مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-07-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

آغلې خاطره شهید له معنويت ((حقيقته)) ډېره ليرې پاتې ده

سيد حسين پاچا


آغلې خاطره له معنويت ((حقيقته)) ډېره ليرې پاتې ده
هغوی چې د دولتي ټولو امتيازاتو سره سره راسره خپل هويت، ملت لا څه ان چې د دين کليمه په هويت پاڼو کې نه شي زغملای څه ووايو؟

د نکاح لغوي اړخ انعقاد ((انضمام)) ته يې کتلي، خو اجتماعي اړخ يې له پامه غورځولی. موږ خپلې ملي - اسلامي واجتماعي ګټې له نورو توپيرولی نه شو، ځکه خو خبره راڅخه له اسلامي، اجتماعي وبشري ارزښتونو څخه افراطيت او ناسم پوهاوي ته ووځي

حديث : ((اجتماعي اړخ))
A'isha (RA) reported that once she hurt his (pbuh) feelings on this issue and the Prophet replied " Allah (S.T.) has blessed me with her (Khadijah (RA)) love". On another occasion A'isha (RA) asked him (pbuh) if she had been the only woman worthy of his love and the Prophet (pbuh) replied "She believed in me when no body else did (1), she embraced Islam when people disbelieved me (2) and she helped (3) and comforted me (4) when there was none to lend me a helping hand".


له هر څه مخکې آغلې خاطرې شهيد ته د تېر کوشني اختر مبارکي وايم. څښتن تعالی دې يې روژې وعبادتونه له ټولو مسلمانانو سره قبول کړي.

داسې برېښي چې آغلې خاطره د ښاغلي غني د نيوکې پر محتوی پوه شوې نه ده چې هغه له ښاغلي غني نه - نه، بلکې د هېواد د ملي - اسلامي، اجتماعي وبشري ارزښتونو او ملي بنسټونو نه ننګه ده. دا به ډېره بې ايماني خو څه کړې، بلکې ډېره ناځواني واخلاقي کمزوري ده چې يو څوک له ټولو دولتي امکاناتو او امتيازونو ګټه اخلي او بيا خواخوږي ورسره نه لري. لکه څنګه چې په شخصي ژوند کې انعقاد د نکاح يو اړخ دی، خو په ملي - اسلامي، اجتماعي وبشري ورځني ژوند کې بيا له خپل هېواد سره مينه ((هېواد پالنه)) او خپلو ټولو ملي اسلامي ارزښتونو ته وفاداري ((لوړه)) هم د اجتماعي ژوند بل اړخ دی چې دا د ټولنې هغه لوی اړخ دی.

دا چې موږ وايو : وطن مور ده. وطن ناموس دی. د مور درناوی او له ناموسه دفاع ((ساتنه)) زموږ ايماني، اسلامي، تاريخي، کلتوري، اجتماعي او اخلاقي اړخه زموږ دنده ده. له يوناني سکندره راواخله تر دې دمه موږ ترې ساتنه کړې ده او ترې کوو به يې.

بالفرض که وطن مور وګڼو، نو د مور درناوی له هر اړخيز پلوه زموږ دنده ده. که څوک خپلې مور ته درناوی نه کوي، د الله تعالی له نيونې ((مؤاخذې)) پرته په ټولنه کې هم سپکيږي او څوک ورته بيا د درناوي ((عزت)) په سترګه نه ګوري او سپک ((حقير)) بولي.

مرحوم مولانا حميدالدين فراهي په خپل تفسير کې د ((اف ولاتنهرهما ...)) کې د ((اف)) مانا لعنت اخېستې ده او اوف ((اسوېلی)) يې نه ده اخېستې. ځکه چې انسان دی له خولې به يې مور وپلار ته د ((اف)) کليمه له خولې راوځي، خو ولې مور وپلار ته به بد نه وايی. پر مور وپلار به بد نه وايی. پر مور وپلار به لعنت نه وايی چې له لعنت ويلو منعه شوې ده.

بالفرض که وطن ناموس وګڼو، نو له ناموسه ((عزت)) دفاع د هر مسلمان دنده او هلته په حديث درې شيان الله تعالی د يو مسلمان پر بل مسلمان حرام کړي دي چې يو يې له هغوی نه عزت دی. د مسلمان ناموس ((عزت)) ته به په سپکه سترګه نه ګورې.

د قرآني ارزښتونو په رڼا کې د يوې ښځې ((ناموس)) يا عزت د ساتنې لپاره دوه ډوله ساتنه ((حفاظت)) يادونه شوې ((والمحصنت من النساء ...)) يوه ساتنه او پالنه وپاملرنه look after يې د پلار و کورنۍ له لورې چې کله پېغله وي او له موروپلار سره وي او بله يې د مېړه ((څښتن)) له لورې چې کله واده شي بيا يې ساتنه، پالنه وپاملرنه د څښتن تر غاړې شي. په بله مانا په حقيقت کې تل د ښځو د ساتنې، ښې پالنې او پاملرنې سپارښتنه شوې ((وعاشروهن بالمعروف وکسوتهن بالمعروف)).

له بده مرغه موږ هم دا اوس داسې وکيلان واستازي په پارلمان او داسې کسان په خپل حکومت او ادارو کې لرو چې د دولت له ټولو امتيازاتو او حقوقو څخه برخمن، خو بيرته له هېواد، حکومت او له ولس سره هېڅ ډول خواخوږي نه لري. د نورو ګټې ورته له خپلو ګټو ګرانې او برترې دې. ان تر دې چې ځينې داسې هم شته چې له رسمي دندې، معاش اخېستو، د امتيازاتو له اخېستو سره سره بيا هم ځان افغان نه بولي او ځان پردی ((افغانستان وخراسانی)) او داسې نور ګني. هېڅ ډول تعهد او ژمنې ته ژمن نه دي، نو ايا داسې يو تن به له خپلې مور ((وطن)) څخه معنوي عاق نه وي؟ او ايا داسې يو نامتعهد، ناژمن او ناخوږی به له خپل ناموس ((عزت)) څخه بېزاره او طلاق نه وي. د طلاق لغوي مانا پرېښوولو ته وايی او دې خلکو عملاً له هېواد ((ناموس وعزت)) څخه ګوښه کړی او بل چا ته ژمن دی. په کار خو دا ده چې د داسې خلکو مېرمنې له دې بېننګو څخه ځانونه خلاص کړي ((طلاق واخلي)). ښکاره خبره ده چې د موروپلار په بې احترامۍ او نه درنښت او ورته سپک نظر کولو او بد ويلو او ترټلو سره چې هېڅکله يې يوه خوږه خبره ورته له خولې نه راوځي ايا د موروپلار له زړه به ازار نه راوځي او ايا داسې کس ته په ټولنه کې د يو ازاري ((عاق)) په سترګه نه کتل کيږي؟

همداسې که څوک خپلې مېرمنې ته ژمن نه وي، ښه ګوزاره ورسره نه کوي، په تن او نس يې ښه نه ساتي، ورسره بدخلقه وي، درناوی يې نه ساتي او داسې رزيله صفتونه درواخله، نو ايا د دوی ترمينځ ګډ ژوند به پايښت ومومي؟ نه هېڅکله، اخر به هم په پرېښوولو ((طلاقو)) تماميږي. څوک د پنجاب د آی ايس آی ډول، څوک د تهران، څوک د يو چا او څوک د بل چا ډول ته نڅيږي. دا خو لا څه کوې زموږ په دې بوجۍ دينو کې ځينې داسې کسان هم شته چې د هېواد نقشې د پنجابي پوځيانو او څارګرې ادارې ((مقاماتو)) په غوښتنه ورته وروړي او د خپلو ميندو، مېرمنو، خويندو، وروڼو او اولادونو د وژنې لپاره ترې د جهاد په نوم وسلې او پيسې او تخريبي توکي لکه زمکني ماينونه او داسې ترلاسه کوي چې په پايله کې د ګرانو هېوادوالو د وژنې سبب کيږي او د ملي بنسټونو د تخريب سبب کيږي. ايا داسې خلک به له خپلې مور نه عاق نه وي او ايا پر داسې خلکو به خپلې مېرمن طلاقې نه وي چې د پنجابي او نورو د خوشالولو لپاره افغانوژنې او نورو تخريبي اعمالو ته لاس اچوي؟ په بله مانا ملي – اسلامي ګټو او ارزښتونو، تاريخي، کلتوري، اجتماعي او اخلاقي پلوه خو زموږ اړيکي ((تعلقات)) له هېواد سره او د خپل ګران هېواد ملي - اسلامي ارزښتونو ته خو له طلاقو ((پرېښوولو)) هم ورتېره شوې ده.

څنګه چې د مېرمنې او څښتن ترمينځ يو بل ته مينه و ژمنتيا، لېوالتيا، پالنه و متقابل درناوی نه وي او يو له بل ننګه نه کوي، نو پای يې پرېکون وي. وطن وهېواد دېته ورته د مور مثال لري. يو څوک چې له مور سره مينه نه لري، ژمنتيا ورته نه لري، خواخوږي ورسره ونه لري، پالنه يې نه کوي، له اغيارو او د هغوی له لاسوهنو يې نه ساتي. د دښمن وسله ، پيسې ومهمات د خپلو خلکو د وژنې او هېواد ورانولو لپاره د جهاد په نوم اخلي، نو دېته هم موږ جهاد ووايو؟ يو څوک چې د ټولو امتيازونو سره سره له خپل هويت، ملت او له دين څخه منکريږي او په هويت پاڼو کې هغه افغانيت خو لا څه ان چې د دين کليمه نه شي زغملی، نو دين به راسره څنګه وزغمي، نو چې دين نه شي زغملای، نو د ښځې وخاوند ترمينځ د نکاح د فسخه کولو لپاره دين دی، نو خدای مه کړه چې دين ولاړ شي، نو نکاح خپله له مينځه ځي.

رأيت أحد عشر کوکبًا والشمس والقمر
اني أری أعصر خمراً، اني أحمل خبزاً فوق رأسي تأکل الطير
يصاحبی السجن اما أحدهما فيسقی ربه خمراً، وأما الآخر فيصلب فتأکل الطير من رأسه ...
وقال الملک انی أری سبع بقرات سمان يأکلهن سبع عجاف، وسبع سنبلات خضر وأخر يابسات

همداسې د موسی عليه السلام او د خضر په واقعه کې او داسې نورې بېلګې.

ځينې وخت الفاظ ((کليمات)) مترادف ولې مانا يې يوه وي، لکه : ظالم، فاسق، کافر.
ځينې وخت الفاظ مشترک، خو مانا يې جلا او بدله وي، لکه : عين
• سترګه
• زنګون يا زنګانه سترګه
• چينه
• لمر سترګه

يا لکه جعفر :
• د انسان نوم
• خر
• خټکی
• کنده

جعفر پر جعفر سپور، جعفر يې خوړ جعفر کې ته.
جعفر پر خر سپور وو، خټکی يې خوړ کنده کې روان وو.

يا د دجلې و فرات سيندونو ((نهرونو)) په باره کې چې خوب څرنګه ليدل شوی وو او تعبير يې څنګه وشو؟

درست ده چې ښاغلی به ځينې کمزورتياوې لري، ولې چې انسان دی او انسان نيمګړی دی، خو دا هم بايد ومنو چې غني تر ډېرو پورې په نسبي توګه ښه دی.

هغه څه چې د نوموړي ما ته د خپل ګران هېواد د ملي - اسلامي ګټو او اخلاقي پلوه مهم دي هغه دا چې نوموړی پر دې وتوانېده چې د امريکا په شمول نړيواله ټولنه په تېره چين سيمه ييز او نور نړيوال قوتونه يې پر دې قانع کړي چې پاکستان له موږ، ګاونډيو، سيمې او له نړۍ سره ډبله لوبه شروع کړې چې دا کار زموږ د بوجۍ دينو ((جهاديانو)) له توانه پوره نه وو، نه دی او نه به وي. ولې غني پر دې وتوانېده چې د پاکستان پټه ((ملموسه)) اسلامي دوه مخې څېره نړۍ ته په ډاګه او وروپېژني چې دا کار د هېچا له توانه پوره نه وو. د بي بي سي په مستند فيلم ((Secret Pakistan)) کې همدغې ټکي د برتانيا د هغه وخت سفير هم منلې

شېراد کوپر کول د برتانيا پخوانی سفير :
څه چې ما واورېدل هغه دا وو چې پاکستانيانو ملا برادر موندلی او نيولی دی. د هغوی موخه دا وه چې هغه قابو کړي او دا پيغام ورکړي چې : ((که تاسو غواړئ کومه معامله وکړئ، نو بايد له پاکستان سره يې وکړئ)).

بروسيډل :
ما ولسمشر اوباما ته وويل چې پاکستان له موږ سره دوه مخې لوبه کوي.

د حقاني ډلې هغه ساتونکی آی ايس آی ته سپارلی وو او آی ايس آی دغه ساتونکی شکنجه کړی وو. د دې پرځای چې ورنه وپوښتي چې ولې مو يو امريکايي ژورنالېست چې د مرکې لپاره مو غوښتی وو يرغمل کړ. له هغې نه يې وپوښتل چې ايا دغه امريکايي ستا کورنۍ ته پيسې ورکړې وې؟ او تا د حقاني ډله له دغو پيسو نه بې برخې کړه.
http://www.bbc.co.uk/pashto/in_depth/2012/01/120104_ia_secret_pakistan_pro2.shtml

محمد اشرف غني په ارګ کې د ديني عالمانو او نورو مخورو سره د قران د نزول د اونۍ د لمانځلو په يوې غونډې کې وپوښتل چې د دولت په نشتوالي کې نکاح رواه ده کنه؟.

ولسمشر غني وويل "تاسو له ما دفاع نکوئ، تاسو له حکومت څخه دفاع نکوئ بلکې تاسو د خپل اسلامي نظام څخه دفاع کوئ…. آيا د دولت له موجوديت پرته نکاح روا کيږي؟“.

آغلی خاطرې ته که له غني او له حکومته يې دفاع بده ښکاري، نو لږ تر لږه خو بايد له خپل اسلامي نظامه دفاع وکړي. دا چې مولانا فضل الرحمان ته له خپل انګرېزي قانون ((آيين)) نه دفاع حق ښکاري چې د باميانو د بُتانو او د پېښور د عجايبګر د بُتانو په ماتولو کې ترې شوې وه، نو هغه يې ناروا وګڼل. دا ځکه چې دلته نظام شته، آيين شته، خو د افغانستان يې جايز وګڼل. دا ځکه چې دلته نظام نه، بلکې جهادي ملوک الطوايفۍ وې، نو ځکه يې له خپلو بُتانو نه ننګه وکړه او زموږ يې روا وګڼل. که مو دولت لرلای، نو ملا محمد عمر يې راته اميرالمؤمنين وټاکه، خو خپله يې منحيث اميرالمؤمنين نه منلو. د نکاح او نور مسايل يې هم همداسې درواخله.

همداسې مولانا سميع الحق درواخله چې د زرداري په وخت کې د ((دفاع پاکستان کونسل)) په نوم مشري د لوفر زرداري تر لاس لاندې کار کولو، نو له زرداري لا څه چې هېواد مشر غني له مولانا سميع الحقه په تقوی وپرهېزګارۍ زر ځله ښه دی، نو هغوی چې له خپل لوفره ملاتړ کوي او له انګرېزي قانونه ملاتړ کوي، نو ايا دا بره خبره ده چې موږ د خپل متدين عالم واقتصاد پوه او زهير مشر نه ننګه ونه کړو. هغوی چې له خپل مفسد حکومته ننګه وملاتړ کوي، نو ولې موږ بايد له خپل حکومته ننګه ونه کړو؟ زموږ له همدغه فاسد نظامه هغوی سل ځله بدتر دي. ولې پر خپل دغه شته نظام باندې کبر وکړو؟

ډاکتر صيب د خدای په خاطر په هغه څه بوخت اوسه چې ته ورباندي پوهېږې ، عقل قل له ځانه مه جوړوه د ځان سره سره به ټول حکومت او ملت وشرموې .

آغلې خاطرې ته که دا شرم وي چې زموږ پخوانی ولسمشر ښاغلی کرزی شل ځلې لوفر زرداري ته ورغی او هېڅ يې ترې ترلاسه نه کړل. همداسې د برتانيه د وخت سفير وايی چې موږ د کرزي خبرې نه باورولې. د ترکيې پخواني ولسمشر عبدالله ګل ته يې څو ځلې د پاکستان له لاسه شکايت وکړ، خو هېځ ځای يې ونه نيو او داسې نورې ډېرې بېلګې درواخله، خو نن د شنګهای د غوڼدې په څنډو کې پاکستان د چين په وسيله په دې وتوانېده چې بيرته پخوانۍ پروسه له سره فعاله کړي. غني پر دې وتوانېده چې نړيواله ټولنه په دې قانع کړي چې پاکستان له هېچا سره ريښتينی نه دی. ايا دا کار کرزي کولای شو؟ ايا دا کار موږ جهادي مشرانو او نورو بوجۍ دينو کولای شو؟

تاسو په په ديني مسايلو کې تېروتنې کوئ. يوځل دې د مسلمانانو د ستر پيغمبر لمسی حضرت حسين د "خدای لمسی" ياد کړی وو. اوس دي دا ګلان وکرل

آغلې خاطره د سورة توبې له نزوله هم ناخبره ده چې په ((لاتقربوا الصلوة وانتم سکاری)) کې څه حکم دی؟ که په وينا کې څوک خطا شي دا دومره سخته نه ده، لکه څومره چې څوک په عمل کې خطا شي.

ټول پوهېږو ، آن تر دې چې دافغان ملت اوه کلن ماشومان هم پوهېږي چې د نکاح لپاره د دولت اونظام موجوديت يوه بې مورده او بې مناسبه مسئله.

د اسلامي احکامو د عملي کولو لپاره نظام ته اړتيا شته. که نظام نه وي، نو موږ به څوک نکاح لا څه ان چې د الله تعالی ورځني فرضي پينځه وخته عبادت لپاره هم موږ پخپلو جوماتونو کې پرې نږدي. همدا نن زموږ په يو ګاونډي سُنيان د جمعې لمونځ نه شي اداء کولی. پخپل هېواد او کوروکلي مو هم څوک په ارامه عبادت ته نه پرېږدي. د بلخ د قول اردو واقعه، د کابل د دشت برچي د الزهری، هرات او داسې نورې بېلګې درواخله. د بل ګاونډي د جناح مقبرې ته د ورتګ اجازه شته، خو موږ څوک په دفترونو، ښوونځيو، بازارونو، لارو کوڅو کې لا څه ان چې په جوماتونو او جنازو کې مو هم نه پرېږدي، نو چې نظام نه وي څنګه ته په امن وحفاظت سره خپلې عقيدوي چارې مخته وړې؟

آغلې خاطره د دولت ونظام پر اهميت هم نه پوهيږي. دا چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم مهاجر شو. د يو اسلامي عدلي نظام لپاره په مدينه کې بنسټ کېښوول او د دغې بنسټ د پراخوالي لپاره صحابه وو قرباني ورکړه چې د دغې قربانۍ په پايله کې مکه مکرمه فتحه شوه او ظالم شرکي نظام له مينځه ولاړ.

آغلې شهيد دلته د حقيقت ومجاز په تعريف کې تېر وتلې ده. اصولي مساله دا ده که يو څوک سوګند ((قسم)) وکړي چې زه به غوښه نه خورم، خو کب ((ماهي / سمک)) يې وخوړ، نو نه حانث کيږي. يا دا چې يو څوک سوګند ((قسم)) ياد کړي چې زه به له دې ونې نه نه خورم، خو هغه د دې ونې مېوه وخوړه، نو حانث کيږي، دېته ورته نورې بېلګې.

د نکاح يوه مانا انضمام ((پيوستوالی)) دی، نو بله مانا يا بل اړخ يو د بل ډاډيېنه او ملاتړ دی. که موږ د پېغمبر عليه الصلام والسلام او د بي بي خديجې رضی الله تعالی عنها بل اړخ راواخلو، نو له شک پرته چې هغه مبارکه د پېغمبر عليه الصلاة والسلام په ټوله مانا پوره ډاډ ورکوونکې ((تسلي ورکوونکې)) او پوره ملاتړې وه. له کوره بهر په قوم او په ټولنه کې برخورد او په کور کې دننه له هغه سره برخورد او سلوک بالکل پوره په تمامه مانا توپير درلود. درست ده چې الله تعالی د هغه ساتونکی او ملاتړی وو ((يايها الرسول بلغ ما انزل اليک من ربک، وان لم تفعل فما بلغت رسالته، والله يعصمک من الناس ان الله لايهدی القوم الکافرين))  له يو لورې ټولنې ته د نبوت د لارښوونې دنده، له بل لورې ورسره د ټولنې ناوړه سلوک، اسماني ملاتړ او په کور کې ورته څښتن تعالی ام المؤمنين خديجه رضی الله تعالی د ښځېتوب ترڅنګ د هغه مشاوره، رواني او مالي ملاتړ کوونکې کړې وه. پېغمبر صلی الله عليه وسلم به د هغه مشوره خوښوله او ورسره مينه يې لرله.

فقه خديجة
كان يَظهرُ على خديجة رجاحة الرأي وحسن التدبير وصواب المشورة في حياتها قبل زواجها من الرسول، وفي اختيارها للرسول زوجًا لها، ثم في حياتها معه حتى وفاتها، وكان الرسول يأنس بمشورتها ويحرص على عرض الأمور عليها والاستئناس برأيها، ومن تتبع بعض الحوادث التي عرضت عليها وأبدت فيها رأيًا أو أشارت به، وُجد في ذلك فقهًا وفكرًا وحصافة تميزت به في فترة البعثة النبوية، ومن نماذج فقهها:
• من فقه خديجة وحصافتها أنها ما إن سمعت بالرسول وسيرته اقتربت منه، وحرصت على أن تربطها معه علاقة عمل، وكان بعدها زواجها منه.[66]
• أجمع أهل السير والمؤرخون أن أول من آمن بالرسول هي خديجة، ولم يكن إيمانها إيمان عاطفة، بل كان إيمان بصيرة ويقين وتصديق، ومنه موقفها من الوحي: لما رجع الرسول من غار حراء ترجف بوادره، دخل على خديجة فقال: زملوني، زملوني، فزملوه حتى ذهب عنه الروع، فقال لخديجة: أي خديجة ما لي لقد خشيت على نفسي، فأخبرها الخبر، قالت خديجة: كلا أبشر فوالله لا يخزيك الله أبدا، فوالله إنك لتصل الرحم وتصدق الحديث وتحمل الكلَّ وتكسب المعدوم وتقري الضيف وتعين على نوائب الحق.[67]
• يظهر فقة خديجة جليًا عندما أرادت أن تختبر جبريل لتتأكد من حقيقته فقالت للنبي: «أي ابن عم أتستطيع أن تخبرني بصاحبك هذا الذي يأتيك إذا جاءك، قال نعم، قالت فإذا جاءك فأخبرني به، فجاءه جبريل عليه السلام كما كان يصنع، فقال رسول الله لخديجة يا خديجة هذا جبريل قد جاءني، قالت قم يا ابن عم فاجلس على فخذي اليسرى، قال فقام رسول الله فجلس عليها، قالت هل تراه، قال نعم، قالت فتحول فاجلس على فخذي اليمنى، قالت فتحول رسول الله فجلس على فخذها اليمنى، فقالت هل تراه، قال نعم، قالت فتحول فاجلس في حجري، قالت فتحول رسول الله فجلس في حجرها، قالت هل تراه، قال نعم قال فتحسرت وألقت خمارها ورسول الله جالس في حجرها، ثم قالت له هل تراه، قال لا، قالت يا ابن عم اثبت وأبشر فوالله إنه لملك وما هذا بشيطان»[68] استنبطت خديجة ذلك لأن الملك غادر المكان عندما كشفت عن رأسها، وأدركت أن هذا التصرف لا يتصرفه شيطان، بل هو ملك من الملائكة.[69]
• من مظاهر فقه خديجة، أنها ذهبت إلى ابن عمها ورقة بن نوفل وهي تعرف ما لديه من العلم وما له من دين، وطلبت منه أن يسمع الرسول ويقص عليه ما رأى وما سمع، وكان جواب ورقة: قدوس قدوس إنه الناموس الذي نزل على موسى، وإنك يا محمد نبي هذه الأمة، وكانت هذه الكلمات تأكيدًا وتوثيقًا لشعورها وحدسها بأن محمد رسول الله.[69]
• ذهبت خديجة ذات مرة للرسول في غار حراء تحمل معها الماء والزاد، فأتى رسول الله جبريل فقال : «يا محمد، هذه خديجة تحمل حيسا في حلاب، وقد أرسلني الله إليها بالسلام، فجاءت خديجة فقال لها الرسول: معك حيس، قالت: نعم يا رسول الله، قال: إن جبريل أخبرني ذاك وأخبرني أن الله أرسله إليك بالسلام، فقالت خديجة: يا رسول الله، الله السلام ومنه السلام وعلى جبريل السلام»،[70] يظهر فقه خديجة في تأدبها مع الله، فلم تقل على الله السلام، وإنما قالت الله السلام وعلى جبريل السلام،[71] قال ابن حجر العسقلاني: «قال العلماء في هذه القصة دليل على وفور فقهها لأنها لم تقل وعليه السلام كما وقع لبعض الصحابة حيث كانوا يقولون في التشهد السلام على الله، فنهاهم النبي وقال: إنّ الله هو السلام فقولوا التحيات لله، فعرفت خديجة لصحة فهمها أنّ الله لا يُرد عليه السلام كما يُرد على المخلوقين لأنّ السلام اسم من أسماء الله، وهو أيضاً دعاء بالسلامة وكلاها لا يصلح أن يرد به على الله، فكأنها قالت: كيف أقول عليه السلام، والسلام اسمه ومنه يطلب ومنه يحصل، فيستفاد منه أنه لا يليق بالله، إلا الثناء عليه، فجعلت مكان رد السلام عليه الثناء عليه ثم غايرت بين ما يليق بالله وما يليق بغيره، فقالت: وعلى جبريل السلام ثم قالت: وعليك السلام، ويستفاد منه رد السلام على من أرسل السلام وعلى من بلغه، والذي يظهر أنّ جبريل كان حاضراً عند جوابها فردّت عليه وعلى النبي مرتين، مرة بالتخصيص ومرة بالتعميم ثم أخرجت الشيطان ممن سمع لأنه لا يستحق الدعاء بذلك».[72]

فضلها :
لخديجة بنت خويلد مكانة كبيرة وفضل عظيم عند المسلمين، فهي أول الناس إيمانًا بالرسول، ولم يتزوج عليها في حياتها قطّ، ولا تسرّى بامرأة حتى فارقت الدنيا، وهي خير نساء الأمة مطلقاً، فقد روى البخاري في صحيحه عن علي بن أبي طالب قال قال رسول الله: «خير نسائها مريم، وخير نسائها خديجة».[81]
قال الذهبي: «ومناقبها جمّة، وهي ممن كمل من النساء، كانت عاقلة جليلة دَينة مصونةً كريمةً، من أهل الجنة، وكان النبي يُثني عليها، ويُفضّلها على سائر أمهات المؤمنين، ويُبالغ في تعظيمها، بحيث إنّ عائشة كانت تقول: ما غِرت من امرأة ما غرت من خديجة، من كثرةِ ذِكر النبي لها، ومن كرامتها عليه أنها لم يتزوج امرأة قبلها، وجاءه منها عدة أولاد، ولم يتزوج عليها قطّ، ولا تسرّى إلى أن قضت نحبها، فوجد لفقدها، فإنها كانت نعم القرين، وكانت تنفق عليه من مالها، ويتجر هو لها. وقد أمره الله أن يُبشِّرها ببيت في الجنة من قصب، لا صخب فيه ولا نصب»،[82] وقال ابن حجر العسقلاني: «وقد تقدم في أبواب بدء الوحي بيان تصديقها للنبي في أول وهلة ومن ثباتها في الأمر ما يدل على قوة يقينها ووفور عقلها وصحة عزمها لا جرم كانت أفضل نسائه على الراجح».[64] رجح عدد من العلماء أفضلية خديجة على سائر نساء النبي وبالذات أٌم المؤمنين عائشة، قال ابن حجر العسقلاني: «قال السهيلي استدل أبو بكر بن داود على أنّ خديجة أفضل من عائشة لأن عائشة سلّم عليها جبريل من قبل نفسه، وخديجة أبلغها السلام من ربها، وزعم ابن العربي أنه لا خلاف في أنّ خديجة أفضل من عائشة، وردّ بأنّ الخلاف ثابت قديماً وإن كان الراجح أفضلية خديجة بهذا وبما تقدم، قلت: ومن صريح ماجاء في تفضيل خديجة ما أخرجه أبو داود والنسائي وصححه الحاكم من حديث ابن عباس رفعه أفضل نساء أهل الجنة خديجة بنت خويلد وفاطمة بنت محمد، قال السبكي الكبير: لعائشة من الفضائل ما لا يُحصى ولكن الذي نختاره وندين الله به أنّ فاطمة أفضل ثم خديجة ثم عائشة، واستدل لفضل فاطمة بما تقدم في ترجمتها أنها سيدة نساء المؤمنين، قلت: وقال بعض من أدركناه: الذي يظهر أنّ الجمع بين الحديثين أولى، وأن لا نفضل إحداهما على الأخرى، وسئل السبكي هل قال أحد أنّ أحداً من نساء النبي غير خديجة وعائشة أفضل من فاطمة، فقال: قال به من لا يُعتد بقوله، وهو من فضل نساء النبي على جميع الصحابة لأنهن في درجته في الجنة، قال: وهو قول ساقط مردود انتهى، قال السبكي: ونساء النبي بعد خديجة وعائشة متساويات في الفضل».[72]

Khadijatul-Kubra (RA) was the first woman who got the honour to become the Ist wife of our Holy Prophet Muhammed (pbuh) and first woman to enter into Islam. She was "Khadijatul-Kubra Bint Khuwailid bin Assad bin Abdul Uzza bin Quasy bin Kilab. She is the mother of the believers. All "Ummas" finds a perfect model and example in her for leading a Holy peaceful and Islamic way of life. She was perfectly devoted and resigned to Allah (S.T.) and his Messenger. She gave away all her wealth in the cause of Islam. She was blessfully happy and loved our Prophet (pbuh) passionately. Our Prophet (pbuh) always care more about Khadijah (RA) than any other women.

Narrated A'isha (RA), "I did not feel jealous of any of the wives of the Prophet (pbuh) as much as I did of Khadijah (RA) though I did not see her. But the Prophet (pbuh) used to mention her very often, and whenever he (pbuh) slaughtered a sheep, he (pbuh) would cut its parts and send them to the women-friends of Khadijah (RA). When I sometimes said to him, "You treat Khadijah (RA) in such a way as if there is no woman on earth except Khadijah (RA). He (pbuh) would say, "Khadijah (RA) was such & such and from her I had children".(Bukhari)

Narrated Abu Hurairah (RA) Jibrael (Gabriel) came to the Prophet (pbuh) and said, "O Allah's (ST) messenger, This is Khadijah (RA) coming to you with a dish having meat soup (or some food or drink) when she reaches you, Greet her on behalf of her Lord (i.e. Allah (S.T.)) and on my behalf and give her the glad tidings of having a palace made of Qasab in Paradise wherein there will be neither any noise nor any toil (fatigue or trouble etc.)".(Bukhari)

She was the first to believe in his mission. She in fact sacrified her ease and comfort for the sake of Allah (S.T.) and his messenger. She adored him for divine achievements. She helped the Prophet (pbuh) and co-operated with him in distress in his days of Prophet-Hood. She believed in Allah (S.T.) and his messenger when the Prophet (pbuh) received the first revelation and came home worried and frightened. She consoled him (pbuh) in these words as "I take refuge in Allah (S.T.) from that "O Abul Qasim", Allah (S.T.) would not treat you thus since He knows your truthfulness, your great trustworthiness, your fine character and your kindness" (Ibn Isheq).

Her love, affection, encouragement and consolation extended to our beloved Prophet (pbuh) is a great source in estabishing Allah's (ST) message. Khadijah (RA) supported the Prophet (pbuh) for a quarter of a century. She was the embodiment of love, truthfulness and she had firm & fervent faith in Allah (S.T.) and his messenger. She got the honour to be the first woman to enter into Islam and to become the first mother of the Believers.

She was the first to get the glad tidings as to enter into Paradise. She was 40 at the time of her Marriage with the Prophet (pbuh) and the Prophet (pbuh) was of 25 years. Our Prophet (pbuh) was 15 years junior to her. She spent 24 years and few months with the Prophet (pbuh). Allah (S.T.) used to send "Wahi" in her house and even she received the compliment (Salam) through Angel Jibrael. She showed extraordinary affection and extended all kind of moral support to our beloved Prophet (pbuh) when he was boycotted and compelled to stay with his family in the "Shabe-e-Abi Talib". She not only gave him (pbuh) the love and affection of a wife and companion but sacrified all her comfort and peace, her wealth and property. She didn't keep anything but spent it fil his (pbuh) pleasure and comfort.
She showered all her body, soul and property on him (pbuh) & on religion. Therefore our beloved Prophet (pbuh) always remembered her with feelings of love and affection even after her death. The intensity of his (pbuh) love and regard for Khadijah (RA) is shown by the following incidents:

A'isha (RA) reported that once she hurt his (pbuh) feelings on this issue and the Prophet replied " Allah (S.T.) has blessed me with her (Khadijah (RA)) love". On another occassion A'isha (RA) asked him (pbuh) if she had been the only woman worthy of his love and the Prophet (pbuh) replied "She believed in me when no body else did, she embraced Islam when people disbelieved me and she helped and comforted me when there was none to lend me a helping hand".

There is no doubt that Khadijah (RA) stands very high in the religion as well as a history of Islam partly because she was foremost in accepting Islam. When it was being rejected and hated, she supported Prophet (pbuh) and Islam with all her social & financial resources to make him and his religion succeed. The faith of Allah (S.T.) was established and given strength by her support love and encouragement. The "Quran" refer to her in these words as:
 
Did He not find thee an orphan and give thee shelter (and care)?
 
And He found thee wandering and He gave thee guidance.
 
And He found thee in need and made thee independent.
 
Therefore treat not the orphan with harshness.
(Surah 93 "Adh-Dhuha", Ayahs 6-9)
The Prophet (pbuh) lived a happy and contended life with her for about 25 years and had all his children from her except Ibrahim (RA). He (pbuh) never married another woman as long as she was alive. She died at the age of 65 years after a brief illness. The Prophet (pbuh) remained by her side nursing her all the time. The Prophet (pbuh) himself laid her down in the grave. May Allah (S.T.) be pleased with her. She is the mother of Fatima (RA) and the grand mother of the princes "Imam" Hassan & Hussain (RA). She is the mother-in-law of both Othman bin Affan & Ali bin Abu Talib (RA). She is remembered as Syeda Tahera Siddiqa and Khatijatul- Kubra (RA).
Abdullah bin Abbas (RA) Narrated, One day the Prophet (pbuh) drew 4 lines on the ground and said, "Do you know the meaning of these 4 lines? The companions who were present there respectuflly replied, " Allah (S.T.) (ST)& his Prophet (pbuh) knows very well". The Prophet (pbuh) said that those four lines meant the four most graceful & great women of the universe, they are:
1. Khadijah bint Khuwailid (RA)
2. Fatima (RA) bint Muhammad (pbuh)
3. Mariam bint Imran
4. Asiyah bint Mazahim (wife of Feraun or pharoh)
• Khadijah (RA) has got the honour of being, "Ummul-Momineen" the mother of the believers.
• Fatima (RA) bint Muhammad (pbuh) got the title of being the leader of the women in the paradise.
• Mariam bint Imran was the mother of Prophet Issa (pbuh) and she bore him without father as per Allah's absolute will.
• Prophet Mosa (pbuh) was brought up under the kind care of Asiya bint Mazahim. She advised Feraun to adopt Mosa (pbuh) as a son when he was killing the children of Israel. She not only brought up and looked after Mosa (pbuh) but she accepted him (pbuh) as the Prophet of Allah.
Khadijatul-Kubra (RA) was born in 566 A.D. at Mecca Mouzama. Her mother's name was Fatima bint Zaid bin Asam and her father was Khuwailid bint Assad, who was the popular chief of 'Quraysh' Tribe. He lead a very good business. He died in the famous battlefield of "Fajar".
Khadijatul-Kubra (RA) belonged to a respectable wealthy family of Mecca Mukarama. She (RA) had first married to Abu Hala (Malik) bin Zararah Tamim. She had 2 children whose names are Hind & Hala. Abu Hala was a very good businessman and therefore she extended him all help to flourish in the business, but he died after few years later.
Khadijatul-Kubra (RA) was married to another merchant called Atiq bin Aidh. She (RA) had a daughter from 2nd husband whose name was Hinda. She could not continue with her second husband and they had separated.
Khadijah (RA) concentrated on promoting her business and she inherited much wealth and many commercial banking houses. She sometimes lent money to reliable "Qurayshi" merchants as a profits having business. When the Carvans returned from their commercial expeditions, the profits were sharing equally. Sometimes she used to hire men to carry merchandise outside Mecca Al-Mukaramama.
Khadijah (RA) heard about the integrity, probity and truthfulness of Muhammad bin Abdullah (pbuh). As a trader, she sent for him (pbuh) and proposed that he should take her merchandise to Syria and she promised to pay more to him than she used to pay others. Muhammad (pbuh) agreed to carry out the trade. Khadijah (RA) gave 'Maysara' her slave in his service.

Maysara observed many strange things during their travel to Syria. It is narrated that at the noon, when it was intensely hot. Maysara saw two angels shading the Prophet (pbuh) from the scorching rays of the sun Muhammad (pbuh) took rest for a while under a tree while retrurning back to Mecca. Seeing this nastur the jew Rahib asked Maysara who that man was? who took rest under the tree. Maysara was very proud to be under the service who would be Prophet.
Infact, Khadijah (RA) had heard from Maysara the honesty, trustworthiness, high moral character and clean habits of Muhammad (pbuh). She also realised the spritual capacities of Muhammad (pbuh). She was very much impressed by Muhammad (pbuh). She dreamed the illustrious sun in her house which made the house glow a light.
When this dream was brought to the notice of Warqa bin Nawffal, He confradulated her and asked her to be happy to have the "Light of the Prophet" in her house. She therefore made up her mind to send message to Muhammad (pbuh) to marry him throgh Nafeesa who was her friend.
Muhammad (pbuh) happily accepted the offer thus the dream of Khadijah (RA) came true. Abu Talib and Hamza (RA) the uncle's fo the prophet went to the house of Khadijah (RA) on her behalf. Omer bin Assad arranged the marriage ceremony. At this auspicious occassion, Khadijah (RA) invited Haleema the foster mother of the Prophet (pbuh) to the ceremony and she was given 40 goats, a camel & other items as presentation because she had nourished the Prophet when he was a child.
Allah (S.T.) blessed them with the following children.
1. Qasim bin Muhammad (pbuh)(Abul-Qasim)
2. Zainab (RA) bint Muhammad (pbuh)
3. Ruqayya(RA) bint Muhammad (pbuh)
4. Umm-e-Kulthum (RA) bint Muhammad (pbuh)
5. Fatima (RA) bint Muhammad (pbuh)
6. Abdullah (Tayyeb & Taher) bin Muhammad (pbuh)
Muhammad's (pbuh) affectionate love, tenderness increased tremendously and the married life passed peacefully & happily then he diverted his attension in deep meditation and used to spend a month in a year in the rock called "Hira". This rock stands a few miles to the North Mecca. He used to return to his family for provision for further stay. At length, Truth came to him and heard, "0 Muhammad (pbuh) you are the messenger of Allah". (Bukhari)

طالب و داعش چې بيعت کاروي، نو دېته موږ بيعت د صحابه وو نه شو ويلی، بلکې دا په نننيو کارونو ((اصطلاحاتو)) خپلې ډلې او د يو هېواد مشر له لورې خپل ولس او دولت يا حکومت ته لوړه او وفاداري کول دي. زموږ تش په نوم اسلامي ډلې ټپلې د طالب او ننني داعش په نوم ټولې د پرديو څارګرو ادارو پورې تړلي دي چې دلته دوی د خپل ولس او هېواد پر ځای نورو ته وفاداره دي. د هېواد نه، بلکې د هغوی ګټې ورته مهمې دي او خپلې ملي - اسلامي ګټې د هغوی پر غوښتنه ننګوي.

که بالفرض نکاح د خپل ګران هېواد د ملی - اسلامي ګټو لپاره د لوړې او وفادارۍ يا د خواخوږۍ په مانا واخلو بدي يې په څه کې ده. داسې خو نه شي کېدای چې دولت ((حکومت)) ټول امتيازات دې اخلم، واک دې راسره وي او حکومت دې ګوتڅنډنې هم کوم، فرمايشونه دې هم ورکوم، خو د خپل ولس او حکومت پر ځای خواخوږي له هغوی سره لرم، نو دا حراميتوب دی، بلکې دا ډول ګټه مطلقې حرام ده. د پرديو له استخباراتو سره خو بيعت شرعًا جايز نه دی، نو دوی ولې دا د بيعت کليمه بېځايه ((بېمورده)) کاروي؟

د بېلګې په توګه وړم کال ټاکنې وشوې تر اوسه لا هغه د ټاکنو د وخت دولتي ((حکومتي)) موټر چا بيرته نه دي ورکړي. عجيبه قضاوت دی؟ که پوښتنه ترې کوې، نو بيا خبره قومپالنې، ژبپالنې، سمتپالنې او داسې فاشيستي کړنو او افراطيت خوا ته وړي او جهاد به پر خلکو زبادوي. ايا راشده خليفه ګانو، صحابه وو او داسې نورو ايمه وو داسې کار کړی دی؟ نه، هېڅکله يې نه دی کړی. معاش له حکومته اخلي ان تر دې چې د برېښنا بيل څوک نه ورکوي.

ايا په داسې يو صورت کې چې يو څوک دولتي معاش اخلي، دولتي دنده لري او له ټولو امتيازاتو نه برخمن وي او خواخوږي يې له مخالفينو سره وي. که نظام ورته اسلامي نه ښکاري، نو بيا ولې په دې نظام کې کار کوي؟ ولې يې معاش اخلي؟ ولې يې امتيازات اخلي او داسې نور. ولسمشر خو څه کوې، بلکې له خپلو ملي - اسلامي ګټو او له خپل ولسه ننګه نه کوي. حکومت ته ستونزې راولاړوي، پر ارګ منډې وروهي. مخالفين هم همداسې درواخله چې نن خو ترې روسان په زغرده ملاتړ کوي، نو هغه يو نيم ميليون شهيدان مو د څه لپاره ورکړل؟ همداسې په لکونو معيوبين لرو.

مشوره :
موږ ته د ملي - اسلامي اړخه لا څه ان چې له اخلاقي پلوه دا اړينه ده چې د خپل حکومت او نظامه ملاتړ وکړو چې دا زموږ ملي - اسلامي واخلاقي دنده ده. ښه به دا وي چې د خپلې سياسي پوهې تر څنګ خپله اسلامي پوهه باندې تمرکز وکړي.

پايله :
که موږ د ټولنې ښځينه ونارينه قشر پر سياسي واسلامي پوهه سنبال شو، نو بيا به لنډ اندي نه اوس او خپلې ملي - اسلامي ګټې به له نورو فردي واجتماعي او نامشروع غوښتنو سره توپيرولای شو. هم به خپل عالم اقتصاد پوه مشر درنښت راته معلوم وي. هم به د حکومت ونظام پر ګټه، اړتيا او شتون باندې پوهيږو او هم به يې پر ساتنه باندې پوهيږو. دا چې نن زموږ سياسي واسلامي پوهه کمزورې ده، نو ژر خپله لار راڅخه ورکيږو او د نورو تر تاثير لاندې راځو او د هېواد مشر، حکومت او د نظام له ملاتړه لاس پر سر کيږو او د نورو نارواوې راته ښه ښکاره کيږي.

په درنښت


د شيخ الحديث مولانا مفتي (ډاکتر محمد اشرف غني) فتوا؟
https://khabarial.com/archives/18965


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery