مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-03-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ماسکو، ټاکلی قوم د تنظیم کچې ته ټيټوي!

سرلوڅ مرادزی


د روسيي د بهرنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې خبرپاڼه کې ویلي وو«د افغانستان مرکزي حکومت باید هېواد کې د اقلیت قومونو حقوق په نظر کې ونیسي. افغان حکومت باید دې هېواد کې د نفاق او د ټولنې د ویشل کېدو مخنیوی وکړي او په افغانستان کې د ټولو قومونو د حقوقو په اړه په فکر کې واوسي» روهي بریښناپاڼه.
داسې څرګندونو کې ماسکو نه یوازې د افغانستان په کورنیو چارو کې خپله شرمېدلې لاسوهنه نه پټوي، بلکې یوخوا د هېواد مرکزي حکومت په وړاندې درېږي او بلخوا د تاجیکو قوم د حقوقو د ملاتړ تر چتر لاندې، هغه قوم د اسلامي جمعیت تنظیمي کچې ته ټيټوي!
د اقلیت قومونو د حقوقو په پام کې نیولو څخه د ماسکو موخه، قوم نه، بلکې د جمعیت تنظیم دی او په دې تنظیم کې هم د مرکزي حکومت په وړاندې د عطا نور پشان شرګډي او یاغی کسان!
په داسې څرګندونو ماسکو غواړي د تاجیکو غیرتي قوم د جمعیتي تنظیم په منګولو کې دایمي ښکېل کړي او د دې تنظیم له لارې يي په سیمه کې د خپلو شومو موخو لپاره د بړیڅو پتوګه وکاروي!
ماسکو په افغانستان کې د تاجیک قوم په ګډون د هیڅ قوم د حقوقو د ملاتړ په غم کې نه دی بلکې ټوله اندیښنه يي د اسلامي جمعیت برخلیک په اړه ده چې افغانستان کې دا تنظیم له ډېر پخوا راهیسې د ملي ګټو پرځای د ماسکو او نورو هېوادو په خدمت کې دی.
بلخوا د ماسکو دا ډول اندیښنه اوڅرګندونې هغه مهال رسنیز کیږي چې د بلخ د ګوښه شوي او پخواني والي عطانور او په حکومت کې د جمعیت تنطیم د غړو د بدلون او تبدیلۍ خبره رامنځته کیږي او یا په تذکرو کې د افغان نوم د لیکنې سره د جمعیت مخالفت ډاګیز کیږي.
که څه هم ماسکو وايي د افغانستان مرکزي حکومت په رسمیت پېژني، دواړه حکومتونه د سفارتونو په کچه اړیکې لري او د افغانستان په کورنیو چارو کې په ښکاره د نه لاسوهنې لاپې وهي، خو د جمعیت له تنظیم څخه د قوم په نوم ملاتړ، د افغانستان د مرکزي حکومت سره د یو بل موازي حکومت پتوګه ګڼل کیږي.
دغه ټکی چې ماسکو د تاجیکو د قوم ټول واک په یوه مخیز ډول اسلامي جمعیت ته سپاري او بیا د هغه د حقوقو لپاره د رسنیو په کچه چنې وهي د پوره پاملرنې او حیرانتیا وړ دی!
اسلامي جمعیت د اندیښنو له مخې مذهبي توند لارې ډله ده چې د طالبانو او داعش سره په اندیښنو کې زیات توپیر نه لري او بلخوا په کور دننه سیکټاریستي موخې لري چې ترلاسه کولو لپاره يي وسلې او جګړې ته پنا وړي او په دې برخه کې يي سترګې د سیمې استخباراتي کړیو، په تېره بیا روسيي، ایران او اسلام باد ته نېولي دي.
دا ډله په هیڅ شان د تاجیکو د غیرتي قوم د دیموکراتیکو او قومي غوښتنو او بلخوا د هېواد په کچه د ملي او سراسري ګټو او ارزښتونو په ډګر کې وړتوب نه لري او د ډاډ وړ نه ده.
د جمعیت ډله چې څلور لسیزې پراتیک او کړنچار يي افغانانو ته څرګند دی، هم د حکومتي واک په پير او هم له هغه بهر، د خپلو مذهبي افراطي اندیښنو سربېره، د ټولیز جوړښت له مخې په سر کې د غلو، لنډه غرو، شوکمارو او جګړه مارو یوه ټولګه ده.
ماسکو، د ولسمشر غني په مشرۍ د افغانستان د مرکزي حکومت هغه هڅې چې غواړي د تاجیکو په ګډون، نور قومونه او په یوه جمله کې ټول افغان ملت د جهادي مافیا، تنظیمي غلو، د ځمکو د غاصیبینو او د عطا نور پشان لنډه غرو له ولکي وژغوري، هېواد کې د نفاق او د ټولنې د ویشل کېدو تر نوم لاندې تبلیغوي او په دې توګه لار د مرکزي حکومت د پیاوړتیا پرځای، د واک بېلا بېلو ټاپوګانو او په شمال کې ملوک الطوافۍ ته هواروي!
اوس که چیري د تاجیکو بافرهنګه قوم، د جمعیتي لنډه غرو د قومپالنې په لاپو او بیا له دې لنډه غرو د ماسکو په ملاتړ، تېروځي او تر څنګ يي دریږي، سخته اشتبا کوي او تر نورو مخکې خپله ځان ته دروند تاوان رسوي!
دلته د تاجیکو د نومیالي قوم په روشنفکرانو غږ کوم له هغه ځایه چې افغانستان د ټولو وروڼو قومونو شریک کور دی، ابادي او ښېرازي يي د افغانانو شریکه دنده ده، ځانونه د مذهبي توند لارې جمعیت له اندیښنو او موخو ازاد کړۍ او د دوی د مذهبي جنون او سیکټاریستي طاعون په وړاندې د هېواد نورو زامنو سره په ګډ سنګر کې یوځای ودریږی.
که شمال د روسیۍ او ایران، ختیځ او سهیل ختیځ د اسلام اباد د نفوذ سیمه ومنو او په دې توګه د ګاونډیانو او نورو، سیالیو او دوښمنیو ته په کور دننه ځای او لاس ورکړو، زیان زموږ شریک کور ګران افغانستان ته رسیږي.
وخت تیریږي او فرصتونه له لاسه وځي، راځۍ ټول په یوه سنګر کې د هېواد د ژغورنې او روڼ سباوون په موخه سره لاسونه ورکړو!
په نظر د نابیناوو ګوهریانو
 خرمهره، لعل و ګوهر درېواړه یو دي
 رحمان بابا
 یادونه:
د پورته بیت تفسیر زما په اند داسې کېدای شي:
نابینا ګوهریان = روسیه
 خرمهره = اسلامي جمعیت
 لعل و ګوهر= وروڼه قومونه
 د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ ۲۲ مه

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery