دخپریدو نیټه : 2017-08-01 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د نهم ګډ سوداګرۍ کمېسیون جوړیږي
راحیله جواد
مالیې وزیر اکلیل حکیمي د قزاقستان له سفیر ښاغلي بیتیموف عمرتای، سره وکتل.
په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اګسټ په میاشت کې د نهم ګډ اقتصادي او سوداګرۍ کمېسیون په جوړیدو، د نفتي موادو او غنمو په اخیستو، د هوایي خدمتونو په هوکړه لیکونو، د (افغانستان، قزاقستان، ازبکستان و ترکمنستان) هیوادونو ترمنځ په ترانزیټ او سوداګرۍ او لوړو زده کړو په اړه خبرې وکړې