مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-07-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پکتیکا وال: روان جنګ پردی دی او موږ نور نه غواړو چې د دغې بدمرغۍ قرباني شوو.

راحیله جواد

یادې څرګندونې د دوشنبې په ورځ د پکتیکا قومي مشرانو، دیني علماوو او مسؤلینو په یوه پراخه ولسي غونډه کې وکړې.
پکتیکا وال وایي، اوس په دې ټول پوه شوې چې روان جنګ د پردیو استخبارتي کړیو له لوري د خپلو شخصي ګټو په موخه دی او په وینا یې دوی نور دا بدبختۍ نه شي زغملی.
د پکتیکا ولایت یو تن دیني عالم مولوي صاحب عبدالکریم وویل سوله یو الهي امر دی او په خبره یې ټول مکلف یوو چې یاد الهي امر ته درناوی وکړو.
نوموړی له خلکو غواړي چې که د ریښتیني انسانیت په رڼا کې ژوند کول غواړئ نو له روان جنګه نفرت وکړئ او دسولې په رڼا کې ژوند غوره کړئ.
د یادونې ده، د پکتیکا غیورو ولسونو له دې وړاندې په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د ورته غونډو او راټولېدنو پرمهال له خپل نظام نه ملاتړ او ننګه کړي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery