مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-02-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

طالبان دې پنجاب ته ووايی چې د افغانستان له نيواک لاس واخلي

سيد حسين پاچا


که ډاکټر نجيب الله له دريو تر پينځو، بلکې تر اوو يا اتو سکاډه راولپينډۍ، اسلام اباد، سرګوده او لاهور ايشتلی وای، نو سر به يې نه وای خوړلی، نه به د پنجاب له لاسه پر طالبانو وژل شوی وای، خو دا کار يې ونه کړ

که پنجاب له طالب، حقانيانو او له نورو تندروو نه لاس نه اخلي، نو د پنجاب هم د وېش پر ژۍ ولاړ دی. تر څو چې پاکستان تر پنجاب پورې محدود نه شي بله لاره نشته او دا يې وروستۍ چاره ده


طالب ګله،
پنجاب ستا پر خولې امريکا ته لګيا دی. زه باور لرم که پنجاب له دې نور هم سختې ته ونيول شي، نو له ايمانه به هم ورتېر شي. ستا په شان ډېر داسې غولنان تېر شوي دي.

ستاسې د غولنو به يا ياد وي او يا هېر، خو زه به يې درياد کړم. يو وخت به قاضي حسين احمد ويل چې موږ د اسلام بيرغ پر کريملين رپوو، چې دا د هغه خبره نه وه، بلکې د بل چا خبره وه چې نوموړي ته يې په خولې کې ورکړې وه.

کله چې روسانو پر امريکا سترګې رابرګې کړې، نو بيا به يې له حميدګل سره يوځای ويل چې موږ د اسلام بيرغ پر آمو ودروو. له کرېملين خو لا څه ان چې له مرکزي اسيا هم ورتېر شول. کنه دوی خو به ويل چې موږ د منځنۍ اسيا هېوادونه ازادوو، خو نه يې هغه ازاد کړل، نه افغانستان ازاد شو، بلکې لا تر ننه زموږ له جهاديانو نه نيولې تر تاسې حقاني او داعشي غولنو پورې افغانستان د پنجاب تر سيده تاړاک لاندې دی.

ستاسې د غولنو به ياد وي او يا نه، خو جماعت اسلامي او د خلکو ګوند به يو بل ته پېغورونه ورکول چې تاسې بنګال وګټۍ او هغوی به ورته ويل چې تاسې کابل وګټۍ. د جماعت اسلامي خو له حميد ګل وميرزا اسلم بېګ پورې د جلال اباد په جنګ کې سوټې وختې، خو تاسې د وړانده ملا عمر وړانده چرګوړي يې راپيدا کړئ چې مشرف دلته په زغرده له ګارډين سره ويلي وو، نو هغه حيثيت دې هم له خاورو سره خاورې شو. کاشکې چې لږ غيرت وايمان خو در کې وای، خو نه يې لرې.

د بې ايمانو، بېغيرتو او د بې حيثيتو زامنو په تاسې کې ايمان وشهامت چېرته شته چې ستاسې سفير لغړ و لاس تړلی امريکا ته ورکړ چې ښاغلي کرزي راخلاص کړ، خو تاسې بې ايمانو، بېغيرتو او بې حيثيتو لا تر ننه هم د پنجاب ټوپک په غاړه کې اچولی او لا وياړې هم.

په چا و چا يې خرڅ کړئ لا تر ننه له ځانه هم خبر نه ياست. زما مشوره تاسې او ستاسې مشرانو ته دا ده چې ځان د پنجاب له غلامۍ نه خلاص کړئ. پنجاب دې په دې پوه شي چې دا د امپراتوريو هديره ده چې دلته ويلې شوي دي، نو پنجاب چې زموږ پر وينو اباد شوی، کله به دلته ښاد شي.

پنجاب بايد په دې پوه شي چې هېڅ يو افغان به دوی ونه زغمي، بلکې د وينې تر وروستي څاڅکي پورې به له خپل وطنه دفاع وکړي. شرم خو په تاسې بې ايمانو، بېغيرتو او بې حيثيتو کې نشته چې خواجه محمد اصف په زغرده وويل چې ((موږ د پردۍ جګړه کړې او جعلي جهاد مو کړی))، نو تاسې بې ايمانه او بې وجدانه لا اوس هم وياړي چې موږ جهاد کوو؟

تاسې وخدای او خپل وجدان وضمير مو تاسې په دې نه شرمېږئ چې بابر په زغرده وايی چې ما پلانی وپلانی وپلانی راوغوښتل، ومو روزل او د پېښور په بالاحصار کې مې وسلې وپيسې ورکړې، نو موږ لا بيا هم په دې وياړو چې موږ جهاد کوو؟

که پر بله دې پوه کړم، ستاسې د استاذ پلار مولانا عبدالحق د طلاقو په يوه مساله کې د يو نامتو خان مېرمن چې هغه يې له ځان سره په مدرسه کې چايو ته کېنولی وو، مېرمن يې ورته د اکوړې شا ته د ګنيو په پټي پر خپل طالب ....

هغه لا خوشاله هم وو چې د طلاقو مساله يې راته په اسانه خلاصه کړه. هغه څه چې يې نه زغمل هماغه يې پرې ښه پر خوشالۍ باندې وکړل او هغه ته يې د هغه مېرمن بيرته خلاصه کړه او رارخصت يې کړل.

دا اوس چې د روسانو لپاره مولانا صاحب فتوی ورکړه چې ((د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخېستل روا دي))، روسان راغلل، په وزيرستان، پکتيا او ځېنو نورو برخو کې وګرځېدل. بيا اکوړي او له هغه ځايه پينډۍ ته ولاړل. روسان دوستان او وروڼه شول او د ګلانو اميلونه ورته واچول شول.

د بې ايمانه، بېغيرته او بې حيثيته زامنو دې ولس يونيم ميليون شهيدان ورکړي او له دوو ميليونو زيات معيوب راپاتې دي، نن تاسې د مولانا پر فتوی د چا و چا، چا و چا له لورې د ايله جارو ملېشو په بڼه کارول کېږئ او لا اوس هم تاسې د ايمان خوبونه وينئ؟ په تاسې کې ايمان واسلام چېرې دی؟ که پر تاسې کې لږه د ايمان وشهامت متره وای، نو ځانونه به مو پېژندلی وای او د پنجاب ټوپک به مو ايسته ورغورځولی وای او خپلې مور ((وطن)) ته به راغلي وای. له دې خلکو به مو بښنه غوښتی وای او نور به خپل عادي ژوند ته راګرځېدلی وای، خو دومره نه ملي - اسلامي، نه ايماني، نه سياسي او نه اخلاقي شعور درکې شته، ځکه خو نن باجوه او اصف وايی چې ترهګر په کډوالو کې پټيږي.

که تاسې پوهېږئ مولانا عبدالحق (يرحمه الله)) خو هغه ته هغه خپله مېرمن له قرآني حکم سره سم خلاصه کړه، خو دا زموږ و ستاسې نکاح چې موږ يې مخکې پر امريکا او نړيواله ټوله پلورلي وو او نن يې تاسې هغه دی چې له امريکا وبرېتانيا رانيولې نن يې هغه دی چې پر بېجنګ، تهران ومسکو هم وپلورلئ.

لواطت ته خو په اسلامي ارزښتونو لا څه ان چې په نورو اسماني اديانو کې هم نشته، خو دا ستاسې نکاح او پلورنه اوس څنګه توجيه کړو؟ د طلاقو حکم ((حتی تنکح زوجًا غيره)) خو هم درباندې نه تطبيقيږي او لواطت ته خو مجال نشته، نو تاسې اوس دا د خپل ځان کارونه د پنجاب او نورو په نغوته څنګه توجيه کوئ؟ د پنجاب تپل شوې جګړه و اشغال او د ستراتيژيک عُمق خيالونه لکې چې درته بې ارزښته ښکاري، که څنګه؟ د جهاد خبره خو خواجه آصف خلاصه کړه، نور څه پاتې دي؟

په درنښت


د امريکا ولس ته د طالبانو پرانستی ليک: د افغانستان "نيواک" پای ته ورسوئ
http://www.bbc.com/pashto/afghanistan-43055249
د طالبانو له خوا د امريکا ولس ته ليک :که سل کاله نور هم د زور کارول او نوي ستراتيژۍ تجربه کړئ نتېجه به يې بيا هم همدا وي ...
http://rohi.af/fullstory.php?id=63580

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery