مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-03-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ټاپي پروژه او په وړاندي یې متوجه ریښتونئ ګواښ

عبدالستار ایوبي


عبدالستار ایوبي

د ټاپي د پروژې د پیل د خبر په اوریدلو زیات خوشحاله سوم. په ظاهره داسي ښکاري چي دا پروژه به د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د کښته او متوسطي طبقې ولسي وګړو لپاره ښه زیرئ ولري. د څلورو واړو هیوادونو اشرافي طبقات خو اوس هم ډیر په غوره کي دي. هر څومره چي یې په هیوادونو کي بدامني او غربت وي، ددوئ غوا ځکه لنګه وي چي د بهرنیو مرستو د جلب لپاره مارکیټینګ ښه کولای سي. د اقتصادي پروژو تر څنګ سیاسي پروژې هم ددوئ د کورني کاروبار وده او ښکلا وراضافه کوي. مهمه خبره چي د څلورو واړو هیوادونودولسونو لپاره ده هغه دا ده چي ددې پروژې د پیلیدلو سره دوئ د کاري بوختتیاوو تر څنګ ددوئ په ټیټه سرمایه چلیدونکي کاروبارونه به وده وکړي او ددې پروژې څخه لاسته راغلي پانګي یوه برخه د هغه دولتي خدماتو د کمیت او کیفیت پر ښه کولو ولګول سي چي متوسطه او ټیټه طبقه ولسونه وړیا یا په ارزانه بیه ځني ګټمن کیږي. څه رنګه چي په ظاهره دا پروژه همدې غوښتنو ته مثبت جواب ویونکې بریښي نو د څلوروواړو هیوادونو ولسونو خپل د هیلو مزي پرې تړلي دي.
په ظاهره خو تر امریکا پوري، په سیمه کي ښکیل اړوند دولتونه ټول ددې پروژې د ساتني او پایداري لپاره ژمن ښکاري. د افغانستان تور حکومت (طالبان) او سپین حکومت (غني + عبدالله) دواړو ددې پروژې د ملاتړ ژمنه کړې ده او ها د پاکستانیانو په چم هر څه ټیک ټاک دي. خو د افغانستان او پاکستان کړکیچن سیاسي وضیعت نه یواځي دا چي د ټاپي پروژې بلکه د هري بهرني پانګوني امنیت نه سي تضمینولای. د ګران هیواد امنیت او استحکام ته متوجه بهرني خطرات چي تل په متحول ډول سره موجود وي خو دا چي موږ ددې خطراتو څخه اغیزمن کیږو علت یې دا دئ چي موږ هیڅ سیاسي نظام نه لرو. زموږ ټول سیاست د بهرنیو هیوادونو د استخباراتو لخوا کنټرولیږي. دا یو داسي حالت دئ چي یو باشعوره انسان به دا دعاء وکړي چي کاشکي زموږ هیواد د یوه ستر ابرقدرت قانوني مستعمره وای. باوجود ددې چي حقوق به مو د دوهمي یا دریمي درجي د اتباعو وای، خو دحقوقو په نوم به مویو څه لرلای. اوس خو یې هیڅ نلرو. د افغانستان په ټولنه کي هغه څوک چي بهرنیانو ته جاسوسي او سیاسي خدمت کوي، هغه د سترو امتیازاتو څخه برخمن دئ د بل پر ژوند عزت او مال بیدریغه تیری کولای سي. هغه څوک چي پردیو ته د خپلي فردي خپلواکي نه ورتیریږي هغه باید د خپل حق تر لاسه کولو لپاره یوه زورور ته باج ورکړي. د یوه مستحکمه سیاسي نظام نه درلودلو په سبب نه پر ځان بسیا اقتصاد لرو، نه دداخلي نظم ساتلو لپاره اهل او قابل داخلي امنیتي ځواک لرو او نه د سرحداتو د ساتني لپاره یوه پیاوړې او مجهزه ملي اردو لرو. یو څو متنفذي کورنۍ دي چي زموږ په بیخبري کي د بهرني ځواکونو سره زموږ د سرنوشت پر سر معاملې کوي. په کابل کي امریکایان زموږ حکومت راجوړوي او اطراف مو د غیر منسجم او غیر رسمي ملیشو په ولکه کي دي. زموږ ولس مشر دومره بیوسه دئ چي کله پر امریکا ږغ کوي چي پاکستان راڅخه وګرزوه او کله بیا دا وایي چي که امریکا نوي موږ یوه ورځ هم خپل ځان نه سو ساتلای او د هیواد ولس، روشنفکران، سیاسیون، سرمایه داران بیتفاوته ناست دي چي ته وا هیڅ هم پیښ نه دي. دا که امریکا په سیمه کي یوه ستره ماته وخوړه، بیا به څه کوو. زموږ قانوني دولت خو په خلاصه خوله خپل ولس او نړیوالو پانګوالو ته ددې پروژې د امنیت د خوندیتوب د قابلیت د نه لرلو اطمینان ورکړئ دئ . پاته سول طالبان چي د ملاچرګک په شان یې پښې اسمان ته نیولي دي او دا ستري ادعاوي کوي چي که په رسمیت وپیژندل سي نو دا ددوئ د نفوذ سیمي دي. دوئ د ټاپي د پروژې امنیت ساتلای سي. دوئ دا فکر کوي چي افغانان د فیل په غوږ کي ویده دي او په دې نه دي خبر چي د اسلامي امارت موسس او لمړی امیرالمومنین د کراچي په یوه پتنځای کي د آی ایس آی او سي آی اې په ګډو عملیاتو کي د ملا برادر د نیول کیدو سره سم ووژل سو او بیا یې مړی په سیپتیک ټانک کي وغورځول سو (که د چا زړه ته نه لویږي نو د ملا برادر اخوند څخه دي پوښتنه وکړي)  او د هغه وروسته یې دوهم امیر المومنین په کویټه کي په ډرون ووژل سو او اوس د کویټې شورا دوه امیر المومنینه لري چي د نیویارک څخه د یوه قاچاقبر په وساطت سره مستقیماً د سي آی اې لخوا اداره کیږي. او دا چي د پیښور شورا بیا بیخي په بیل چینل د سي آی اې څخه لارښوني اخلي او د کویټې د شورا او جوړه امیر المومننیو د اطاعت څخه منکره ده. یو داسي ځواک چي د بهرنیو استخباراتي ادارو د بشپړ ولکې لاندي وي، ولي د خپل توان په هکله درواغ ووایي. دوئ باید د هیڅ شي وعده یا ضمانت چا ته ورنه کړي. تضمینات او تعهدات هغه خلګ یا ډلي کوي چي په خپل تسمیم کي خپلواک وي او پر خپل واک بسیا وي. که سپینه خبره وکړو نو که په افغانستان کي د دې پانګوني او دې ته ورته نورو پانګونو امنیت ټینګولای سي هغه یواځي او یواځي امریکا ده چي تر اوسه یې ددې پروژې د امنیت ساتلو پوخ تضمین نه دئ کړئ او دا مسئولیت پر افغان دولت وراچوي. په سیمه کي د امریکا سیاست د افغانانو لپاره زیات مایوسونکئ دئ. د ټاپي پروژې په وړاندي تر ټولو ستر ګواښ د امریکایانو منفي استخباراتي پالیسي ده چي په سیمه کي یې پر کار اچولې ده او په عمده ډول په دې محور راګرځي چي اکثریت یعني پښتون او سني وځپه او اقلیت یعني شیعه او غیر پښتون ته واک او امتیاز ورکړه. دا پالیسي د لرغوني یونان او روم د هغه پالیسیو څخه نقل سوې ښکاري چي د شکست خوړلو ولسونو د سیمو د اداره کولو لپاره دوئ تل کارول څو ددوئ کالونئ رښت پکښي وکړای سي. ددې لپاره چي یو څه اندازه راته ولګیږي چي په افغانستان کي د امریکا استخباراتي پالیسي او د شرایطو انکشاف په روان ډول دوام وکړي نو زموږ د ګاونډيو هیوادونو رول به په افغانستان کي څه وي.
په دې هکله چي یو عمده لوبغاړئ ګڼل کیږي هغه د ایران نام نهاده اسلامي جمهوریت دئ. دا هیواد چي د پاسدارانو په نامه دیوې مرموزي فرقیي ډلي لخوا اداره کیږي، د افغانانو لخوا د افغانستان یو ستر طبعي دښمنه ګڼل کیږي. دې ډلي کلونه کلونه دا هڅه وکړه چي د ټاپي پروژې نللیکه دایران په خاوره کي راتیره سي. په افغانستان او پاکستان کي میشت شیعه عناصرو په واسطه ځایي جګپوړي چارواکي په نقدي او جنسي رشوتونو او مرستو خپلوي او ددې هیوادونو ددولتي دستګاهوو څخه د خپلو فرقیي ګټو لپاره کار اخلي. په پاکستان او افغانستان کي روانه اقلیت پروري، پاړسي پالنه او ددواړو هیوادونو تر مینځ روانو شخړو په تازه ساتلو په پدیدو کي مهم رول لري. دد  دا ډله چي عقیدوي او فکري سرچینه یې د اسلامي تاریخ د وروستي کلاسیکي دورې د رافضي شیعه ګانو د نظریاتو څخه اخیستل کیږي چي رامینځ ته سوې خو ډیره پخوا وه خو د صلیبي جنګونو وروسته یې اسلامي نړۍ ته سخت سرخوږی جوړ کړ. دوئ د نړیوالو مخفي یهودي تنظیمونو عمده قراردادیان مشاهده سوي دي. دوئ دا دعوه لرل چي الله تعالی پر مسلمانانو باندي د واکمني حق یواځي اهل بیتو ته ورکړئ دئ. په دې حساب د اسلام د لمړيو درو خلیفه ګانو د مشروعیت څخه هم منکر وه او ددوئ سره بیعت کونکي صحابه یې هم مرتد بلل. ددې خلفاء راشدینو په دوره کي تدوین سوي د قرآن عظیم الشان په کتابي نسخو کي د تحریف دعوه یې هم لرل چي ویل به یې چي ۱۵ سیپاري نوري وې چي زموږ د۱۲ امامانو نومونه پکښي راغلي وه او وروسته به یې امام مهدي صاحب د کوم غاره څخه راباسي. دوئ ډیري فرقې لري چي خپل مینځئ عقیدوي اختلافات یې دومره ژور دي چي یو د بل په نیزد هم کافران راځي خو دا عقیدوي توپیر هیڅ کله ددوئ د اتحاد تر مینځ خنډنه دئ پیښ کړئ چي دا حقیقت ددې ډلو د استخباراتي او استعماري ریښو څخه نمائیندګي کوي. په هم دې خاطر د هغي زمانې ځینو عالمانو دوئ د اهل السنت والجماعت یعني د مسلمانانو د عمومي ډلي څخه بهر اعلان کړل. پښتنو سیاسیونو ددې فتواوو څخه زیاته سیاسي ګټه پورته کړله  څو پښتانه د فارسي استعمار څخه د خپلواکي لپاره راوپاروي. په افغانستان کي د غلجي او ابدالي پښتني واکمنیو روافض دومره ضعیف کړل چي دوئ د خپلو افراطي عقایدو څخه تر یوې اوږدې زمانې پوري لاس واخیست او په حج او عمرې کي د ګډون بندیز پر لیري سو. په افغانستان کي تر پیړیو پوري شیعګانو د سنیانو سره په سولهیز ډول ژوند کړئ خو خپل فاسد نظریات یې تل په مخفي ډول ژوندي ساتلي دي (هر کله چي د سنیانو ټولنیز جوړښت ضعیفه سوئ دئ، دوئ خپلو دې فاسدو عقایدو ته هوا ورکړې چي په نتیجه کي یې بدامنئ را پورته سوي دي، بلواوي پیښي سوي دي او حتی ټولوژني رامینځ ته سوي دي. ددوئ رهبري (چي استخباراتي روحاني مذهبي سیاسي اړخونه تشکیلوي)  تل خپل پیروان د ژوندي موجوداتو د فارمونو په ډول روزلي دي. دوئ د خپلو نفوذ لاندي ټولنو په افرادو کي د جنسي اړیکو د ازادي د لاري رشوت ورکړئ (یعني په خپلو کلمو یې نس ورګنډي)او د اړتیا پر وخت یې په ډیره بیرحمي سره په عادي صحت مندو ټولنو سره په ټکر کي کارولي دي (تاسي فکر وکړئ چي زموږ و اسلامي ارزښتونو ته سپکاوی ددوئ امتیازیافته ځواکمن مشران کوي چي دوئ یې پر ځان راڅرخولي وي، زموږ د عکس العمل په مقابل کي عام شیعګان د سپر په توګه رامخ ته کیږي او د تاوتریخوالي پر عواقبو باندي ددوئ رهبران بیا نور تجارت کوي څو دوئ نور زموږ سره پر جګړه راوپاروي). د اکثریت سني ټولنو په مینځ کي ددوئ کالونیاني د انسان په وجود کي د اوسیدونکو هغو بکټریاي کالونیو په شان دي چي د انسان د معافیتي نظام د فعالیت په وخت کي مرض نه رامینځ ته کوي خو کله چي انسان د معافیتي نظام د ضعف د حالت سره مخامخ سي نو همدا غیر مضر بکټریاوي دي چي شدید امراض رامینځ ته کوي او حتی بشر د مړیني باعث ګرزي). دوئ د صفوي رژیم د سقوط وروسته د سني ټولنو په مینځ کي د صلحي حالت غوره کړئ وو خو په ایران کي د خمیني انقلاب دا هر څه بدل کړل. په ایران کي د پاسدارانو د واک ته رسیدلو سره سم دوئ د اسلامي نړۍ د نورو برخو په شان د افغانستان په شیعګانو کي هم وسله وال جلب وجزب پیل سو، دلته یې د حزب وحدت په نامه نوي وسلوالي ملیشې جوړي سولې او د ایراني الاصله پاړسیبانانو لپاره یې د حزب الله څانګي تاسیس کړلې. که څه هم د مجاهدینو په وروستیو وختونو او د طالبانو د واکمني پر مهال دا ډلي یو څه ضعیفه سوې خو د رژیم د اوښتلو سره د افغانستان په دولت، نظام او سیاست کي ددرنو امتیازاتو څخه برخمن کیدو په برکت بیرته سره وپړسیدلې. هغه پخوانیو بدنامه ډلو یې خپل جنګیالي د افغانستان په ملي امنیتي ځواکونو کي شامل کړل او مشرانو یې د امریکا او غرب د سیاسي او استخباراتي ملاتړ په برکت د هیواد د سیاسي او اداري قوت زیاته برخه اشغال کړل. په دې وروستیو کي یې د افغان شیعګانو یوه بله وسله واله ډله تاسیس کړل چي د فاطمیونو په نوم یادیږي او ترنورو ټولو شیعه وسلوالو ډلو زیاته خطرناکه ده. دوئ ته د سنیانو د کوچنیانو د حلالولو، ځوانانو د وژلو او پر ښځو باندي د جنسي تیري کولو خاصه روزنه ورکړل سوې ده. دوئ په سوریه او عراق کي عملاً جنګیدلي دي او د غړو شمیر یې د وژل سوو غړو د شمیره څخه اندازه کولای سو. د یوه تخمیني اټکل له مخي د افغان ملي امنیتي ځواکونو په هره دوره کي ددې ډلو تر ۳۰۰۰۰ زیات رضا کاران جلبیږي چي د عادي عسکر څخه نیولې بیا تر لوړ پوړ صاحب منصبانو پوري خلګ پکښي شامل دي او د افغانستان په ملي بودیجه نظامي زده کړي او مادي امتیازات ورکول کیږي او پر مهمو ستراتیژیکو پوسټونو مقرریږي (موږ د افغانستان د دفاع وزارت او داخلې وزارت څخه ددې پوښتني حق لرو چي د افغان ملي امنیتي ځواکونو د جلب لپاره یې د هیواد و ټولو ولسوالیو او کلیو ته ولي سهمیې نه دي ټاکلي؟). د کابل او د هیواد د نورو برخو په هزاره میشتو سیمو کي چي د پټو نظامي او نیمه نظامي زده کړو مرکزونو کي د هزاره متعصبه جنګیالیو روزنه روانه ده، هغه ددې څخه علاوه دي. دا چي د ایران د پاسدارانو ډله څومره بهرنی ملاتړ او ډیپلوماټیکي اړیکي لري، تخمین یې په عربي نړۍ کي د روان ناورین څخه کولای سو. د پاسدارانو رژیم په دې وتوانیدئ چي په عراق، سوریه، لبنان، یمن او مصر کي د خپلو ګټو ساتنه وکړي او په دې لاره کي د نړۍ ابرقدرتونو دوه بیل ائتلافونه په خپله ګټه وکاروي. دوئ خپل ستر حریف سعودي عربستان دې ته نیژدې کړئ دئ چي ورته په ګونډو سي. د مختلفو عربي هیوادونو په واکمنو شهزاده ګانو کي د غربي یهودي مخفي سازمانونو اړیکي د عربي نړۍ د رواني جګړې په درشل کي د پاسدارانو په ګټه او د سعودي په تاوان کارول کیږي چي موږ او تاسي یې عملاً شاهدان یو. دایران واکمن رژیم د چین او روسیې سره د ژورو نظامي او استخباراتي تړونونو سربیره د امریکا او اروپایي هیوادونو په دولتونو کي لوړ نفوذ لرونکي ستراتیژک ملاتړي لابیاني لري چي روسان یې په خپل ملاتړ د سنیانو پر ضد وکارول او امریکا چي د سوریې د سنیانو یوازینی موثره ستراتیژک حلیف ګڼل کیدئ، د بشپړ بیطرفانه نظامي رول غوره کولو ته اړ کړ چي نتیجه یې د سوریې د سنیانو لپاره مرګونې وه. دداعش پروژه چي په سوریه او عراق کي یې و ټولو ښکیلو دولتي نظامي ځواکونو ته د عربي سنیانو د نظامي او سیاسي ځواک د ځپلو زمینه برابره کړل، د ایران د پاسدارانو د مرموزي ډلي د عالي ظرفیتونو ښکارندویي کوي. دا چي نن موږ د ګران هیواد په مختلفو برخوکي دداعش تر بیرغونو لاندي بهرني جنګیالیو راتګ شاهد یو او ددوئ په تقویه کي د طالبانو او هم ددولتي عناصرو او مشرانو ښکیلتیا وینو نو د طالبانو او دولت د صلحي په بهیر کي پرمختګ پر افغانانو باندي د سیاسي ملنډو وهلو پرته کوم بل څه نه رامعلومیږي. موږ نه یوازي دا چي د هیواد په داخل کي یو پراخ تعداد داسي وسله وال لرو چي د ایران واکمن رژیم ته سیاسي او عقیدوي ژمنتیا لري بلکه ډیر داسي وسله وال هم سته چي شیعګان نه دي خو د اوجورې په خاطر یا د خپلو رهبرانو (جمیعت او دوستم) د سیاسي معاملو په خاطر د ایران په ملاتړ د ګران هیواد د امنیت او استحکام د تخریبولو هڅه به وکړي. د پاکستان پر دولت باندي هم د ایران د پاسدارانو استخباراتي او سیاسي نفوذ اوس د چا څخه پټ نه دئ پاته. کله چي سعودي عربستان په ډیر کړکیچن حالت کي د پاکستان څخه نظامي مرسته وغوښتل نو پاکستان نظامي رهبري په دې هکله ډیره زیاته محافظه کاري وښودل، ځنډ یې په کښې ایستئ او یواځي هغه مهال یې خپل ځواکونه د سعودي عربستان نظامي تمرینونو ته واستول چي کله ایران پخپله اجازه ورکړل. کله چي ایران په افغانستان کي خپلو تجارتي اړیکو پراخولو اړتیا احساس کړل نو په ډیره اسانتیا سره وتوانیدل چي د پاکستان دولتي ځواک د خپل هیواد او ولس د ملي ګټو څخه په مخالف کار باندي اماده کړي. پاکستان څو میاشتي د افغانستان سره خپل ټول سرحدونه د قانوني او غیر قانوني تجارتي اجناسو پر مخ وتړل چي په دې کار سره د پاکستان صنعتي سکټور سخت زیانونه وګالل او د افغانستان بازار یې د تل لپاره د ایراني مصنوعاتو پر مخ ورخلاص کړ. دا چي د افغانستان او پاکستان تر مینځ مصنوعي سیاسي کشالې جریان لري او په دواړو خواوو کي سیاسي او نظامي رهبرئ پیک ورته وهي، پر دواړو دولتونو باندي د ایران د نفوذ حال بیانوي که نه د پاکستان او افغانستان د خلګو تر مینځ هیڅ خصومت نسته. ډیموکراټیک دولتونه باید د خپل ولس د سلوک او ارادې استاذي وي. په دې حساب ددواړو هیوادو ددولتونو تر مینځ هم باید خصومت نه وي، نو بیا د کنړ ولایت په توپونو ویشتل او پر سرحدونو تګ راتګ مشکلات په څه دلیل؟ د ټاپي پروژې مسیر چي د افغانستان او پاکستان د کومو سیمو څخه تیریږي په ښکاره ډول د ایراني لاسوهني په وړاندي هیڅ دفاع نلري، ځکه چي ددواړو هیوادونو دولتونه یې خپل ولس ته جواب ویونکي نه دي او نه د خپل ولس ریښتني استاذي دي. تر څو چي ددواړو هیوادونو دولتونه ولس محوره نسي، دوئ د خپل پوښښ لاندي سیمو امنیت په هیڅ صورت نه ساتلای سي او نه یې وساتي. دا چي کله نړیواله یهودي مافیا د فعالیتونو په مټ پر پاکستان نړیوال ډیپلوماټیکي فشار زیات سي څو په هغه هیواد کي میشت شیعه، اسماعیلي او قادیاني اقلیتونو واک او نفوذ لا زیات سي نو زموږ د ولس مشر غوړمالان ددې کار کریډیک و خپل مربي ته ورکوي (چي زموږ سره ګرزې نو داسي ممیزې به خورې). که نه د ښاغلي ولس مشر په خوله بهرنیان پیاز لا نه میده کوي او نه به دده په لارښونه کوم ډیپلوماټیک ګام پورته کړي.
 دوهم هیواد روسیه ده چي یو ځل بیا د افغانستان په چارو کي لینګته اچول غواړي. د سړې جګړې ټپونه یې روغ سوي دي او یو ځل بیا د مرکزي اسیا او د اسیا زړه ته د خپلو سیاسي او نظامي نفوذ د پراخولو هڅي یې پیل کړي دي. دا هیواد نه یوازي د ایران سره د هغه په ټولو سیاسي پروژو کي شریک دئ بلکه په سني هیوادنو کي بهرني لاسوهني د زمینې څخه د بشپړ ګټه اخیستني ته چمتو ښکاریږي. د تیرو څو لسیزو راهیسي اسرائیل د فلسطینیانو څخه نوي لاندي کړي ځمکو لپاره چي اروپایي کډوالو ته اړتیا لرله د هغه تقریباً ټوله برخه روسانو ورپوره کړې ده. په دې شاید زیات هیوادوال خبر وي چي د امریکا، آسټرالیا او اروپا میشتي اکثره یهودي کورنۍ اوس هم اسرائیل د خپل دایمي استوګنځای په توګه نه خوښوي. شاید د روسیې روانه اقتصادي احیاء د همدغو نظامي پروژو برکت وي چي دې مافیایي دولت په عربي نړۍ کي اخیستي دي. روسیې په سوریه کي د بشار الاسد د ډیکټاټوري د ټینګښت لپاره خورا زیات خدمت وکړ. په سوریه کي یې په زرهاوو سنیان نارینه، ښځي، ماشومان قتل عام کړل او لا یې قتل عاموي او دا خوبونه هم ویني چي د افغانستان او پاکستان د سنیانو سره به نوي یارانې جوړوي. دې ته وایي زړه ورتیا! روسان خو د همیش څخه خورا زړه ور پاته سوي دي او هره هغه جګړه چي په زړه ورتیا ګټل کیدل، دوئ ګټلې ده. دا یوازي افغانستان وو چي د پښتنو د عزم په وړاندي یې زړه ورتیا ناچله وختله.  په هر صورت د افغانستان او د پاکستان دولتونه چي د امریکا تر ازدواج لاندي دي دروسانو په مقابل کي داسي سلوک کوي لکه د ملک میرمن چي یې د خپل د میړه د هغه بزګر سره کوي چي دا پټه یارانه ورسره لري. د ملک په غیر موجودیت کي یې د هغه  پر کټ یې د ځانه سره ویدوي او د ملک په موجودیت کي پټکې باندي کوي. ترکمنستان او د مرکزي آسیا ټول سابق اسلامي هیوادونه د امریکا او روس تر مینځ په یو مبهم حالت کي قرار لري. دا سیمي د روسیې او امریکایي سي آی اې د ډیرو پیچلو خپلمینځي استخباراتي اړیکو او تعاملاتو په واسطه اداره کیږي او دا خبره اوس هم په ابهام کي ده چي دا دولتونه څومره د امریکا او څومره روسیې تر اغیز لاندي دي. په عربي نړۍ کي چي د ایران په ملاتړ د سي آی اې او روسیې د پلانونو کومه هم آهنګي په سترګو کیږي، د افغانستان لپاره د نیکمرغي زیری نلري. په لنډه که ووایو، د ایران او روس حکومتونه د امریکا د ملت څرګند دښمنان دي خو د امریکاد بانفوذه او شتمن اقلیت + یهودي ټولنو د پراخ ملاتړ څخه برخمن دي. دوئ د هغه مزدورانو په شان دي چي د مستخدم د میرمن سره پټي اړیکي لري او د هغي د ملاتړ په مټ د مستخدم توهین هم کوي، په کار کي غلا او خیانت هم کوي او دمستخدم د هر ډول تادیب او سزا څخه هم په امن کي وي.
دریم هیواد چین دئ. چین افغانستان ته د دوستي لاس ور اوږدکړ او ځیني داسي ستري پروژې یې په افغانستان کي پیل کړې چي په آئینده کي یې ددواړو هیوادو مثبتي اړیکي تقویه کولای سوای، خو زموږ بیکفایته دولت، هیواد ته راغلي چنایي میلمنو ساتنه ونه کړای سوای. اوس زموږ دولت د چین په وړاندي هیڅ اعتبار نلري او ددې خبري هیڅ زمانت نسته چي که یې د امریکا سره سړه یا توده جګړه پیل سي نو چین به افغانستان ته د یوه نا پییلي هیواد په سترګه وګوري. هرڅومره چي په افغانستان کي د چین پانګونه زیاتیدلای هغومره به یې اړیکي پایدار کیدلای. افغانستان کولای سوای چي ددې ښو اړیکو څخه د چین د مسلمانانو سیاسي تقویه کړې وای او هغه بدګومانئ یې لیري کړي وای چي چین یې دهغوئ په هکله لري. دا چي چین زموږ په ملي پخلاینه کي ونډه اخیستلای سي، موږ هم کولای سو چي د سنکیانګ د مسلمانانو او د چین د دولت تر مینځ پخلاینه راولو او هلته پر اسلام باندي لګیدلي بندیزونو لیري کیدو غوښتنه کړو. خو زموږ اړیکي د امریکا سره د بادار او مریي اړیکي دي نه ددوو شریکانو یا مستخدم او قراردادي اړیکي. موږ به امریکا د خپلو اهدافو لپاره پرته د کوم دوه اړخیز تفاهم جنګوي او ددښمن څخه ددفاع لپاره به لازم اسباب هم نه راکوي او موږ ددې جګړې څخه د انکار اختیار هم نلرو ځکه چي زموږ چارواکي ددوئ د استخباراتو جاسوسان دي. دا چي په افغانستان کي ښکیل ابرقدرتونه په هر ډول یو د بل په وړاندي سنګرونه ونیسي، د افغانستان د بربادي سیناریو ډیره واضح ده. یو ضعیف ولسمشر چي د پلازمیني په بغل کي د ۳۴ ولایاتو څخه یوازي په ۶ ولایاتو کي جزوي سیاسي ملاتړ لري او دې مفکر ددې ضعف د جبرانولو لپاره د شمالي ټلوالي په شان بدنامه جنایتکاره ډلي سره د واک ویشلو په وسیله نور هم ځان بیوسه او سمبولیک وګرزاوه. نن تر بل هر وخت دا خبره واضح ده چي د نژادي یا ژبني اقلیتونو قاتلین او جنایتکاران زموږ د اقلیتونو سیاسي استاذي نه دي. دوئ فقط د اشغالګرو او مداخلتکاره دولتونو د استخباراتو استاذیتوب کولای سي او بس. دده حکومت اوس د دوه سره مار شکل غوره کړئ دئ چي د تحرکیت توان لرلو سره سره د تحرکیت څخه معذوره دئ. دده حیثیت د دوهمي نړیوالي جګړې په مهال د جاپان د امپراتور په شان دئ چي د خپل ولس په وړاندي تام مسئول او تسمیم نیونکې واحده مرجع وه خو په حقیقت کي یې د تسمیم واک دغیر مسئول خودسره جنرالانو په مینځ کي منتشر او پراګنده شکل تقسیم وو. ددې حالت په سبب، ولس یې دوه اټوم بمه هم هضم کړل او د تل پاتي غلامي پړه یې هم په غاړه کي ولویده خو دده واکمني پر خپل ځای باندي پاته سول (پهلوان زنده خوش است).ټول پوهیږو چي د حکومت سیاسي واک ولي پر دوو سیاسي حریفانو باندي مثاوي وویشل سو، ددې لپاره چي دولت هیڅ یو پرمعنا کار ونه کړای سي څو خپل ولس او خپله ټولنه ددې پلان سوي بهران څخه راوباسي. په رایو راغلئ ولس مشر چي کله د ولس د شدید فشار په وړاندي ددرواغو سر ټیټ هم کړي، هغه بل (نام نهاده اجرائیه رئیس) چي په شهزوري باندي راغلئ دئ، خنډ پیښ کړي. اوس نو چي ولس په خپلو رایو راغلي ولس مشر څخه پوښتنه وکړي چي ولي دي ددې سوډل سره واک نیمی کاوه. د ولس مشر جواب دا وي چي دا یو مجبوریت وو چي تاسي نه په پوهیږي. دولس غلا بیا په دې کي ده چي په خپل مینځ کي دمشرانو د پوښتلو پر میکانیزم باندي موافقې ته نه دي رسیدلي نو ځکه داسي چوپه خوله ناست دي لکه غلا چي یې کړې وي. اوس د افغانستان د دولت یوازینی کار د ولس په سترګو کي خاوري پاشل او د هغوئ وخت ور ضایع کول پاته سوي دي تر څو چي ددوئ د ټولنیز قتل عام نیټه رارسیږي. دا د ټول افغان ولس لپاره ډیره خطرناکه خبره ده چي حکومت یې په خپله خوله د بیوسي ډول ډنګوي، پر امریکا باندي خپله بشپړه اړتیا اعلانوي خوپه عین حال کي بیا د افغان ولس سره د سیاسي واک پر ویش باندي بخیلي هم کوي او د ستري جرګې د رابلل کیدو څخه مخالفت هم کوي. بل طرف ته د طالبانو مبهم قدرت دئ چي په ظاهره یې د هیواد پراخي سیمي په ولکه کي دي خو د رښتیا پر میدان د یو څو چونګاښانو پرته یې په صفوفو بل څه په نظر نه راځي (دا بیله خبره ده چي دا اکثره چونګاښان زموږ د پښتنو قبایلو د ځوانانو څخه دي چي زموږ سر او سترګي دي. په وژلو او ژوبلیدو یې موږ خوابدي کیږو او دا چي دوئ تر اوسه ولس ته ډیر تکلیف نه دئ ورکړئ او لحاظ یې ساتلئ دئ ورڅخه منندوئ یو). دوئ نه د خارجي دولتونو سره د اخلاقي سیاسي ملاتړ معاهدې لري او نه د نظامي ملاتړ قراردادونه لري. همدا سبب دئ چي د خپلو مربیانولخوا داسي کاریږي لکه تشناب کاغذ او هر وخت چي زړه یې وغواړي ددوئ پر سرنوشت باندي معاملې کوي . دا چي د فیس بوک او یو ټیوب په ویډیوګانو کي طالبان د ملي اردو او ملي پولیسو په رینجرانو کي په ناز و نخرو ناست وينو، په هکله مو د اړوندو سیمو ولسي خلګو څخه معلومات وکړل. هغوئ راته وویل چي دا د مخدره موادو د قاچاک پیسې دې، چي دوئ دا موټران یا په کرایي یا په نغدو د ملي اردو او نظم عامې د لیواوو او کنډکونو څخه اخلي. کله چي یې د تبلیغاتي جګړې مواد تیار کړل بیا یې یا خو بیرته اردو ته ورکړي (که یې په کرایه اخیستي وي) او یا یې په ارزانه بیعه پر قاچاقبرو باندي پلوري (که یې رانیولي وي). په هلمند کي ددې ډول وسایطو پلورنځۍ سته چي موږ او تاسي هم زغره وال وسایط په ډیر مناسب نرخ ځني تر لاسه کولای سو.  په لنډه دا چي د طالبانو مشرانو ته هم د یو څو قاچاقبرو او بیخبره صحرایي ځوانانو پرته بل څه ورپاته نه دي خو دا خبره دي ددوئ هغه جاسوس مشران په یاد ساتي چي اول خو یې نړیوال سپینیدو ته نه پریږدي او په عراق او سوریه کي چي دداعش ورسره مخامخ سو، هغسي سرنوشت یې ورته ټاکلئ دئ او که چیري سپین هم سي نو بیا به د هغه ځانمرګو حساب ولس ته ورکوي چي ددوئ د رهبرانو او علماوو په لارښونه ځان وژني ته تشویق کړي دي. دوئ مومن ځوانان د غیر الله د اهدافو لپاره پر سرښندنه باندي تشویق کړي او د هغوئ د مطلوبو اهدافو لپاره یې هغه داوطلبه مومنان په بیخبری کي استعمال کړي دي چي د الهي اهدافو لپاره جګړې ته اماده سوي وه. که دوئ پر الله ج، پسله مرګه ژوندون او پر اخیرت ایمان لرلای نو هیڅ کله داسي کرغیړن خیانت به یې نه تر سره کولای. نو دا ددوی لپاره هم پرده ده چي د شوراوو غړي اومشران یې داغسي په پرده کي پاته سي او په پرده کي کورونو ته ستانه سي په عوض ددې چي چوکۍ او موقفونه وغواړي. هو ددوئ هغه داوطلب چي د پاکستان او افغانستان په محبسونو کي عمرونه تیروي یا عملاً جنګیږي، ددې بشپړ توان لري چي په سیاسي بهیر کي په بشپړ قابلیت سره د تحریک رهبري وکړي. د افغان ولس هر ډول خواخوږي ورسره ملګرې ده. د طالبانو ټوله قصه داغه ده چي بلیک واټر ددوئ تاریاک رانیسي. په کومه ورځ چي یې ددوئ څخه دا تاریک رانه نیول بیا به نو د ملي اردو څخه مهمات په څه شي رانیسي او چي مهمات د ملي اردو څخه رانه نیسي نو بیا به دا په اصطلاح جهاد په څه شي کوي؟ دا فکر هغه څوک کوي چي خپل عقل څخه کار اخلي. طالب ته خو لمړۍ ورځ ملا دا درس ورکړئ چي مسجد ته دداخلیدو تر مخه عقل دباندي وکاږه لکه څپلئ چي کاږې.
 داسي ښکاري چي هر کله چي په افغانستان کي بله سیاسي لوبه پیلیدله، نو خود سره جاسوس دولتي چارواکي به د غني لخوا عنایت سوي واکونو په مټ پر ولس دومره ظلمونه وکړي چي عام ولس به ټول پر بغاوت اماده سي(دا پروسه اوس دوخته لا پیل سوې ده او په دې وروستیو کي په کابل کي د ولس قتل عام، د غزني او خوست پیښي چي ولسونه یې مظاهرو ته اړ کړل، د همدې پلان مختلفي کړۍ دي چي شاید نوره هم پراختیا ومومي)، کله چي د عام بغاوت ښه زمینه مساعده سول نو لمړی به دداعش خره میدان ته رادانګي. عمده هدف به یې عام شیعګان وي خو د هغوئ تر څنګ به ټول هغه سنیان هم د بینه یوسي چي په دولتي دستګاه کي کار کوي یا کاري سوابق ولري څو په دولتي دستګاه کي د سنیانو تش په نامه موجودیت هم ختم کړي. عام صحرایي ځوانان بالخصوص پښتانه به د احساساتو تر اغیزي لاندي بیفکره او بیچورته ورسره دریږي. بیا به نو د واضح منتقي دلیل په اساس د ځانه څخه د دفاع په نوم ددولت پلوه سنیانو او شیعګانو ائتلاف جوړیږي. یو څو عمر به ښه انډوخر وي بیا به داعش د هوایي ځواک د مقابلې د توان نه لرلو له سببه پر شاتګ کوي اولکه په ریګو کي د باران اوبه د سترګو په رپ کي ورکیږي. کومي سني کورنۍ او ځوانان چي د داعش سره دریدلي وي د شیعګانو او د هغوئ د ائتلافیانو تر عتاب لاندي به راځي او ددوئ د لاسه خپل کلي او کورونه پریږدي او تښتي به.  اولنو ویلي دي چي په هغه چا دي خدای مه وژنه چي وژل یې نه وي کړي. د متعصبه او عقدیي شیعه (برسیره چي بیا هزاره هم وي) د لاسه دي خدای کافر ته لا امان ورکوي چي د زورورتیا په مهال په دوئ کي د بشریت جوهر هیڅ نه دسترګو کیږي (د ظاهري اهانت بخښه غواړم خو حقیقت همداغسي دئ). د هیواد سیاسي میدان به ایران پلوه شیعګانو او د هغوئ ائتلافي ضعیفه سنیانو ته ورپاته کیږي چي شیعګان به د خپلي برلاسي وروسته هغه سنیان یا شیعتوب یا دهریت په غوره کولو مجبوره کوي.
افغانان باید په روانو شرایطو کي یو څه د مسئولیت احساس وکړي. قومي مشران، تاجران، چارواکي، طالبان، زموږ قاچاقبر او سیاسیون باید د هیواد د عمومي ټولنیز او سیاسي ساختار پر تشکیل باندي جدي غور وکړي. حرث پریږدي او یو له بل سره په تفاهم کار وکړي څو په افغانستان کي د سیاسي او ټولنیزو اصلاحاتو ته لاره هواره سي او ددولتي چارواکو خودسرئ پای ومومي. د افغانستان د ۲۴ ولایاتو او په هغوئ پوري مربوط ولسوالیو مرکزونه باید عملاً فعاله سي او د هغوئ دولتي خدماتو کمیت او کیفیت کي باید سمون راسي. دا تصمیم خالصتاً دافغانانو حق دئ چي د اشرف غني د قانوني دورې د ختم یا د هغه تر مخه یې د لیري کیدلو وروسته باید څوک د هیواد ولس مشر سي. زموږ ولسي مشران باید سر د اوسه څخه لا د هیواد په کچه صلاح او مشورې سره پیل کړي څو بیا کوم خارجي تش په نوم پښتون د یوې یهودڼي میړه را باندي ونه تپل سي او د کومي ملي غمیزي په صورت کي د ولس اتحاد باقي پاته سي. ټول قومي مشران باید د خپلو قبیلو سر ورخلاص کړي چي متفرقي استخباراتي معاملې د لنډ مزل ګټه او دایمي ذلت سبب ګرزي. د ملي یو والي حکومت، د کویټې شورا، پیښور شورا او د داعش رهبري ټول د یوه آس غوږونه دي باید یو ځای سره منحل سي او په عوض یې یو ملي حکومت جوړ سي. که چیري زموږ قومونو په خپل مینځ کي د بهرنیانو جاسوسان پر کورونو کښینه نول او د قومونو د سیاسي رهبري واګي یې ځني وانه خیستلې نو باید پوه سو چي په هیواد کي به مو د ټاپي په عوض د ټپکماري پروژه عملي کیږي چي ۹۹٪ قربانیان به یې پښتانه قبایل وي. پاته دي نه وي چي په افغانستان کي روان وضیعت د امریکا د ملي ګټو سره هم سمون نه خوري. دا فقط د امریکا یو ډیر محدوده سرمایه داران دي چي غواړي د افغانستان څخه د خپلي نوي نیول سوي کالوني په څیر کار واخلي. خپل د ملت په ملیارډونو ډالر په افغانستان کي ملي دفاعي مصارفو په نوم هضم کړي او ددې ځای د انسانانو او منابعو څخه هغسي کار واخلي لکه د افریقا او امریکا د تورپوستانو او سور پوستانو څخه چي یې اخیستئ وو. د سي آی اې اداره او د هغه اجیربلیک واټر شرکت اصلاً د همدې سرمایه دارانو لپاره په افغانستان کي د مخدره توکو او فحشاء غیر قانوني کاروبار سرپرستي کوي. تر څو چي د افغانستان او پاکستان دولتونه ددې غیر قانوني تجارتونو څخه لاس وانه خلي، هیڅ کله به د ملي ګټو د پروژو د پیل او پایښت لپاره یو جدي فکر هم ونه کړي. لکه د افغانستان او پاکستان ډیموګرافیک جوړښت چي یو شان ته دئ، ستونځي او مشکلات یې هم یو شان ته دي. ددواړو هیوادونو ولسونه د محرومیت په حال کي ژوند کوي او دولتي امتیازات یې د ډیرو محدودو اقلیتي کورنیو په لاس کي دي. په دواړو هیوادو کي شیعګان او اسماعیلیان د سیاسي دسیسو مخکښان دي. ددواړو هیوادو ولسونه باید ددې ستونځو د حل په لاره کي په ګډه کار سره وکړي. دا ابتکار باید د پاکستان ولس وکړي چي په کونړ باندي د بمباریو مسئول نظامي رهبران ددندو ګوښه او محاکمه کړي ځکه چي هغوئ د پاکستان د تدریجي ضعف او ټوټه کولو د پروګرام برخه دي.
په روانو شرایطو کي پر سر ولاړ خطر د خنثاء کولو یوازینۍ لار د فعاله منسجم رابطوي تماسونه (lobbying) په نظر راځي. زموږ هغه هیوادوال چي په امریکا، برطانیه، جرمني، فرانسه، اسټرالیا، کاناډا او نورو ډیموکراټیکو هیوادونو کي اوسیږي باید د افغانستان د ولس په ملاتړ سره متحد سي او قوي مدني فعالیتونه تنظیم کړي او د خپلو هیوادونو ددولتونو نظر د روان حالت په وړاندي ورواړوي. دوئ باید د خپلو هیوادونو ولسونو او دولتونو په وړاندي واضح کړي چي په افغانستان کي د امریکا او نورو غربي هیوادونو ښکیلتیا باید یوازي د اسرائیل، ایران او روسیې د پراختیا د اهدافو لپاره ونه کارول سي. دوئ باید خپلي ملي ګټي هم وسنجوي. افغانان او نور سني مسلمانان ددوئ دښمنان نه دي، دا چي په غیر اسلامي ټولنو کي د مسلمانانو پر ضد د کرکي خپرولو کمپاین روان دئ، ددې تر شاه په هغه هیوادنو کي موجودي او فعاله یهودي ټولني دي چي هلته واضح اقلیت دي خو د خپلو بشري او مادي منابعو منظم استعمال او lobbying د لاري یې د هغه ټولنو سیاسي او مذهبي رهبرئ انحصار کړي دي او د هغه هیوادونو منابع د خپلو شیطاني اهدافو لپاره کاروي. مسلمانان په دوئ خرابوي او دوئ په مسلمانانو خرابوي . په افغانستان او ټوله سیمه کي د سي آی اې روانه پالیسي د دوئ په ګټه نه بلکه په زیان ده. دوئ چي په افغانستان کي د بیا رغوني په لاره کي کوم مصارف کړي دي، د هغه تر څنګ د افغانانو سره د ملي ډیموکراټیک نظام په تاسیس کي مرسته وکړي نو افغانان به په راتلونکي کي ددوئ موثره ائتلافیان ثابت سي. دا چي روسانو ته په سیمه کي بیا مخ ورکول کیږي، نو روسیه به بیا دټولي نړۍ د امنیت په وړانډي څرګند ګواښ وګرزي. زموږ سیاسیون باید د عربي هیوادو او ترکیې پر دولتونو ږغ وکړي چي د عراق، سوریې او ایران د عربي، ترکي او کرد ولسونو د سیاسي او مذهبي مشرانو د یوې ستري جرګې کوربه توب وکړي. یو له بله سره د اسلامي اخوت د اصولو په اساس سیاسي تفاهم ته ورسیږي او د یوې مشترکي اعلامیې دلاري یو بل ته داسي امتیازات ورکړي چي ددوئ حقوق او ګټي نه زیانمنوي څو یو پر بل ددوئ پیرزوینه ثابته سي. د یوه مسلمان پیرزوینه پر بل مسلمان باندي د هغه د ایمان مقیاس دئ. عادي ایرانیان باید تقویه سي څو د خپل هیواد د اداره کولو لپاره یو عادي حکومت رامینځ ته کړي چي سني مسلمانان حد اقل دغومره حقوق خو پکښي ولري لکه نن چي یهود یې پکښي لري. که دا نه سي کولای نو دي سني میشتو سیمو ته خپلواکي ورکړي. هغسي هم د ایران اوسنۍ جغرافیه د پاسدارانو پر حکومت بیخي ډیره ده. دا بوج باید یو څه پر کم کړل سي. که چیري په عربي نړۍ کي ترک، کورد او عرب یو دبل وینه تویولو ته ادامه ورکړي او روسانو و روافضو ته ماته ورنه کړي نو ډیر ژر به د ایران د پاسدارانو او روسانو ټوله نظامي او استخباراتي توجه افغانستان ته راواوړي. موږ به د یوې داسي ستري جګړې پر ډګر واوړو چي ټولي پخوانۍ جګړې به جشنونه ورته معلومیږي او په دې جګړه کي به یوازي د پښتنو زلمیانو سرونه پرې کیږي. تر کومه چي د تاژکو، هزاره او اوزبکو خبره ده ددوئ د ښځو داسي چلونه ښه زده دي چي د خارجي اشغالګرو د مشرانو څخه د خپلو نارینه وو لپاره څنګه معافیت وغواړي او سیاسي مشران خو یې همدا اوس لا په دې پروسو کي دخیل دي.
په طالبانو او حکومت کي شامل ملي اشخاص که په ښکاره نه سي کولای نو باید په مخفي ډول د ځوانانو هغه سیاسي هڅوني تقویه کړي چي زموږ په بیسیواده او بیخبره قبایلي ولسونو کي سیاسي بیداري پیدا کړي. عام ولس باید د هیواد په قانون اساسي کي ورکړل سوو حقوقو څخه خبر سي، ددولت د خدماتو په هکله باید خبرتیا پیدا کړي او د باکیفیته عرضه کیدني څارنه یې وکړي. ولس باید د خپل دولت سره د تفاهم لپاره سیاسي جوړښتونه لکه ګوندونه، اتحادیې او فډراسیونونه جوړ کړي (اوسني ګوندونو ته ګوندونه ویلای سو خو سیاسي ګوندونه نه سو ویلای بلکه شخصي یا محدود سهامي شرکتونه دي). نور باید د متصرفینو باطله عقیده د عوامو د مغزو څخه ووځي. که چیري په موږ کي داسي خلګ موجود وي چي د کلونو راهیسي بیله څه خوړلو یا څیښلو ژوندي وي یا دا چي د کلونو راهیسي نه تشناب ته تللي وي او نه ویده سوي وي یا دا چي د سوپر مین په شان د الوتلو توان لري نو را مخ ته دي سي چي په ګینیز بوک آف ریکارډ کي یې نومونه ولیکل سي او د هیواد شهرت ور زیات کړي. ددوئ د لیدلو لپاره به ټوریسټان د لیري لیري ځایونو څخه راځي. او که چیري ددوئ په خوردو او څاښتونو کي د ځیني امراضو تداوي موجوده وي نو باید دا خوردې او څاښتونه د طبي افادیت د معلومولو لپاره لابراتوارونو ته ولیږل سي یا د مجربو ډاکترانو په موجودیت کي پر اړوندو مریضانو باندي وکتل سي. د تثبیت په صورت کي باید صحت عامه د موثریت سرټیفیکیټ ورکړي څو هیوادوال په اطمینان سره ګټه ترې پورته کړي. که چیري دا ټول درواغ وي نو باید بندیز پر ولګول سي او عاملین یې د جعلکاري په جرم سزا وویني ( یوې مدني فعالي او زموږ ټولو خور فرخندې شهیدي هم داغه غوښتل چي په سپینه ورځ د غني د ۵۰٪ د واک شریکانو لخوا په ډیره بیعزتي سره په شهادت روسول سول). هغه ټولنیز نظام چي حضرت محمد ص را مینځ ته کړئ وو او د څلورو خلفاء راشدینو رض تر زمانو پوري یې دوام لاره، په هغه کي نه انحصار ته د ودي زمینه برابره سوې وه، نه د ملا، مفتي، پیر، او فقیر منصبونه وه او نه هم د رهبري میراثي نظام موجود وو. په اسلام کي د علم زده کړه، د شریعت مطابعت او د هغه نفاذ د ټولو مسلمانانو فردي او جمعي مکلفیت دئ. دا دروند بار دا طفیلیان په یوازي سر نه وړلای سي او نه یې باید یوسي. دا نن چي موږ دا هر څه په دې نامه وینو دا ټول د سیاسي بدعتونوپه ذمره کي راځي چي زموږ فقهاء باید ولس په خبر کړي. زموږ د ټولني ستونځه اصلاً دا موازي سیسټمونه دي چي خلګ د خپل دولت د مستقیمي محاصبې څخه راګرزوي. که چیري زموږ په ټولنه کي ددین پر نوم باندي دا تجارت ادامه ولري نو خدای مکړه چي په دې چارو کي زموږ د نوي نسل مخ پر زیاتیدونکئ شعور به دوئ پر ګمراهي او دهریت باندي مجبور کړي (لکه یو درې لسیزي وړاندي چي دا عملاً پیښه وسول) چي په مسئولیت کي به زموږ ټول مذهبي او سیاسي مشرتابه پکښي شریک وي. تر اوسه پوري خو باید ددوئ کورودانی ووایو چي د دین پر نوم زموږ ځوانانو ته د ځانمرګي واسکټونه ورواغوستل سول، بیځایه وجنګول سول، څوک د ګوانټانامو، څوک د پل چرخي میلمانه سول، په صحراوو کي غریبان د لوږي مري او زکاتونه و عشرونه ملایان، مفتیان او پیران تخته کوي. دوئ هر څه ویني خو بیا هم مساجدو ته ورځي او په دې کافرانو پسي لمونځونه هم کوي. خدای پاک دي دوئ ته نور هم زغم او حوصله ورکړي. دا معلومات اوس د هیڅ چا څخه پټ نه دي پاته چي د طالبانو دتحریک په صفوفو کي د مور او د میرې چلند روان دئ. د تحریک هغه غړي چي د آی ایس آی او سي آی اې لپاره خاص فعالیت او خدمت کوي، هغه د محبسونو څخه د خاصو روابطو په اساس ازادیږي، پیسې هم ورکول کیږي، د نړۍ تجارتونه هم کوي او په پاکستان کي د هر ډول امتیازاتو څخه هم برخمن دي او تقریباً ټول داسي خلګ هلته په اخلاقي فساد یعني زنا او لواطت اخته سوي دي (جهاني صاحب لس کاله پخوا لا په دې قصو خبر وو چي حیات آباد شعر یې ولیکه). هغه خلګ چي في سبیل الله د تحریک سره دریږي، د تحریک د رهبري لخوا وټولو خطراتو او قربانیو ته ورمخته کیږي او په امتیازاتو کي هم محرومه ساتل کیږي. زموږ افغاني الاصله جاسوسان خوهغسي هم وجدان او انصاف نلري، لږ تر لږه ددې لوبي مخ کښ امریکایان باید د بشري عاطفې په اساس یو څه زړه سوی او انصاف وکړي. 
 موږ باید خپل دولت مجبور کړو چي خپل تماسات او امتیازات دي یوازي د واکمنو تنظیمونو او شپږو ورکوټو ولایتونو تر مشرانو پوري نه محدودوي. زموږ هر ولایت او هره ولسوالي هم تعلیافته، هم بانفوذه او هم سرمایه داره خلګ لري چي ډیری یې یا په پاکستان کي او یا هم د هیواد په داخل کي په کابل، کندهار او نورو غټو ښارونو کي میشت سوي دي. که چیري د ولایاتو او ولسوالیو په مرکزونو کي د دولتي خدماتو د احیاء او د هغه د کمیت او کیفیت د معیاري کولو پروسه د صلحي د پروسې سره همزمانه پیل سي نو د سیاسي واک و متوازن ویش ته به زمینه مساعده سي. تاسي فکر وکړئ که چیري په هره ولسوالي کي یو یو ستر د هلکانو او انجونو مکتب ولرو، یو مجهز روغتون ولرو او یو داسي عصري ښارګوټئ ولرو چي د ولسوالي د مخورینو تر څنګ په بیلا بیلو اقتصادي طبقاتو پوري اړوند ځایي خلګو ته دولتي نمرې پکښي توزیع سوي وي نو زموږ ددولت ولکه به پر لیري پرتو ولایتونو او ولسوالیو باندي څومره مستحکمه سي. زموږ قاچاقبرو او جنګي قومندانانو ټولود ګاونډي ایران او پاکستان ښارونه لیدلي او ګذاره یې پکښي کړې ده. هغوئ د یوه متدین او منظم ژوند په قدر پوهیږي، دا د واکمنو تنظیمونو تعصبیان دي چي پر واک او سیاست باندي د خپل انحصار منګولي ټینګي کړي دي اوپه حکومتوالي نظام کي یې د اصلاحاتو مخه نیولې ده. نور د ولس ټوله طبقات د صلحي او پرمختګ ملاتړي دي. که چیري هر مسجد په ابتدائي ښونځۍ او سیواد د زده کړي پر مرکز بدل سي او د مسجد امام یې معلم وي نو ایا زموږ په هیواد کي به یو هم بیسیواده شخص او د ابتدایي تعلیم څخه بیبرخئ ماشوم پاته سي؟
پاکستان ته موږ همیشه د یوه دښمن او حریف په سترګه کتلي دي او د پاکستان د زیادتره خلګو برخورد هم د افغانستان په مقابل کي ورته دئ. ددې عمده علت ددواړو هیوادونو د واکمنو عناصرو منفي تبلیغات او یو د بل په وړاندي منفي پالیسئ دئ چي ددواړو هیوادو د ولسونو د پرمختګ، ارامي اواوسایي مخه یې نیولې ده او ددې هیوادو آئینده یې د ابهام سره مخ کړې ده. زموږ دولت د ډیورنډ کرښي ها خوا ته د ځینو قبایلي سیمو د ملکیت دعوه لري او ددې دعوې د تثبیت لپاره یوې د ګیدړي د قبالې حواله هم ورکوي چي شاید دا ناچلنده قباله ځني ورکه سوې هم ده. تر ننه پوري زموږ دولت دهغه دوه یا درې تړونونو پوري اړوند دستاویزونو نقلونه په رسمي ډول دولس سره نه دي شریک کړي چي د رویه یې زموږ دولت دا دعوه کوي او نه یې د برطانیې او پاکستان د حکومتو سره په دې هکله جدي ډیپلوماسي په کار اچولې ده. شاید هغه اسناد ځني ورک سوي وي او یا نوري مادې یې داسي وي چي زموږ د افغان ولس په وړاندي دهغه مهال دولتونو وفاداري د سوال لاندي راولي. په تیرو دوو درو انقلابونو کي ثابته سوې ده چي زموږ هغه رهبران چي د پاکستان سره د ډیورنډ ددعوې پر سر شخړي کوي، کله چي رژیم واوړي، هم هغه رهبران په اسلام اباد کي د آی ایس ای لخوا ورکړل سوي باډیګارډانو په ساتنه کي نایټکلبونو ته تګ راتګ کوي (ښآغلئ تڼی یې ژوندئ بیلګه ده). نور باید زموږ دولت ددې طفلانه د ځمکي د ملکیت تر دعوې تیر سي. اوس د ډیموکراسي دور دئ. د خیبر پښتونخوا او بلوچستان سیمي د هغو سیمو په پښتنو او بلوڅو قبایلو پوري اړه لري او هغوئ اوس د پاکستان په اساسي قانون کي ورکړل سوي حقوقو د حصول لپاره سیاسي فعالیتونه کوي. هغوئ ډیر پخوا لا د افغاستان څخه مایوسه سوي دي (او باید چي مایوسه سي) او یې خپل سرنوشت د پاکستان سره تړلئ دئ او که چیري د پاکستان څخه بیلتون هم وغواړي، هغه بهزموږ سره د الحاق لپاره نه وي. زموږ دولت دي دغومره نرتوب وکړي چي خپله اوسنۍ جغرافیه حفظ کړي. که په  میدان وردګ،غزني، زابل، کندهار، ارزګان، هلمند، فراه، هرات، او بادغیس کي داغه غوبل روان وو نو شاید داسي وخت راسي چي دا خلګ د پاکستان شناختي کارډونو او د لازمو دولتي خدماتو په بدل کي په ټولییز ډول د پاکستان تابعیت اخیستلو ته چمتو سي. کله چي سیاسي مشران سیاسي معاملې کوي نو کشران یې ځني زده کوي. د منتق او تعقل تقاضا دا ده چي پاکستان او افغانستان خپلي سرحدي شخړي حل کړي. دا چي د تروریزم په وړاندي مبارزې د تړون په درشل کي یو بل ته دومره درانه امتیازات ورکولای سي نو سرحدي ستونځي هم حلولای سي. پاته سول د کرښي دواړو خواوته پراته ولسونه لکه پښتانه او بلوڅ. دوئ باید د خپلو اړوندو دولتونو لخوا ورکړل سوي ډیموکراټیکو حقوقو څخه ګټه پورته کولو سره د سیاسي مبارزې د لاري د دواړو دولتونو څخه داسي امتیازات وغواړي چي د ویش لیکه ددوئ په زیان نه بلکه ددوئ په ګټه وګرزي. دوئ باید ددواړو دولتونو څخه د پولي دواړو خواوو ته د ازادانه تګ راتګ حقوق په تضمین سوي ډول وغواړي. اروپا یې ښه مثال دئ. یو شینګن ویزا ده، وا یې خله د یوه اروپایي هیواد څخه بل ته داسي داخلیږه لکه دیوه هیواد د یوه ښار څخه چي بل ښار ته اوړې. د ډیورنډ د کرښي دواړو خواوو ته میشت پښتانه او بلوڅ هم باید دا حق ولري چي په دواړو هیوادونو کي ازاد وګرزي. دا ځکه چي دوئ په دواړه هیوادونو کي نژادي اکثریت دي اویوازي ۳۷۰ کاله وړاندي پاکستان او افغانستان یو واحد هیواد وو چي د ایران مشهد او نیشاپور او د هند کشمیر او پنجاب یې په مربوطاتو کي شامل وه. د افغانستان او پاکستان مافیایي حکومتونه باید د دې دوو ملیتونو قدر وکړي او ددوئ پر دغه حق سترګي پټي نه کړي. دا چي هر څومره افغانانو ته ایران د پاکستان د معادل په صفت معرفي سي، خو افغانان پوهیږي چي ایران د پاکستان معادل نه سي کیدلای. افغانان د پآکستان په ولس کي ډیر زیات تاریخي دوستان لري چي د تاریخ په اوږدو کي یې یو له بله سیاسي ملاتړ کړئ دئ. موږ که په صفت دیوه ولس، یو ګاونډی ولس خپل دوست ګرزولای سو، هغه به یوازي او یوازي د پاکستان ولس وي. او د ټاپي پروژې دا تاریخي زمینه مساعده کړې ده، باید چي ګټه ترې پورته کړو. 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery