مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-02-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغان شوروي جګړه؛ لاسپوڅي او اتلان!

وحيدالله مصلح


د شوروي پر ضد جګړه کې يو لوی ملت د خپل شرف او ازادۍ لپاه وجنګېد، شورويان له نظرياتي تيري نيولې تر نظامي اشغاله زمونږ د ملت له روان او ځان سره وجنګېدل، دوی زمونږ عقيده پر مارکسېزم او وجود پر نيپال وويشته، خو د دې ملت روان په هر ټکر کې پياوړی او وجود مو په هر نپيالم، سکاډ او اورا ورښت کې خور شو او ډېر شو.
د دلوې  په شپږويشتمه د شوروي ځواکونو وروستی قومندان بوريس ګروموف د دوستۍ پر پله اووښته او خپلو مشرانو ته يې کنځلې کولې، دا داسې جګړه وه چې په افغانستان کې د شوروي ځواکونو ستر جنرال الکساندر ماياروف يې په اړه وايي چې: د افغانستان جګړه د شوروي اتحاد له خوا تر سره شوې وروستۍ جګړه ده، دا له هغو وروستیو ځان وژونکو ماینونو څخه یوه راوختله چې یو لوی دولت پرې والوت او دړې وړې شو.

شوروي لاسپوڅي!
شوروي تيری بايد د قوم او ګوند په خپلويو کې و نه توږل شي، خلق ګوند په ۱۳۵۷ هـ ش کې کودتا وکړه، دوی له همغه پيله په مارکسېزم-لېننېزم کې نوې حکومتولي رامنځته کړه، له تره کي تر امينه او له کارمله تر نجيبه د ټولو سياستونه د کرملېن د سټراټيژيکو بحثونو لپاره کاري پلانونه وو.
شوروي ځواکونه د خلق ګوند او په ځانګړي ډول د پرچم څانګې په کوربه توب دلته راننوتل، ببرک کارمل د پرچم ډلې مشر او ډاکټر نجيب الله هم د دې ډلې مشرتابه کې وو، دوی ټولو په ګډه شوروي ځواکونه راغوښتي وو.
کله چې له ببرک کارمله واک ډاکټر نجيب الله ته لېږدېده، دا کومه داخلي او طبيعي پېښه نه وه، بلکه د ګورباچف د سياسي ريفورمونو؛ (پرانېستې سياسي ټولنه”گلاسنوست” او اقتصادي بيا جوړونه “پروسترويكا”)غوښتنه دا وه چې نور د افغانستان د بايللې جګړې بار نه شي وړای او بايد د افغانستان جګړه پای ته ورسېږي، دې لپاره په افغانستان کې نوي مشرتابه او نوي سياست ته اړتيا وه، کارمل ته لارښوونه وشوه چې واک په ارامه نجيب ته پرېږدي، هغه چې لږه سرپېچي پيل کړه له کرملېنه يې ورپسې د کی جي بي ډګروالان راولېږل، د کی جي بيانو څو غوسو واک په ډېره نرمۍ نجيب ته ولېږداوه، او بيا نجيب د کرملين د سياستونو لپاره دلته متناسب فعاليتونه وټاکل. هغه چې نجيب په کې د شورويانو له ويستل کېدونکو عسکرو سره خداي پامانۍ کولې او ګلان يې په غاړه ورزنګول، دا د ګورباچف له سياستونو سره همغږي وه، که نه د نجيب شوروي سلاکار ستر جنرال محمد احمد ویچ ګارییف خو دا هم وايي چې نجيب د شوروي ځواکونو پاتې کولو لپاره بهانې لټولې.

د ازادۍ جګړه او نړيوالې مرستې!
افغان ملت له شوروي سره په خپلو شرايطو او امکاناتو جګړه پيل کړه، دې جګړې نړيوال ملاتړ ځکه تر لاسه کړ چې د کمونېزم شر محلي نه وو، دا چې شوروي تېری او کمونېزم نړيوال تهديد وو، ډېر زر افغاني مقاومت نړيواله ننګه او حمايه پيدا کړه، توپير يوازې دومره وو چې نړۍ له شوروي سره زمونږ په وطن کې خپل حسابونه پاکول او مونږ خپله خاوره له شورويانو پاکوله.
هغه مهال امريکا غوښتل چې دلته شوروي بايد مات شي، زمونږ ملت د خپل ديني رسالت او ملي احساس له مخې د ازادۍ جګړه کوله، عربي نړۍ چې په شوروي او امريکايي دواړو فکټونو کې ويشل شوې وه، يو شمېر حکومتونو يې د امريکا په صف کې د تعهد له امله مونږ سره مرستې کولې او يو شمېرو يې د شوروي په کتار کې حتی په ملګرو ملتونو کې د شوروي اشغال په حمايه کې رايې ورکولې... والله چې که امريکا سعودي ته ويلي وای چې د حاجيانو د حج د قربانۍ غوښې او خورما نور د مهاجرو کمپونو ته ونه لېږئ، تاسو باور وکړئ چې هغوی به نه وای رالېږلې، دا نظامونه اوس ښه پېژندلي شوي.
زمونږ په جهاد کې د نورې نړۍ مرسته د نړيوالو سياستونو په تناظر کې بايد تحليل شي. راځئ له ځانونو وپوښتو چې هغه مرستې نن ولې نه شته؟ که پرون شوروي وو، ولې نن دلته بهرني ځواکونه نه شته؟ واقعيت دا دی چې د نړيوالو سياستونو په تغير کې له مونږ سره د خپلو او پردو برخورد او مرسته تغير شوه، له امريکايانو مخکې او وروسته نورې نه مرستې وې او نه سم برخورد...
مونږ اړ نه يو چې خپل جهاد تل د نورو د مرستو مرهون وګڼو او د شلمې پېړۍ دا ستره ګټه او دا لوی وياړ د نورو شان وګڼو، دا مونږ وو چې جهاد مو پيل کړی وو او دا مونږ وو چې ځان او نړۍ مو د کمونېزم له حصار او دوزخ نه وويستله، مونږ د جګړې ګټونکي خو د نظام سازۍ ناکام ملت يو.

ازادي غوښتونکي تنظيمونه!
هغه مهال چې د اسلامي نهضت پر ليکه ويشل شويو تنظيمونو په کوزه پښتونخوا کې جهادي ليکې تنظيمولې، نورو په کې منفعل سياستونه لرل، پر محمد ظاهر شاه کودتا وشوه، دوی په کې بې پرې او ساړه وو، پر داودخان کودتا وشوه او دوی په کې همداسې ګنګس روان وو، او کله چې د کمونېزم او اشغال پر ضد جنګ کېده نو بيا دا ميدان په داسې مړسپنو نه ګټل کېده، د جنګ ډګر او د ازادۍ جګړه انقلابيت او حماسيتوب غواړي، او دا د هغه مهال په جهادي تنظيمونو کې راټول وو.
په دې کې هم شک نه شته چې پاکستان نه غوښتل چې د شوروي پر ضد افغان جګړه کې دې ملي ګرايان محوري جريان وي، خو له دې سره سره هغه مهال د مرحوم پير سيد احمد ګيلاني او حضرت صبغت الله مجددي ګوندونه د ملي ګرايانو د ليکې تنظيمونه وو چې تر ډېره یې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه ارمانونه پالل، هلته په پېښور کې د شمس الهدا شمس افغان ملت هم وو او د شوروي اشغال پر ضد شعله يان هم فعال وو، ستم ملي به هم په کې پټ فعال وو، شعله يانو خو هلته پبو خوا ته لوی او منظم کمپ هم درلود، له پېښوره به يې جهادي قومندانان او خپل حريفان تښتول او هملته به بيا ورکېدل، په دوی کې يو هم د شهيد زاهد ابراهيمي اوښی ضابط عبدالحق وو چې په اختر کې يې د چايو په بهانه کورته يووړ او بيا يې مړی ژوندی ورک شو.

د ازادۍ اتلان!
افغان ملت له شوروي سره په روح او ځان جګړه وکړه، کله چې د اشغال پر ضد د ملت درېمه برخه کډوالېده، کله چې د ملت اکثريت داخل کې بېځايه کېده او له هغه ځايونو يې بېرته خپل وطن ګاټه، نو ريښتيا دا دي چې د دې جګړې اتل مېړنی افغان ملت دی، په دې جګړه کې پښتون، تاجېک، ازبېک، هزاره، ترکمن، عرب او هر بل قوم په لوی ملي او اسلامي رنګ کې سره په ګډه مبارزه کوله، دا جګړه د کوم ځانګړي قوم او ولايت امتياز نه دی، دا د ګرد افغان ګډه چاره وه.
جهادي تنظيمونو دا لوی ملت په خپلو تنظيمي اډانو کې د شوروي پر ضد تنظيمولو، د شوروي پر ضد جهاد او کيسې بايد د همغه مهال په تاريخي منظر او ماحول کې تحليل شي، هغه د ازادۍ جګړه وه، او د ازادۍ جګړې ته ملت په انارشېزم نه وو ننوتی، دې ملت دغه جګړه د همدې جهادي تنظيمونو په نظم کې تر سره کړ، جهادي تنظيمونو چې هغه مهال د ازادۍ جګړه څرنګه کوله او څرنګه يې شوروي ماتولو دا د هغه مهال اتلولۍ وې، لوی لوی جهادي قومندانان وو چې د ملت بچيان يې تر قوماندې لاندې له شوروي سره جنګېدل، او له شورويانو يې جګړه ګټله.
که ابل پرون د انګليس پر ضد افغان جګړو خپل اتلان درلودل نو پرون هم د شوروي پر ضد افغان جګړې خپل اتلان درلودل، که څوک له دې منکر وي، هغوی به يا له مسايلو سره عقده يي برخورد لري او يا به د نجيب د حکومت تر سقوط وروسته مرحلو کې د جهاد بسته تاريخ تحريفوي. دا کومه وړه پېښه نه وه چې ملت دې يې د مشرتابه او نظم په تشه کې تر سره کړي، دا يوه لويه جګړه وه چې ملت په انارشېزم نه ده ګټلې.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery