مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-12-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغان تابعیت تذکره که ډیورند کرښی افغانستانی رسمیت قباله

غلام مصطفی بیدار

لکه څرنګه چی تاسو ته معلومه ده د بریښنایی تذکرو په سر ناندری تراوسه دوام لری، زمونږ څو اساسی غوښتنی وی:

1.ډیزاین او طرح کی تغییر چی له مخی یی باید ډیورند کرښی سره رسمیت د انګریز په لاس جوړه شوی نقشه لیری شی. دا خاینانه عمل د دښمن په پیشنهاد د خاینینو لخوا شوی او دنړی په هیځ تدکره کی دیوی خاصی متنازع فیه جغرافیا نقشه نشته.
2.دوهم تشکیل کی تبدیلی او تغیر چی ، تذکره د ملی امنیت پوری تړلی ارګان ده باید مستقله او ملی اداره اوسی ... اوسمهال یی تشکیل تنظیمی او دروابطو پر اساس د جواسیسو اوخاینیو ډک ده.
3.افغان او اسلام او ملیت پکی تسجیل چی له مخی د لراوبر یوافغان - مسلمان او پښتون قام هویت خوندی کیده، وایی به مرگ بگیر که به درد راضی شود، دهغه خیانت له مخی چی اشرف غنی وکړو اول کی یی دا دوه کلمی خینی لیری کړی ترڅو د لروبر یوافغان شعار تر تاثیر لاندی راولی ،،،
4.قانون کی تعدیل او توشیح: تراوسه پوری د ثبت احوال نفوس قانون خپل قانونی ستونزی لری او د ناقانونه نامشروع پارلمان لخوا تصویب شو بیا پکی ځینی محدود تعدیل تصویب شو ،خو د جان کیری د مامورینو لخوا د ۵۰ میلیونه ډالرو رشوت اخیستو په طمع توشیح او توزیع شروع کیدلو سری او شنی وعدی وشوی...

مونږ لپاره چی وایی هر افغان له بل افغان سره مساوی ده، له پورتنی برحقه خواستنو نه یوازی یو خواست چی د افغان کلمی تسجیل منل شوی او تراوسه دری نور په خپل ځای پاتی دی، نو هغه د ډیورند کرښی د رسمیت قباله او حقوقی ریفرندوم اسناد نه اخلو او نه یی منو... زه خوشحاله یم چی له تابعیته تیر شم ، خو خپل تابعیت سره خیانت نه کوم.

د امریکایی اشغال په زمانه کی هڅی هم د پښتون سرنوشت زندان او ګورستان ده، زما هم قبول ده، مدنی حقوق خو هڅی هم نلرو، نه ښوونځی، نه مدرسه، نه کلینیک، نه شفاخانه، نه روغ سرک، نه بلند منزل، نه شرکت، نه رسنی، .... نه معلم، نه ملا، نه انجینر، نه په حکومت کی داسی افغان پښتون لرم چی د پښتنو له حقه حقوقو دفاع وکړی.

زما لپاره اټک سرحد، جهلیم او مارګلی صفری نقطی او ګوادر بندر سره کرښه ده، نه ځینی تیریږم، تدکره می قانونی حق ده خو د قانونی خیانت په صورت کی د حکومتی ترورستانو لخوا د جاسوسی عمل غندم او په وړاندی یی دریږم.


لروبر یوافغان

له آمو تراباسینه

له پامیره ترګوادره

له مشهده تراټکه

له سیحونه ترجیحونه

د بابا وطن- زما هیواد زما ملی هویت او اوسیدونکی یی ټول افغانان دی. هیڅ څوک حق نلری چی ډیورند کرښه اشارتا، شفاهی، لفظی، قرارداد په اساس، یا د فوتوژورنالیزم په واسطه رسمی کړی  او کرغیړنی کرښی هاخوا پښتون او بلوچ له افغان تابعیت محروم کړی.

په درنښت

 

یو پښتون افغان او مسلمان

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery