مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-12-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ولي کندهار؟

حافظ احمد نصرت


لوی کندهار د شاهانو،امپراطورانو د ميړاني اتلولۍ او سرښندني ټاټوبي دی کندهار د تاريخ په صفحو کي په زرينو کرښو ګڼي لاسته راوړنې او کارنامي لري.
د افغانستان په پنځه زره کلن تاريخ کي لوی کندهار هغه حوزه ده چي اوسيدونکو یې خپل حضور فعال ښودلي او له دې ځايه يې پر نورو هيوادونو اوسيمو حکمرانۍ کړې چي خپل هويت او اتلولۍ يې ټولي نړۍ ته ثابته کړې ده چي ښه بيلګي يې د لوی احمدشا بابا دوره،ميرویس خان هوتک، ملالۍ ميوندي او دې ته ورته نورو اتلانو يادونه ده.
اوس خبر داده چي په همدي پال او هيله یو شميرسياسيونو،داحزابو مشران،په حکومت کي لوړپوړي او ټيټ پوړي چارواکو د ولسي جرګي غړیو،له دندې ليري سوي پخواني څيري را غونډ سوي تر څو له دې  ځايه د حکومت د راپرځولو، د لوي جرګي را غوښتلو او پرحکومت د سياسي فشار راوړلو له لاري دا وښي چي  دا حکومت ناکاره،ناتوانه،د خلګو د غوښتنو په پوره کولو کي پاتي راغلي او خپل  سياسي او ګوندي حضور او زور نړيوالي ټولني ته ثابت کړي.
زه د اوسني حکومت پر یو شمير کمزوریو سترګي نه پټوم او دا نه وايم چي حکومت او نظام کي به ستونزي نه وي خو د داسي غونډو او سياسي فشارونو سخت مخالیف یم چي د نظام او حکومت د راپرځولو هڅي پکي کيږي اود خپلو سياسي او شخصي غوښتنو لپاره د هيواد ملي ارزښتنو ته زيان رسوي
ځکه اوسنۍ وخت کي موږ ددې نظام بديل نه لرو که د راغونډ سوو اشخاصو او سياسیونو  نظر او اند  دا وي چي دوی به تر اوسنۍ  حکومت بل ښه حکومت جوړوي او د افغانستان د دایمي سولي او بقا لپاره به هڅي او کوښښونه کوي فکر نه کوم چي داسي څه دي وسي ځکه اوسنۍ غونډي راغلو اشخاصو ټولو هيوادوالو اوملت ته ازمایښت او امتحان ورکړي او د دوی له کړنو ښه خبر دي او نور دچاه په تشو ژمنو نه تيروځي.
 باتور دوستم،عطا محمد نور،ظاهر قدير، همايون همایون او نور د غونډي طرحه کوونکي به دا فکر کوي چي له کندهار به یې پيل ښه وي او خپل هدف ته به ځان رسوي دا دوی فکر او نظر دی ځکه دوی د شاهانو د ټاپوبی نوم اوريدلي په تاريخ کي يې لوستلي خو ژوند يې  پکي نه دی کړي له دوی سره د لوی کندهارد ځوانانو ملاتړ نسته  دلته ميشت قومونه دملي یوالي د حکومت ملاتړي دي او د سر په قمیت د خپل حکومت او نظام تر شاه ولاړ ديٍ او دا په دې معنا نه ده چي غونډه کندهارکي جوړيږي نو د لوی کندهار د ولسونو به همدا نظر وي دلوی کندهار ځوانان او ولسونه ځانته خپله ديدګاه لري.
زه وایم له دې خلګو سره که دافغانستان درغښت،اقتصادي پراختيا،رغوونې،دایمي سولي او ثبات فکر وي نو ددې پرځاي چي د حکومت د راپرځولو هڅه کوي له دې نظام او حکومت سره دي د چارو په سمون او په افغانستان کي د پايداره حکومت د شتون په برخه کي لاس په کار سي ځکه دا جوړ سوي ګوډ او مات نظام دافغانانو د قربانیو په پایله کي رامينځته سوي او جوړ سوي دی
تل موږ افغانان د داخلی کش مکشونو او کورنۍ جګړو ښکار سوې یو او خپل هيواد مو په لوی لاس د اور کندي ته غورځولي دی نور بس دي راځئ ددې هيواد د جوړولو او نظام د پیاوړي کولو په برخه کي سره یو سوو او اختلافاتو ته د پاي ټکی کښيږدو.
په دې ورستيو کي د افغان حکومت لاسته راوړني او هڅي د افغانانو لپاره نه هيريدونکي دي غونډې پريږدی! د اوسنۍ ولسمشر سره د وطن په جوړولو کي مرسته وکړئ غني د غني افغانستان کلکه اراده لري.
په درنښت

لښکرګاه
۱۳۹۶/ ليندي / ۱۱/

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery