مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-09-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ټولنیز حس پیاوړي کول

بریالی نایاب

 

له هغه ځایه چې الله(ج) انسان اشرف المخلوقات پیداکړ د دې کار موخه دا وه څو انسان تر نورو حیواناتو شرافتمند او د ژوند په چارو کې په پوره انساني او عاطفي احساس سره ګډ ټولنیز ژوند غوره کړي او پخپل منځ کې د نورو د حقونو په مراعت کولو سره خپل حق ثابت او د نورو حقونو ته پوره درناوی ولري.
الله (ج) انسان تر هغه مقام او منزلت چې وروسته له ملایکو ورکړی په رښتیا چې د درناوي وړ ده او باید چې د هغه احترام او پوره درناوی وشي، حقوق یې وساتل شي او د ګډ انساني ژوند اسباب او وسایل ټولو انسانانو ته په مساویانه او عادلانه توګه برابر شي.
 دلته موږ غواړو په ټولنه کې د ګډ ژوند او ټولنیز حس په پیاوړي کیدو او په ملي شتمنیو کې زموږ په ونډې رڼا واچوو، څنګه زموږ ملي ګټې او ملي شتمني سره شریک دي د هغې په زیانمنیدو سره ولې موږ ټولو ته زیان رسیږي او دا زیان بیا څنګه زموږ له پانګې څخه اخیستل کیږي دا ټول هغه موارد دي چې غواړو دلته پدې لڼده لیکنه کې یو درنګ پرې وکړو او دا په ګوته کړو چې د ملي شتمني په اصل کې خپل شتمني ساتل دي او د ملي ګټو خوندي کول په ټوله کې د ټولو د ګټو خوندي کول دي.
ملي شتمني څه ته وایي:
شتمني ( ملکیت) هغه مادي یا معنوي ارزښت دی چې یو شخص، ټولنه یا هېواد یې له حقوقي پلوه د درلودو یا مالکیت حق ولري.
دغه مادي او معنوي ارزښتونه د بشري ژوند د ښېګڼې لپاره په کاریږي، نو ځکه مهم دي. یو شمېر داسې ملکیتونه هم شته، چې په ټول بشريت پورې اړه لري. خو موږ څه غواړو؟
په افغانستان کې موږ یوازې فردي شتمني او ملکیت پېژنو او له دوه ډوله نورو عامه ( ټولیزې) او ملي شتمنۍ سره چندان اشنا نه یو.
او که یو هم دومره پروا یې نه ساتو او دا زموږ بدمرغي ده.
فردي ملکیت په یوه شخص یا کورنۍ پورې اړه لري؛ کور، ځمکه، باغ، ګاډی، کتاب، قلم،غویی، پسه او . . . هر څه چې یو شخص یا کورنۍ یې د حقوقي مالکیت لرونکي وي.
عامه شتمني هغه څه دي چې د خلکو یو ټولی (Community) ورڅخه ګټه اخلي؛ پارک، سړک، ونې، ښاري اسانتیاوې، د اوبو نل، بمبه، جومات، پول او نور داسې ارزښتونه چې زموږ ( افغانانو) لپاره چندان اهمیت نه لري.
ملي شتمني هغه مادي او معنوي ارزښتونه دي چې په یوه هېواد پورې اړه لري  او ګټه یې یوه ملت ته رسېږي؛ کانونه، ساراوي، ځنګلونه، روانې یا ولاړې اوبه، نړیوال غړیتوبونه، فضا، تاریخي آثار، سیلاني مراکز او نور چې موږ افغانان یې په وړاندې د جرم کولو تر بریده پړه یو.
د شخصي ملکیت په وړاندې بې تفاوتي او بې احتیاطي غیر نارمل کار دی او خلکو ته یو ډول بې پروايي یا لیونتوب ښکاري.
د عامه ملکیت په وړاندې ناروا کول جرم دی او د مدني قوانینو له مخې ورته زیان رسوونکی باید مجازات شي.
ملي شتمنیو ته زیان رسول ملي خیانت دی او مرتکبین یې له سختو جزاګانو سره مخامخ کېږي.
خو زموږ لویه جفا د ملي شتمنیو په وړاندې ده، موږ په نړۍ کې یوازینی ولس یو چې خپل ښوونځي سوزوو یایې دسوزولو مخه نه نیسو او د سیاسي اختلافاتو لپاره لویې لارې او پلونه الوزوو، د بامیانو تاریخي آثار ورانوو او خپل موزیمونه تالا کوو، د سالنګ تونل الوزوو او کله کله مو بندونو او بریښنا کوټونو ته هم باروت او بمونه له ګاونډیو څخه را په شا کړي وي، چې وران یې کړو.
ملي ګټې څه ته وایي:
ملي ګټې دهغو ارزښتونو مجموعه ده ، چې دیوې سیاسي - بشري جغرافیې ( هېواد ) دټولو یا بشپړ اکثریت اوسیدونکیو دانساني ژوند دشرایطو دښه والي لپاره کارول کیږي . دملي ګټو بنیادونه په اساسي قوانینو کې تعریفیږي، امنیت، اقتصادي سرچینې، بشري ځواک، ټولنیز نظم ، هویتي - فرهنګي ارزښتونه، ملي نښې یا سېمبولونه ( کرنسۍ ، بیرغ، نښان ، ملي ورځې او ...) ځمکنۍ بشپړتیا ، ملي حاکمیت ، ملي یووالی ، تاریخي میراثونه او نور مادي او معنوي توکي په ملي ګټو کې شمارلی شو .
هره هغه کړنه ، چې ګټه یې یوه یا څوکسانو ته ورسیږي ، خو تاوان او زیان یې عام وي ، دملي ګټو ضد کړنه ده . هره هغه کړنه ، چې ګټه یې ټولو یاګڼو هېوادوالو ته رسیږي او دهغوی په ژوند کې مثبت بدلون راوستلای شي ، دملي ګټو دپیاوړتیا لپاره یو ګام دی .
کله چې ملي شتمني هغه مال او دارایي ده چې له موږ څخه د ټکس یا مالیې په ډول او یاهم په هغو اجناسو او مواودو چې موږ یې مصرفوو د ټکس په موده کې وضع کیږي په اصل کې زموږ له جیب څخه اخیستل کیږي او بیا ملي شتمني یا پانګه بلل کیږي او همدا ملي شتمني د دولت له لوري د ورځنیو(عادي بودجې) د پرمخ بیولو او په پراختیا یي چارو کې لګول کیږي، کله چې زموږ څخه را ټوله شوې مالیه یا ټکس په همدې موخه لګول کیږي نو معلومه خبره ده چې دا زموږ پیسې دي او د هیواد د رغونې او پراختیا په موخه په بیلابیلو لویو او وړو پروژو کې لګول کیږي.
موږ د دې ترڅنګ چې خپل حق به مو ساتلی وي او د ټولنې د نورو وګړو ګټې به مو هم خوندي کړې وي، کله چې موږ ملي ګټې ساتو او د هغو ساتنه او څارنه کوو په حقیقت کې موږ د ټولنې او نورو انسانانو حقونو ته درناوی کړی، هر انسان چې د نورو ګټې ساتي په اصل کې ملي ګټې ورته ارزښت لري.
انساني او ټولنیز ژوند موږ ته دا راښیي ترڅو د خپلو ګټو ترڅنګ د ټولنې د نورو وګړو ګټې هم په پام کې ونیسو چې پدې سره بیا ملي ګټې خوندي کیږي او په ټولنه کې ټولنیز حس ورځ تر بلې پیاوړی کیږي، د هیواد ملي ګټو ته ژمنتیا د انسانیت او د اسلام د مبین دین  اساسات جوړوي د اسلام د مبارک دین له نظره هیواد د مور حیثیت لري هرهغه څوک چې د هیواد ملي ګټې په پام کې نیسي په حقیقت کې د خپلې مور ساتنه او درناوی کوي. 
اوس نو پکار ده چې موږ باید د دې پروژو او تاسیساتو پوره ساتنه وکړو د بیلګې په توګه : سړکونه، ښوونځي، روغتونونه، د برښنا بندونه او ټولې ټولګټې ودانۍ چې موږ او تاسې یې پخپل چاپیریال کې ګورو زموږ او ستاسو په پیسو جوړ شوي دي نو پکار ده چې خپل ایماني، وجداني او ټولنیز حس پیاوړی کړو او پری نږدو ترڅو هغه تاسیسات او ودانۍ چې زموږ له پیسو څخه رغول کیږي د هیواد د دښمنانو په لمسون ونړول شي، د افغانستان برښنا شرکت یو له هغو ادارو څخه ده چې ستاسو د ژوند د روښانه کولو په پار شپه او ورځ نه ستړی کیدونکې هلې ځلې کوي او د خپل لګښت لپاره ستاسو څخه په راټولو شوو پیسو تاسیسات او ودانۍ جوړوي او تاسوته برښنا چمتو کوي، پدې وروستیو وختونوکې ډیر ځله د جنګ جګړو له امله د هیواد نیم ژوندی برښنایي سیستم هم کله ناکله زیان من کیږي او په ډیر شمیر هیوادوالو برښنا قطع کیږي، دا د ټولو دنده ده ترڅو د ټولګټو تاسیساتو څخه ساتنه وکړو او په اصل کې د خپل اقتصاد څخه ساتنه وکړو ځکه چې پدې پروژو کې لګول شوې پیسې او بیا لګیدونکې پیسې له همدې ملت څخه راټولیږي او د زیانمن شویو تاسیساتو او ودانیو او وسایلو په ترمیم او جوړونه لګول کیږي.
نو ښکاره خبره ده چې که چیرې د داسې پیښو مخه ونیول شي په نږدې راتلونکي کې به د برښنا بیه راټیټه شي او د هغو اضافي لګښتونو چې پدې برخه کې کیږي مخه ونیول شي، د دې پرځای غوره ده چې د افغانستان برښنا شرکت د بیارغونې په چارو کې بوخت شي او په نویو پلانونو او کارونو خپل وخت ولګوي او نورو هیوادوالو ته د برښنا چمتو کولو په لټه کې شي او د هیواد ګوډ ګوډ ته به برښنا ولیږدوي.
لرې به نه وي چې یوه ورځ مو ټول هیواد د برښنا له نعمت څخه برخمن شي او پدې کار سره به مو د پرمختګ په لور یوبل ستر ګام اوچت کړی وي، نو راځئ چې د هیواد سره خپله مینه ثابته کړو داچې خپلې ټولګټې ودانۍ او وسایل مو په رښتینې توګه ساتلي وي او د خپل اقتصاد په پیاوړتیا کې مو خپله ایماني او وجداني دنده ترسره کړې وي له بل لوري به مو خپلې ټولنې ته د خپل وس او توان په چوکاټ کې خدمت کړی وي، د افغانستان برښنا شرکت په اوس وختکې په ټول هیواد د ۶۰ شپیتو په شاوخواکې لویې او وړې پروژې هیوادوالو ته د دوامداره او ډاډمنې برښنا رسولو په موخه پیل کړي او یاهم پیلوي چې ځینې یې په لاندې ډول دي.
  له چمتلې څخه تر ارغندې پورې د ۲۲۰ کیلو ولټه لیږدونکې برښنا مزي د غځونې پروژه، دپلخمري ښار د الوان له دښتې څخه د کابل تر ارغندې پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا مزي د غځونې پروژه، له شبرغان څخه د پلخمري ښار د الوان تر دښتې پورې د ۵۰۰ کیلوولټه برښنا مزي د غځونې پروژه، له شبرغان څخه تر اندخوي پورې د ۲۲۰ کیلوولټه برښنا مزي د غځونې پروژه،  د بامیانو په دوشي کې د ۲۲۰ کیلو ولټه برښنا مزي غځونې ترڅنګ ۲۰/۲۲۰ کیلوولټه سب سټیشن سره د ۲۰ کیلو ولټه توزیعې شبکې چې  د بامیانو په ښار کې د ۲۰۰۰۰ کورنیو ته به برښنا چمتو کړي پروژه، په اندخوی، مزار شریف او شبرغان ښارونو کې د ۲۰/۱۱۰/۲۲۰ کیلو ولټه برښنا د سب سټیشنونو جوړولو پروژې، د کابل په ارغندې کې د ۲۰/۲۲۰ کیلولټه برښنا د سب سټیشن د جوړولو پروژه، د کابل د چمتلې د ۱۱۰/۲۲۰ کیلوولټه  سب سټیشن پراختیا پروژه، د پلخمري ښار په الوان دښته کې د ۲۲۰/۵۰۰ کیلوولټه برښنا د سب سټیشن جوړولو پروژه، د کندز او بغلان په ولایتونو کې د ۰،۴/۲۰ کیلوولټه برښنا د ویشنې د شبکې پروژه، د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د اوبو د برښنا بند د بیارغونې پروژه، د ګرشک ښار د ۰،۴/۲۰ کیلوولټه توزیعې شبکې د تدارکاتو او سمبالښت پروژه، د خوست، وزې ځدراڼ، ګردیز او پل علم د ۰،۴/۲۰ کیلوولټه برښنا توزیعې پروژه، د نغلو د لمریزې برښنا د ۱۰۰ میګاواټه پروژه، د خوست ولایت د ۱۰ میګاواټه لمریزې برښنا پروژه، د کندهارولایت د لمریزې برښنا ۱۰ میګاواټه پروژه، په کابل کې د بامونو پر سر د لمریزې برښنا ۱۰۰ میګاواټه پروژه او ډیر شمیر نورې پروژې چې یا همدا اوس تر کار لاندې دي او یاهم سږکال په پلان کې نیول شوي دي ترڅو هیواد انرژي په برخه کې د ځان بسیاینې له پنځه کلن پلان سره یوځای په پښو ودروي.    

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery