مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-02-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د وسله والو طالبانو لس کسيز ګروپ سولې بهير سره يو ځای شو

راحیله جواد


ننګرهار ولايت ملي امنيت رياست په هڅو د اسماعيل مشهور په فواد تر مشرۍ لاندې د وسله والو طالبانو لس کسيز ګروپ د خپلو وسلو سره سولې بهير سره يو ځای شو.
په سپارل شوو وسلو کې پنځه ميله کلاشنکوفونه، دوه ميله تومانچې، یو ميل راکټ، شپږ بمونه او يوه مخابره شامل ده.
يادو وسله والو مخالفينو په خوږياڼو ولسوالۍ کې د مولوي نيک محمد مشهور په رهبر تر مشرۍ لاندې تخريبي کړنې تر سره کولې، چې د حقيقت په درک کولو سره يې له وسله وال مخالفت څخه لاس واخیست.
د دغه لس کسيز ګروپ مشر اسماعيل وويل، چې د تېرو اتو کلونو راهيسې ورته د طالبانو مشرانو نا سمې لارښوونې کولې او دوی تطبيق کولې، چې اوس پرې خواشيني او پښيمانه دي.
ده پر ټولو ولسوالو مخالفينو غږ وکړ، چې له وسله وال مخالفته تېر شي او سولې بهير سره يو ځای شي.
دوی ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به په سوله کې ژوند کوي او د هېواد په ابادۍ کې به ونډه اخلي.

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery