مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-08-06   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دورستيوايتلافونوپر وړاندي ملي دريزته اړتياده .

حبيب الله غمخور
ولسه دهغوپرخلاف راپورته سی چي ستاسوپرنوم اوتاريخ سوداگري کوي . ددولتی اپوزيسيون يا ددوي په خبره ائيتلاف دگډونوالونه دولس پوښتنه! دسياسي ائيتلاف اوسياسي اپوزيسيون په معنی اومفهوم بايد داښا غلی لمړی ځان پوه کړي اوبيا په ډله ايزو رسنيوکي دخپلو ناروا اوملي گټوخلاف حرکتونونه دفاع وکړی . دهغونه پوښتنه چې لاريون کوی،اودوطن دنجات په نوم په درواغوخپل ستونی څيری اوچيغې وهی! دهغونه پوښتنه چي وايي ائيتلاف قانونی دی اوخپله پرون په کنړاوهرات کي چارواکي وو. ددې ورستيوايتلافونودټولومشرانونه پوښتنه ! ددې نووجوړسووائيتلافونوله يوه سره همدايوه گوتنيونه ده چي وايي دولتي واک انحصارسوی. ښاغلو! دکوم دولتی واک انحصار؟ دچالخوادولتی واک انحصار؟ که دولتی انحصارته وگورو نوپنځودگوتوپه شمېر دمجاهدپه نوم کسان پرونی دايران اوپاکستان نوکران دټول ملت په پرتله ۹۰سلنه همدا ۱۷ کاله حاکميت پلاس کي لري؟ جلبه داده چې کله دانامردان خپلوناوړه موخوته درسيدو لپاره داخبره کوي چې اشرف غني دويته په دولتي واک اوصلاحيت ندی ورکړی ؟ نو سمدواره په تکرار داپوښتنه راپورته کېږي ،څومره واک تاسو کي دومره لوړ مقام ورکړ اوبياهم په ټوله سپين سترگی دوي ددولتی انحصار خبره کوي ؟ افغان ولس پوښتنه کوی،داددولتی اپوزيسين مشران دکوم دولتی انحصارخبري کوي ؟ مگردوي دا ۱۷ کاله دافغانستان په حاکميت کي تر چا بېواکه وه ؟ ايا! داښاغلی له ارگ نه تر ولايته مشرتوب نه کوی ؟ کنه نوبيادکوم موږئ په زور دوي غو رځی؟؟؟ ايا!دوي ددولت پرخلاف داپوزيسيون په نوم چې دترکيې په استانبول ښار کي یې دجوړېدواعلان وکړ خپلوناروا اوغيرقانونی موخولپاره ترهمدا اوسه ددولتي مادي ،مالی اومعنوی امکاناتونه استفاده نه کوي؟؟؟ کاملا يې کوي. که يوڅوک غواړي ددولتی ادارې پرخلاف مبارزه وکړی اوياپدې بڼه دښمنانه اوديوه نظام دپرځولودگواښ گرپه توگه پرځان داپوزيسيون يا ائيتلاف نوم ايږدي،په هغه صورت کي بايدخپلي دولتی دندي پرېږدي . پوښتنه داده چې دې ښاغلودادولتي دنده ولي نده پري ايښې ده؟ دجمهوررئيس لمړی مرستيال،داجرائيه رئيس لمړی مرستيال،دولسی جرگې مرستيال،دبهرنيو چاروسرپرست وزير ،دمزارسرپرست والي ديوشميرولايتونو پخوانی واليان اوهمداسي نور پخوانی يا اوسنی لوړ پوړي دولتی چارواکي . زما له نظره يوڅوک هغه وخت بريالی دی چې خپل دوست اودښمن وپېژني،که زموږ ولس خپل کورني اوبهرني دښمنان ونه پېژنی اودهغوي پر خلاف راپورته نسي دتل لپاره به دهمدې غميزی سره لاس اوگرېوان وي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery