مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-09-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سکتاریزم(قوم پالنه )

حاجي ګل عزیزکامه وال
سکتاریزم(قوم پالنه )
دسکتاریستي زهرو خپرول په ټولنه کې دمیلیتاریستي رجحاناتواو دوسله وال کیدلویو ډیر سترسبب جوړیدی شي . خلک ددي لپاره چې دخپل ملیت اوقوم پالنې دین یې ادا کړی وي باید وسلې ته لاس واچوي ، پرته دټوپک له شپیلۍ نورې لارې ورته تړلي ښکاري ، او یواځې وسله دخپل بریالیتوب راز ګڼي .
ښکاره ده چې دمیلیتاریزم ټولې مفکوري په پوځي کیدلو او جګړي ولاړی دي ، ځکه نو بیلابیلې ډلي او ټپلې ، حزبونه ،ټنظیمونه ، ټیمونه او ایتلافونه دخپل پیدایښت او موجودیت ننداره رامنځته کوي . دتیرو څوکلونو دتجربو څخه په زغرده داویلای شوچې ددې ډول جوړښتونومنځ ته راتګ ډیرې بدې او ناکاره پایلې درلودلی شي . میدان ته دوسلې راوتل او دټوپک په خوله خبرې کول ، بې له شکه چې قانونیت او عدالت له منځه وړي ، ګډوډي او اړودوړ رامنځته کیږي . قانون یواځي دکاغذ پرمخ پاتې وي ، هرڅوک کوښښ کوي چې قانون د ځان په ګټه وڅرخوي ، او یا قانون دیو بې اعتباره ښکارندي په څیر وکاروي ، نو په سیاسي اسطلاح کې داسې یو حالت ته انارشیزم وایې ، دانارشیزم په دوران کې ټولنیزې ستونزي او ناخوالې خپل معراج ته رسیږي حتې چې په دې دوران کې فاشیزم هم وده کوي ، چې په داسې حالت کې بیا دټولني دردونه نور هم زیاتیږي . که ددي رنځ اغیزمن دارواو درمل په خپل وخت کې ترزیق نشي ، فساد بډې اخستنې ،قانون ماتونې اونورصعب العلاجه ناروغۍ په ټولنه کې خپریږي ، دهیواد ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او دټولنیزي خیر ښیګڼې چاري تر ستر ګواښ لاندي راځي .
سیایون او داقتدار لیوني که پروخت مناسب او کوټلي ګامونه اوچت نه کړي ، او دسلیم عقل پربنسټ خپلې کړنې دخلکو دغوښتنو سره همغږي نه کړی ، نو خامخا به خلک له دوي څخه واټن واخلي او خلک به بیا دیوملي پاڅون په فکر کې شي . زما په اند دملي یووالي درمل دهرډول سرطاني رنځونو لپاره یو اغیزمن بدیل او درمل دي . ټولوافغانانو په تیره بیا ښکیلو اړخونو ته غوره لاره داده چې دملي یوالي په کار پسې مټې را ونغاړي او هیواد له ناورین څخه وساتي ، دتاریخ په دې حساس پړاو کې ، تنظیمي ، ګوندي او شخصي ګټو ته شاه واړي ، او په ملي ګټوتکیه وکړي ، سوله اوامن خپل عمل اوشعار وګرځوي که نه نو داسې ډیر راغلي اوتللي چې اوس یې تاریخ مونږ ته قصي پرایښي دي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery