مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-07-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ایران او د ملي وحدت حکومت:

انجنیر ارشد نور

 


د ملي وحدت حکومت او ولسمشر اشرف غني په تیرو دریو کلونو کې د اوبو یا هم د بریښنا په یوه بند هم کار ندی کړی او اکثره هغه بندونه چې اوس ګټې اخیستنې ته وړاندی شوی یا کیږی د دی بندونو طرحه، پلان او ‌‌‌‌‌‌ډیزان د ظاهر شاه او د سردار داود خان په وخت کې شوی او د سردار محمد داود خان د شل کلن پلان برخه وه، مګر کله چې پر هغه کودتا وشو نو په دی طرحو کار په مکمله توګه ودریده او د طالبانو د رژیم تر ختمیدو پوری په دی پلانونو هیڅ کار ونه شو، خو کله چې ولسمشر کرزی واک په لاس کې واخیست نو هغه لومړۍ د ننګرهار د درونټې او د کجکې د بند په ترمیم کار پیل کړ، د ننګرهار بند ته یې دری او د کجکې بند ته یې دوه نوی امریکایې د توربینونه راوړل چې اوس تری ګټه اخستل کیږی، مګر پلان داسې دی چې په دی بندونو باید څلور توربینونه ولګول شي ترڅو زیاته بریښنا تولید کړی، ورپسې یې د هندوستان سره د سلما او نورو بندونو قراردادونه هم لاسلیک کړل چې داسې هم ویل شوی چې د ننګرهار د کامۍ ولسوالۍ په سیمه کې به د کابل او کنړ په سیندونو یو بل بریښنا بند هم جوړیږی ترڅو ختیځ ولایتونه د بریښنا ضرورت په کور دننه پوره کړي، په ورته وخت کې د کنړ پر سیند د یوه لوی او څلورو کوچنیو بندونو سروی او پلانونه هم جوړ کړل شوی وو چې د بودیجې اخیستنې کار یې پاتې وو مګر په اوږد مهاله پروژو کې دا پروژی هم شاملی کړی شوی چې راتلونکې نور حکومتونه به پری کار وکړی.

اوس راځو دی ته چې ولی ولس د ظاهر شاه‌، سردار محمد داود خان، صدر اعظم محمد موسې شفیق او د حامد کرزی نوم نه اخلی مګر ټولو د اشرف غني ‌‌‌‌‌‌ډول وهل پیل کړی؟ په داسې حال کې چې نه ولسمشر اشرف غني او نه یې هم د ملي وحدت حکومت د دی بندونو په پلان، طرحه، ‌‌‌‌‌‌ډیزاین، بودیجه او عملی کار پیلولو کې برخه درلوده؟
 د دی سوال ځواب نن په پاکستان کې د افغانستان لوی سفیر ښاغلی زاخیلوال ورکړی او لیکلی یې دی چې کله چې د ملي وحدت حکومت جوړ شو نو هغوی د هغه تکمیل شوو او ګټه اخیستنی ته د وړاندی شوو بندونو افتتاح دوه او دری ځلی یوازې د دی لپاره ورکړه ترڅو ولس ته فریب ورکړی او خلک ووایې چې ګنی دا بندونه دوی جوړ کړی په داسې حال کې چې د بندونو جوړول د شپږو نه تر لسو کلونو ته ضرورت لری. د دی فریبکاری ښه مثال د سلما د بند دوه ځلی او د کمال خان د بند له سره بیا افتتاح ده. ورته کار یې د کجکې او نورو بندونو سره هم وکړ او یوازې په مطبوعاتو کې یې دومره زیاتې چغې جوړی کړی چې حتی ایرن یې هم وارخطا کړ چې ګنی افغانستان د موسې شفیق د هوکړی څخه لاس په سر شو.

د ایران او افغانستان د اوبو مشکل د سردار داود خان په وخت کې د شهید موسې شفیق په هلو ځلو حل کړل شوی، نو د همدی کبله کله چې د سلما او کمال خان په بندونو کار پیل کیده نو ایران د موسې شفیق د هوکړی په احترام هیڅ کوم غبرګون ونه ښوده مګر کله چې د ملي وحدت د حکومت مشرانو یوازې د دی لپاره چې په ولس کې محبوبیت پیدا کړی د مکمل شوو بندونو افتتاح یې څو څو ځله په مطبوعاتو کې وکړه او په بار بار یې وویل چې اوبه به پر ایران بندی کړی نو ایرانیانو هم د دی ویری لکبه چې ګنی مخکینې هوکړی افغانستان ماتې کړی نو په یوه نړیوال کانفرانس کې یې شدید غبرګون وښوده. د ایران سره زمونږ مشکل په هغه اندازه ندی چې حل ونلری، یوازې د اوبو خبره ورسره افغانستان مخکې درلوده مګر هغه هم شهید موسی شفیق حل کړی، خو لوی جنجال مو د پاکستان سره دی چې هم یې زمونږ خاوره نیولی، هم اوبه پریمانه ور روانی دی، هم ورسره په لاری او ټرانزیټ جنجال لرو، هم یې زمونږ د هند سره د تجارت مخه نیولی او هم هره ورځ زمونږ د وژلو او زمونږ د هیواد د ورانولو او بربادولو په موخه ترهکر رالیږی. زمونږ سیاست باید داسې نه وی چې د میچنو په مینځ کې د غنم دانه شو بلکې باید د ایران سره لکه د هندوستان دوستې وکړو او د دی دوستې پر اساس پاکستان په دری اړخیز مثلث کې د غنم د دانی په څیر راګیر او وړه کړو.

د ایران سره مونږ تاریخی دوستی لرو او د ظاهر شاه په وخت کې د ایران شاهی دولت څو څو ځله د افغانستان په ننګه پر پاکستان بریدونه کړی، نو اوس که چیری مونږ سم خلک د بهرنیو چارو په وزارت کې وګومارو او هغوی پر ایران سم کار وکړی نو مونږ تری یو ځل بیا د پاکستان په مقابل کې ګټه پورته کولی شو او خپل اصل دښمن پر دوی ځپلی شو، او دی کار لپاره اوس افغانستان ښه موقع هم په لاس کې لری ځکه چې وروسته تر هغې چې پاکستان د ایران سره د ګازو د پایپ لاین پروژه د غربی هیوادونو او سعودی عرب په خوښه بنده کړه نو د دواړو هیوادونو اړیکې سره ترینګلی شوی، د هغی نه بعد د ایران په سرحدی ځواکونو د پاکستان لخو د جمعیت الاحرار په نوم ترهګری ډلی بریدونه وکړل او دری ایرانې سرحدی ځواکونه یې ووژل چې په غبرګون کې یې ایرانیو ځواکونو په پاکستان توغندی وتوغول او یو ځل خو حتی ایرانی ځانګړی ځواکونه د پاکستان د بلوچستان ایالت ته د ترهګرو د پټنځایونو د ځپلو لپاره دننه هم شو چې ګڼ شمیر ترهګر یی هم ووژل، د دی ترڅنګ په تیرو څو میاشتو کې د ایران د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو په څو څو واره وویل چې که چیری پاکستان د ترهګری سره مبارزه او د ترهګرو مرکزونه بند نکړی نو ایران به د پاکستان دننه ترهګر وځپی، په ورته وخت کې کله چې د ایران په پالیمان ترهګریز برید وشو د هغی پړه هم ایران د پاکستان په غاړه ورواچوله او وویل چې پاکستان د نړی د ترهګری مرکز دی.
نو اوس باید افغان دولت د ایران او پاکستان د همدی خرابو اړیکو څخه ګټه پورته کړی او باید د پاکستان پر ضد یو قوی دری ضلعی مثلث د ایران او هندوستان سره یو ځای جوړ کړی ترڅو دا سیمه د ترهګری څخه د تل لپاره په آمان کې شي او د دی سیمې اوسیدونکې یو ځل بیا د امن په فضا کې ارامه ژوند او پرمختګ ته ادامه ورکړی.

په درنښت


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery