مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-12-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

بیت القدس د اسرائیلود پایخت په نوم اعلانول ، یا د زبرځواکونود زوال پېلامه

محمد انور ولید

 

لکه څنګه چې له نوم څخه یې ښکاري ، بیت المقدس د انساني تاریخ په اوږدوکې د کوم امپراتورپه لاس څه جوړه شوي جغرافیه نه ده ، بلکې بیت المقدس د ټولو ابراهیمي ادیانو اوټولومسلمانانو لومړنۍ قبله وه اوده . ترټولولومړنی انسان ( ابوالبشرحضرت آدم علیه السلام ) هم د انساني ځوځات ترټولوړومبی مسلمان ، د الله تعالی خلیفه ، استازی اود ځمکې پرمخ تربل هرچا مخکې لومړنی واکمن ؤ . دا چې د حضرت آدم (ع) ځوځات ددووقوو(( اولیاء الرحمن اواولیاء الشیطان )) ترمنځ د تلپاتې حق اوله منځه تلونکې باطل  په نومونود الهي فرمانونودمنلواوتمرُد یا نه منلوپه تېغ سره بېل شول ، چا د یوه الله(ج) د عبادت لاره خپله کړه اوچا د بغاوت . په عباد ت باندې هابېلیان او په بغاوت باندې قابېلیان سره را ټول اوتنظیم شول چې یوې ډلې له الهي ارشاداتو خپله تغذیه کوله اوبلې یې له شیطاني اوبه خوره د زلال اوبه خوړلې چې همغه زړې اولرغونی تربګنۍ ترنن ورځې پورې همداسې غځېدلې را پاتې شوې . خود بشري پېښلیک ځینې برخې خپله د انسانانو په لاس تحریف شوې چې بیا وروسته د لوح محفوظ له خوندي سینې څخه اصلي متن راتلونکونسلونوته په وحی کړای شوي کتاب الله کې ورپه ګوته شوې دي .

ولې د انسانانوترمنځ بیا هم د حق اوباطل ددغې جګړې دوسیه ونه تړل شوه ، ځکه چې د ځینوانساني جرړو واګې له حقیقي خالق سره تړلې وي اود ځینونورو بیا له رټل شوي شیطان سره . همدا لامل ؤچې دا شخړې اولانجې له ډېرو لوړو ژوروڅخه را تېرې او ډېرې مالي اوځاني تحمیل شوې قربانۍ چا د خپل حق د ثبوت په خاطرپرځان ومنلې اوچا د انساني حقوقود کتمان په خاطرخپلې ملېشې د نورو په وړاندې د خپل زر، زوراوتزویرپرمټ وجنګولې .

هو! دعقیدې اومادې ترمنځ د حق اوباطل دغه تلپاتې جګړه چې پیل یې قابېل د هابېل پروژلوسره کړی اوپای اوبرخلیک یې لاهم د څرګند نه دئ د عادیانو، ثمودیانو، نمرودیانواوفرعونیانوپه څېرددنیا ډېرنوروروستي سترسترتمدنونه د (( وسیعلم الذین ظلموآ ایَّ منقلبوا ینقلبون )) د فیصلې پراساس سره لاندې باندې او په ځان کې مدغم ، منحل اوله منځه یووړل . دا ځکه چې الله(ج) د هرکنعان په وړاندې نوح (ع) ، دهرنمرود په وړاندې ابراهیم (ع) ، دهرفرعون په وړاندې موسی(ع) ، د هرصبا اوبلقیس په وړاندې سلیمان (ع) ، دهریأجوج اومأجوج په وړاندې ذوالقرنین ، دهرجهل اوتاریکیوپه وړاندې محمد (صلی الله علیه وآله وسلّم ) ، دهرصلیب په وړاندې صلاح الدین ایوبي ، د هرسومنات په وړاندې سلطان محمودغزنوي ، دهرګرګین په وړاندې میرویس نیکه ، دهراصفهان شاه په وړاندې شاه محمودهوتکي ، دهرمرهټي اوپاني پت په وړاندې ستراحمد شاه ابدالي ، د هربهرني نیواکګرپه وړاندې دتاریخ په هره مقطع کې ملي ، سیمه ئیزاونړیوال اتلان پیداکړي ، دالله تعالی (ج) او د هغه د رسولانواو نبیانو(ع) اوددوی د خپل غلیم په وړاندې یې نه ستړې کېدونکې مبارزه اومقابله کړې اودهغوی هغه سترې امپراتورۍ یې د لوېدلیواوبېوسو،خوپه اصل کې په حق اوعدالت ولاړوهغواوسپنیزوغیرتي د معاملوضد هدفمندوعناصرو په لاس دړې وړې کړې چې تل یې په خپل پاخه هوډ سره مخ په وړاندې کلک او پاخه او با ثباته ګامونه پورته کړي دي .

د مسلمانانوترمنځ دغه د نفاق اوتفرقواچولونه ختمېدونکې پروژې اود مسلمه امت د بشري ، اقتصادي ، سیاسي ، کلتوري ، علمي ، مذهبي اوټولنیزځواک زوروراوبه کول اوله منځه وړل او دا د لسیزوکالو را په ایسته د فلسطین یانو پلرنۍ خاورې ته په نړۍ کې د خوروورو یهودانوورټولول اوانتقالول ، د فلسطین خاوره د اردن ، فلسطین اولېبنان په نومونوپه درېیوټوټوسره وېشل ، ترڅود فلسطین په مقبوضه خاوره کې له اروپاڅخه پرراوړل شویویهودي ناقلینوباندې یې دیوه واحد عربي مسلمان ملت او دولت په توګه په راتلونکې کې زور ونه رسېږي .

     د امریکا ولسمشرټرمپ د بیت المقدس په اړه د ناروا اوغیر منصفانه پرېکړې په اړه په افغانستان کې هم خلکو ډېرغبرګونونه ځکه ښودلي چې د (( قَدْ نَرَى تَقَلُّبَ وَجْهِكَ فِي السَّمَاءِ فَلَنُوَلِّيَنَّكَ قِبْلَةً تَرْضَاهَا فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ )) آیت پربنسټ (( له حرمین شریفین وروسته د نړۍ پرمخ ټولو مسلمانانو ته غوره اوسپېڅلی ځای بیت المقدس ګڼل شوی دی چې د پورته آیت مبارک څخه ترمخ تېرومؤمنانو او بیا د رسول الله (ص) په وخت کې هم ترهغو پورې د مسلمانانو قبله وه کله چې نبي (ع) د لمانځه په مابین کې بیت الله شریف ته د وحی پراساس په مخ اړولو سره مکلف شو.))

څرنګه چې مقدسه اماکن په اسلامي عقیده اود الله (ج) په خوښ کړي دین پورې اړه لري ، نوملکیت اومیراث هم د همغه چا دئ چې د خپل خدای (ج) پرستش په کې کوي ، نه د هغه چا چې هغوی د معبود برحق له آسماني دین څخه تمرد او سرغړونې کړې او د الله (ج) را لېږل شوي کتابونه یې په کې تحریف کړي او د حق کتمان یې په کې کړی وې . 

اماکن مقدسه د ټولې اسلامي نړۍ د هرمسلمان له پاره زښت زیات ارزښت لري اوور ته دقدر وړدي . امریکايي وګړي اوسیاستوال دې اجازه نه ورکوي چې لېونی اوله تارخ څخه ناخبره پاچا یې امریکایان د ټولې اسلامي نړۍ تاریخي دښمنان وګرځوي.

د ترکیې ؤلسمشر رجب طیب اردوغان بیا څو ورځې مخکې ویلي وو چې :

بیت المقدس د مسلمانانو له پاره سره کرښه ده !

نوموړي زیاته کړې وه چې : ترمپ غواری بیت المقدس د اسراییلو پایتخت ونوموی

اوس چې د اردوغان خبرو صدق وموند  نو د امریکې ؤلسمشر همدا کار وکړ .

اردوغان د ټرمب له دې اعلان څخه مخکې ټرمپ ته په یو نړیوال کنفرانس کی اخطار ورکړی ؤ چې : که یی دا کاروکړ، په خبره یې ( اسلامی هیوادونه راټولوم او له ټولی کفری نړی سره به بیا گورو.)

د افغانستان ځینوخلکو ویلي چې : (که کفري نړۍ په ټرمپ باندې نازیږي ، نو موږهم د رجب طیب اردوغان په څېراسلامي رهبران لرو) .

د ټرمپ د وروستۍ وینا په بدل کې طیب رجب اوردغان ویلي : (( بیت المقدس د اسلامي هیوادونو مرکز دئ ، که هرڅوک ددې ځای دعوه کوي,زه به ټول مسلمان هیوادونه سره را ټول کړم او په ګډه به ددوئ خلاف جګړه وکړواو پرې به نه ږدو چې زموږ په داسې اسلامي ځایونوباندې څوک یرغل وکړي .))

خو زه وایم چې دا میراث یوازې د فلسطینیانونه دئ ، بلکې دا د ټولې اسلامي نړۍ میراث او د مسلمانانولومړنۍ قبله ده چې د فلسطین په خاوره کې موقعیت لري ، نو ددنیا له هغې بل څټ څخه څه ډول او د کوم قانون له مخې پردي واکمن پردۍ ځمکې اود ټولې مسلمانې نړۍ پردي میراثونه غیرمسلموته ورهبه کولی اوډالۍ کولی شي ؟

بل ځای په یوه خبر کې ویل شوي چې : (( دترکيې ولسمشر اردوغان د اسرئيلو سفير دخپل هيواده وشړلواوسفارت يې وربند کړ. او د ترکيې په انجرليک اډه کې ميشتو امريکايې قواووته یې دیادې اډي پريښودو په موخه 48 ساعته وخت ورکړی .)) چې ځینو افغانانویې په وړاندې داسې غبرګون ښودلی : ((موږ ټول افغانان دې ترشا ولاړ یوو.))

خوبل ځای یې بیا نوروافغانانو پرضد خپل داسې نظرڅرګندکړی  

((اردوغان هغه دوه مخی انسان دی چی سوریه یی تبا کړه اود آمریکا اوافغانستان په جنگ کې دترکیې عسکروله آمریکا یي عسکرو سره یوځای زموږ هیواد اشغال کړ.))

بیا یې په اړه زیاته کړې چې :

(( تاسو به خبرياست چې ترکيه لومړنی اسلامي هېواد دی چې په 1949زیږدیزکال کې يې اسرائيل د هېواد په توګه په رسميت وپېژندل اوپه 1999زیږدیزکال کې اسرائيلودخپل هوايي ځواک تمرينات دترکيې په هوايي ډګرونوکې ترسره کړل اوپه 2005زیږدیزکال کې طيب اردوغان خپل رسمي سفراسرائيلو ته وکړچې ستره تجارتي بڼه يې درلوده. ))

په همدې توګه (( ترکیې هغو( دری لکه ) اسرا ئیلوته کورونه هم جوړکړل چې له نوروهېوادوڅخه اسرائیلوته راوړل شوي وو.غربیانواو روسانو په ګډه خپله اوږه له یهودو څخه سپکه کړه اود مسلمانانو پراوږو یې ورسپاره کړل چې دا له پخوانه یوه پلان شوې له فتنو څخه ډکه نقشه وه چې د انګلیس یوه پخواني صدراعظم یې بنسټ اېښی ؤ. وروستۍ هغه یې د مصرد جمهوررئیس جمال عبد الناصرله خوا پراسرائیلوباندې د (۸۰۰) ټانکونو په ذریعه ځمکنۍ حمله وه چې ټول د غرب په ملاتړد اسرائیلوله خوا د پرمختللو هغو وسلو په زورله منځه ولاړل ، کومې چې اسرائیلو هغه نه لرلې . ))

ځینې افغانانو یې بیا خپل نظر د فلسطین او قدس شریف په اړه داسې څرګند کړی :

(( قدس شريف کلونه وړاندې د اسرايلولاس کې وو او نن ورځ يې هم په لاس کې دی . نه د ټرمپ وينا نوې وه او نه د تعجب وړوه او نه به زمونږ په تشو ويناوو مسجد اقصى بيرته ترلاسه شي.

فلسطين ته د يهودو رسمي ورتګ لاره وروستي خليفه دوهم عبدالحميد خلاصه کړه ، ورپسې د عربو شريف حسين هاشمي چې د اردن د حاکم ستر نيکه وو او ورپسې عبدالعزيزآل سعود چې د سعودي د اوسني پاچا سلمان پلار وو يهودو ته په رسميت ورتسليم کړ چې د دې سترخيانت اسناد يې هرڅوک کتلاى شي.

سمه ده چې په درې واړو اسلامي مقدساتو باندې مونږ افغانان د مسلمان په توګه کړيږو ، خو نه مو له هغړمقدساتو سره خيانت کړى ، نه مو يهودو ته تسليم کړي او نه مو اوسمهال څه له لاسه پوره دي پرته له دعا او ښېرا څخه.

د مقدساتو د ازادۍ لومړنى ګام د خپلوهيوادونوله ودانولوڅخه پيلېږي . چې کله مود خپلووينوتقديس اوسپېڅلتیا وپېژندله  د مقدساتو تقديس اود ازادۍ لاربه همهغه مهال وپېژنو ، خوکه داموحال وي نو له مقدساتو سره زمونږ خيانت هم له خاينانوڅخه کم نه دئ . )) والله المستعان ولا حول ولا قوة الا بالله العلي العظيم

خینې شنونکي بیا د یاسرعرفات ادارې ته په پام سره داسې وایي :

له یوې خوا یاسرعرفات خپله د یهودو زوم ؤ، سوال دادئ چې نوموړي ولې له روسانوسره اړیکې لرلې ؟ بل دا چې یاسرعرفات د ټولومسلمانواوخپله د فلسطینیانودغوښتنې خلاف پرخپله اداره باندې د (( سازمان آزادي بخش فلسطین )) نوم کېښود ، چې دا کاملاً د فلسطینیانواونورومسلمانانوله غوښتنوسره په ټکرکې وه ، یاسرعرفات ترڅولسیزو پورې د فلسطین مشرؤ ، خو په فلسطین کې همغسې د پخوا په څېروینې بهېدلې ، د یاسرعرفات په آزادي بښونکې اداره کې نه فلسطین آزاد شواونه هم د فلسطینیانووینه ودرېدله ، چې بالاخره خپله یاسرعرفات هم په مرموزډول په کې ووژل شواو د فلسطینیانو برخلیک هم ورسره معلوم نه شو .

بل لورته د افغان مجاهدینو یوه جهادي مشرانجنیرګلبدین حکمتیار په خپله مطبوعاتي اعلامیه کې د ټرمپ ددې اعلان پرضد په خپله اعلامیه ویلي چې : ((بیت القدس د اسرائیلړو د پلازمینې په توګه منل د یوې بلې خونړۍ جګړې مقدمه ده ! ))

ښاغلي حکمتیار په خپله اعلامیه کې ویلي : ((حزب اسلامي افغانستان د متحده ايالاتو د جمهور رئيس له لوري بيت المقدس د اسرائيو د پلازمېني په توگه اعلانول په كلكو الفاظو غندي، دا اعلان پر سيمي د يوې بلي جگړي د تپلو پيلامه اوهڅه گڼي، او دا د ټول اسلامي امت او ټولو آزادي غوښتونكو، عدالتپالو او د سولي او امن پلويانو ديني او انساني وجيبه بولي چي په ضد ئې خپل غږ اوچت كړي او د مظلومو فلسطيانو ملاتړ وكړي، امت بايد متحد شي او په گډه د دې اقدام او بدو پايلو ئې مخنيوي وكړي. كه داسي ونه كړي نو تر دې به له لازياتو شرارتونو او غميزو سره مخامخ شي. دلته د نږدې دوه مليارد مسلمانانو لومړۍ قبله اسرائيلو ته سپارل كېږي، او تر دې لنډه موده وړاندي د امت د سپېڅلي قبلې (كعبې) په لور د ايران پلو حوثيانو له لوري توغندي توغول كېږي.))

نومړي په خپله اعلامیه کې زیاته کړې چې :

((كه اسلامي امت متحد وى، د كور دننه له داسي دښمن سره مخامخ نه وى چي تل له بهرني دښمن سره يو ځاى شوى او مسلمانان ئې له شا په خنجر وهلي؛ نو هيچا به د اسلامي امت په ضد د داسي سپېرو او له اهانت او تحقير ډكو اقداماتو جسارت او جرأت نه وو كړى.))

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي :

((دا څو لسيزي كېږي چي د نړۍ ټولي جگړي په اسلامي هېوادو كي رواني دي او قربانيان ئې مسلمانان دي. دا جگړي له بهره تپل شوې، د ايران له انقلاب وروسته چي كومي جگړي رامنځته شوې او لمن ئې ورو ورو پراخه شوې، كه دا د ايران له لوري پر عراق بريد وو، كه په گن شمېر هېوادونو كي د شيعه _ سني جنگ، كه پر افغانستان او عراق بريدونه، كه د سوريې جگړه، كه د حوثيانو بغاوت او ډېري نوري پېښي؛ دا ټولي د يوې خبيثي شيطاني منصوبې كړۍ دي چي موخه ئې پر اسلامي امت د يوه اوږده جنگ تپل، له دې لاري د اسلامي امت ځپل، پر ټولو زېرمو ئې مسلط كېدل او د لوى اسرائيل جوړول دي. پرعراق بايد جگړي تپل شوې واى، دا ځكه چي د اسرائيلو په وړاندي يو كلك سنگر ؤ، عراق د سيمي د ځواكمن هېواد په توگه د اسرائيلو د بانيانو او حاميانو له لوري او د ايران په مرسته وځپل شو، د موصل او فلوجې په څېرسترستر تاريخي ښارونه ئې په بشپړه توگه وران او په داسي كنډوالو بدل شول چي ولاړ دېوال او روغ چت په كي نه ليدل كېږي، په سلگونو زره ټنه بمونه پرې وورېدل، د حلب او رقه په څېر د سوريې ستر ستر تاريخي ښارونه له ورته برخليك سره مخامخ شول، ايران په دواړو كي د يرغلگرو ملگرتيا وكړه، نه يوازي په خپله د يرغلگرو تر قومندې او د دوى د جهازونو تر وزر لاندي د عراق او سوريې مسلمانانو په ضد وجنگېدل بلكي په زرگونو افغانان او لبنانيان ئې هم استخدام او د جنگ په لومړيو كرښو كي وجنگول، په يمن كي ئې د بلي جگړي اور بل كړ، عربي هېوادونه ئې وگواښل، د مكې او رياض په لوري ئې توغندي وتوغول، خپل زوړ حليف د يمن پخوانى جمهور رئيس علي عبدالله صالح ئې په غدر او خيانت سره او هغه مهال ترور كړ چي غوښتل ئې له عربي ائتلاف سره د مذاكراتو له لاري د يمن روانه خونړۍ جگړه پاى ته ورسوي. همدا حوادث د دې باعث شول چي نن امريكا بيت المقدس د اسرائيل د پلازمېني په توگه مني؛ په داسي حال كي چي د اسلامي امت له لوري د كوم جدي غبرگون وېره او اندېښنه نه لري. ))

د اعلامیې په پای کې ویل شوي :

((حقيقت دا دئ چي د اسلام او اسلامي امت ستراوخطرناك دښمن او د ډېرو اوسنيو ستونزو اوجگړو اصلي عامل او دا چي نن ئې نه مقدسات خوندي دي، نه سپېڅلي ځايونه، نه كعبه او بيت المقدس، اونه جوماتونه او ديني ارزښتونه، باعث ئې هغه كورنى دښمن دئ چي د اسلام ترنامه لاندي پرون هم د تاریخ په اوږدوکې جنګېدلي اونن هم له اسلام او مسلمانانو سره جنگېږي . ))

زه د افغانستان د مسلمانانو په استازیتوب د امریکا د متحده ایالاتو له خلکوغواړم چې :

دوی دې ټول په ګډه ټرمپ له خپلې دغه ناروا پرېکړې لاس په سرکولوته اړکړي ، ځکه چې له یوې خوا دا کارله ټولې اسلامي نړۍ سره د ښکاره دښمني اعلانولو په مانا دئ او د ټرمپ دا اعلان به په ټوله اسلامي نړۍ کې د زبرځواکونود زوال او د ملا تړله لاسه ورکولو پیلامه شي . له بل لوري د امریکې پخونیو ؤلسمشرانوهم دا کارنه ؤکړی . اوهم د افغانستان دمسلمان ؤلس په استازیتوب له ټولواسلامي هېوادونوڅخه غواړم چې په دې پېښه کې پټه خوله پاتې نه شي اوپه یوه غږاوله یوه سنګرڅخه دې د قدس آزادۍ ته متې را ونغاړي . 

که نه نود نورو فتنو را څرګندېدو سره سم به ټول بشریت اوټوله نړۍ په فتنو کې غرقه او په پایله کې به مهد آخرالزمان د همدې بیت المقدس په منارورا ښکته شي د یهودانواوعیسویانودغه اسلام ضد د فساد اوفتنودجالي ائتلاف به په خپلوخطابوسره وشلويٍ . عیسویانوته به خپله عیسی (ع) د نبي آخرالزمان دین( اسلام ) ته دعوت ورکړي ، هغوی به ټول مسلمانان شي ، له حقیقي مسلمانانوسره به لاسونه یوکړي اوپه ګډه به یهود اودجال صفته ډلګۍ یوپربل پسې له منځه یوسي اونړۍ به ټوله ددجال له فتنواود یأجوجواومأجوجوله فسق او فساد څخه وژغورل شي .    

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery