مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-07-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په افغانستان کې د ایتلافونو بنیاد په څه شي ولاړ وي؟

بریالی نایاب

 

افغانستان چې له تیرو څلورو لسیزو راپدیخوا د اور په لمبو کې سوځي دلته دتنطیمي لیډرانو او رهبرانو ناسم او غیر مسلکي چلند او د احزابو او ډلو ټپلو ترمنځ د بې بنیاده او د شخصي ګټو په پار چې په هغو کې ملې ګټې په پام کې نه وي نیول شوې لنډمهاله ایتلافونو او تړونونو پایله ده.
یو بیت ده چې وایي:
چې آهسته درومي او پیوسته درومي ::::: فتحه هغه مومي نصرت هغه مومي
دلته د تنظیمونو او احزابو او ډلو ټپلو ترمنځ دمیاشتې یو ایتلاف او یو تړون کیږي او د میاشتې او یاهم شپږ میاشتو په موده کې ماتیږي، د دې  ډول ایتلافونو د ناکامي یوازینی لامل د ملت ګټې او نظر له پامه غورځول دي او همدا سبب شي چې د ملت له ملاتړ پرته ایتلاف او تړونونه هیڅ پایله نشي لرلای هغه ایتلاف چې یوازې د څو تنو ټیکدارانو او د ملت غولوونکو ترمنځ د خپل امیتاز اخیستنې لپاره کیږي نو ملاتړ یې هم یوازې دوی کوي او ملت یې تر شا نه دریږي.
بله اساسي خبره دا ده چې ملت هم له هغه چا څخه ملاتړ نه کوي چې د میاشتې په سرکې له یوه سره او په پاي کې له بل سره لاس یو کړي.
د ملت سیاسي شعور او د مدنیت په لور د رسیدو ذهینت او مزل ورځ تربلې مخ پر ودې ده او لرې نده چې یوه ورځ ملت له هغو قومي او تنطیمي ټیکدارانو او سوداګرو څخه چې یوه ورځ د یوه او بله ورځ د بل سره وي له ملاتړه لاس په سرشي او خپل راتلونکی پخپل لاس کې واخلي.
پدې وروستیو کې د جمعیت، جنبش او د وحدت ګوند په ترکیې هیواد کې چیرته چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د جنبش ګوند مشر د ایشچې له قضیې د دوهم ځل لپاره تښتیدلی اوس اوس دوی جنرال عبدالرشید دوستم، عطامحمدنور او حاجي محمد محقق د نوي ایتلاف اعلان کړی. 
د دې ایتلاف په آړوند د جمهور رئیس د ویاند مرستیال ښاغلي مرتضوي، د جمعې په ورځ امریکا غږ ته وویل "ټول محترم مشران چې په ائتلاف کې غړیتوب لري، د حکومت غړي هم دي، په واقعیت کې پر خپل ځان انتقاد کوي، ځکه چې په همدې حکومت کې دي".
د دغه نوي ائتلاف مشرانو خپل ائتلاف ته "د افغانستان د ژغورنې لپاره د ائتلاف د عالي شورا" نوم ورکړی او د خپلو غونډو په پای کې په خپره شوې اعلامیه کې یې د خپلې شورا لپاره دولس لمړیتوبونه ټاکلي دي.
په دغه اعلامیه کې د افغان حکومت پر وړاندې د جمعیت ګوند له اعلامیې څخه هم ملاتړ شوی دی.
د دغې شورا د اعلامیې په شپږمه ماده کې د لومړیتوبونو په برخه کې ویل شوي چې " د اساسي قانون او د پارلمان د پریکړه لیکونو پر اساس د لومړي مرستیال او د وزیرانو او د ملي یووالي د حکومت د موافقې له مخې د اجرائیه رئیس او د هغه د مرستیالانو د واکونو بیرته پرځای کیدلو لپاره هڅې" شاملې دي.
دغه راز د ملي یووالي له حکومت څخه د سراسري امنیت ټینګیدو ته پاملرنه، د جګړې د قربانیانو کورنیو لاس نیوی، د ټاکنو ترسره کول، د لوړو پوړو امنیتي مسولینو چې په اعلامیه کې بې کفایته بلل شوي ایسته کولو غوښتنې هم شوي دي.
دغې شورا له افغان حکومت څخه د فاریاب ولایت د غورماچ په ولسوالۍ کې تیرکال پر جنرال دوستم باندې د شوي برید په شفافه او بې طرفه توګه د څیړلو د غوښتنې سربیره، د جوزا په میاشت کې په کابل کې په لاریون کوونکو باندې د ډزو، د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال د زوی د جنازې په مراسمو کې د ځانمرګي برید، د الزهرا پر جومات برید او په کابل کې د امنیتي ځواکونو له خوا د جنرال عبدالرشید دوستم د کور د محاصره کولو د عواملو د پلټنو او د دغو پیښو د عاملینو محاکمه کولو غوښتنې هم شاملې دي.
د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال امریکا غږ ته وویل چې افغان حکومت د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې د دغه هیواد د ملي منابعو پر اساس ترسره کیږي.
ښاغلي مرتضوي وویل، چې د افغانستان خلک لا هم تیرې ترخې تجربې په یاد لري.
مرتضوي د افغانستان حالاتو ته په کتنې ټول سیاسیون د ګډ دښمن پر وړاندې مبارزې ته راوبلل.
راځو دیته چې که حکومت کامیاب وي هم د همدوی د کړنو پایله ده او ناکام هم وي د دوی د کړنو پایله ده عطامحمدنور له تیرو ۱۴ کلونو راهیسې د بلخ ولایت د والي په توګه، جنرال دوستم د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه حاجی محمدمحقق د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال په توګه دنده پر غاړه لري د دې حکومت په کامیابي او ناکامي کې دا ښاغلي پوره ونډه لري او باید هڅه ونکړي چې د ملت په سترګو کې خاوره واچوي او د عوام فریبي بل پړاو پیل کړي.
که د جنرال دوستم، عطامحمدنور او محقق پخوانیو ایتلافونو ته نظر وکړو ښکاره خبره ده چې د هغو ایتلافونه لنډمهاله او له ملي ملاتړ څخه خالي دي، ملت نور له ډیرو ایتلافونو ستړی شوی نور نه غواړي  هر ډهول ته آتڼ وکړي، ملت اوس د ښه اوبد توپیر پخپله کولای شي، ملت ته پکار ده تر هر څه وړاندې ملي ګټې په پام کې ونیسي، په پټو سترګو له هر ډول روا او ناروا ایتلاف څخه ملاتړ ونکړي، او د داسې لنډمهاله او خود غرضه ایتلافونو لر لید وڅیړي او راتلونکې یې په پام کې ونیسي او تر هغه وروسته پریکړه وکړي.
نوی تر سره شوی ایتلاف چې تر ډیره بریده د پورتینو کسانو د شخصي ګټو د ساتلو په موخه تر سره شوی کیدای شي مثبته پایله ونلري.
اوس تر ډیره بریده حکومت قانون ته ژمن دئ او د قانون ماتوونکو په وړاندې د ارګ وروستی دریځ ساتل او هرڅه د قانون په رڼا کې څیړل یې بنسټ دئ، نو ښایې داسې ایتلافونه چې ډیری شخصي او تنظیمي غوښتنې لري هم د حکومت په آراده کې بدلون رانشي وستلای.
ملت د بیدارۍ او هوښیارۍ په لور ورځ تر بلې ګامونه ږدي پکار ده چې همداسې وشي او خپله راتلونکې په ملي ګټو کې و ویني نه په شخصي او تنظیمي ګټو کې ځکه چې دې قومي او تنظیمي ټیکدارانو او سوداګرو بار بار د ملت د ارادې خلاف د خپلو اغراضو د خوندي کیدو په موخه  دروازې ټکولي او له یو څه شخصي ګټې ترلاسه کولو وروسته یې بیا ملت ته شا کړې او ملت یې پدې او په هغه غولولی، نن حکومت غواړي په مخامخ ډول له خلکو سره آړیکه ولري نور هغه موانع چې د هغو د کړنو له امله ملت له حکومت څخه جلاکیده مخه نیول کیږي.
له ملت سره د مخامخ او ښکاره خبرو آترو وخت را رسیدلی نو ځکه دوی داسې ایتلافونو او تړونونو ته آړ شوي دي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery