مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-12-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

یو بل ستر الماس و موندل سو( لومړۍ برخه )

پوهنمل حاجي محمد نوزادي

پوهنمل حاجي محمد نوزادي


     څو کاله وړاندي مي د نړۍ د تر ټولو پیژندل سوی او وتلي الماسي غمي « کوه نور » د تاریخچې او ور سره تړلو پیښو په هکله تر دغه سرلیک ( د کوه نور الماس له کومه راغی او چیرته ولاړ ؟ ) لاندي په پرله پسې توګه اړوندي موضوعګاني نشر کړي او ور پسې مي په همدغه نامه یو کتاب هم له چاپه وایست . له دې نه وروسته مي د الماسي سترو ټوټو د موندني  په اړه رسنۍ تعقیب کړیدي . البته پدې لړۍ کي زما موخه الماس د یوه منرال په توګه نه بلکه د یوه ارزښت لرونکي غمي په توګه وه او ده . ځکه ، که دا موضوع د منرالونو په اډانه کي و څیړل سی ، جدا بحث ته اړتیا لري چي مسلکي علمي خبري غواړي او د عامو کسانو د پاره نه د پوهیدلو وړ دي او نه هم په زړه پوري دي .
     دادی پدې لړۍ کي مي په ۱۳ / ۱۱ / ۲۰۱۷ نیټه د ډنمارکي ژبی ورځپاڼي « مترو اکسپرس » پر لمن په افریکایي هیواد سیرالیون کي د الماس د یوې ستري ټوټې د تازه موندلو په اړه یوه لیکنه ولوسته . دا چي خبر راته په زړه پوري ښکاره سو ، دادی پښتو ژباړه یې درنو مینه والو ته وړاندي کوم . البته د اصلي متن په پای کي یو ډیر خوندور ټسټ راغلی چی حتماً یې ولولئ او د خپلو مالوماتو کچه و ازمایاست :
     په سیرالیون هیواد کي دمنرالونو ( کانونو ) یوه شرکت د الماسو یوه ټوټه موندلي چي نژدي سل ګرامه وزن لري . په پام کي ده چي دا تیږه به لیلام ته وړاندی سي ، مګر تر اوسه یې لا بیه نده ارزول سوې .
     ددغي غیرمعولي ستري ټوټي دقیق وزن چي د لویدیزي افریکا د سیرالیون هیواد په ختیځ ولایت ( کونو ) کي تر لاسه سویده ، ۴۷۶ قیراته ( قیراطه ، کراته ) دی . دا هغه ولایت دي چي په اړوند کان کي یې اته میاشتي وړاندي هم یوه غټه ټوټه پیدا سوې وه . د ماهرانو په آند دغه نونسم ځل دي چي په نړۍ کی د الماس دا ډول ستره ټوټه موندل کیږي . خو تر اوسه لا د ماهرانو لخوا دا خبره سپینه سوې نده چي د دغي ستري ټوټې ارزښت به څومره وي .
     په سیرالیون کي د منرالونو د دولتي ادارې عمومي رېیس Sahr Wonday وایي چي دا به د کونو په ولایت کي د کان وروستۍ مونده نه وي او زیاتوي : « دا موندنه پدغه کان کي د یوه پیاوړي لوړ پوټنشیال د شتون نښه ده چي باید په پام کي و نیول سي » . دی وایي چي دا ستره ټوټه د Meya Mining د شرکت لخوا موندل سوې او دولت و نوموړي شرکت ته دا جواز ورکړي چي و خارج ته یې صادره او په یوه نړیوال لیلام کي یې و پلوري .
     د اکتوبر په میاشت د سیرالیون دولت اعلان وکړ چي په پام کي لري د ۷۰۹ قیراتو په وزن یو الماس د ډیسمبر په میاشت د نیویارک په یوه لیلام کي خرڅلاو ته وړاندي کړي . دغه ټوټه بیا د روان کال د مارچ په میاشت کي موندل سوې او د هغو لسو پنځلسو سترو ټوټو په ډله کي راځي چي تر اوسه پوري په نړۍ کي موندل سویدي .
     د ارزښت لرونکو تیږو د پاچا په توګه د الماس ارزښت د څلورو معیارونو له مخي ټاکل کیږي ، لکه وزن چي په قیرات محاسبه کیږي ، رنګ ، شفافیت او د حکاکۍ څرنګوالی . باید ووایو چي یو قیرات د صفر عشاریه دوه ( 0,2 ) ګرام وزن سره برابر دی . پدې توګه ددغه اوسني موندل سوي ټوټې ۴۷۶ قیراته وزن په دقیق ډول 95,2 ګرامه کیږي .

د لومړۍ برخي پای
نور بیا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery