې زیان یې تر بل هر چا افغان وګړو ته زیات رسیږي، او د سیمې هیوادونو ته په افغانستان کې د رقابت او نیابتي جګړو زمینه برابریږي.

ځینې څیړونکې په دي نظر دي چې افغان حکومت د امریکا هغه تګلاره چې په افغانستان کې جګړه دوام پیداکړي، پر مخ بیایې او د سولې لپاره رښتونې قدمونه – نه اخلي.

د طالبانو له سیاسي او پوځي ځواکمن کیدو حالت څخه پرته له طالب څخه؛ بل هر چا ورڅخه ګټه پورته کړه، افغان حکومت نړیوالو ته وویل چې د طالب د قوي کیدو مخه ونیسي، او له حکومت سره باید خپلې مرستې دوامداره وساتي، روسیې د طالبانو سره د سیاسي اړیکو له امله امریکا تر فشار لاندي راوستله، او ایران د طالبانو سره د سیاسي اړیکو له امله سعودي عربستان او خلیجې هیوادونه په انديښنه کې واچول.

دا ډول  روسیه او ایران د اسلامي دولت – خراسان اړوند هم انديښنه لري او له دي کبله یې په وروستیو وختو کې له طالبانو سره په سیاسي اړیکو کې زیات پرمختګ ولیدل شو، ښکاري چې ایران له سیاسي اړیکو ور ها خوا هم له طالبانو سره په اړیکو کې پرمختګ کوي، ولي روسان تر دې دمه پرته له سیاسي اړیکو له طالبانو سره په نورو برخو کې د بېلابېلو عواملو له امله مخکې نه دي تللي.

پاکستان په طالبانو  باندي د نفوذ لرلو د نوم او کارت په کارولو سره، هر وخت له امریکا او نړیوالو څخه پیسې ترلاسه کړي، هند یې بې ځایه په ویره او انديښنه کې اچولی، امریکا او نړۍ ته یې داسي بريښولي چې له پاکستان سره په اړیکو کې احتیاط وکړي، که نه وي، طالبان، په کشمیر کې جنګیدونکې ډلې او د چین یغور جنګیالي به بیا له د پاکستان له کنټرول څخه ووځي، چې د پاکستان دا دروغجنې ادعاء زیان هر وخت افغان  ولس ګاللی دی.

 

طالبان سیاسي اړیکو او د سیاسي اړیکو پر بناء سیاسي معاملو ته په ډیره کمه سترګه ګوري، زیاته توجه نظامي او جګړیزو اړیکو او موخو ته کوي، ولي په اوس وخت کې سیاسی اړیکې، او د سیمییزو هیوادونو سره د سیاسي اړیکو په نتیجه کې په ناټو سیاسي فشار شونی دی، کوم چې طالب په دي برخه کې وړ او مهمه لاسته راوړنه لا هم نه لري.

افغان حکومت هڅه وکړه چې د سیمې هیوادونو باور د حکومت مخالفو ډلو په تړاو خپل کړي، داچې په سېمه کې د امریکایې پوځیانو له شتون او د امریکا د تګلارو سره هیوادونه مخالفت لري، له همدي کبله افغان حکومت هم په دي برخه کې پاتې راغی.

افغان حکومت هڅه وکړه چې د سعودي عربستان ملاتړ ترلاسه کړي، او د طالبانو او نورو وسلوالو ډلو اړوند د اسلامي نړۍ د علماوو ملاتړ هم د سعودي په مټ خپل کړي، داچې پاکستان له سعودي عربستان سره ژورې او پخې اړیکې لري، او طالبان بیا په هیواد کې دننه او بهر افغان علماوو کې نفوذ لري، له همدي امله په دي برخه کې هم افغان حکومت پاتې راغی.

افغان حکومت  د خپلمنځي اختلافونو ښکار دی، ورځ تربلې سیاستوال ورڅخه فاصله نیسي، او ولس خو مخکې له مخکې ورڅخه فاصله نیولي ده، په  تیر کوچني اختر  ( ۲۴ جون ۲۰۱۷) کې په ارګ کې د افغان سیاستوالو نشتون دا ثابته کړه، چې ډاکټر غني لا هم نه دی توانيدلي چې د افغان سیاستوالو سره سیاسي هوکړو او معاملو ته ورسیږي.

او د اختر په ورځو کې په ترکیه کې د ښاغلي عطامحمد نور، استاد محمد محقق او عبدالرشید دوستم ترمنځ نوي ایتلاف به افغان حکومت نور هم په کور دننه له ستونزو سره مخ کړي.

فکر کیږي چې د درې ګوني ایتلاف تر شا به د ترکیې په ګډون د روسیې او ایران لاس هم وي، او د یاد ایتلاف په رامنځته کولو سره به غواړي چې امریکا پلوه افغان حکومت کمزوری او په امریکا فشار وارد کړي، تر څو په افغانستان کې د روسیې، ترکیې او ایران ګټو ته پاملرنه وکړي.

طالبان بیا لویه ستونزه لري، هغه افغان سیاستوال، متنفذین، قومي مشران، ولسي لوستي کسان، افغان وړې ډلې او په دولت کې دننه مهم اشخاص چې غواړي اړیکې ورسره ونیسي، ځان ورته نږدې کړي، طالبانو لا هم د پخوا په ډول خپله ډله منجمد ساتلي، او په هر چا په سختي باور کوي، چې له همدې امله د طالبانو نږدې خواخوږې هم یو ډول مایوسه ښکاري.

که څه هم له ۲۰۰۹ کال وروسته طالبانو په خپلو نظامي لیکو کې د ښوونځیو  او پوهنتونو محصلینو ته ځای ورکړ، د مدرسې د طالب او د ښوونځي د زده کوونکي / پوهنتون د محصل تر منځ فاصله راکمه شوه، خو د طالبانو په سیاسي او اداري جوړښت کې لا هم یاده فاصله تر سترګو کیږي.

بې باورې؛ لومړیتوب سولې که جګړې ته؟

د سولې په برخه کې په امریکا او افغان حکومت ډیری افغان سیاستوال، د سيمې هیوادونه ( له هند پرته) او خپله د ناټو غړي ځینې هیوادونه  بې باوره دي، په دغسي حالت کې اړتیا ده چې د سولې په برخه کې  طالبان  د افغان ولس سره په ګډه مخکښ رول ولوبوي.

که په اوسني حالت کې طالبان د جګړې د ختم او سولې ته د رسیدو لپاره سم سیاست ونه لوبوي، د سیمې او نړۍ د ځینو هیوادونو (هغوی چې په افغانستان کې د امریکایې پوځیانو له شتون سره موافق نه دي)  سره د اړیکو پر بناء په امریکا فشار رانه وړلای شي، او په دي برخه کې افغان ولسي فشار ته زمینه برابره نه شي، کیدای شي د وخت په تیریدو یې ډیر زیان طالبانوته او په ټوله کې به یې زیان افغان ولس ته رسیږي.

له ایران سره د طالبانو اړیکې د موقت وخت لپاره به ددې ډلې په ګټه وي، ولي تاریخې پېښو ته په کتلو، کله هم ایران د افغان سني ډلې باوري ملګري نه شي پاتې کیدای، او د طالبانو اوږدمهاله اړیکې له ایران سره د افغانستان په ګټه هم نه شي کیدای.

تر دي مهاله ؛ نه افغان حکومت او نه هم طالبان د سولې اړوند کومه روښانه تګلاره لري، داسمه ده چې حکومت به خپلمنځي ستونزې لري، ولي چې طالب هم د سولې په اړه واضح تګلاره په تیرو کلونو کې چمتو نه شوای کړلای، دا نو بیا پوښتنې پيدا کوي.

که طالبان په جګړه ټینګار کوي، لکه چې افغان حکومت او امریکا یې کوي، همدغسي تیروتنه کوي، له حکومت، همداسي تیروتنه کوي، لکه د ډاکټرنجیب ا لله د حکومت په ورستیو کې چې حزب اسلامي وکړه.

۱۶ کلونه جګړه وشوه، نړۍ پوهیږي چې افغانانو د خپلې خاورې څخه د دفاع لپاره له امریکا او ناټو پوځیانو سره  سخته  جګړه وکړه، د امریکا مخکېنې ولسمشر اوباماد سپینې ماڼې له پريښودلو لږ مخکې  وویل چې دوی طالبان مات نه شوای کړلای، ډیری امریکایې جنرالان خپله ماتې مني، په دغسي یو حالت کې طالبانو ته په کار ده چې په سیاسي حل باندي هم فکر وکړي، چې څه ډول کولای شي د افغان ولس سره په ګډه د بهرنیو پوځیانو د وتلو لپاره لاره پيدا او په هیواد کې د جګړې د ختم لپاره کار وشي.

د جګړې اوږدوالي؛ ولس په ښکېلو لورو بې باوره کوي

که جګړه اوږديږي،د جګړو شالید ته په کتلو، دواړو خواوو (طالب او حکومت) باندي د ولس باورونه هم متاثره کوي، او د جګړې د اوږدیدو له کبله ولس نهیلی کیږي، او له  ښکېلو لورو سره یې خواخوږې او مرستې  بدلون مومي.

اوس چې   د ننګرها ر په ځینو سېمو کې ولس د طالب او داعش تر منځ جګړو ځپلی، او په جګړو کې اسلامي او افغاني معیارونه په نظر کې نه نیول کیږي، ولس په یادو دواړو ډلو باندي نیوکې لري، چې دواړه ډلې د الله اکبر تر نامه لاندي په سېمو کې جګړې کوي، او تر ډیره یې بیا هم قرباني ولسي خلک دي. د داعش او طالب تر منځ د ننګرهار د ځینو جګړو بېلګې ښيې چې جګړه نوره هم پیچلې کیږي، او د جګړې د دوام لپاره پټ لاسونه کار کوي، جګړه داسي بڼه غوره کوي چې د سولې لپاره امیدونه په اوبو لاهو کوي.

د ښاغلي حکمتیار له اوسني حالت څخه مثبت ګټه پورته کول په کار ده، هغوی چې فکر کوي چې  حزب اسلامي به د طالبانو او یا پخوانۍ شمال ټلوالې په ضد وکارول شي، موږ دا فکر هم کولای شو، چې حزب اسلامي کیدای شي د ښو افغان سیاستوالو په مرسته د سولې په برخه کې مثبت لورته وهڅول شي، او ددوی له شتون څخه په کور دننه د بهرنیو پوځیانو د وتلو او افغان شموله نظام جوړیدو لپاره کار واخیستل شي.

په وروستیو وختو کې لیدل کیږي چې تر پردي شاته پټ لاسونه د سولې ضد طرحې مخکې وړي، ځوانانو ته ذهنیت ورکول کیږي، چې پرته له جګړې بله لاره پاتې نه ده، هغوی چې د سولې په اړه کار کوي، او یا د رښتونې سولې خبرې کوی، د تخریب لپاره یې ښکاره هڅې کیږي.

ایا امریکا رښتیا هم چې څه یې زړه غواړي هغه  کولای شي؟

ځینې افغان سیاستوال بیا دلیل راوړي چې له امریکا سره ملګرتیا  او امنیتي تړون  د افغانستان د بسیا او خودکفاء کیدو له امله دی، ولي تاریخ ته په کتلو؛ هیوادونه کله هم په جګړه کې پرمختګ نه شي کولای، او تر څو چې په افغانستان  کې بهرني پوځیان وي، جګړه به دوام پیداکوي، او د جګړي له امله به زموږ هیواد نور هم په امنیتي، اقتصادي، افغان ارزښتونو او کلتوري لحاظ کمزوری کیږي.

په هیواد کې د ناامني اصلي جرړي په ګوته کول په کار دي، امریکا دلته جګړه کوي، بهرني پوځیان شتون لري، افغان ولس له ځان او خاوري څخه د دفاع په موخه له بهرنیانو او د بهرنیانو په لاس جوړ حکومت سره جګړه کوي.

ولي یوه ډله افغانان بیا د امریکا سره ملګري او د امریکا په مرسته له خپل ولس سره په جګړه کې ښکېل دي، چې د جګړې قرباني دواړو لورو ته افغانان، ولې د افغان جګړې څخه  اقتصادي، مذهبي او د سیمې انحصاري ګټې او موخې د سيمې او نړۍ ځینې هیوادونه ترلاسه کوي.

همدا ډول په سېمه کې د امریکا د جګړیز سیاست له امله ایران، روسیه او چین په دفاعي حالت کې قرار لري، هغوی نه غواړي چې جګړه دي د افغانستان له خاورې څخه ددوی هیوادونو ته هم ثرایت وکړي.

ډیری افغان سیاستوال او په ځانګړي ډول په ښارونو کې لوستي ځوانان فکر کوي، چې امریکا په سېمه کې ځانګړي موخې لري او کوم اهداف چې لري، د عملي کولو لپاره یې امریکا لګیاه ده، او امریکا خپلو موخو ته په رسیدو کې شاته نه ځي، مګر داسي نه ده.

په اسیا کې  پروت  د امریکا لاسپوڅو د فليپین  هیواد چارواکو له امریکا سره داسي تړون کړی وو، چې د فليپین د ولس او ځوانانو څخه د ازادي غوښتلو حق هم سلب شوی وو، خو ځوانان او ولس یې د امریکا په ضد راپورته شو، او امریکا پلوه فلیپینی ولسمشر د امریکا په چورلکو کې له هیواده وتښتیدی.

په ایران کې امریکا پلوه شاهی نظام د ایراني ولس لخوا ونړیدی، او عملاً ګورو چې امریکا په سوریه کې خپلو موخو ته ونه رسیدله، او ناکامه شوه.

په ترکیه کې د امریکا د پلویانو ترکانو له خوا د پوځ کودتاه  (۱۵ – ۱۶ جولای۶ ۲۰۱ ) د ترک ولس لخوا ناکامه شوه،  او په ایران بندیزونه لګول د اوباما په وخت کې بیرته مشروط لیري کیدل، د وینزویلا هیواد سره د امریکا دوستي ته مجبوره کیدل، د کیوبا هیواد ته د  ولسمشر اوباما تګ  (۲۱ مارچ ۲۰۱۶)  او د هغه سره له کتنې څخه فیډل کاسټرو ډډه کول ، د شمالي کوریا لخوا امریکا ته اخطارو ورکول،  په افغانستان کې د امریکا او ناټو مقابل کې ۱۶ کاله د طالبانو او افغان ولس جګړه کول هغه څه دي، چې کله هم امریکا نه شي کولای ولسونه مات کړي.

افغان ځوانانو ته په کار ده  چې په افغان چارواکو، افغان سیاستوال، طالبانو او بېلابېلو سیاسي او نظامي ډلو فشار راوړي چې د هیواد د ژغورني په خاطر د خپلو ګټو څخه تیر، او افغان ځوانان د خپل ولس د مشرانو په ملاتړ هڅه وکړي چې یاد جوړښتونه مجبوره کړي چې په افغان شموله نظام توافق وکړي، که خدای مه کړه، سوله ونه شي، هیواد مو یوې بلې اوږدې جګړې ته ننوځي، چې بیا به پورته یاد شوې جوړښتونه متضرر او افغان ولس به د یوې بلې لسیزې لپاره هم د  پردیو هیوادونو د ګټو قرباني وي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery