مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-12-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ملي وحدت به مو هېواد له نورو پرمختللو هېوادونو سره سیال

استاد عرفان وزیر

ملي وحدت به مو هېواد له نورو پرمختللو هېوادونو سره سیال او قوم پرستي به مو هېواد خوار او ذلیل کړي.
په ټوله کې داچې اسلامي امت واحد امت دی ،غم او خوشالي، کټه او نقصان، پرمختګ او وروسته والی .... یې شریک دي او اسلامي امت ټولې برخې د یوه وجود اغضاء دي نو لازمه ده چې داسلامي امت هر غړی او فرد ددې هڅه او هاند وکړي چې دځان ،ټولنې، مسلمانانو او په عموم کې د ټول انسانیت په خیر وي.
که څه هم چې اسلامي امت واحد امت دی خو داچې نړی اوس پر ګڼو او زیاتو هېوادونو ویشل شویده او له دغې جملې څخه اسلامي امت هم په جلا جلا هېوادونو او دولتونو کې منظم شو او داسلامي دولتونو په نوم هېوادونه منځ ته راغلل نو اوس هم ددغو دولتونو انساني او اسلامي مسولیت دا ایجابوي ترڅو دیوه او بل هېواد سره همکار پاتې شي ، نه داچې د یوه بل هېواد پر وړاندې پر داسې اعمالو لاس پورې کړي چې دبل هېواد د وروسته پاتې کېدو او ورانکاری سبب کیږي.
له بله طرفه باید چې په داخل دهېواد او دولت کې ددولت ټول ملت، اغضاء او افراد باید ملي وحدت وساتي او په هیڅ صورت قوم پرستۍ ته دشخصي،سمتي او نارو کټو په خاطر لمن ونه وهي. اسلام په ښکاره ډول مسلمانان وحدت ته رابولي او په قرانکریم کې خدای تعالی ج واضح امر کوي چې تفارقه ما اچوی او متفرق کیږی مه. خدای تعالی ج په قران پاک کې فرمایي واعتصمو بحبل الله جمیعا ولاتفرقو.
ترجمه: تاسو ټول د خدای تعالی ج په رسی (دین)باندې منګولې ښخې کړی او تفرقه ما اچوی( متفرق) کیږی ما.
داچې ملي وحدت دیوه طرفه دقران پاک امر دی دبله طرفه په ملي وحدت کې مو هر ډول سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، ټولنیزې .... او نورې ګټې خوندي کیږي ځکه متحد ملتونه متحدې ملي کټې لري او دیوه واحد مسیر په لور چې د ټولت ملت او هېواد په کې خیر وي خپل تګ جاري ساتي او په ډېر کم وخت کې کولی شي چې هغه ملي ګټې چې دټول ملت سرنوشت ورپورې تړلی وي ترلاسه کړي، که موږ افغانان خپل ملي وحدت وساتو نو لرې نه ده چې هېواد او خلک به مو دېر زر دنورو هېوادو او دهغې دافرادو سره سیالان شي ځکه دافغانانو استعدادونه له هیچا کم نه دي هروخت یې چې وحدت رامنځ ته شوی، نو په هېواد ،سیمه او نړی کې یې دځان او نورو په ګټه لوی تغییرات رامنځ ته کړي دي.
خو که ملي وحدت ونه ساتو او دقوم پرستی پر نولي مرض اخته شو نو نه یوازې داچې ګټه پکې نه شته، بلکې دا مرض به مو ګران هېواد او افغانان له هرې نګاء څخه د تباهی کندې ته واچوي او بیا به په سیاسي، اقتصادي، فرهنګي ،ټولنیزو ... برخو کې هېڅ داسې موقع په لاس رانشي چې دولت او خلک مو له سیالانو سره سیال شي.
خدای تعالی ج په سورة الحجرات کې فرمایي: یاایها الناس انا خلقناکم من ذکر وانثی وجعلنا کم شعوبا وقبائل لتعارفو وان اکرمکم عند الله اتقاکم ان الله علیم خبیر.
ترجمه: اې خلقو بېشکه موږ پیداکړي یی تاسو له یوه سړي ( ادم) او له یوې ښځې ( حوا) څخه او ګرځولي مو یی قبیلې قبیلې ددې لپاره چې یو بل سره وپیژنی او بېشکه چې ډېر مکرم او معزز له تاسې څخه دالله تعالی په نزد دېر پرهیز ګار او متقي دی. بېشکه چې الله تعالی ښه عالم، ډېر خبر دار دی.
نو دقران پاک ددغې ایت کریمه څخه واضحه او ښکاره ده، چې قومونه او قبیلې د انسانانو ترمنځ ددې په خاطر نه دي پیداکړی شوي چې دیوه او بل په مقابل کې کې دې قومي او قبیلوي ګټې وپالي بلکې دا یواځې د پیژندلو په خاطر شوي. نو داچې دانسانانو ترمنځ قومي ګټې منع ګرځول شوي نو دمسلمانانو ترمنځ خو په قطعي صورت ممنوع ګرځول شوي دي.
همداشان دقومیت په مورد نبي کریم ص فرمایي: وعن جبیر بن مطعم ان رسول الله؛ قال: لیس منا من دعا الی العصبیة ولیس منا من قاتل عصبیة ولیس منا من مات علی عصبیة.
ترجمه: حضرت جبیر بن مطعم رض وایی چې رسول الله وفرمایل هغه څوم زموږ څخه نه دي چې خلقو ته دعصبیت ( تعصب) دعوت ورکوي او هغه څوک زموږ څخه نه دي چې دعصبیت پربناء جنګ کوي او هغه څوک زموږ څخه نه دي چې دعصبیت په حالت کې مړشي یانې زموږ دملت څخه نه دي یا زموږ دطریقې څخه تللي دي بله لاره یې خوښه کړي ده.
نو ښکاره او واضحه ده چې په ملي وحدت کې د دونیا او اخرت ګټې نغښتي دي او که موږ افغانان په خپلو منځونو کې ملي وحدت وپالو نو ډېر زر ده چې هېواد به مو د موجوده مشکلاتو څخه ووځي او د پرمختګونو لار به خپله کړي او که خدای مه کړه شخصي، قومي او سمتي ګټې پالو، نو داچې دیوه طرفه دخدای تعالی په نزد مجرمین یو او دبله طرفه به مو هېواد او خلک له لویې بربادی سره لاس او ګرېوان شي. نو توصیه مو داده چې موږ افغانان له خپله منځه هغه ناولي او پرادي وباسو چې د افغانانو ترمنځ قومي او سمتي تعصبات رامنځ ته کوي او په دې طریقه مو ملي وحدت او ترقۍ ته زیان رسوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery