مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-09-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د نجیب الله وژنه، د بهرني تیري او تروریزم د پراختیا لامل شوه!

سرلوڅ مرادزی

دا وخت چې د پخواني ولسمشر دوکټور نجیب الله د یوویشتم تلین سره مصادف دی؛ پېښو وښوده د هغه وژنه، د بهرني تیري او تروریزم د پراختیا لامل شوه. هېواد تر ۲۱ کالو وروسته اوس هم د لا زیات ترهګریزه بریدونو، مذهبي توندلارۍ او د ګاونډیو د لاسوهنې او تیری سره لاس و ګریوان دی. نن له پخوا زیات افغان مرکزي واکمني د ننګونو سره مخ او په کور دننه د واک بېلا بېل ټاپوګان له منځه نه دي تللي!
په امریکا کې، افغان ولسمشر اشرف غني خپلو تازه څرګندونو کې وايی، د پاکستان هڅه دا ده چې افغان دولت له منځه یوسي.
تېر مهال ورته ننګونو او ګواښونو ته د پخواني ولسمشرنجیب الله لخوا په کور دننه ملي پخلاینه، د سولې تګلار او د بهرني تیری په وړاندې ځواکمنه اردو په پام کې نېول شوې وه. داسې دریځ، هغه د ځان په مشرۍ د حکومت او واکمنۍ د ژغورلو لپاره چې ځینو کړیو تبلیغاوه، نه وو غوره کړی؛ بلکې داسې تګلار د ټولو افغانانو په ګډون د مرکزي واکمنۍ د ټینګښت، د هېواد په کورنیو چارو کې د بهرنیو او په تېره بیا د پاکستان او ایران لاسوهنو او تیري ته د وړ ځواب او د افراطې ــ تروریستي ډلو د لاسبري د مخنیوي او په پای کې د هېواد د ژغورنې لپاره په پام کې نېول شوې وه.
هغوی چې تبلیغ کاوه د نجیب الله په له منځه تللو سره به هېواد له بهرني تیري خوندي او دننه کور به له مذهبي توندلارۍ او افراطي ډلو له بریدونو وژغِورل شي، په شېبو او ورځو کې به د خپلو هیلو مدینې فاضلې ته ورسیږي، سخت په تېروتنه او خطا کې ول. دوی په لویلاس هېواد د مذهبي توندلارۍ کومي ته ورګوزار او د بهرني تیری په منګلو کې ښکېل کړ!
دوی هیڅکله د مرکزي واکمنۍ او ملي اردو د پاشل کېدو او د واک په بېلا بېلو ټاپوګانو د هېواد ویش له مسوولیته ځان نه شي بچولای!
بلخوا هغوی چې په نوي یمه لسیزه کې، له نجیب الله څخه د شخصي غچ په موخه هېواد او نظام د اسلامي جمعیت، نظارشورا او نورو افراطي ډلو لاس ته حواله کړ او د دې ډلو ترمنځ يي هېواد کورنۍ جګړې ته ټېل واهه، جرم او خطا يي د بچه سقاو(حبیب الله) له هغه درغلۍ او خیانته چې اماني مختګپال نظام يي ړنګ او اماني مدنیت يي خاورو سره خاورې کړ، لږ نه دی!
د تېرو ۲۱ کلونو پېښو وښوده، د نجیب الله په وړاندې په توطیه او وروسته د هغه په وژنې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سولې تګلار په سبوتاژ او شنډولو نه یوازې افغانستان ونه ژغورل شو، بلکې ټوله سیمه د تروریزم او مذهبي توندلارۍ په طاعون ککړه شوه.
په ۹۰ کلونو کې پر کابل د اسلامي جمعیت او نظارشورا د لاسبري سره سم، د افغانستان هغه استخبارات چې اسلام اباد ترې له ډاره له کټه په لړزه پرېوته، د پاکستان ISI ته ډالۍ شول. د اسلام اباد د راتلونکو لاسوهنو او تېریولپاره کابل، د جنرال حمیدګل او نورو پاکستاني جاسوسانو په تمځای او دېره ځای بدل شو. په همدغه مهال د اسامه بن لادن په مشرۍ د القاعده نړیواله تروریستي ډله لکه ستموهانده ښامار افغانستان ته راوڅښېده. د بروس ګ، ریچارډسن امریکايي لیکوال په لیکنه چې پښتو ژباړه يي رحمت اریا کړې، لیکل کیږي«مسعود او د هغه تش په نامه لقبي لارښود، ربانی د خپلې واکمنۍ په مهال د القاعدې ۸۳۷ تنه غړو ته افغاني پېژاند یا تابعیت ورکړ» افغانستان، ریښتیا پلټنه ۶۱ مخ.
په داسې تاریخي خونړي شالید سره، بېځایه نه ده چې اوس ۲۱ کاله وروسته د افغانستان نننی ولسمشر اشرف غني د ملګرو ملتو ناستې ته په خپله وینا کې د تروریزم او توندلارۍ د ننګونو او بریدونو په وړاندې چې اسلام اباد يي په هر پیرکې ترشا ولاړ دی، د سیمې او نړۍ د هېوادو په ګډه مبارزه ټینګار کوي. افغانستان چې د اسلام اباد لخوا د صادره کېدونکي تروریزم په وړاندې د مبارزې په لومړۍ لیکه کې ولاړ دی، پر نړۍ ده چې د افغانستان له دریځه ملاتړ وکړي، پاکستان وغندي او لاسونه يي په داسې جنایت له شا وتړي.
بلخوا که لږ مخکې، هغه مهال په کور دننه افغانانو، د سیمې هېوادو او نړیوالو د مذهبي توندلارۍ او تروریزم په ویجاړونکي خطر چې نجیب الله يي خپلو څرګندونو کې وړاندوینه کوله، غوږ ایښودی وای؛ نن به د ترهګرو په لاس د رسېدلي مالي او مادي تاوان او انساني تلفاتو کچه ډېره لږ وه!
اوس له بل وخته زیات، د اشرف غني په مشرۍ افغان دولت، د ترهګرو د بېلابېلو ډلو چې له بهره په تېره بیا د اسلام اباد اوتهران لخوا تمویلیږي له خطر سربېره، په کور دننه هم د زیات شمېر ستونزو سره مخ دی چې حل يي د افغانانو یوموټیتوب او شریکې هلې ځلې غواړي. که د تروریزم په وړاندې د اغیزمنو هلو ځلو لپاره د سیمې او نړۍ اجماع اړینه ده، په کور دننه هم د جګړه مارو د مهارولو لپاره د سوله غوښتونکو ځواکونو اجماع ته اړتیا لېدل کیږي.
دا چې د روان کال د سیپټمبر په ۱۹ مه، د هرات په جامع جومات کې افغانانو او خپلو پلویانو ته ښاغلي حکمتیار په وینا کې وايی«هغو سره هم سوله غواړو چې موږ سره جنګېدلي دي BBC»، د وخت غوښتنه او ډېره پرځای خبره ده. ایران سره په ګاونډ هرات ولایت کې حکمتیار په ګاونډیانو هم غږ کوي او وايی«ګاونډي هېوادونه دې په افغانستان کې پر جنګ له پانګونې ډډه وکړي، افغانستان ته وسلې مه رالیږۍ، د افغانانو له بېچاره ګۍ استفاده مه کوۍ، د خپلو شومو موخو لپاره يي د افغانستان داخل او بهر ته د جګړې لپاره مه لیږۍ»
البته حکمتیار په ۱۹۹۲ کې هم افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سولې تګلار له مخې موقت حکومت ته خپل استازي ورپېژندلي وو او له دې بهیر يي خپل ملاتړ اعلان کړی وو. هغه مهال احمدشا مسعود د پيغور پتوګه د پروان ولایت خلکو ته په یوه غونډه کې ویلي وو، حکمتیار چې ځان د لوېدیځ او د نجیب الله د دولت مخالف ښوده، افغانستان ته يي د ملګرو ملتو د سولې تګلار منلې او خپلې تګلارې سره يي خیانت کړی دی.
که دوکټور نجیب الله په ۱۳۶۵ کال او له هغه وروسته د ژوند تر پایه، افغانانو ترمنځ د پخلاینې او روغې جوړې له لارې افغان واکمنۍ ته ژمن وو، خو د بهرني تیري په وړاندې يي د ملي اردو پیاوړتیا اړینه ګڼله او ویل يي:
سر ورکوو، سنګر نه ورکوو
 یا وطن، یا کفن
 یا کور یا ګور
 نن وخت چې افغانان د تېر مهال په نسبت زیات فرصتونه او د اشرف غني په مشرۍ منتخب حکومت لري، په اسانۍ کولای شي د خپلمنځي اجماع او بلخوا سیمې او نړۍ سره د ګډ پوهاوي په مټ پخپلو کورنیو او بهرنیو ستونزو بری ومومي.

افغان دولت باید د هغه طالبانو په وړاندې چې د روغې جوړې لار خوښوي، د خبرو اترو دروازې پرانیستې وساتي، سوله د افغانانو ملي اړتیا ده. خو د هغه تروریستانو په وړاندې چې د ولسمشر اشرف غني په وینا د افغان خاورې پر سر جنګیږي، بهرنیان او ګاونډیان يي تمویلوي، توره په لاس او ټوپک په غاړه وساتي. دلته بیا دا خبره چې کږه خوله په سوک سمیږي، مصداق پیداکوي.
د پاکستان په اړه، د ولسمشر غني دا خبره هم پرځای ده چې وايی« پاکستان لپاره ښه فرصت ترلاسه شوی، باید له دې فرصته ګټه واخلی او د سولې په اړه افغانستان سره مخامخ خبرو ته کښیني!
د ۲۰۱۷ کال د سیپټمبر ۲۵ مه
 سرلوڅ مرادزی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery