مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-12-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کندهار له بلې زاوې څخه

سرلوڅ مرادزی

 د روان ۲۰۱۷ کال د ډېسمبر په دوهمه، د ولسمشر غني په مشرۍ د افغان مرکزي حکومت یو شمېرمخالفینو تاریخي ښارکندهار کې غونډه جوړه کړه. دې غونډې لپاره دغه ښارځکه ټاکل شوی وو چې کندهار د نوي افغانستان د بنسټ اېښودونکی لوی ټولواک احمدشا بابا او میرویس نیکه یا په بله وینا د افغانانو د واکمنۍ تاریخي پلازمېنه او بلخوا په خرقې مبارکې سره د افغانستان د ډېرسپېڅلی ځای نوم دی.
د حکومت مخالفینو غوښتل، دا ځل د منځمهاله حکومت او یا لويي جرګې په نوم یو بل تورسقاوي بغاوت د کندهارښار له تاریخي او عقیدوي اهمیت څخه په ناوړې ګټې سره، د افغان مرکزي حکومت په وړاندې راوپاروي.
د دې مخالفینو مرکزي کړۍ لکه عطا نور، دوستم او محقق چې انقره کې يی د هېواد ژغورنې ټلوالې په مټ، حکومت سره له مخالفت او ډغرو څه تر لاسه نه کړل او کابل کې يي یوه غونډه هم راونه شوه بللی، په دې لټه کې شول چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي پلویان، له حکومته په فساد او خیانت رټل شوي او استفراغ شوي کسان او د کندهار ښار تاریخي ارزښت خپلو شومو موخوته د رسېدا لپاره د یوې وسېلې پتوګه وکاروي. نوموړې ټلوالې دا هڅه هم وکړه چې په داسې غونډو سره کندهار ښار د درانو او غلجو افغانانو ترمنځ، پخپل اند د اختلافاتو د راټوکولو لپاره یو ځایګی هم وګرځوي!
د حکومت په مخالفینو کې د عطا نور، دوستم او محقق ټلوالې او هغې ته نږدې رسنوالو او قلموالو د کندهار غونډې تر جوړېدو مخکې دا پروپاګنډه هم کوله، که چیرې مرکزي حکومت غونډه جوړېدو ته پرينږدي، د حکومت مخالفین لکه عطا محمد نور به د بلخ ــ کابل لار، ظاهر قدیر به د جلال اباد ــ کابل لاراو جنرال رزاق به د کندهار ــ کابل لار د مرکزي حکومت په وړاندې وتړی. دوی دا ډنډروه هم خپروله چې دوی چمتو دي چې د مرکزي حکومت په وړاندې په بلخ، هرات، کندهار او ننګرهار کې بېلابېلې خپلسرې واکمنۍ رامنځته کړي او مرکزي حکومت رانسکور کړي.
کندهار کې د تور سقاوي بغاوت د راپارولو لپاره، د عطا نور او دوستم هڅو هغه مهال نور هم زور واخیست چې د افغان ملت د ګوند د یوې برخې مشر انوارالحق احدی، د عطانور د کتلو لپاره بلخ او د عبدالرشید دوستم سره د خبرو اترو لپاره انقرې ته سفر وکړ. په پورته اجندا ښای د کندهارغونډې جوړېدا په همدغو سفرونو کې غوټه شوې وي او وروسته د پخوانی ولسمشر حامد کرزی تر سترګو تېره، تایید او بیا د پلیتوب لپاره وړاندې شوې وي.
اوس چې دا غونډه د عطا نور او د دوستم د زوی باتور له ګډون پرته جوړه شوې او حکومت ته يی خپل پنځه فقره یز پریکړه لیک وړاندې کړی، له هغه څرګندیږي چې غونډه خپلو موخو ته په رسېدو کې پاتې راغلې.
موجوده حکومت چې په ټولټاکنو کې رامنځته شوی، د خپلو ټولو ښېګڼو او بدګڼو سره باید ټاکلې موده بشپړه کړی. په دې موده کې د منځمهاله حکومت، دودیزې لويي جرګې اویا کودتاوو په بڼه د حکومت بدلول، سربېره پر دې چې ناقانونه بلل کیږي، ناشونی هم دی.
نن چې ټول د کندهار ارزښت ته قایل دي، راځۍ چې کندهار ته د مرکزي حکومت په وړاندې د نسکورولو د هلو ځلو پرځای، د هغه ریښتیني تاریخي او ملي ارزښت ته پنا یوسو.
څونه ښه شول چې د عطا محمد نور، دوستم، اسماعیل خان او دوی ته ورته کسان نن ټول په دې فکر کې شول، چې کندهارښار د افغانستان په برخلیک کې مرکزي رول لري. تر پرونه پورې، داسې کسان نه یوازې له کندهاره بلکې له افغانستان منکر وو. کندهار چې د نوی افغانستان بنسټ، د لوی احمدشا بابا او میرویس نیکه په لاسونو هلته يی اېښودل شوی، هغه مهال د پرمختللي، یو موټي او بشپړ افغانستان په بیا ودانۍ کې مرکزي رول لوبولي شي چې بیرته د افغانستان پلازمېنه شي. د عطا نور، دوستم او نورو مخالفینو وروستي اقدام دا وښوده چې کندهار د افغانستان تپنده زړه دی. خو کندهار باید د افغان حکومت په وړاندې د توطیو او کودتاوو لپاره ونه کاریږی، بلکې بیرته باید د افغانستان پلازمېنه شی، چې وار بیا د افغانانو د یوميټوب مرکز وګرځي.
نن چې ټول افغانان په دې راضي دي چې کندهار د افغانستان په بیا سمبالښت کې مرکزي رول لري، د عطا نور پلویان هم وايی« تجربه اثبات کرد قندهار (نه پنجشیر وبلخ) همچنان برای ثبات افغانستان قدرتی تعیین کننده دارد. این به معنای آن است که فارمول سنت سیاسی کارآیی خود را حفظ کرده است. اریايي بریښناپاڼه»
نو راځۍ چې د کابل پرځای يي بیرته د هېواد پلازمېنه کړو.
له دې وروسته باید کندهار ته له دې زاوې وګورو!
د ۲۰۱۷ کال د ډېسمبر ۵ مه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery