مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-02-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د قبایلی سیمو اود پښتونخوا د لوی پاڅون په تړاو

رڼاګل اریوبزی



رڼاګل  اریوبزی
r.aryobseu@gmx.de
تر هر څه دمخه لازم ګڼم چی په دی هکله دخپل هیواد وال ښاغلی امراله صالح څرګندونی هیر نه کړم. نور هرڅه چی وی هغه به وی خو په دی ځانګړی برخه کی می د ده په څرګندونه کی سیاسی درایت،په هیواد کی دملی یووالی او دملی ګټو په وړاندی د مسولیت ژور احساس په نظر راغی.زموږ په ګډ هیواد کی دسولی او نیکمرغی په هیله کورودانی ورته وایم.

د پښتنو دا عام پاڅون د ځانګړو موخو ،مقامو نو او امتیازونو لپاره دسیاسیونو اود دین دټیکه دارانو لخوا پلان شوی پاڅون نه و او نه دی.دا پاڅون د پنجابی جنرالانو او د آی  اس  آی  ایجینټاو دبیباکه اوبی جلبه ترور او پرله پسی وژنو په پایله کی دکونډو تور سرو او بورو میندو دزخمی شووزړونو له جوشه راوتلی او جوړ شوی پاڅون دی چی قامی، سیاسی او مذهبی کرښی نه پیژنی او ټول پښتون سره یو ځای کوی.دلته څوک په خانګړو سیاسی لیډرانو او ددین په تجارانو پسی نه دی روان بلکی په خپله د خپل پاڅون مخکښان دی، دازادی، حق،امن او عدالت په لور روان دی.
په پښتونخوا کی سیاسی لیډران، د دین ټیکه داران ،خانان اوملکان نور باید په کلکه اوصداقت دخپل قام تر څنګ ودریږی او که نه دزمانی له کار وانه پاتی کیږی،ګوښی کیږی او د تجریدیدو په پایله کی بی ارزښته کیږی او له کاره لویږی.ځکه داسی راته ښکاری چی نور په پښتون باندی د ناپوهی او بی اتفاقی ژوند د مر ګونی حاکمیت وخت تیر شوی دی، د هوښیاری، یووالی او په ګډه قام ته د خدمت په لارکی دقر بانی نه درا پیدا شوی ژوند وخت رارسید لی دی او زیری راکوی چی دلوړو خیالونو او ژورو فکرونو دبډایی زیرمی خاوند، دپښتو غزل بابا میر حمزه شینواری دا پیغام دهر پښتون بچی غوږ ته لویدلی دی چی:
د خپل قام په محبت کی ځان قربان کړه ژوندون زده کړه
لــیلا ستا ته د هغی یی خو ایــثار د مجنــون زده کــړه
دلیلا په عشق کی دمجنون ایثار دیوی ورځی، دیوی میاشتی  او حتی د څو کلو ایثار نه و، په دی لار کی ایثار د مجنون دټول ژوند کلتور شو ا و بیله دی کلتوره ژوند ور ته پیغور شو.نو ځکه مو باید دی ټکی ته پام وی چی د بربریت په دنظام کی، دازادی حق، امن او مصونیت ته لاسرسی هغه وخت امکان مومی چی چی د نه شلیدونکی مبارزه او په دی مبارزه کی یووالی، په بیداری کی ّهوښیاری،زغم او حوصله د پښتون قام له ژونده نه بیلیدونکی کلتور وګرځی. له دی لاری کولی شو چی دپنجاب تور زړی جنرالان او د آی  اس آی  توطیه ګر قاتلان یو څه د انصاف، انسانیت او اسلامیت سره اشناکړ او د پښتو د بڼ ملیار رحمان بابا له دیوانه دا ور زده کړو چی:
د سړی فکر کی هرڅه هرڅه ګرځی
هســی نــه چــی واړه و ګڼــی ر وا
لکه ځان هســی وبــل و ته نظر کــړ
لکه ستا دی هسی ځان دی د هر چا
دپشتون قام دی پاڅون د بربریت ځالی – آی  اس  آی - ته څرګنده کړه چی  ستاسی په شان موږ هم ځان لرو، ستاسی له خوا د بی جلبه وژنو او ترور خوږ احساسوو او لکه څنګه یی چی وینی په وړاندی یی د لوړی کچی انسانی غبر ګون وس هم لرو.
لازم راته ښکاری چی په دی ځای کی دی یو ټکی ته هم ګوته ونیسم چی د لته په ځنی افغانی رسنیو کی کله ناکله یو نیم نوی نیمه سواد ته رسیدلی نیغکی چی له ځانه پرته په بل هرچا او هر څه نیوکه کوی او ددی بریالی پاڅون دسیاسی کلتور د لوړی کچی نه د لږی زده کړی وس هم نه لری په دی حساس وخت کی د پښتنو دپا څون سره د پیوستون په ځای دافغانی ناخوالو پړه دلر پښتون په اوږو باروی اودپاڅون لاسته راوړنی نه پیژنی او یاتر سترګی پټوی.
دلته د پاحون په پایلو باندی داوږدی لیکنی ځای نشته خو په لنډ دول دومره ویلی شم چی په لاندی څو ټکوکی له دی تاریخی ازموینی بریالی راووت:
۱ – په پا څون کی نه ورځی پرله پسی د ټول پښتون فعال ګډون او دا حقیقت چی په دی بهیر کی د ګډون کوونکو شمیر کمیده نه بلکی ورڅ په ورځ زیاتیده له یوی خوا که دخوږو زړونو نمایند ګی کوی، خو له بلی دپښتنی زلمیانو سیاسی بلوغ  او یووالی هم ننداری ته وړاندی کوی. دایوه په زړه پور بریا او لاس ته راوړنه ده.
۲ ـ د پا څون په ټول بهیر کی خویندی د وروڼو سره اوږه په اوږه روانی وی او ویی ښوده  چی د پښتنو په تاریخ کی د میوند ملالی او ملالی یوسفزی پښتنی ننګ او تاریخی قربانی بیځایه نه وی.
۳ ـ ومو لیدل چی پا څون د پاکستان دو لتی دستګا دی ته اړ کړه چی دا بی کچی غرور او تکبر پریږدی او د پا څون غوښتنو ته غاړه کیږدی.
۴ - د ټول پاڅون په بهیر کی یو انسان ټبله نه شو، یو بایسکل چپه نه شو او یوه ښیښه ماته نه شوه. دا پا څون په ټوله مانا یو بی تاوه پا څون و، دی او باید پا تی شی . په پاڅون کی د عدم تشدد لوړ انسانی کلتور ځلیده او نړی ته یی په عمل کی ښکاره کړه چی په پټوسترګو په پښتون دجګړه مار اوترورست تور پور ی کول په پټو یا ړندو سترګو  د حقیقت دسره ډغری وهل دی. په راتلونکی کی هم با ید د پښتو ن پا څون د عدم تشدد په پښو ولا ړ پاتی شی او د فخر افغان خان غفار خان دا لار ښوونه هیر نشی چی:« عدم تشدد یو طاقت دی ،څرنګه چی تشدد یو طاقت دی. د عدم تشدد دغسی فوج دی، لکه څنګه چی دتشدد فوج دی. خو دعدم تشدد وسیله تبلیغ دی او دتشدد وسیله ټو پک دی،عدم تشدد په خلکو کی محبت پیدا کوی، همت پیدا کوی او جرات پیدا کوی،او تشدد په خلکو کی نفرت پیدا کوی، ویره پیدا کوی او بزدلی پیدا کوی.»
میر حمزه شینواری هم په یه بل غزل کی ټبنګار کوی چی:
په یوه طرف دمین سری دحسرت اوښکی واخله
په بــل طرف ورســره تول کــړه کــوه قاب په تله
انــســانـیــت د شـجا عــت حـیا ســخا نــوم  د ی
ګوره چی یی تول نه کړی د جنګ اود مصاب په تله
وړاندی مو هم دی ټکی ته ګوته ونیوله چی دحق دګټلو، ساتلواو پاللو لار دژوند لار ده، دایمی یووالی، بیداری ، هوښیاری ا و هلی ځلی غواړی.دمبارزی تر ټولو اغیزناکه لارد عدم تشدد لار ده. د خدایی خدمتګارو تاریخی تجروبی ښیی چی دمبارزی دا لار دمبارزینو زړورتیا زیاتوی  ،د هغوی تر منځ یوالی ټینګوی، دپردی له احتیاجه یی ازاد ساتی،د ځانی او مالی زیا نون کچه ټبټه ساتی،داقتصادی او فرهنګی فعالیتونو مخنیوی هم نه کوی آو دښمن ته هم د وسله وال وحشت بها نه په لاس نه ورکوی او بالاخره مو خی ته درسیدو یو څه اسانه او لنډوی او دښمن زر په ګونډه کوی. حق ته د پښتنی پا څون درسیدو په هیله.
پای

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery