مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-09-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغانان مفسد نه دي،ولي افغانستان دمفسدترينوهيوادونو په ليکه کي دی

حافظ احمد نصرت

نن څخه ۱۶ کاله وړاندي په افغانستان کي د فساد په نوم چاه څه نه پيژندل او ان دا چي دفساد او مفسد له کلمي سره يې هم اشنا يې نه درلودل خو د ۲۰۰۱ ميلادي څخه را وروسته کله چي دافغانستان لپاره د بون پراخه غونډه جوړه سوه او په دې غونډه کي دموقتي اداري پر سره خبري وسوي او افغانستان کي موقته اداره د ولسمشر حامد کرزي تر رهبري لاندي جوړه سوه، وروسته ټاکنو ته زمينه مساعده او د ټاکنو له لاري افغانانو خپل ولسمشر وټاکه، د ولسمشر د ټاکل کيدو سره سم زرګونو بهرني ځواکونو خپل حضور څرګند کړه او له افغان حکومت سره يې د نوی اداري په جوړښت کي لويه ونډه واخيسته که دا ووايو چي دحکومت ټولي مالي او لوجستکي چاري نړيوالي ټولني په غاړه واخيستلي او دميلونونو ډالرو مرسته يې د وخت له حکومت سره وکړلي.
زه دتير حکومت لاسته راوړني،پرمختګ ستايم خو یو شي چي ريښه يې د تیر حکومته سرچينه اخلي غندم،فساد هغه ناوړه پديده ده چي پيل يې دولسمشر حامد کرزي له واکمني کيږي
دولسمشر حامد کرزي د حکومت يو ميراث چي اوسنۍ حکومت او افغانانو ته پاتې دی همدا فساد دی د تير حکومت پرمهال فساد د خپل اوج لوړو پوړو ته ورسيد، چي افغانستان هم د مفسدترينو هيوادونو په ليکه کي شامل سوو اوس هم افغانستان دسيګار يا فساد پر ضد دمبارزې اداري په لړليک کي خپل ځاي او مقام ساتلي دی
سیګار په خپل یو وروستي راپور کې ویلي، چي متحدو ایالتونو له ۲۰۰۲ میلادي کاله تر ۲۰۱۳ کال پوري له افغانستان سره نژدي ۱۰۴ میلیارده ډالره مرسته کړې ده، سیګار دا کچه تر هغي لوړه بولي چي تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د ۱۶ اروپايي هېوادونو د بیارغوني مارشل پلان ته ځانګړې سوې وه.
اوس خبره داده چي افغانان په فساد ککړ نه وه او له دې ناوړي پديدي څخه يې سخته کرکه درلودل او اوس هم ګڼ شمير هيوادوال دا څه نه خوښوي فساد او مفسد ته دنفرت په سترګه ګوري او هغه څوک چي په ورته مسله کي شکيل وي پر وړاندي يې جدي مبارزې ته چمتو دي.
د فساد مينځ ته راوړل اوپه هغه کي  دافغانانو شکيل کول  دافغانانو تر وس لوړه خبره ده، په دې کي لوي لاس خپله دنړيوالي ټولني او په ځانګړي ډول دامريکا دی غربیانو په لوی لاس افغانانو ته دفساد چل ور وښود او د یو شمير پروژو او پروګرامو له لاري يې په فساد کي شکيل کړل.
اوس افغانستان کي یو شمير داسي لوړپوړي او ټیټ پوړي چارواکي شتون لري چي په نړيواله کچه په فساد کي داخل دي او د نوري نړۍ تر مفسدو چارواکو مخکي دي چي دې مسلي په نړيوال ډګر کي دافغانستان او افغانانو لپاره سر خوږي جوړ کړي دی او زموږ هيواد یې دمفسدو هيوادونو په کتار کي شامل کړي دی.
زه بيا هم په ډاګه سره ويلي سم چي افغانان په فساد ککړ نه دي خو افغانستان د مفسدترينو هيوادونو په ليکه کي خپل ځاي لري دا ځکه چي دفساد پروژه داخلي اړخ نه بلکي بهرني ريښي لري
اوس اوسنۍ حکومت ته په کار ده چي د فساد په له مينځه وړلو کي  پراخ او کوټلي ګامونه واخلي هغه نوم چي په نړيواله کچه يې افغانستان لري بايد تري ليري سي او باید ټولي نړۍ ته ثابته سي چي افغانان فساد خوښوونکي نه دي او په خپل هيواد کي فساد نه غواړي او دلته جوړ سوې فساد د افغانانو توليد نه بلکي بهرنۍ پروژه ده.

په درنښت
لښکزګاه
نيټه ۱۳۹۶/سنبله/۳۱

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery