مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-09-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په افغانستان کې دکورنیواوبهرنیوپوځونواوملېشوتاریخي بهیر

محمد انور ولید

 

 ۱۳۹۶ لمریزکال ـ د تلې  لومړۍ

له کومې ورځې چې د آدمي ځوځات ترمنځ په مادي اوفکري لحاظ بېلتون راغلی ، له همغې ورځې را په دې خوا یې د خپل ځان د حفاظت اوساتنې اندېښنه هم ورسره زیاته شوې ده . ځکه حفاظت اوساتنه د فردي ، اوټولنیزژوند اونظام خوندي کېدوله پاره یوداسې سنګراوپوښښ دئ چې انساني اډاڼه اوزړي په کې د خپل آرام اوسکون ژوند کولی شي . همدغې سنګراوپوښښ ته امنیتي بنسټ ، یا په بله ژبه ؛ ملي امنیت اوملي دفاع وایي .

خودغه ملي بنسټونه لکه د وجود سره او سپین کُرویات موږ په دوو برخووېشلی شو :

۱: ـــ کورنی امنیت :

۲: ـــ باندنی امنیت :

الف : ـــ  په کورني امنیت کې د کورنیو چارو ټول هغه امنیتي بنسټونه شامل دي چې په کورد ننه له هغو دښمنانوسره په جګړه لګیا وي چې د ټولنې په منځ کې هېوادوال اوټولنیزنظام ګواښي . لکه پردي پال ګوندي ، توکمي ، سمتي ، ژبني ، مذهبي اوکورني ټکرونه اوتعصبات چې آخرپه لویوشخړوسره بدلېږي ، کورني اوبهرني دښمنان له هغوڅخه ناوړه ګټه پورته کوي ، ځکه کورنی اړدوړپه اصل کې ددښمن په ژرنده اوبه ورزیاتول دي ، چې آخردافراط اوتفریط وروستۍ کچې ته سره ورسېږي اوپه پایله کې نوي رژیمونه منځ ته راوړي اوځانته نوې جغرافیې په کې جوړوي . همدغه ملي بنسټونه د خپلې ملي وجیبې اووظیفوي مسؤولیت ادأ کولوپه خاطردنده لري چې دعامه نظم داستقراراودخلکودسوکاله اوډاډمن باوري  ژوند په خاطرټول کورني غیراصلاحي ګواښونه اوخنډونه پرته له تعصبه په یوې بشپړې ملي روحیې سره له منځه یوسي ، ترڅوپه خپله ملي جغرافیه کې خپل ملي یووالی ، ملي هویت اوخپلواکي دملي اودیني ارزښتونوپربنأ ژوندي اوخوندي وساتي . ځکه په روغ ټولنیزوجودکې روغوکورنیواووروڼو ؤلسونوته اړتیا وي ، ترڅود یوه خپلواک نظام لرونکي شي .

کورنۍ د ټولنیز نظام زړی اوهسته تشکیلوي ، که کورنۍ روغه اوسالمه وي ، ټولنه اونظام به هم ورسره سالم اوروغ وي ، اوکه کورنۍ ناروغه اوغیرنارمله وي ، نوهغه کورنۍ هېڅکله هم سالم اومطلوب اولاد ټولنې ته نه شي وړاندې کولی ، چې همدغه د ټولنې ناخلفه مولودآخرد ټولنې په وجود کې د سرطان په خبیثه سرطان بدلېږي اوهېڅ مدوا یې بیا نه کېږي چې په پای کې ټولنیزسیستم اوټول انساني نظام له منځه وړي .کورنی امنیتي بنسټ د همداسې ناروغیو د مخنیوي په لارکې ترټولولومړنی کورنی معالج ډاکټردئ چې دداسې خبیثه وایرس په کشفولو، مخنیوي اوله منځه وړوکې ستر، مخکښ اود خواخوږي شپانه رول لري . خوشرط په کې دادئ چې خپله همدغه شپون د لېوه ډوله وایرس ملګری نه شي .

ب :ـــ د وجود په باندني امنیت کې دفاعي سیستم شامل دئ چې دباندني دښمن د مخنیوي اوله منځه وړوله پاره هم ددفاع اوهم داړتیا پروخت تعرضي دنده پرغاړه لري . په ملي دفاعي سیستم کې سیمه ، سمت ، ژبه ، قوم ، توکم ، تنظیم اومذهب ځای نه لري . ځکه ملي دفاعي سیستم د یوه قوم ، یوې ژبې ، یوه توکم ، یوه ګوند اویوه مذهب له پاره نه جوړېږي . که چېرې داسې وي ، نوهغې ته بیا ملي دفاعي سیستم نه ویل کېږي ، بلکې هغه بیا د یوه قوم ، یوې ژبې ، یوه توکم ، یوه سمت ، یوه مذهب او یوه ګوند ددفاع له پاره دئ ، نه د ملي دفاع له پاره . چې په دې صورت کې داسې دفاعي سیستمونه د ملي یووالي مظهرنه ، بلکې د ملوک الطوائفیواستازیتوب کوي . په هغوی کې بیا خپلواکه اراده نه شته اود قربانۍ حس یې خپلوشخصي امتیازاتواوګټو وروژلی دئ . ځکه په هغوی کې یوازې د څارویو په څېرد خپلې لوږې او تندې ، ګرمۍ اویخنۍ ، درداوخوشحالۍ اودخپلې افراطي اوتفریطي غریضې احساس وده کوي اود ځنګل په قانون خپل ټول کړه وړه په خپله خوښه پرته له دې چې د حق الله اوحقوق العبادوترمنځ د سمې رابطې تعادل په پام کې وساتي ـ ترسره کوي اوبس ، چې نه د وینې بیه ورمعلومه وي اونه هم د حقیقي مینې ځای .هره پرېکړه یې د الهي قانون خلاف د خپل نفس اوشیطان په خوښه وي . دانساني هستۍ مرګ اوژوند بې مسؤولیته ګڼي اود یوه توت ارزښت هم نه ورکوي . دهمدې بې عدالتیوپه نتیجه کې په ټولنه کې سترستردرځونه را منځته کېږي چې جبیره کول یې بیا ناشوني وي .

زموږ په هېواد کې هم مخکینیو چارواکو داسې دفاعي سیستمونه لرل چې پرمټ یې چا له خپلې خاورې د باندې د نورویاغي اوسرکشوښکرورمات کړل ، د شرک اوبُت پرستۍ نظامونه یې ورونړول اود پردیو شاهنشاهانوتاجونه یې په خپلوسرونوباندې کېښودل ، اوچا د خپلې جغرافیې اوځمکنۍ بشپړتیا له پاره خپل سرونه قربان اونذرانې یې پرځان باندې ومنلې . چا خپله خاوره ، خپل خلک ، خپل نظام اوخپله خپلواکي پرنوروباندې په ارزانه بیه وپلورله . څوک د تخت اوبخت لېونیان او په پردیوفرهنګونوکې ورک شول ، اوچا نوروته له ځان سره انسانیت ویوړاود جهالت ، اسارت اوغلامۍ ژغ یې له اوږو ترې ښکته کړی . خودتاریخ په حافظه کې د خدمت اوخیانت دغه دواړه خواوې ثبت او راجستردي او قضاوت یې راتلونکو نسلونوته په میراث پاتې دئ .

د سلطان محمودغزنوي، میرویس هوتکې، شاه محمود هوتکي ، احمد شاه ابدالي ، شاه زمان ، وزیرمحمد اکبرخان اوغازي امان الله خان خدمتونه اوکارنامې هم معلومې دي ، اود شاه شجاع ، امیردوست خان ، امیرعبدالرحمن خان ، صالح محمدخان،او را وروسته نورو واکمنوشرمېدلې کارنامې اوپټې معاملې هم اظهرمن الشمس دي ، چې بیه یې ترنن پورې له دوی څخه وروستیوافغان نسلونودخپل سر، مال اوناموس په بدله پرې کړي او پرې کوي یې .

سلطان محمودغزنوي ترخپلې قوماندې لاندې خپل پوځ جوړکړی ؤچې پرمټ یې د سومنات له ګېډې لعل اوجواهررا تویې کړل ، د شرک او بُت پرستۍ پرځای یې د توحید کلمه په خپلواخلاقو باندې حاکمه کړه .

لوی احمد شاه بابا پاني پت او بخارا فتح کړل اوترمشهد اونیشاپوراو بخاورا پورې یې په پوره مېړانه خپل واک د اسلام په چوکاټ کې چلولی . یوازې په اټک کې یې (لس زره) عسکرد هندې پوخ له لوري په شهادت ورسېدل ، خوپرشا را نه غلل ، ځکه هغه داسې احمد شاه نه ؤ چې په ځان پسې پلونه والوزوي اوغرونه په ځان پسې را چپه کړي . بلکې د هغه پخې ارادې د اټک پورې غاړه اکبرجنګي قلاو ونیوله اوله ډېروقربانیو ورکولو وروسته یې ځان د ډهلي ترتخت تسخیرولو پورې ورساوه . 

شاه زمان د خپل نیکه د واکمنۍ لمنه ترقفقا زپورې د خپل پوځ په زوروغځوله ، چې پنځه زره افغان کورنۍ یې هلته د اسلام ددین خپرولوله پاره ولېږلې اوترنن پورې داوستایانوپه نوم هلته مېشت دي او(جوهردودایوف) له همغواوستایي مسلمانانویوواکمن ؤچې وحشي روسانو بیا د خپل مقاومت په بهیرکې شهید کړ. خوکله چې په پوځ کې یې دایران له لارې بهرنۍ لاسوهنې پیل شوې ، ورسره سم د شاه زمان واکمني هم د خپلو نا اهله میره ګي وروڼوله لاسه وروسته له لسوکالو پای ته ورسېدله .

وزیرمحمد اکبرخان چې د انګرېزي استعمارسرسخت مخالف ؤ، خپل پلار یې (امیردوست محمد خان) د استعمارې تحفې ( واک ) په بدل کې له انګرېزانوسره معامله ورباندې وکړه ، خوبیا هم د پاک زړه اوسپېڅلي ضمیرڅښتن وزیراستعماري فشارونوته تسلیم نه شو.نوموړي د خپل پلارد پوځونوخلاف د عام ؤلس غوښتنوته غاړه اېښې وه اوله ؤلسي پاڅون څخه یې ترخپلې قوماندې لاندې مثبته ګټه پورته کړه چې بالآخره یې د انګرېزانو (۲۰۰۰۰) پوځ له کابله تر پېښور پورې ټول تباه اوبرباد کړ.

شاه شجاع ، فتح جنګ او امیر دوست محمد خان هم د تُحفه یي اوډالۍ کړي واک ډېرشوقیان وو. دوی ددری واړوهم څوڅوځلې د انګرېزانوپه دستوراولمسون دافغانستان پراوږوباندې هغه پردي پوځونه را وخېژول چې د هرافغان د سترګوخاروواوآخریې خپل سرهم داسې په کې وخوړچې ترنن پورې یې قبرهم لکه د نورمحمد تره کي ، حفیظ الله امین او ببرک کارمل په څېرمعلوم نه شو.

اوسنیوملېشه یي قوماندانانوهم خپلې قومي ملېشې یوازې د خپلوامتیازي اهدافواو واک  ترلاسه کولوله پاره، چې هېڅ ملي صبغه نه لري ، د افغانستان د دښمنانو په اشاروجوړې کړې دي . ځکه په افغانستان کې د پردیو جګړو د اوږدېدو اصلي عامل اولامل همدغه قومي بې سرحده اجاره شوې ملېشې اود هغوی ملي ضد پوځي فعالیتونه او په خپله خوښه د بې پشتوانې ناچلو پیسو چاپول وو چې له امله یې نن هم په افغانستان کې پردۍ جګړې پرموږ باندې تحمیل ، د ملي یووالي او سولې خنډ او افغانستان یې د نا معلوم برخلیک سره مخ کړی دئ . 

خوافغان ملي مشرانوهغه مهال هم د ؤلسي پاڅونونو په ملاتړله خپلې خاورې دفاع کړې ده . ولې دا پاڅونونه نه د چا معاش خواره وواونه هم دچا دال خواره ، بلکې هغوی سرتورسرونه ، یبلې پښې او په وږي نس په دښمن پسې منډې وهلې، دوخت ددښمن په وړاندې په همغه زړو ، زنګ وهلو تورو، تبرونواوسوټیوباندې جنګېدل او ددښمن  توپ ، ټانک او بمونو ته همغه ډول خلکو خپلې سینې سپرکړې وې ، لکه په لاندې عکسونوکې یې چې ګورۍ :

په ريښتیا چې هغوی د خپلو ؤلسې ملېشوسمه او پرځای ملي رهبري کړې ده ، دهغوی پوځي چوکاټونود اوسنیو درېیولسیزودقومي اوځایي ملېشوله کلیشه یي پوځي سیستمونوسره له ځمکې ترآسمانه ډېرتوپیردر

لود،ځکه هغومخکینوغازیانوخپلې قومي ملېشې اوپوځونه د ملي اهدافواوسپېڅلوارمانونوله پاره استعمال کړي دي .
 

           غازي ببرک خان ځدراڼ د افغانستان د استقلال د جګړې ملي قهرمان
 

د افغانستان ملي اتل سترجنرال غازی محمد جانخان وردک ، دکابل په قلعه قاضي اوبالا حصارکې کېوناري او انګرېزي پوځ ته اصلي ماتې ورکوونکی ، سوځوونکی او تباه کوونکی چې دښمن یې هم قهرماني منلې وه ، خوګل مرجان یې اوس نه مني .

امیرعبدالحمن خان هم د روسانواوانګرېزانود ګډ توافق په نتیجه کې کابل ته په دې شرط را ورسول شو ، چې د غازي محمد جانخان وردک ، غازي محمد عثمان خان تګابي اوملا دین محمد اندړ( ملا مشک عالم ) په څېرد انګرېزانوقاتلین اودهغوی غازیان پلویان یوپربل پسې پرله پسې له منځه یوسي اود انګرېزانو پرضد ؤلسي پاڅونونه نورختم کړي . ځکه تورامیر(عبدالرحمن خان) ته د واک سپارلوپه بدل کې په پښتون مېشتوسیموکې د کله منارونوجوړولواوډېورنډ کرښې د په رسمیت پېژندلوپروژې په اجاره ورکړل شوې .همدا ملي جنایت اوخیانت یې ترسره کړ. خونوموړي بیا هم د پوځ ټول واک په خپل دیکتاتورانه واک اوقومانده کې اخیستی ؤ اود ډېورنډ کرښې پرسرد کال (۱۸) کروړه هندي روپې یې مالي پشتوانه شوه ، ځکه خوتریوې کچې پورې بریالی هم ؤ .

د استقلال ګټونکي غازي امان الله خان هم د استقلال ګټلوپرمهال له قومي پوځ څخه کارواخیست ، خو له صالح محمد خان پرته غازي محمد نادرخان اوسردارعبدالقدوس خان دواړه داسې پوځي قوماندانان وو چې د قومونوملي قومانده یې د وخت د استعمارپرضد په نارینتوب سره استعمال کړه ، خپل حریف ته یې ماتې ورباندې ورکړه اود افغانستان اوافغانانوله اوږوڅخه یې د اسارت اوغلامۍ ژغ د خپلوقربانیو ورکولوپه بیه ښکته کړ، ولې متأ سفانه چې د استقلال ګټلواوملې ویاړونوپه بدل کې شاه امان الله خان خپل واک ، اونادرخان خپل ژوند له لاسه په کې ورکړ، ؤلسي پاڅونونه اوملېشې یې ورپسې را پاڅولې ، له تاریخ اوله استعماري ژورودسیسوڅخه نا خبره ملایانوڅخه یې خپل لاوډ سپیکرونه اومفتیان جوړکړل ، شاه امان الله یې په څلورکتابه کافربې تعلیمه خلکوته معرفي کړ، له هېواد څخه یې پرې وشاړه اونادرخان یې د پوځي ښوونځې د یوه زده کوونکي عبدالخالق په لاس د شهادتنامو وېشلو پرمهال پرې شهید کړاو روسانواوانګرېزانوته د لاسوهنو زیمینه یو ځل بیا پرې برابره شوه .

دا خوپه افغانستان کې د انګرېزي استعمارد پوځي ملي اوملي ضد کړنلارولنډ ه یادونه وه ، اوس به راشو روسي اوپاکستاني ښکېلاک ته چې هغوی په افغانستان کې څه کړي ، اوافغانانود هغوی په وړاندې له کوم دریځ څخه کاراخیستی دئ ؟

تزاري روسانود امیرشېرعلي خان له زمانې را په دېخوا د خپلواړیکوتارافغانستان ته را غځولی ؤ. خو د اماني ، ظاهرشاهي اوداؤد خاني دورې دروسانوله پاره سره زرشوې چې پرمټ یې د سپینو اوسروکود تاووله لارې خپل مستقیم یرغل اوپوځي اشغال ته زمینه پرې برابره کړه .

روسانودغوایي د کود تا پرمټ د خپلواک افغانستان ځمکني اوهوایي حریم ته په سپکه سترګه وکتل ، د ټولوبین المللي پرېکړوخلاف یې د ځمکې اوهوا له لارې پوځي حمله ورباندې وکړه ، د توکم پالنې له لارې یې په افغانستان کې درځونه واچول . ځینوکم فکره افغانانو پرته له دې چې د افغانستان د راتلونکي برخلیک پس منظرته فکروکړي خپلوګټو ته ترجیح ورکړه ، له موقع څخه یې ناوړه اوملي ضد ګټه پورته کړه ، د بل ترواک لاندې تخت اوبخت یې پرټول ملي یووالي باندې غوره وباله . په افغان پوځ کې یې د جنرال مؤمن ، جنرال بابه جان ، آصف دلاور، جنرال دوستم ، نادري ، عصمت مسلم ، جبارقهرمان اونوروپه څېرقومي ملېشې جوړې کړې چې دهغوی دغیرمسؤولانه خپلسري کردارله امله ترنن ورځې پورې ټول ؤلس ځورېږي اوکړېږي . ځکه هغوی عسکري اصول ، ضابطه اوملي قانون قطعاً نه پېژندل اویوازې د خپلومفاداتوله پاره یې هرناروا کارته لاسونه سره اچولي وو . نظام ، خاوره ، قانون اوخلک یې ټول له خطرسره مخ کړي ووچې ملي یووالي ته یې سخته صدمه پرې ورسوله .

پاکستان ، ایران ، روسیې ، عربي اونورې نړۍ ته په افغانستان کې د لاسوهنې موقع په لاس ورغله ، ملي اردو ړنګه ، د وسلواومهماتوانبارونه چور، درنې وسلې کباړ اوکورنۍ اوبهرنۍ مافیا ته دپېراو پلور له پاره په افغانستان کې تردوبۍ ښه بازاراومارکېټ جوړشو. د جهاد د ټېکه دارانو په نوم څو تنه جهادي قوماندانان د اردولیکو ته ورننوتل . پوځي واک د ملېشواوهمغه ډول جهادي قوماندانانو په لاس کې ولوېد اوکابل د مجاهدینوترمنځ واک ته د رسېدو په وزلوبه کې د ورانیو اومرګ ژوبلو په پلازمېنه بدل شو .

دافغانستان په هرولایت کې شخصي ملوک الطوائفۍ جوړې شوې اود ملي یواولي ځای هغوزورواکانوپه لاس کې ونیوه چې د سیمې د مداخله ګروهېوادوله څارګرواداروسره به یې نږدې اړیکې لرلې . خود افغانستان خاموش ، بې دفاع او بې وسه مظلوم اکثریت یې له خپلوځانو سره په هره سیمه کې همداسې یرغمل ساتلی ؤ . ظلم ، بربریت ، انارشي او وحشت په ټول هېواد کې اوج ته رسېدلی ؤ، د هېواد ټول حکومتي، مدني، حقوقي ، سیاسي ، فرهنګي ، اقتصادي ، نظامي ، عدلي اوقضآظیي اود راکړې ورکړې  سیستمونه له منځه تللي وواودهرچا د برخلیک په وړاندې به په شخصي پوستو ، پاټکونو اوکانتینروکې صحرایي فیصلې کېدلې . د خلکو، جهادي مشرانواوحکومت ترمنځ باورنورختم اوخورا زیاتې فاصلې یې ترمنځ واقع شوې . 

پاکستان د(i.s.i.) ترمستقیمې قوماندې اوڅارنې لاندې د سپینوملائکوپه جامه کې پرافغانستان باندې یرغل وکړاودوخت د کورنیوچارو وزیر(نصیرالله بابر) یې ترهرات پورې (۸۰۰) کیلومتره د افغانستان په خاوره کې له کوم قانوني جوازڅخه پرته د ننه ولاړ . پنځه کاله یې د افغانستان پاتې وسلې اوټول لرغوني توکي اوملي شتمنۍ چورکړې ، د افغانستان هرولایت د رهنمای معاملات دفترجوړشوی ؤ.

د هدیرواوزیارتونوپه نوم دانګرېزانو په لاس ښخ کړی شوي لرغوني توکي ټول لوټ اوغلاشول . د افغانستان د ملي ترمینالوژۍ په تانسته کې د پاکستان ، ایران او تاجکستان له خواووڅخه  پردي ماکوګان سره تېراوبېرکېدل چې پرطالبانوباندې د معاملې وخت هم را لنډ اوطالب رژیم د ستروقدرتونواوسیمه ئیزوچارواکوترمنځ د پردیومعاملوخوراک اونذ رانه شو .

ښاغلی کرزی دمؤقتې عبوري ادارې د سرپرست په نامه له ارزګان څخه په موټرسایکل باندې له طالبانو را وتښتول شواوکابل ته دامریکایانوپه لاس راوستل شوچې کیسه یې خپله همغه امریکایي کړې ده ، ورپسې د انتقالي دورې له پاره لومړی لویه جرګه ورته راوغوښتل شوه اوهغې د اساسي قانون مسوده جوړه ، دارلانشاء ترتیب اوانتقالي ادارې عملي کړه چې پرمټ یې د انتخاباتوله پاره زمینه پرې برابره شوه ، ټاکنې ترسره اوښاغلی کرزی د منتخب جمهوررئیس په توګه د قانون له مخې وټاکل شو. نوموړي ته قانون واک ورکړی ؤ خود عملي کېدو وس یې نه درلود .

ځکه واک پخوانیوملېشوبیاهم په خپل منځ کې سره ووېشه او ښاغلی کرزی د یوه بُت په څېرپه ارګ کې محاصره ؤ. دری کاله خلکوصبرورته وکړ، دکرزي ادارې خپل وخت اوفرصت له لاسه ورکړاو پاکستان ، ایران ، روسانواوبلک واټرپه حکومت کې د ننه دده د حکومت مخالفین سره منظم اومنسجم کول ، ځانمرګي بریدونه اود بلک واټرخپل سري عملیات پیل شول . د ترورېزم په نوم جګړه د افغانستان په جنوبي اوځینومرکزي سیموکې ورباندې تحمیل شوه . د جګړې تېل امریکایانوورکول، خوډرېوري یې (I.s.I.) کوله چې ځانمرګي یې د افغانستان یوې اوبلې سیمې ته په کې وړل اوراوړل .

د امریکې په مشرۍ ائتلافي ځواکونوپرخپل حضورسربېره د بلک واټرپه نامه خصوصي امنیتي کمپنۍ هم افغانستان ته له ځان سره راوړې ، هغوی ځینې افغانان هم په خصوصي توګه وروزل ، چې په دې ډول د کورنیواوباند نیوامنیتي کمپنیو( ملېشو ) شمېرتر( ۷۰ ) هم ور واوښت . ولې پایله یې د امنیت په نامه په نا امنیو بد له شوه ، لویې لارې ، نیول کېدلې اوپرهغوکورونواوکلیوباندې به یې دشپې له خوا چابې اوداړې اچولې چې پیسې به لرلې . خلک به یې وژل اوبند یانول ، بس ددوی د درامد ستره منبع همدا وه . ځکه هغوی ځینې خپلسري غیرقانوني خصوصي زنداونونه هم لرل ، چې موږ یې ښه بېلګه په بلک واټرکې د (( اید یما )) زندان اوپه کورنیوملېشوکې د ځینوقوماندانانو شخصي زندانونه په ګوته کولی شوچې بالآخره حکومت مجبورشودغه خصوصي امنیتي کمپنۍ لغوه اوفعالیت یې غیرقانوني اعلان کړي .   

پردې سربېره ځینې افغان تنظیمونواوملېشوهم شخصي پټ زندانونه لرل چې خپل مخالفین به یې په کې شکنجه کول .

دې ملېشود ګاونډیوهېوادوتخریبي پروژې هم را وټوکولې ، ځکه چې په کورد ننه دوی نا امني جوړه کړې وه اوافغان حکومت یې خپلوملي پروګرامونوعملي کېدوته نه پرېښود . چې دا د افغانستان ځینې ګاونډیانوته د تخریبي عملونویوه مناسبه زمینه برابرول ووچې په افغانستان کې یې پردۍ جګړه ورباندې اوږده وساتله .   

(۱۵) کاله په دې خاوره کې دې جګړې دوام وموند ، تروریزم په کې ترهغې کچې پورې وده وکړه چې آن ( مېد ان پاکستان + معامله ګربهرنیان ) = داعش یې وزیږاوه . ښاغلي کرزي خود خپل ځان اوخپل واک خوندي ساتلوپه بدل کې ترخپل ځان ټيټې ټولې کلیدي څوکۍ اوواکونه په تنظیمي اوسمتي ډلوټپلواوملېشوباندې وروېشلي وو.تشکیلات یې ټول کلیشه یي وو.آن تردې چې ملي اردو، ملي پولیس اوملي امنیت هم دغیرمسلکي،غیرمتعهدواوملي ضد کسانوپه واک اختیارکې ؤ، چې د ډېرافراط اوتفریط له امله ټولوامنیتي بنسټونوخپل اصالت اورسالت له لاسه په کې ورکړی ؤ . ملېشوخپل قومونه په څنګ کې یرغمل ورسره وساتل اوپرکرزي باندې د فشاردآلې په توګه یې کارترې واخیست ، ترڅوخپل امتیازات پرې ترلاسه کړي .

په ملي اردواوملي پولیسوکې دغریب شته پولیس اوخوارعسکرپیسې به صاحب منصبانوپه خپلوجیبونو کې اچولې ، په شپږومیاشتوکې به هم یوه سرحدي پولیس اوعسکرته تنخوا نه ورکول کېدله ، مهمات به نه ورته رسېدل ، همداعلت ؤچې عسکرواوپولیسوبه یا خپلې وسلې پرمخالفینو باندې پلورلې او یا به ور ته تسلیمېدل .

مخالفووسله والوهم داسې خبرونه خپاره کړي اوادعاء یې په کې کړې ده چې ګواکي موږ اوس مهال خپلې ټولې وسلې اومهمات له افغان ملېشواوپولیسوڅخه په خورا ارزانه بیه ترلاسه کوو، له بلې خوا په دفاع اوکورنیوچارووزارتونوکې تشکیلات ترډېره خیالي وو. د معاشونو، تدارکاتواوافرادوپرسرددابة الارض خبیثه خپسه ورناسته وه،دامنیتي نهادونوپه نوم اقتصادي ویني ټولې څوتنوپوځي اوامنیتي پړانګانووځبېښلې چې دافغانستان نوم یې د پرفساد ککړوهېوادوپه (شيږمه درجه ) تورلېست کې پرې درج کړی .

ښاغلي اشرف غني ته هم د ملېشو، ملي اردواوملي پولیسودغه خیالي تشکیلات له ښاغلي کرزي څخه په میراث ورپاتې دي چې اوس یې د تصفیې څراغ ورپسې را اخیستی او دامنیتي بنسټونوپه تیاروکې خیالي او بې تعلیمه تشکیلات لټوي .

ؤلسمشراشرف غني د ملګروملتوپه وروستۍ غونډه کې هم دخپلوکورنیوچارو وزارت اړوند د فساد خبره یاده کړه ، دامریکې د ؤلسمشرډونالډ ټرامپ ترکیزهم پردې باندې ؤ چې د افغانستان په امنیتي بنسټونوکې فساد شته اوباید لیرې شي .د افغانستان عام خلک هم په دولت کې له فساد څخه سرټکوي او وایي چې باید دولتي بنسټونه له فساد څخه خلاص او پاک شي .دولتي مأمورین هم په نظام کې د ننه له اداري فساد څخه کړېږي چې په دې تړاو یې څوتنه لوړپوړي چارواکي هم عدلي اوقضائیي ارګانونوته ورپېژندلي دي .

پخوا افغانستان سیمه ییزپولیس لرل ، خوهغوی ددولت ترکنټرول لاندې په ملي کچه خپلې دندې ترسره کولې اود پوځ شمېره تر(۷۰۰۰۰) نه وراوښته . ولې اوس موږ خواوشا ( دری نیم ) لکه پوځ لرو، (دوه نیم) لکه پولیس اود ملي امنیت کسان لرو. که چېرته همدغه شمېرې سمې اوپرځای پیاوړې اوپه مسلکي توګه تجهیزاووروزل شي ، د نوروملېشوهېڅ اړتیا نه پېښېږي . ځکه په افغانستان کې دملېشوسابقه اوتاریخي بګرونډډېرپیکه اوخیرن ښکاري ،موږدملېشودڅلورولسیزوتاریخي ژوندۍ مخینه په خپلوسترکو

لیدلې ده . د نوروملېشوجوړولوپرځای دې له هغووکیلانوپولیس را ټول کړل شي چې له شپږونیولې تر دېرشوکسانوورباندې پیره دي اوترډېرپه ټولومافیایي کارونواوناامنیوکې لاس هم لري ، تاسود کرزي د وخت وکیلان وګورۍ چې حتی ښځینه وکیلانوهم په انساني قا چاق کې لاس درلود اوټول مطبوعات ور باندې ډ ک شول . د ظاهرقدیرملېشه وګورۍ چې لومړی یې (۸۰۰) خپل کسان دداعش د ځپلو په نامه له حکومت سره رسمې اعاشه اواباته کړل ، معاشونه یې ورته حواله کړل ، اوس خپله د همغې ملېشې په زورټول حکومت ته اخطارونه ورکوي .

امریکایانودخپلو (۱۵۰۰۰۰) پوځیانو په حضورکې د افغانستان امنیت نړیوالوملېشو(بلک واټر) ته وسپاره ، لایې هم امنیت ورباندې خراب کړ، اوس چې ددوهم ځل له پاره بلک واټرته امنیتي واک سپاري ، هغوی به د تېرپه څېریوځل بیا په افغانستان ځانته په دوهم اودرېیم لاس نورې امنیتي خصوصي کمپنۍ په خپله له افغانانوڅخه د خپل کمېشن اخیستو په بدل کې جوړې او وروزي . چور، غلاګانې ، بې ناموسۍ ، سړي تښتونې اونورې مافیایي پروژې به ورسره له سره را وټوکېږي ، بیا چې د افغانستان د پوځونواوامنیتي بنسټونوشمېر(۱۲) مېلیونوته هم ورسېږي ، امنیت به ورسره ټینګ نه شي او جګړې به کورپه کورزور واخلي .

که څه هم ددفاع وزارت وایي چې موږبه داملېشې ددفاع وزارت اړوند په لایتونوکې محصورې کړواوددفاع وزارت د صاحب منصبانوپه څېربه ترفیعات اونورامتیازات نه لري اویوازې خپله سیمه به دخپل ولایت په محدوده کې ساتي ، خوداسې لنډه اوآسانه هم نه ده . که چېرته پخواني پوځي کارپوهان د ملېشو په جوړولوټینګارکوي ، نودوی ولې هغومخکینیوحکومتونوته دا نظرنه ورکاوه چې دا ملېشې یې جوړې کړې اوافغانستان یې ورباندې وران،افغانان یې پرې مړه اوخپلحکومتونه یې ورباندې ړنګ کړل.چېرې نه چې ددوی نظرهم د بغدادي پیرله نظرسره ورته والی ولري . حکومت ته د یوه افغان په صفت زما خواست دادئ چې په دې برخه کې دې ښه دقیق غوراوڅېړنه وکړي اوپه هېواد کې د ملېشوجوړولواوملېشوجوړېدوپس منظرته دې هم ښه ځيرشي،که نه نوبیا به یې مخه نیول هم دومره آسانه خبره نه وي لکه څومره یې چې اوس اټکل کېږي .

موږاوتاسې ټولودملي اردو،کابل ښاراوملي یووالي دړنګېدواوسره پاشل کېدوبېلګې په خپلوسترګوولیدلې اودګاونډیانوتخریبي لاسوهنې همدااوس په خپلوسترګوپه محسوسه توګه ګورو،له هغونه بایددرسونه،پندونه اوعبرتونه واخلواود بیا تکرارمخه یې په ګډه سره ونیسو. که نه نویوځل بیا به د کورنۍ جګړې د خرس په تلک کې په غبرګوپښوومښلواودخلاصون هېڅ لاربه نه شوموندلای ، ځکه دافغانستان اصلي دښمنان خولاهم په کمین کې دي .

                        ( فاعتبروا یا اولی الابصار) 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery