مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-09-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ملا هبت الله اخوند اختريز پيغام :

سيد حسين پاچا

له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل سولې ته لار پرانيځي
د پنجاب نااعلان شوې جګړه ((اسلامي اشغال)) او د ايران کلتوري يرغل له بهرني اشغاله بدتر دي. د بهرنيانو شتون ستاسې او د دوی دواړو د جنګ او د لاسوهنې د تداوم پايله ده

پنجاب روسان دا ځل د تودو اوبو په تمه کړي دي. ملا هبت الله دې له ځانه د کابل د نخاس ګډوری نه جوړوي چې پنجاب يې کله يې پر يو چا او کله يې پر بل چا پلوري. ولې کشميري حافظ سعيد نه پلوري؟ له حکمتيار، رباني، مسعود، خالص، سياف، حضرت، محمد نبي، پير ګيلاني، منصور، محمد مير، قاضي وقاد وامثالهم نه رانيولې تر کرزي، حقاني و ملا عمره پورې ټول امريکا سړي کړئ، کنه پر تاسې پادوانو چا د کلي رمه هم نه پووله او نه يې امامت کولو


ښاغليه ،
چېرته لاړ شه ډوډۍ وخوره او يو خروار غول وکړه. تر پرونه خو مو قاچاقبر ملا منصور د مړه ملا محمد عمر په نوم اختريز او نور د دروغو پيغامونه خپرول. ملا عمر هم د پنجاب په کوم روغتون کې مړ شو او ملا منصور يې درته وواژه. ته و خدای او ايمان دې داسې کله هم شوي چې د چا ګاډی دې له هوا نه پر ميزايل وويشتل شي، ګاډی دې ټول وسوځي او پاسپورټ دې يې روغ رمټ پاتې وي. کورنۍ يې خو وايی چې دا ترې په پوسته کې اخېستل شوی وو او د نوموړي ګاډی يې تعقيبولو. له ګوزار سره سم دوی هم سملاسي هغه سيمې ته رارسېدلي، نو ته څنګه د اشغال خبره کوې؟

بلوڅ ملتپال مشر يې چې ووژلو، نو د هغه عينکې هم روغ رمټ پاتې وې. پنجاب په دې دروغو کې ښه ماهر دی. ځکه خو يې ستاسې غوندې احمقان طالبان د مولانا سميع الحق فتواو ته کښېنولي دي. کنه د هغه فتوی د پنجاب د نظاميانو او څارګرې ادارې استازيتوب کوي چې د مولانا له خولې راوځي.

ته و خدای او خپل ايمان دې چې ابتداء و اقتداء مو دواړه له پيله له قرآني مزاحمت سره مخ وې. بيا همداسې د ملا منصور پسې او له هغه راوروسته دا دی تاسې ورته ادامه ورکوئ. دا خو همدا امريکا وه چې غيرمستقيم يې تاسې تاييدولې او د امريکا په نغوته پنجاب، سعودي وامارت پر رسميت وپېژندلئ. کنه عرب دومره وړې سپږې نه دی چيچلی چې تاسې پر رسميت وپېژني او پنجاب مو د الله تعالی د رضا لپاره و روزي. پنجاب پروژې اخېستې او تاسې مفتو ايله جار موندلي وئ او د هغوی بازار مو ګرم کړی وو.

د پنجاب له ښکېلاک او استعماره يا په بله مانا د پنجاب له اسلامي اشغاله به همدا د بهرنيو اشغال ښه وي. دا ځکه چې همدا پنجاب يې له همدوی نه شکوي او تا ته يې درکوي او تاسې پرې بيا خپل ولس وژنئ. هېواد ورانوئ او د همدې بهرنيو شتون او لا پاتې کېدو ته شرايط او زمينه سازي کوئ. ايا ښه به دا نه وي چې له همدې حکومت سره سوله وکړې او که ستا پر سر پنجاب هر ځای له هر چا سره معامله وکړي؟

تاسې به له ښاغلي حکمتياره هوښيار ياست چې ضياء الحق د روسانو په وخت کې دوکه کړ او له موږ يې زموږ خپل سياسي واک او خپلواکي واخېسته او بيا به جونېجو زموږ استازيتوب کولو. همداسې مسعود له تاسې څو چنده چلتار وو هغه ايرانيانو تېر ايسته او د سيد عبدالله نوري او د رحمانوف ترمينځ سوله يې وکړه او ځان يې پرې د اتومي انرژۍ څښتن کړ. پنجاب اتومي ځواک شو او ايران يې په تپ وتلاش کې ده، نو موږ څه ګټه وکړه؟

ښاغليه ،
بيا هم درته په زغرده وايم چې د پنجاب و تهران له ملاتړه لاس واخله! نه پنجاب و نه تهران زموږ له غمه مړه دي. نن د پنجاب شا ته بېجنګ او د تهران شا ته مسکو ولاړ دی. پنجابی بيا هم دومره چالاک دی چې ځان يې ستا و د حقاني پر سر هغه دی روسانو ته ورنژدې کړ او هم يې د تودو اوبو ته د رسېدو په تمه کړي دي. تا ته به بيا څه په لاس درشي؟

دا د اشغال خبرې پرېږده. هغه وخت دې ولې دېته فکر نه وو چې د دوی وسلې، وسيلې او ډالر مو نه اخېستلای. هلته خو وړانده کاڼه وئ، خو نن مو عقل سر ته راغی. که همدا نن امريکا وغواړي نه به دې په عربو کې ځای وي او نه به پنجاب ځای درکوي، خو لا تراوسه ګوزاره درسره کوي. پنجاب تا د خدای د رضا لپاره په خپلو نظامي قشلو کې نه ساتي، خو خپلې موخې درباندې تعقيبوي. که لږه سرغړونه وکړې د ملا محمد رباني، ملا محمد عمر، ملا منصور او د نورو له سرنوشت سره دچار شې.

پرون همدې روسانو زموږ يو نيم ميليون هېوادوال راشهيدان کړل او همداسې په لکونو مغيوب، کونډې او رنډې يې راپرېښوولې. همدا پنجاب وو چې تر پرونه د امريکا په چوپړ کې وو، نن يې لوری بدل کړی او اوس د روسانو او چينيانو په چوپړ کې دی.

همدې ملايانو د جهاد اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره پخپل ښوونيز نصاب کې شامل کړي وو چې خلک د کمونېزم پر خلاف وجنګوي، خو نن هماغه کمونېزم ته وروڼه وايی او د ګلانو اميلونه ورته غاړې ته اچوي، خو زموږ يونيم ميليون شهيدان او په لکونو مغيوبيونو، کونډو رنډو او يتيمانو ته هېچا ونه کتل، نو ته لږ شانې سوچ وکړه چې د دې اشغال سبب څوک دی؟ تاسې وپنجاب او که نور څوک؟

په درنښت


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery