مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-07-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سیاسي ګوندونه د ماشومانو لوبوڅیزونه شول؟!

حبیب پکتین

په هره ټولنه کې سیاسي ګوندونه د ټولنې وګړو سیاسي شعور راویښولو او بډایه کولو کې لوی رول لري او دا رول یې لوبولی دی. سیاسي ګوندونه دي چې په نورو ټولنو کې یې خلک را ویښ کړي او له بهرنیو استعمارونو یې خلاص او د آزادۍ لاسته راوړلو ته یې رسولي دي او په ټولنیز ژوند کې یې په اقتصادي ، ټولنیزو او فرهنګي برخه کې د بډاینې په لور سوق او اداره کړي دي او د همدې سیاسي ګوندونو له لارې انسانانو خپل حق پيژندلی دی او د خپل حق خوندي کولو او د بل په حق د نه تیري لوړ درسونه یې زده کړي دي.
خو له بده مرغه چې په افغانستان کې سیاسي ګوندونو له پیله بیا تر اوسه پورې څرګنده مثبته پایله نه ده درلودلې او تر ډیره د هر اړخیزې خپلواکۍ نشتوالي له امله د بهرنيو لاس آلې ګرځیدلي او ددې پر ځای چې هیواد د پرمختګ لور ته ورسوي د تاړاکونو او استعمار ښکار یې ګرځوي او د دښمن خولې ته یې د تیارې کړې ګولې په څیر ور ډالۍ کوي. په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو د پیل له څرنګوالي به یې نه را پیلوم بلکې په دې لنډه لیکنه کې به د نویو یو څو سیاسي ګوندونو د نادرو(!) کړنو لنډه یادونه وکړم، کومې چې د سیاسي ګوندونو له نوم ، فعالیت او کړنو یې خلک بې زاره کړل او اوس سیاسي ګوندونه د ماشومانو د لوبو څیزونو په څیر ورته بې ارزښته ښکاري او ملنډې پرې وهي.
په ۱۳۸۷ او ۱۳۸۸ کلونو کې مې یو ملګري راته کیسه کوله، چې د افغان ملت ګوند له یو سمییز ولایتي مسؤل سره یې په دې ستونزه راغله چې د یوې لیسې مدیر ؤ او په چل او زور یې د لیسې زده کوونکي د ګوند غړيتوب منلو ته هڅول په داسې حال کې چې د ګوند غړيتوب خپل شرایط او اصول لري او هیڅکله په زور ، جبر او چالاکۍ هیڅ یو ګوند څوک غړیتوب ته نه شي مجبورولی.
تر دې وروسته په ۱۳۹۲ او ۱۳۹۳ ل کلونو کې په خوشحال خان او رحمن بابا لیسو کې د عبدالرحیم ایوبي ځانګړو کسانو ددې لیسو زده کوونکي د خپل ګوند غړیتوب ته هڅول او په دې پلمه یې د ګوند غړیتوب ورباندې مانه چې ګویا د عبدالرحیم ایوبي تش په نوم ګوند د اشرف غني بابا ګوند دی؛ ما هغه وخت د عبدالرحیم ایوبي له دې استازو سره یو څه بحث هم د لیسو ټولو زده کوونکو په مخ کې وکړ او ورته ومې ویل چې اشرف غني هیڅکله کوم ګوند نه دی درلودلی او نه یې لري او دا ګوند د عبدالرحیم ایوبي دی، خو یادو کسانو ویل چې ګوند په اصل کې د اشرف غني دی او اجرايي مسؤل یې ایوبي دی او په دې یې د لیسو زده کوونکي تیر ایستل او په څه بهانه یې له لیسو پښې سپکې کړې، چې په یادو کسانو کې د لیسو زده کوونکي او ښوونکي هم وو.
له دې یې بیا تر ټولو زیاته د تعجب او خندا وړ دا چې په ۱۳۹۵ کال کې په غزني کې زما له لسو زیاتو خپلوانو راته وویل چې څو کسانو ورنه په دې بهانه چې د یوې یوې نومرې مځکې چانس ورته د غزني په نویو دولتي ښارګوټو کې برابروي او دوي باید د تذکرې کاپي او څو عکسونه ورکړي؛ خو په پایله کې یې ورته د عبدالرحیم ایوبي ګوند د غړیتوب کارت ورکړی او ورته ویلي یې دي، چې هر دولتي ارګان کې یې کوم کار بند شو، نو په کارت کې شته مبایل شمیرې سره دې اړیکه ونیسي او بیا دې نو په عامه اصطلاح یوه پښه په بله ورته واړوي او ګوري دې چې کار یې څنګه خلاصیږي. په یادو کسانو کې خو یې یوازې یو یا دوه لوستي وو او څه نا څه د ګوند په معنا پوهیدل خو نورو ټولو وروسته له هغه چې په دې پوه شول چې د ځمکې د نومرې خبره دروغ ده، نو زما په مخ کې یې کارتونه د سګرټو په لایټر وسوزول؛ ځکه دوي دا ویل چې د وسله والو مخالفینو له لورې ورته کومه ستونزه جوړه نه شي.
د نویو سیاسي ګوندونو دې ډول نادرو جاهلانه کړنو ته په کتو سره اوس تر بل هر وخت ډیر خلکو د ګوندونو پر ارزښت خپل بشپړ باور له لاسه ورکړی دی او نفرت ترینه لري؛ ځکه د کابل په وروستیو پیښو کې تش په نوم یو څو افغاني ګوندونو د افغانانو پاشلو او قومي ، ژبنیزو او مذهبي تفرقې لپاره د بهرنیو سفارتونو په لمسونه او مرسته په ښار کې خیمې ووهلې څو کوڅه ډبي یې پکې په دې نامه راټول کړل، چې ګویا دوي له حکومت څخه غوښتنې لري او باید چې ومنل شي، خو په پایله کې د ټولو اصلیت نړیوالو ته څرګند شو او افغانان په دې پوه شول، چې یادې کړۍ د بهرنيو استخباراتي شبکو په چوپړ کې دي او د هغوي په خوښه د افغانانو په منځ کې تفرقې اچوي. همدا کړۍ دي چې لوړو پوځي او ملکي څوکیو ته یې ځانونه رسولي او د افغانستان په استخباراتي او پوځي وریدونو کې یې هم نفوذ موندلی دی.
نو دې ټولو ته په پام سره باید له لویه سره افغان سرګردان ولسمشر او بیا د عدلیې وزارت او نور اړوند ارګانونه په هیواد کې د سیاسي ګوندونو فعالیتونه تر بشپړ څار لاندې راولي او د ټولو لپاره شرایط سخت کړي او هغوی چې خپل شرایط یې نه دي پوره کړي جواز یې ترینه واخیستل شي تر څو په یو بل کې مدغم او د ګوتو تر شمار راورسیږي؛ ځکه په ټول هیواد کې به یو یا دوه داسې ګوندونه وي، چې افغانستان شموله وي او د هرې ژبې ، قوم او مذهب څخه په خپل ځان کې بیلګې ولري، چې دا په خپله د افغانانو پاشل کیدو سبب شوي او کیږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery