مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-01-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اې افغانانو!یونسل افغانان دپردیواستخباراتي اهدافوقرباني اونظام مونه رغول شو

محمد انور ولید

 


اې افغانانو !که غواړۍ چې دا یوه ټوټه له ځمکنیو زېرمو ډک افغانستان بېرته ستاسې خپلواک کور او خپل ملي  هویت مو په کې خوندي شي ، نور خپلمنځي اخلافونه پرېږدئ . ټول سره یوشۍ . په یوه خوله ، یوه غږاویولاس د افغانستان د نامرده اصلي دښمنانولاسونه ورلنډ اوخپل ځان ، خپل نظام اوخپله خاوره په خپله ورغوۍ . افغانستان ستره قرباني ورکړې او درنه بیه یې پرې کړې ده ، ځکه یونسل افغانان د پردیو استخباراتي اهدافوقرباني او نظام مولا هم ونه رغول شو.
 

 

دری نیمې میاشتې وروسته د افغانستان پرسرد را نازلو شویوآسماني بلاوو څلورمه لسیزه هم پوره کېږي ، د غوایي د ښکرورې کودتا را په ایسته ترننه پورې د ځمکې او هوا له لارې پردې بې څښتنه خاوره باندې اورونه لګېدلي اوله افغان خاورې یې د زرتشتیانوآتشکده جوړه کړې ، وچ اولانده يې ټول ترنن پورې په ډېره بې رحمۍ سره په کې وسوځول ، دلته په دې بد نصیبه جغرافیه کې هر څه خاورې ايرې او د اور خوراک شول .

هره ګړۍ ، هره ورځ ، هره اوونۍ ، هره میاشت او هرکال د بېګناه افغانانو پرله پسې وینې اواوښکې بهېږي ، څوک له هېواده تښتي ، څوک د خپلو شتمنیو قرباني شول ، د چا ماشومان او د کورنۍ نور غړي تښتول کېږي ، پرچا باندې شپنۍ چاپې او داړې اچول کېږي ، ځینې وژل کېږي او ځينې استکباري ، دولتي او شخصي زندانونو ته وړل کېږي ، څوک په بمونو او ځانمرګې بریدونوکې الوزول کېږي ، د چا سرونه پرې کېږي او د پلارپه غېږ کې پراته نوي پیدا شوي ماشومان ژوندي دوي ټوټې کېږي ، څوک په ډله ییز شکل د بمي حملوترخاورینو امبارونولاندې کېږي ، څوک په ډله ئیزشکل په یوه سوچ پر بمونو باندې والوزول شول ، څوک په ډله ییز ډول ترګلېډرو لاندې ښخ شول ، څوک په طبیعي پېښوکې تر خاورو او غرونو لاندې بند ښخ شول ، د چا مړي سپیو او نورو ځناورو وخوړل ، د چا جنازې هدیرو ته روانې دي ، څوک په اوبوکې د کبانو خوراک شول ، څوک په وچه کې د اور خوراک شول ، څوک په پردیو زندانونوکې په مرموز ډول ووژل شول ، پر چا ذروي آزموینې تر سره شوې ، د چا څمکې او جایدادونه غصب  او شتمنۍ یې لوټ شوې او د چا پر ناموسونو جنسي تېري وشول او په یوه وخت یې په ژوندۍ بڼه دوی خویندې یوه سړي په نکاح کړې .

دلته د افغانستان په خاوره کې هره ورځ غم د پاسه غم دئ ، پردۍ جګړه ګام په ګام او سینه په سینه له یوه نسل څخه بل ته په لوی لاس غځول کېږي او سپارل کېږي ، ځکه آن ( ۳۹ ) کاله پخوا زیږېدلي افغان ماشومان اوس مهال (۳۹) کلن شول ، دوی او ددوی اولادونه ټول په جګړه کې را لوی شول ، د کتاب پر ځای یې ټوپک او بمونه په لاس کې ورکړل ، له مرګ ژوبلو پرته یې نور د هېڅ شي خوند نه دئ څکلی ، ځکه دلته هره ورځ د مظلومو افغانانو بې ارزښته وینې او اوښکې بهېږي ، د افغانانو د همزیستۍ او سولې د درانه کلتور ځای نن ورځ د ترپ او خرپ کرأیي او اجاره کړیو جګړو نیولی دئ .

دا مهال علم اوپوهې له افغانستان څخه په عملي ډول کډه کړې ، ځکه د علمأ وو ځای په لوی لاس د جومات هغوچټانواونورومافیایي ډلواوحرفوي مفسدینونیولی چې د چاپه کالیواو سرونوکې به په پاکستان او افغانستان کې د سپږو لښکري او پلتنې څړېدلې او چابه په غرب کې د سپیو غاښونه  بورس کول ، د هوټلو غابونه به یې مینځل ، ژباړې ، ټایپنګ او سرکلي به یې کوله . د سولې واګې د ذ‌یدخلو سیمه ییزو او نړیوالوکړیو په لاس کې دي او په لوی لاس یې سوله د جګړې د اصلي عاملینو په لاس کې ورکړې ده ، ځکه په عین وخت کې یې پرله پسې د پردیو په فرمایش مدعيان ورته درېیمګړي او حکم ټاکلي ، په داسې حال کې چې مدعي په عین وخت اوعین زمان کې هم حکم اوهم مدعي نه شي جوړوېدای ، باید یوه خوا یې معلومه وي چې متأ سفانه دلته داسې نه ده . 

په عام ډول له تېرو (۳۹) کالو را په ایسته افغانان په لوی لاس د وخت د سره استعماري ځواک له خوا په ښي اړخواوکيڼ اړخو سره ووېشل شول ، خو په خاصه توګه له دې کته ګوریو څخه له تېرو (۱۷) کالو را هیسې د سر چوک هغه آچار جوړ شوی چې هېڅ خوا یې اجزاوې نه سره پېژندل کېږي ، ځکه چې د سیمه ئیز واو نړیوالو استخباراتي او سیاسي مېکسرونوپه ترکیب کې یې اجزاوې یو پربل کې د یوه مغلق فزیکي مخلوط په څېر سره مدغمې شوېدي . 

د سولې د مشرتابه له پاره داسې اړخونه ګام په ګام را وړاندې کوي چې هغه خپله د اصلي کړکېچ ، شخړې او جګړې یو طرف پېژندل شوي دي ، ددې مانا داده چې افغان حکومت د نړیوالو فشارونوله مخې اړشوی ترڅو د نړیوالو په خوښه دکړکېچ ددوام په خاطردا (۱۷) کاله د افغانستان د سولې د لمانو پرپالېزباندې د غره ګیدړان او شېرمښان پالېزوانان مقررکړي ، هغوی د سولې لمان نه ساتل ، بلکې خپلې خېټې یې ور باندې ډکې کړې ، تیاقونه ، کجاوې او تبنګونه یې په شهرکونو او بلند منزلونو باندې بدل شول ، چې دا په حقیقت کې د سولې عالي شورا نه  ـ  بلکې دا یوه د مخه تمویل شوې پروژه وه چې ( ۱۷ ) کاله یې افغانان ور باندې وغولول .

 نړیوالیې ټولنې خپله د ښې حکومتولۍ په نامه له تېرو ( ۱۷ ) کالو را هیسې د افغانانو د واک پر سینه باندې د تورې مافیا پر فسادونو ککړه خپسه ورکښېنولې وه او د افغانانو دسوکالۍ غږ یې په ستوني کې ور باندې خپه کړی ؤ ، کابل ته د ملګرو ملتو د امنیت شورا پلاوي خپله پردې اعتراف وکړ چې ؛ موږ یوځل په بن کې اشتباه وکړه او د شمال څو تنه موږ قدرت ته ورسول او په قدرت کې مو وساتل ، او بله تېروتنه زموږ ددوه سري حکومت جوړول ووچې باید داسې موږ نه وای کړي . دامنیت شورا دغه پلاوی په (۲۰۰۳) زیږدیز کال کې هم افغانستان ته راغلی ؤ ، خوددوی له را تګ څخه وروسته جګړه په افغانستان کې له سره پیل شوه ، بیانوموړی پلاوی يه (۲۰۱۰) زیږدیزکال کې افغانستان ته را غۍ ، خو جګړه نوره هم ور سره پېچلې او توده شوه چې د افغانستان مناسبات له نړیوالې ټولنې سره خراب شول ، اوس دادي یوځل بیا دغه پلاوی  افغانستان ته راغۍ ، خدای دې وکړي چې دا ځل یې د ترهګرواصلي ځالې ، پټن ځایونه  ، تمویل کوونکي اوحامیا ن پېژندلي او دا یې درک کړې وي چې افغانستان او نړیواله ټولنه له کومې سوړې څخه چیچل کېږي .

دا (۱۷) کاله کېږي چې افغانان د ښې حکومتولۍ ، رڼو ټاکنو ، ډاډمن امنیت ، هوسا ،  بسیا  او خپلواک افغانستان شعارونه ورکوي ، خو په اصل کې د سیمې او نړۍ چارواکي ټول د افغانستان او سیمې په توطيْه کې سره غاړه غړۍ دي ، ځکه موږ ولیدل چې د ښې حکومتولۍ پرځای یې فاسده حکومتولي ، د رڼوټاکنوپرځای یې له درغلیو ډکې ټاکنې ، د ډاډمن امنیت پرځای یې سرتاسري نامنۍ ، د هوسا او بسیا ژوند پرځای یې لوږه ـ بې کوري ـ  بې روزګاري ، اود خپلواک پرځای یې په کور د ننه اوله کوره د باندې بېواکي افغانانوته ورپه برخه کړې ده .

همدا اوس د هلمند خلک نارې وهي چې طالبان د لشکرګاه تر دروازو پورې را رسېدلي ، خو د ناټو قو ماندان بیا وایي چې ؛ موږ په هلمند کې طالبانو ته ماتې ورکړې او له افغان ځواکونو سره اوږه پر اوږه د ترهګرو په وړاندې جنګېږو ، نو اوړس د افغانستان خلک د هلمند د عیني شاهدانو خبره و مني او که د ناټود قوماندان ؟ دکوم یوه ؟

دری کاله وړاندې د ټاکنو پرمهال د ښاغلي کرزي د مهندسیو له امله د افغانستان او ټولې نړۍ په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره په افغانستان کې دوه سری حکومت جوړ شو . هغه هم داسې چې د ( ۸ ) مېلیونه خلکو رأیوته په سپکه سترګه وکتل شول ، او ددوو دیپلوماتانو رأیه ومنل شوه .

حقیقت دادئ چې اوس یې زړه خپل چې که اشرف غني یې د خپل وجدان او وظیفوي ملي مسؤولیت له امله له امرڅخه تمرد اوسرغړونه وکړي ، هغه بل به یې پرضد را پورته کوي ، ترڅو چې ددوی ټول استعماري فرمایشونه ومني اوعملي کېدوته یې د افغانانواو افغاني خاورې په قرباني کېدوسره غاړه کېږدي . 

تاسې وګورۍ افغانان او افغان حکومت د امنیت راتلو په پلمه په کور د ننه بې وسلې او بې واکه شول ، له ټولو درنو وسلوڅخه یې حساسې پرزې د فلجولوله پاره ترې و ایستلې ، د افغانستان پرسر په نړیوالوکنفرانسونوکې څو څوځلې په میلیاردونوډالره مرستې را ټولې شوې ، په لېست کې هغه مرستې په افغانانو پسې لیکل شوې دي ، هرافغان ( نراو ښځې) ټول تر پېړیو پورې ګرو شوي یو . خو بې قید اوشرطه په خلاص مټ د حاتم طوایي له کیسې څخه ټول مصارف د خپلوشوموموخوله پاره نړیوال ځواکونه اود سیمې ذی دخله حکومتونه اومافیایي کړۍکوي . هغه متل دئ چې وایي : مستې پشۍ وخړلې او خوله یې د موږک ورککړه کړه . ځکه خوافغانستان ترنن پورې همداسې وران ویجاړ پاتې شو .

د نړیوالې ټولنې په موجودیت کې د افغانستان هېڅ دولتي او غیر دولتي نهاد ونه رغول شو . اوس خوناټونه خپله افغان حکومت ته وسلې ورکوي او نه یې خپلې مخې ته پرېږدي چې له بل چا یې واخلي نه خپل دومره عایدات لري چې وسلې پرې را ونیسي ، بهرنۍ مرسې هم ورځ تر بلې مخ پرکمېدو دي ، ځکه د صادراتو پرځای زموږ واردات  بېسوادي ، بېکاري ، بې روزګاري ، پردۍ لاسوهنې ، ځانمرګي ، وارداتي جګړې او نور پردي توکي دي .که له یوې خوا د ملي اردو اوملي پولیسو معاشونه ناټوورکوي ، نوله بل پلوه پرهېڅ افغان باندې باورنه لري ، دوی ډارېږي چېرې نه چې د هلاکو ، ګورګین ، مکناټن ، کېو ناري او سره ښکېلاک په څېر ټول په افغانستان کې یوځل بیا تباه شي .

د ښاغلي کرزي په واکمنۍکې د ځمکې په زېرموباندې نړیوالو زبرځواکونونېښونه لګولي دي . ( ۵۰۰ ) امریکایي جیولوجېستان د امریکایي عسکرود عسکري بارکونوجوړولو په پلمه افغانستان ته را وستل شول ، د افغانستان لوېشت لوېشت خاوره یې ورباندې سروې کړه ، (۱۸۰۰ ) کانونه یې په کې تشخیص کړل ، بیا یې پرهغوکانونو ایستلو باندې پیل وکړ چې د ځمکې د قشر ( کور یا زیال ) طبقې پرسر باندې پراته وو ، خو اوس یې شپږ سوه نور انجنیران را وستي ، معلومه نه ده چې ددوی مأموریت به څه وي ؟ د مخه خو به یې په خورا سترو هوایي اته څرخه سفینوکې د افغانستان ایستلي مواد د شپې په درېیو بجو خپلو بحري قرارګاه ؤ ته انتقالول ، کله به چې هغه تمام شول ، نو بیا به یې هغه بېز له بېخه ونړاوه چې کوم اثراو نښه یې څوک ونه مومي او بل ځای به ولاړل او اعلان به یې وکړ چې دلته نور د ناټو ځواکونو ضرورت نه شته او ویل به یې چې ګواکي موږ ځکه دا بېز ونړاوه چې ترهګر په کې سنګر و نه نیسي . دا منطقه امن شوه ، خو ور پسې به یې پاکستان ته دستور ورکړچې ترهګرې ډلې پرې را خوشې کړي ، د هغوی مصارف به هم امریکایانوځکه ورکول چې ددومره ستر جنګي ماشین چلول د پاکستان د پلار پر وس پوره نه دي او پاکستان خپله له لوږې مازیګر څملي ، دوی د افغانستان د جګړې له پاره ټول پوځي مصارف پخوا له امریکې ، انګلیس اوکاناډا څخه ترلاسه کول .

داخوټولوته په ډاګه ده چې په هلمندکې جګړه اقتصادي اړخ لري ، ځکه هلته له دیشو ؤلسوالۍڅخه د خامویورانیمو د غلاکولو اوپه موسی قلا کې دتریاکو تجارت روان دئ . خوله کوژک څخه تر واخان پورې بیا د پښتون قام د ځپلو ، د سترا تېژیکو نقطواو د افغانستان د اوبوترلاسه کولوله پاره جګړه پاکستان او ایران روانه کړې ده . ولې دآموپرسرپرتوولایتونوکې بیا جګړه د منځنۍ آسیا هېوادوته د جګړه ییزو کانالونو د غځولو ، له افغانستان سره د ترکمنستان ، ازبکستان او تاجکستان له خوا د ورېښمو د لارې او غازو د نل لیکې د غځولو د قرار دادونو د مخنیوي اود لوی خپلواک بدخشان جوړولو پرسر بیا بل پروګرام روان دئ . ځکه خو د جنګي ماشین فعال ساتلو اوقوماندې له پاره د پاکستاني طالبانو په پلمه د پاکستان دڅارګرې ادارې خاص پوځیان د افغاني طالبانولیکوته داخل شوي ، او دداعش ، ملامنصور، ملا هبت الله او ملا رسول په نامه یې مختلفې ډلې په کې تشکیل کړې دي .

هو ! په افغان حکومت ، افغان قومونو اوافغان مخالفینوکې اختلافونه او درځونه اچول د جګړې اوږدولو او سولې شنډولونور اړخونه دي .

تاسې وګورۍ د هرې پروژې د پیل له پاره بېل کرېکټرونه اوبېل مشرتابه په مصنوعي ډول په طالبانوکې جوړېږي ، هغه ته دا پروژه په اجاره ورکول کېږي ، کله چې وخت یې پای ته ورسېږي ـ نو بیا هغه په مرموز ډول ووژل شي او بله پروژه اوبله مشرتابه پیل شي . کله چې هغه هم افشأ اویا له کاره ولوېږي ، نو بیا ور پسې بله پروژه پیل کړي .

دوی په ټوله اسلامي نړۍ کې ځکه دا پروګرامونه پیل کړي چې اسلامي نړۍ ځمکنۍ زېرمې لري ، غرب خپلې زېرمې په خپله ګېډه اوخپله تکنالوجۍ باندې لا پخوا مصرف کړې دي ، پرته له شته تکنالوجۍ څخه نورهېڅ ورسره نه شته، اوس په مختلفوآنوبهانوسره د مسلمانانوشتمنۍ غلاکوي اوقرباني اوبیه یې هم زموږدبېوزلوهېوادوالو په څېر غریب او بې دفاع ؤلسونه او حکومتونه پرې کوي .

اې مخالفو وسله والو ، د واک پرګدۍ ناستو افغان چارواکو او عام ؤلسه ! ويښ شۍ ! له خپلې تېرې ماضي او تېرو اسلافو پندونه عبرتونه واخلۍ ! له جاپان او جرمني څخه سبق زده کړۍ ، سیمه ییزو حکومتونو او نړیوالو پر موږ باندې څه لوبې وکړې ؟ نور خوب پرتاسې باندې وجداناً حرام دئ ! له تعقل څخه کار واخلۍ ! نړیوال د منطق په ژبه قانع کړۍ! ترڅو هغوی په خپل لاس زموږ وران کړی هېواد بېرته را ته ورغوي او د را اړول شویو مالي اوځاني زیانونو تاوان او غرامت دې راکړي ! د افغانستان هغو ګاونډیانوته دې سزا ورکړي او د تمویل منابع یې دې ور باندې وچې کړي چې تر نن پورې یې د افغانستان په ورانولو او بې ثباته کولوکې ښکاره رول درلود ! 

(۳۹) کاله پرله پسې ستاسې په مړو جسدونو باندې د هوا مرغان ، د ځمکې ځناور او د اوبوکبان ماړه شول . په پردیو قتل ځایونوکې زموږ د بېګناه افغانانو بې کفنه مړي پراته دي . کورنۍ مو بې سرپرسته او محرومې پاتې دي . د افغان شهیدانوپریتیمانوباندې بمونه تړل کېږي اوځانمرګي بریدونه ور باندې ترسره کوي . د شهیدانودکونډو پرعفت بېرحمانه تېري روان دي . زموږ د جغرافیې پولې اوکرښې خوندي نه دي ، ځکه چې ځمکنی او هوایي حریم مود پردو په لاس کې دئ . د ورځنیو زرګونو پردیو خپلسرو پروازونو ټکس اوخاک پولي دا (۳۹) کاله چا نه ده را کړې . په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې د یوې پرد ۍ ملکي الوتکې ناسته ترڅلورسوه ډالرو پورې آن پخوا خاک پولي لرله . د نظامي الوتکو خو بیا بېل قوانین او جرمانې شته او دا به افغانان هغه وخت ومني چې ددوی نظامي کومه الوتکه د بل چا په هوایي ډګر کې ناسته اویا پرواز وکړي . 

افغان ماشوم ته د کتاب او قلم پرځای ټوپک په غاړه کې ور اچول شوی . یو نسل افغان استعدادونه د پردیو استخباراتي اهدافو قرباني شول . پاکستان د ترورېستانو روزنتون او افغانستان د هر ډول جنایتونوترسره کولو لابراتوار دئ . په دې خاوره کې د سیمې او نړۍ حرفوي استخباراتي کړۍ د جنایت او مهارت خاصې ډیګرۍ ، مډالونه او تقدیر نامې اخلي . افغان نظام دومره خوار ساتي چې خپل ملت ته د یوې مړۍ وچې ډوډۍ ورکولو او د سر، مال او ناموس د ساتلو وس ور سره نه وي . دلته د ترورېزم د جګړې په پلمه د جنګې انډول ساتلواوخپلوافدافوتر لاسه کولو په خاطر دوست او دښمن دواړه اکمالېږي . ځکه افغان خاوره ددوی له پاره د هرډول ترورېستي بریدونو ، ذروي آزمېښتونواوتطبیقاتومرکزدئ .

همدا اوس چې  په افغانستان کې د واک پر سر د قوم ، ژبې ، توکم ، مذهب ، سمت او ملي هویت پر سرکوم اختلافونه د افغانانو تر منځ روان دي او ځینې کینه کښ دښمن ګاونډیان ورته لمن وهي ، چې کله د ټاکنو په کمېسیون کې لانجې او پروژې راته جوړې کړې او کله په برښنایي تذکروکې د افغانانو د هویت ختمولو له پاره د قوم ، ملیت او مذهب له منځه وړو په نوم پلمې جوړې کړې تر څو پر اوسني حکومت دا پاتې دوه کاله نور هم د تېر په څېر همداسې عبث تېرکړي او د واک پر سر لانجو په پلمه افغانستان د تجزیې تېغ ته پرې برابرکړي ، چې همدا زموږ د ګاونډیانو او استعماري کړیو ستره موخه او لوی ارمان دئ .    

اې افغانانو !که غواړۍ چې دا یوه ټوټه له ځمکنیو زېرمو ډک افغانستان بېرته ستاسې خپلواک کوراو خپل ملي هویت مو په کې خوندي شي ، نور خپلمنځي اخلافونه پرېږدئ . ټول سره یوشۍ . په یوه خوله ، یوه غږ اویولاس د افغانستان د نامرده اصلي دښمنانولاسونه ور لنډ او خپل ځان ، خپل نظام اوخپله خاوره په خپله ورغوۍ . افغانستان ستره قرباني ورکړې او درنه بیه یې پرې کړې ده ، ځکه یونسل افغانان د پردیو استخباراتي اهدافوقرباني او نظام مولا هم ونه رغول شو .

( فاعتبروا یا اولی الابصار )

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery