دخپریدو نیټه : 2017-11-01 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
کندهار والي: د انساني قاچاق د مخنيوي لپاره دي له ټولو ممکنه لارو کار واخسیتل سي
راحیله جواد
دکندهار والي زلمي ويسا د انساني قاچاق د کمېسون په غونډه کي انساني قاچاق يو نړيواله پديده وبلل او د ياد جنایت پر مخنيوي يې ټينګار وکړ.
ښاغلي ويسا وويل، افغان ځواکونه دي د انساني قاچاقبرانو په وړاندي خپله مبارزه لا هم ګړندی کړي او مخنيوی دي يې وکړي.
کندهار والي همداراز لارښوونه وکړه چي د انساني قاچاق د مخنيوي لپاره دي د عامه پوهاوي پروګرامونه هم جوړ سي، ترڅو خلګ پرديو هيوادونو ته د تلو پر ځاي خپل هيواد ته خدمت وکړي.