مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-12-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د سعودي عربستان په مشرۍ د اسلامی نړۍ نوی نظامي ائتلاف

نبی حبیبی: کابل

 

د ډاون او ټریبیون ورځپانې لیکي: د سعودي عربستان ستراتیژیک نظامي ائتلاف په دوه مرحلو کې ډیزاین شوئ.
دا هغه محال چې د ۲۰۱۵ کال د دیسامبر په میاشت کې سعودي عربستان د اسلامي هیوادونو مشرانو سره یو نظامي ائتلاف چې د افراط او تروریزم سره د مبارزې په هدف را ټول کړ، پاکستان هم په غیر رسمي توګه په دې ائتلاف کې شامل وو او د پاکستان د پوځ پخوانی مشر جنرال راحیل شریف ته د دې ائتلاف مشري په غاړه ورکړل شوه، او د دې ائتلاف رسميت به غړو هیوادونو ته د دوئ د وظایفو لایحې له معلومیدو وروسته اعلان شي.
ایران د سعودي عربستان په مشرۍ د دې هیوادونو د ائتلاف او یو والي مخالفت کړۍ. ځکه چی دواړه سعودي او ایران د منځیني ختیځ سیاست، په ځانګړې توګه په سوریه او یمن هیوادونو کې سره ښکر په ښکر دي.
خو ویلئ شوي دي چې د سعودي عربستان په مشرۍ د دې اسلامي هیوادونو د ائتلاف د ستراتیژۍ په لومړۍ مرحله کې د دندو تقسیم ترسره شوئ. اما په دوهمه مرحله کې به د پوځي ځواک په څرنګوالي سره کار وکړي. او پدې پوځي ځواک کې به هوائي، ځمکنۍ او بحري قواوې ټولي شاملي وي.
همدا راز دې ائتلاف اعلان کړئ وو چې دوئ به د تروریزم او افراط د ګواښونو پرمختګ څاري، حال دا چې داعش د سوریې او عراق په خاوره کې اسلامي خلافت اعلان کړئ.

سعودي وایې چې د پوځي ځواک دغه ائتلاف به دکوم مشخص هیواد پر ضد ونه کارول شي:
سرچینی وایي چې غړي هیوادونه به لنډ مهاله او اوږد مهاله پالیسي ولري او دا پالیسیانې به سره تقسیم کړي. او همدا راز سعودي عربستان د خپلو ديپلوماتیکو چينلونو له لارې د غړو هیوادونو د رسمي غړو سره د دې نظامي ائتلاف ته د رسمي بڼې ورکولو په موخه سره په اړيکو کي دي. او د روان کال په آخر کي به د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې د غړو هیوادونو غونډه بیا ترسره شي. خو سعودي دا هم وایي چې دا ائتلاف به د کوم مشخص هیواد پر ضد ونه کارول شي.
د سعودي په مشرئ دې ائتلاف کې پاکستان د مینځمهالي پالیسۍ په لټون کې دئ!
د ډېلي ایکسپریس سرچینې زیاتوي چې دا ائتلاف به خپل استختبارات، ټرینينګ، وسلې او د اړیکو په موخه ځانګړی سیستم ولري. او د پوځونو ګمارل او استول به هم په دوهمه مرحله کې ترسره شي.

 
په دې ائتلاف کې د پاکستان ښکیل تیا:
لکه څرنګه چې پاکستان دې ائتلاف کې په غیر رسمي توګه برخه لري. غړو هیوادونو ته د وظایفو د تقسیم نه وروسته به دوی په دې اړه خپل رسمي موقف اعلان کړي. خو تر اوسه پاکستان پدې باور دئ چې دا ائتلاف باید د کوم هیواد پرضد ونه کارول شي او اسلامي هیوادونه دې په ګډه د تروریزم او افراط پر ضد کار وکړي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery